حامد کرزی

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حامد کرزی
حامد کرزی
حامد کرزی

د افغانستان ١٢م ولسمشر
د واکمنۍ دوران
٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ – ٢٩ سيپټمبر ٢٠۱۴
عملي کول: ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ – ١٣ جولای ٢٠٠۲
مرستيال کريم خليلي
احمد ضيا مسعود
محمد قسيم فهيم
يونس قانوني
ملا محمد عمر
محمد اشرف غني
د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ ډېسمبر ۱۹۵۷(1957-12-24) ‏(عمر: ۶۶ کاله)
کندهار، افغانستان
تابعیت د افغانستان پاچاهي (۱۹۵۷–۱۹۷۳)

۲۶ سرطان (۱۹۷۳–۱۹۷۸) دافغانستان دمکراتی جمهوریت (۱۹۷۸–۱۹۹۲) د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲–۲۰۰۲) افغانستان (۲۰۰۲–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مذهب اسلام
ګوند خپلواک کاندید
ښځه زينت کرزۍ (۱۹۹۹–)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار عبدالاحد کرزی  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
احمد ولي کرزی
محمود کرزي
قيوم کرزي  د (P3373) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم کندهار، اود هماچل پرديش پوهنتون
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اندرا ګاندي جایزه (۲۰۰۵)
د آزادۍ جایزه (۲۰۰۲)
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج
 فلاډلفیا لبرټی میډل
سټيګر جايزه
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د حامد کرزي اړوند
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دئ، چي د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴ ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د کندهار ولايت د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. حامد کرزی د لومړي ځل لپاره په ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ کال کي د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو. هغه د افغانستان دوولسم ولسمشر او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوې ولسمشر دی، ښاغلي کرزی همدارنګه د افغانستان د تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر مقام ترلاسه کړ. [۲].

ده ته د نوي افغانستان بنياد ايښودونکي ويل کېږي ځکه چې دده په دوران کې: د افغانستان نوی اساسي قانون، د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پوليسو، بيا رغونه ترسره سوه. د ښاغلي کرزي دولت همدارنګه د کندهار-کابل لويه لاره، د کندهار-هرات لويه لاره، د کابل-باميان لويه لاره، د کابل-جلال اباد لاره او داسې نورې لارې ورغولي، ده په خپل دولت کې په لکونو يتيمانو او کونډو ته مرستې ورورسولي، ډيرې خلګو تعليم و تربيت ترلاسه کړ، دده په دولت کې هسپتالونه تلويزيوني ادارې، راډيوګانې او داسې نور څه بيا فعال سول، افغان حکومت خپل پولي او سيمي بيرته تر واک لاندې راوستلې.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د قدرت سوله ييز انتقال

  • د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خلکو په رایو د یوه منتخب ولسمشر نه بل ته واک انتقال سو.
  • د افغانستان تاریخ ته په کتو دا لومړی ځل وو چې واک له سوله ییزې لارې انتقال سو، په افغانستان کې به واک اکثراً د جګړې او کودتاه له لارې انتقالېده. حامدکرزي چې دیارلس کلونو کې په افغانستان کې ولسمشر وو، د راتلونکي په اړه یې خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې واک به د اساسي قانون له مخې نوي منتخب ولسمشر ته تسلیم کړي:

زه او زما دوه متحرم معاون صاحبان ریاست جمهوري ته تحلیف ورکوو نوي رییس جمهور ته په دې ترتیب به د لومړي ځل لپاره واک له یوه منتخب ولسمشر نه بل ته انتقال شي.

که څه هم د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ اوږده انتخاباتي بهیر د افغانانو په ژوند خپلې منفي اغیزې پريښودې خو جمهور رییس کرزي په راتلونکي حکومت کې د تېرو لاسته راوړنو له خوندي پاتې کیدو خلکو ته ډاډ ورکړ:

بې غمه خپل کار کوئ. څوک چې مامور دی ماموریت دې کوي. څوک چې تجار دی تجارت دې کوي. زامن او لورګانې به مو همداسې خپلې زده کړې جاري ساتي. په دې خاوره کې د راتلونکي په لور له حرکت او یووالي پرته بل هيڅ هم نسته.
— پخوانی ولسمشر حامد کرزی[۳]

ښاغلی عبدالله د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو یو مخکښ کاندید و د ده په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم په موافقې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو تړون لاسلیک کړ. که په افغانستان کې د سیاسي واک د انتقال پړاوونو ته کتنه وکړو د سردارمحمدداوودخان له واکمنۍ رانیولې د حامدکرزي تر ولسمشرۍ پورې د سیاسي واک انتقال اکثر د جنګ،جګړو او کودتاو له لارې ترسره سوی دی.

مخينه

کرزي په سویلي افغانستان کې په خپل اصلي ټاټوبي کندهار کې قومي او مذهبي مشرانو ته د هغوي په سيمييزه شورا کي د خبرو په حال کې.

حامد کرزی په کندهار کې زېږېدلی. دی پښتون دی او د پوپلزيو په ټبر پورې تړاو لري. د کرزي کورنۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پلويان دي، نو ددې په خاطر مونږ دا په ډاگه ويلای سو چې هغه په سياست کې د ډېر پخوا څخه ښکېل دی.

کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو کرزی هند ته ولاړ او د طالبانو د پرزېدو پورې هماغلته پاتې سو. نوموړي په هند کې د ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٣ پورې د شېملې په هماچال پوهنتون کې د سياسي ساينسونو په څانگه کې خپلې زده کړې وکړې او د لېسانس لاسوند يې ترلاسه کړ، بيا دی خپل کاري ژوند ته ننوت او د مجاهدينو مالي ملاتړ يې هم کاوه.

