یان هوس
یان هوس (په چیکی کې:Jan Hus ) یان هوس (۱۳۷۱ – ۱۴۱۵ ) یو مشهور چېکی مسیحی خطیب او د پراګ د چارلز پوهنتون استاد او کشیش ؤ. یان هوس په خپل اثرونو کې پر کاتولیکی روحانیونو نیوکه (انتقاد) وکړه او په خطبو کې یی اعلان کاوه چی کاتولیکی روحانیونه او چېکی اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او د دی په سبب خلکو نسوای کولای د دغو روحانیونو درناوی وکړی. پاپ او کتولیکی روحانیونه په یان هوس باندی د کافر تهمت وکړ او په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس په اور کې وسوځل شو.
ژوند [سمول]
یان هوس په ۱۳۷۱ کال کې د هوسینېڅ په کلی کې زېږېدلی ؤ. په ۱۳۹۸ کال کې د پراګ د چارلز پوهنتون استاد شو او په ۱۴۰۰ کال کې کشیش شو. د ۱۴۰۲ کال څخه تر ۱۴۱۳ کال پورې یان هوس د پراګ په مرکز کې په کلیسا کې وعظ کاوه. هوس په خطبو کې په پاپ او اشرافیانو نیوکه کوله. د دی لپاره پاپ خاص قانون اعلان کړ. د دی قانون په مطابق هېڅا نسوای کولای په پراګ کې جطبې او جنازې مراسِم تر سره کړی. یان هوس مجبور شو چی کلی ته ولاړ سی او په کلی کې یی غریبو خلکو وعظ کاوه. په ۱۴۱۵ کال کې کتولیکی روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت کړ. روحانیونو یان هوس ته وویل چې په دی ټولنې کې کولای سی د خپل نظرونه دفاع وکړي. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېد نو روحانیونو هغه ونیو او بندی یی کړ. د یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې مذهبی انقلاب پېل شو.
د یان هوس اثرونه [سمول]
یان هوس په ځانګړی ډول مذهبی کتابونه په چیکی او لاتینی ژبو کې ولیکل. هغه هم د چیکی ژبې لیکنه آسانه کړه. یان هوس په کتابونو کې د کتولیک د مشرانو په سراښتوب انتقاد کوی او غریبو خلکو ته وایی: هر مذهبی مشر چې د خدای د قانون درناوی نه کوی نو دستورونه یی د خلګو د قبول وړندی. په دی وخت کې هر انسان چې ګناه وکړه کولای سول د پاپ چخه ننواته (بخښنه) رانیسی. عسکران یا اشرافیان چې د پاپ څخه ننواتې رانیسی کولای سول وژنه وکړی او په ښځو جنس تیري وکړی او یان هوس ددغه ننواتی په رانولی ډیړه سخته نیوکه کوله.