لوگزامبورگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوګزامبورګ (/ˈlʌksəmbɜːrɡ/ LUK-səm-burg؛ په لوګزامبورګي کې: Lëtzebuerg [ˈlətsəbuəɕ];؛ په فرانسوي کې: لوکزمبورګ؛ په آلماني کې: لوکزمبرګ)، په رسمي توګه د لوګزامبورګ لویه دوچي، د لوېدیځې اروپا په وچه کې بند هېواد دی. دا هېواد له لوېدیځ او شمال څخه له بلجیم، له ختیځ څخه له آلمان او له سوېل څخه له فرانسې سره ګاونډی دی. پلازمېنه او ترټولو لوی ښار یې، لوګزامبوګرګ، (له بروکسل، فرانکفورټ او سټراسبورګ) سره یوځای د اروپایي ټولنې یو له څلورو رسمي پلازمېنو څخه دی او په هغه کې د اروپایي ټولنې ګڼ شمېر اژانسونو مرکزونه، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمه، چې ترټولو لویه قضایي اداره ده، شتون لري. د لوګزامبورګ کلتور، خلک او ژبه په شدت سره د هغه د فرانسوي او آلماني ګاونډیانو سره تړلې دي. په داسې حال کې چې لوګزامبورګي ژبه له قانوني اړخه د لوګزامبورګ د خلکو یوازنۍ ژبه ده، فرانسوي او‌ آلماني ژبه هم په اداري او قضایي چارو کې کارول کېږي او درې واړه د هېواد اداري ژبو په توګه حسابېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

لوګزامبورګ له ۲۵۸۶ کیلومټر مربع (۹۹۸ مایل مربع) مساحت سره د اروپا یو له کوچنیو خپلواکو هېوادونو څخه دی. په ۲۰۲۲م کال کې، د هغه نفوس ۶۴۵۳۹۷ کسه وو چې هغه په اروپا کې په یو کم نفوسه هېواد بدلوي، البته د نفوسو له چټکې ودې سره؛ بهرنیان د دې هېواد کابو نیم نفوس جوړوي. لوګزامبورګ یوه استازې ډیموکراسي ده چې د یوه مشروطه پاچا، لوی ډوک هنري، لخوا رهبري کېږي او هغه یې په نړۍ کې په یوازني پاتې خپلواک لوی ډوک بدلوي. دا پرمختللی هېواد له پرمختللي اقتصاد سره په نړۍ کې د ناخالصه کورني تولید (PPP) له نظره ترټولو مخکې دی. د لوګزامبورګ ښار د پراخو قلعو او تاریخي سیمو استثنایي ساتنې له امله په ۱۹۹۴م کال کې د یونسکو نړیوال میراث په توګه اعلان شو.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د لوګزامبورګ تاریخ په ۹۶۳م کال کې پیلېږي، کله چې کنټ زیګفریډ ټرایر ته نږدې یوه ډبرینه قله او په هغه کې د رومیانو د عصر قلعې، چې په لوسیلینبورهوک «کوچنۍ قلعه» نامتو وې، او د هغه شاوخوا سیمه د سنټ ماکسمین له امپراتورۍ څخه ونیول. د زیګفریډ لمسیانو خپل قلمرو د ودونو، فتحې او تسلط له لارې پراخ کړ. د دیارلسمې پېړۍ په پای کې، د لوګزامبورګ کنټونو د پام وړ پراخې سیمې باندې حکومت وکړ. په ۱۳۰۸م کال کې د لوګزامبورګ کنټ، اووم هنري د رومیانو پاچا او وروسته د سپېڅلي روم امپراتور شو؛ د لوګزامبورګ کور د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د سپېڅلي روم څلور امپراتوران تولید کړل. په ۱۳۵۴م کال کې، څلورم چارلز دا ښارګوټی د لوګزامبورګ دوچي ته لوړ کړ. دا دوچي بلاخره د بورګونډي دایرې یوه برخه وګرځېد او وروسته د هالنډ د هابسبورګ له ۱۷ ایالتونو څخه یو شو. د پېړیو په اوږدو کې، د لوګزامبورګ شار او قلعه – چې د فرانسې سلطنت او هابسبورګ قلمرو په منځ کې د هغه د موقعیت له امله له لوړ سټراټېژیک ارزښت څخه برخمن وو – په تدریج جوړ شو ترڅو په اروپا کې یو له نامتو قلعو څخه وشمېرل شي. لوګزامبورګ د څوارلسم لوئي فرانسې او د ماریا ترزا اتریش پورې له تړل کېدو وروسته، د فرانسې لومړني جمهوریت او ناپلیون امپراتورۍ یوه برخه وګرځېد.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د لوګزامبورګ اوسنی ایالت د لومړي ځل لپاره په ۱۸۱۵م کال کې د وین کانګرس کې رامنځته شو. لوی دوچي، له خپلې پیاوړې قلعې سره، د هالنډ د لومړي ویلیام تر شخصي حاکمیت لاندې په یو خپلواک ایالت بدل شو ترڅو له پروسیایي ګارنیزون سره یوځای د فرانسې له برید څخه ساتنه وکړي. په ۱۸۳۹م کال کې، د بلجیم انقلاب ګډوډیو څخه وروسته، د لوګزامبورګ یوازې فرانسوي ژبې برخه بلجیم ته ورکړل شوه او لوګزامبورګي ژبې برخه (له آرلرلنډ، د آرلون سیمې شاوخوا پرته) د لوګزامبورګ په اوسني ایالت بدل شو.[۲۰][۲۱][۲۲]

