پښيميسل اوتاکار ۲

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
Přemysl Otakar II.
Wappen Königreich Böhmen.png
PO2veZlKorune.jpg
دحکومت وخت ۱۲۵۳-۱۲۷۸
زېږېدنه ۱۲۳۳
مړينه ۱۲۷۸
کوړنی د پښمیسل کورنی
پلار لمړنی واتسلاف
پیرو واتسلاف دوهم

پښیمیسل اوتاکار دوهم ( په چیکی :Přemysl Otakar II., král železný a zlatý ) (زیږیدنه : ۱۲۳۳م.ک. مړینه: ۱۲۷۸ م.ک.)د پښیمیسل د کورنی څخه یو مشهور حکمران، فاتح او سیاستمدار وو. پلار یی د چیک پاچا لمړی واتسلاف وو. د پښیمیسل اتاکار دوهم د حکومت په وخت کی د چیک پاچایی اوج ته ورسیدله.

نيوليک

ژوند

په ۱۲۴۷ کال کی د پښیمیسل اوتاکار ورور چی نوم یی ولادیسلاف وو، وفات وکړ. ولادیسلاف هیڅ زوی نه درلود او د دی لپاره پښیمیسل اوتاکار د چیک د تاج ورثه (وارث) شو. د چیک اشرافو غوښتل چی د واتسلاف سیاسی قدرت ضعیف کړی او د دی په سبب یی پښیمیسل اوتاکار د چیک پاچا انتخاب کړ. پاچا واتسلاف تر انتخاب وروسته المان ته ولاړ. مګر په ۱۲۴۹ کال کی واتسلاف لوی اردو جمع کړ او د پراګ پر کلا یی برید وکړه او پښیمیسل اتاکار مجبور سو چی د خپل پلار سره سوله وکړی.

د اتریش میراث

په ۱۹۴۶ کال کی د اتریش حکمران فریدریک مړ شو او په ۱۲۵۱ کال کی پښیمیسل اتاکار د فریدیریک خور سره واده کړه او اتریش پښیمیسل اوتاکار لاس ته راوړ. مګر د فریدیریک خور چی نوم یی مارکیتا (Markéta) وله ، پنځوس کالنه وه او وچه (بې اولاده) هم وله. په ۱۲۵۲ کال د هنګری حکمران بیلا څلورم خپل ځان د اتریش قانونی حکمران اعلان کړ او پر اتریش یی برید وکړ. د ۱۲۵۳ کال څخه تر ۱۲۵۲پورې پښیمیسل اتاکار د هنګری د حکمران په خلاف جګړه کوله په دی وخت کی پاچا لمړی واتسلاف مړ شو او پښیمیسل اوتاکارپه رسمی توګه (رسما) د چیک پاچا شو. په ۱۲۵۴ کال کی پښیمیسل په پروشیا کی د بې مذهبو په خلاف هم جګره کوله. هغو په پروشیا کی د کراکویڅ ښار تاسیس کړ چی نن ورځ د کلینینګراد په نوم یادېږی.

جګړې

په ۱۲۶۰ کال کی د کرېسینبورن (Groissenbrunn) ښارته نژدې د چیک اردو او د هنګری پوځ سره ونښتل. په جګره کی د هنکری حکمران بیلا ماته وخورله. تر جګړې وروسته حکمران بیلا د پښیمیسل سره سوله وکړه. په ۱۲۶۰ کال کی پښیمیسل مارکیتا ته طلاق ورکړ او د بیلا د خور (کونهوتا Kunhůta) سره یی واده وکړ. په دی وخت کی پاچا پښیمیسل د چیک د پاچایی په پراخولو پیل وکړ. په ۱۲۶۶ کال کی د چیک پوځ د خیب ولایت ونیوه په ۱۲۶۹ کال کی د کوروتانی سیمې ونیول سوی په ۱۲۷۲ کال کی د فورلان سیمی ونیول سوی. په ۱۲۷۰ کال کی د نوی هنګری پاچا ستیفان ۵ د چیک پر پاچایی پرید وکړ مګر پوځ یی د چیک د اردو لخوا ماته وخورله. په ۱۲۷۱ کال کی پاچا ستیفان د پښیمسل اوتاکار سره سوله وکړه. په ۱۲۷۳ کال کی پاچا ستیفان ۵ هغه سوله نقض کړه او د چیک پر پاچایی یی برید کړ. په جګړه کی د هنګری اردو د چیک د ځواکونو لخوا ماته وخورله او سلواکیا د چیک پاچا لخوا ونیول شو.

سرچینی

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې