ډېنمارک

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Hankehøj, by Thomas Lundbye. A Danish down. Note the glacial character of the terrain and the kurgan, or burial mound of an early chief, in the center.
Reconstruction of a Viking ship

ډانمارک Kongeriget Danmarkد شمالي اروپا د سکېنډينېويا په سیمه کې د ګرين لينډ او فاروئ ټاپوګانو په خوا کې يو ناپلي سلطنتي جمهوري هيواد دی.

دا د ناروې د هيواد تر ټولو سوېلي خواته پروت دی او مرکزي برخه ېې هم په شمال کې د جرمني سره نښتې ده .

ډېنمارک د سويډن په سوېل لوېديځه خواکې شتون لري او د ناروې په سوېل کې پروت دی. د ډنمارک بريدونه د بالټيک رياستونو او بحر شمال سره لګيدلي دي

ډانمارک يوه ټاپو ډوله وچه ده چې په ګڼ شمير نورو ټاپوګانو باندې نغښتې ده. چې په کښې یولينډ،،او نورې لکه ،سجيلينډ،،فئن ،ويندسيسل،دائ لو لينډ،فالسټر،او بورنهوم او دغه رقم نورې وړو وړو جزئيرو پکښې خوندي دي ډنمارک د بالټيک او ورسره تړلې بحر د خپل انتظام لاندې ساتي.او دغه بحر ته دنيش سيند يا (خليج( هم وائي. فاروئ جزائر او ګرين لينډ دوه يو شان مملکتونه دي چې د ډنمارک د بادشاهئ سره تړلي دي خو د يورپي يونين غړي مملکتونه نه دي. ډنمارک په سويډن پسې په دوئم نمبر کښې سياحتي هيواد دے چې ۴.۷ ميلونه سيل ګري ورته په 2۰۰۷ کښې راغلي وو ډنمارک يو ائيني پارليماني رجيم دے ډنمارک په يو رياستي سطح جوړ حکومت لري چې پکښې اته نوي بلدياتي نظامي ادارې لري. ډنمارک داروپائي يونين يو غړې هيواد دے چې اول به ورته د ۱۹۷۳ نه وروستو اروپائي اقتصادي کيمونيټي وائيلې شوه.خو لۀ هغه وخت دغه کيموينټي په يورو زون کښي بدله شوې نه وه چې وروستو بيا په يوه کرنسئ يوره کښې بدله شوه،چې غړي مملکتونو په رسمي توګه دغه يورو خپله ايکي يوه رسمي کرنسي وبلله. ډنمارک د ناټو باني غړئ دے. ډنمارک د خپل ازاد تجارتي نظام له کبله د لوړ امدن يو فلاحي هيواد ګڼل کيږي په 2006 نه تر 2۰۰۸ پورې ډنمارک دنړئ په خوشحاله هيوادونو کښې د صحت ،فلاح و بهبود او د تعلم په حواله سره حسابيدو په 2۰۰۸ د ګلوبل پيس انډيکس سروے له خواډنمارک د امن په لحاظ د آيس لانډ نه وروستو، په دوئم نمبر کښې وټاکل شو. ډنمارک د سويډن او نيوزلينډ سره شريک په 2۰۰۸ کښې د يوې موسسې کرپشن پرسيپشن انډيکس له خوا په دنيا کښي تر ټولو کم ټګ مملکت وشميرل شو..

د يوې جريدې له خوا په 2۰۰۸ کښې د ډنمارک لوئي او سر ښار کوپن هيګن د دنيا په ښاد او اباد ښارونو کښې وزبادولې شو.

د ډنمارک قومي ژبه دينش ده، چې د ناروې،او سويډن سره نزديکت او کلتوري او تاريخي اړيکي لري په وراثتي شرح ئې ۹۰.۳% اوپه نسلي شرح ئې ۸2 % د لوتهرين چرچ غړي دي.او تقريبا ۹% ابادي ئې د بيرون څخه راغلو ،په خلکو باندې مشتمله ده د بيرون څخه راغلي باشندګان ئې په بشپړ توګه دسکانډينوين نسلونه سره تعلق لري او باقي نور بيا د دنيا د بيلا بيلو برخو نه راغلي باشنګان دي






























سرچینې[سمول]


کينډۍ:Link FA