لوګزامبورګ د اروپایي ټولنې، OECD، ملګرو ملتونو سازمان، ناټو او بنلوکس یو له موسسو غړو څخه دی. دې هېواد د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې خدمت وکړ. له ۲۰۲۲م کال راهیسې، د لوګزامبورګ ښاریان ۱۸۹ هېوادونو ته پرته له ویزې یا په راتلو سره د ویزې ورکړې له اسانتیاوو برخمن وو او د لوګزامبورګ پاسپورټ له فنلنډ، ایټالیا او اسپانیا سره یوشان د نړۍ دریم ځای خپل کړ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

تاریخ

له ۹۶۳م میلادي کال مخکې

په کوم ځای کې چې اوسنی لوګزامبورګ واقع دی هلته د لومړني مېشت کېدو نښې تاریخ د ډبرې عصر یانې کابو ۳۵۰۰۰ کاله مخکې ته رسېږي. له میلاد څخه مخکې دوهمې پېړۍ راهیسې، سلټیکي قبیلې د راین او میوز سیندونو منځ سیمه کې استوګنې شوې، له همدې کبله په هغه سیمه کې چې اوسنی لوی دوچي جوړوي، هلته مېشت شول.[۲۸]

شپږ پېړۍ وروسته، رومیانو سلټیکي قبایلو ته چې په دې سیمه کې په ټولیز ډول مېشت وو، د Treveri په توګه ونومول. د لرغون‌پېژندنې ګڼ شمېر شواهد کشف شوي دي چې په لوګزامبورګ کې د هغوی شتون ثابتوي چې ترټولو نامتو یې د « Oppidum of the Titelberg» دی.

له میلاد څخه ۵۸ تر ۵۱ کلونه مخکې، کله چې جولیوس سزار ګال او د راین تر پولې د آلمان یوه برخه فتحه کړل، رومیانو په دې هېواد برید وکړ، له همدې کبله د اوسني لوګزامبورګ سیمه د ۴۵۰ نورو کلونو لپاره د روم امپراتورۍ یوه برخه شوه او د پاکس رومانا تر حاکمیت لاندې یې په نسبي سوله کې ژوند کاوه.

کوم څه چې په ګال کې پېښ شول هغه ته ورته، د لوګزامبورګ سلټانو د رومیانو کلتور، ژبه، اخلاق او د ژوند چلند ومنل او په عملي ډول هغه څه ته بدل شول چې تاریخ پوهانو د ګالو-رومي تمدن په توګه توصیف کړي دي. هغه وخت دورې پورې اړوند شواهدو کې Dalheim Ricciacum او Vichten mosaic شامل دي چې د لوګزامبورګ ښار د تاریخ او هنر ملي موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي.[۲۹][۳۰]

دې سیمې ته له څلورمې پېړۍ وروسته جرمني فرانکانو نفوذ وکړ او په ۴۰۶م میلادي کال کې د روم لخوا پرېښودل شو. هغه سیمه چې لوګزامبورګ نومېږي اوس د فرانکانو د سلطنت یوه برخه ده. سالیاني فرانکان چې په دې سیمه کې مېشت شول ډېری د هغو کسانو په توګه توصیف کېږي چې ننني لوګزامبورګ ته یې آلماني ژبه راوړې ده، ځکه چې ژب پېژندونکي لرغونې فرانکي ژبه چې د هغوی لخوا ویل کېده د فرانکوني موزل ژبې مختګ ګڼي چې وروسته یې د نورو په منځ کې، د لوګزامبورګي ژبې په توګه تکامل موندلی دی.[۳۱][۳۲][۳۳]

د لوګزامبورګ مسیحي کېدل هم په همدې دوره کې قرار لري او په معمول ډول د اوومې پېړۍ پای ته ورګرځي. په دې زمینه کې ترټولو نامتو شخصیت، ویليبرورډ، یو نورتومبریایي سینټ مبلغ دی چې له نورو راهبانو سره یوځای یې، په ۶۹۸م میلادي کال کې د اچټرناخ کلیسا جوړه کړه. د هغه په ویاړ ده چې د اچترناخ د ګډا مراسم هرکال د درېنۍ (سه شنبې) په ورځ ترسره کېږي. د څو پېړیو لپاره، دا کلیسا د اروپا شمال کې یو له اغیزناکو کلیساګانو باندې بدله شوه. د Codex Aureus of Echternach، یو مهم پاتې کوډکس چې په بشپړ ډول د طلا جوهر سره لیکل شوی وو، په یوولسمه پېړۍ کې همدلته تولید شو. د امپراطور سپېڅلی کتاب او د دریم هنري زرین انجیل هم په همدې وخت کې په اکټرناخ کې تولید شول، کله چې د منځني عصر په اوږدو کې د سپېڅلو کتابونو تولید خپل اوج ته رسېدلی وو.[۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې

  1. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  2. "Europe :: Luxembourg — The World Factbook - Central Intelligence Agency". www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Decision of the Representatives of the Governments of the Member States on the location of the seats of the institutions (12 December 1992)". Centre virtuel de la connaissance sur l'Europe. 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Luxembourg | national capital, Luxembourg". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Loi du 24 février 1984 sur le régime des langues. - Legilux". legilux.public.lu. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Loi du 24 février 1984 sur le régime des langues. - Legilux". legilux.public.lu. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Eurostat – Tables, Graphs and Maps Interface (TGM) table". Epp.eurostat.ec.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "La démographie luxembourgeoise en chiffres" (PDF). Le Portail des Statistiques (په فرانسیسی ژبه کي). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Country comparison :: POPULATION growth rate". The World Factbook. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "City of Luxembourg: its Old Quarters and Fortifications". World Heritage List. UNESCO, World Heritage Convention. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 1 January 2018 باندې). [{{{url}}} Piping Hot Gromperekichelcher, Only if You Pass the Sproochentest]. The Wall Street Journal.
  12. A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87999-093-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kreins, Jean-Marie (2010). Histoire du Luxembourg (الطبعة 5). Paris, France: Presses Universitaires de France. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87999-093-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Henry VII | Holy Roman emperor". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Luxembourg - History". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87999-093-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Centre, UNESCO World Heritage. "City of Luxembourg: its Old Quarters and Fortifications". UNESCO World Heritage Centre (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87999-093-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. د کتاب پاڼي 4–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87999-093-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Luxembourg - History". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. د کتاب پاڼي 5–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-87999-093-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "European Union | Definition, Purpose, History, & Members". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Timeline: Luxembourg – A chronology of key events BBC News Online, 9 September 2006. Retrieved 8 October 2006.
  25. "Luxembourg - Independent Luxembourg". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Asselborn's final Security Council meeting". Luxemburger Wort. 19 December 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Global Ranking – Visa Restriction Index 2020" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 2013 p. 9
  29. Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 1988 (2013)p. 16
  30. "Mosaïque de Vichten". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Histoire du Luxembourg, le destin européen d'un "petit pays", Trasch Gilbert p. 65, 2003 ISBN 2-7089-4773-7
  32. Histoire du Luxembourg, le destin européen d'un "petit pays", Trasch Gilbert p. 70, 2003 ISBN 2-7089-4773-7
  33. "Francique". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. The Emperor's Bible". Uppsala University Library. Retrieved 17 October 2020
  35. Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 2013, ISBN 978-3-406-62225-0 pp. 9-25
  36. Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 2013 p. 23