کله چې روسان د افغانستان څخه ووتل نو دی د برهان الدين رباني په جوړ سوي حکومت کې د بهرنیو چارو وزير د مرستيال په توگه دنده لرله. همدا رنگه ېې د صبغت الله مجددي ، پير سيد احمد گيلاني او عبدالرب رسول سياف سره کورنۍ اړيکې درلودې . ښاغلی کرزی متحل دی او زينت کرزۍ يې د مېرمنې نوم دی، زينت کرزۍ ډاکټره ده او په کال ١٩٩٨زېږديز کې يې د حامد کرزي سره واده کړی. د کرزی په کورنۍ کې د جنورۍ په ٢٥ مه د ٢٠٠٧ م زېږيز کال يو ځوی پېدا سو چې د ميرويس کرزي په نامه ېې ونوماوه. وروسته یې يوه لور هم وزېږېده چې نوم یې پرې ملاله ايښې ده .

کرزي او طالبان

کله چي په ٩٠ مه مېلادي لسيزه کښي د افغانستان پر سياسي ډگر طالبان راڅرگند سوه، نو کرزي د هغوی په پلويانو کښي و. خو کرزي دطالبانو سره خپلي اړيکي د طالبانو د پاکستاني اړيکو پربنسټ وشلولې. کله چي طالبانو په ١٩٩٦ يم مېلادي کال کښي برهان الدين رباني د واکه وغورځاوه نو کرزي ته يي وړانديز وکړ چي په ملگرو ملتونو کښي د افغانستان سفير سي. خو کرزي د طالبانو وړانديز ونه مانه. په ١٩٩٧ يم مېلادي کال کې کرزی و امريکا ته ولاړ چيري چي د ده نوره کورنۍ ځای پرځای وه. په امريکا کښي ښاغلي کرزي خپلي هڅي پېل کړي چي د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه بېرته واک تر لاسه کړي. د کرزي پلار احدکرزی د پاکستان په کوټه ښار کښي د١٩٩٩يم مېلادي کال دجولای پر ۱۴ د څو وسله والو لخوا ووژل سو. د دغه وژني پړه پر طالبانو واچول سوه او همدا و چي حامد کرزي د بدل په توگه د طالبانو د واگه اچولو اراده وکړه.

د امريکايانواو شمالي ټلوالې ملگرتيا

ولسمشر حامد کرزی د جنگ نه وروسته د نوي جوړ سوي ملي پوځ سره د کتنې پر مهال

په ٢٠٠١ کال کې د ١١ د سپتمبر د ټروريستي پېښې نه وروسته، کرزی د ځينو هغو مجاهدينو سره چې د شمالي ټلوالې پلويان وه، يوځای د طالبانو په مخالفت کې ودرېده او د امريکا د متحده آیالتونو د بشپړې ملکارۍ په مرسته د طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته راغی او د يوې نوې حکومت په جوړولو يې لاس پورې کړ[سرچينه پکارده].
د هماغه کال د ډېسمبر په مياشت کې د هېواد نه دباندې افغان سياسي مشران چې ډېريو يې په هېواد کې دننه کوم پلويان نه درلودل د جرمني د بون په ښار کې سره راټول سول چې د نوي کابينې په جوړښت کې سره جوړ سي. د بون د تړون له مخې په ٥ د ډېسمبر کال ٢٠٠١ کې دا پرېکړه وسوه چې افغانستان کې به يو لنډ مهاله حکومت جوړېږي چې ددې ٢٩ کسيزې کابينې مشر به حامد کرزی وي. نو د پلان له مخې حامد کرزي په ٢٢ د ډېسمبر د کابينې د مشرتابه لواړه وکړه. بيا د جون د مياشتې لويې جرگې کې د افغانستان لنډمهالې دورې هېوادمشر وټاکل سو او هدايت امين ارسلا يې مرستيال سو.

د ٢٠٠۴ کال د هېوادمشرۍ ټاکنې

حامد کرزی د وېنا پر مهال
وروسته له دې چې حامد کرزي د ٢٠٠٤ کال ټولټاکنې وگټلې نو په ٧ د ډېسمبر، ٢٠٠٤ کال يې د هېوادمشرۍ لواړې وکړه او د افغانستان د سترې محکمې ريس فېصل احمد شينواري لخوا د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا او د سترې محکمې د نورو غړو لخوا مبارکي ورکړل سوه.

حامد کرزی ٩ د اکتوبر، ٢٠٠٤ کال د افغانستان د هېوادمشرۍ ټاکنو کې د خپلواک کانديد په توگه ځان کانديد کړی وه. د ملي ملاتړ د نشتوالي سره سره هغه د ٣٤ ولايتونو نه د ٢١ ولايتونو رايې وگټلې، او خپل ٢٢ سيالانو ته يې ماته ورکړه. دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی هېوادمشر دی چې په هېواد کې د ډيموکراټيکو ټولټاکنو نه وروسته د افغانستان هېوادمشر وټاکل سو.

کله چې حامد کرزی ته لا د افغانستان د هېوادمشرۍ دنده نه وه ور په غاړه، خو د ډېرو خلکو په مېنځ کې منل سوۍ څېره وه، او د هغه د پلويانو لخوا ډېر ستايل کېده او په دغه موخه چې وروسته د اوږدې مودې جنگ نه دا يواځينی کس دی چې په کورنيو جنگونو کې نه وه ښکېل او د افغانستان د هېوادمشری لپاره يوه نېک فال وه. د هېوادمشر کېدو بل لامل يې د امريکا د متحده آيالاتو هېوادمشر بوش د ادارې لخوا دده ملاتړ هم دی. دا د يوې مياشتې لنډمهاله ټاکنه کې دده د سيالانو په پرتله دده لږ سياسي تبليغ، که څه هم چې د امنيتي ترينگلتياو وېره هم وه خو ټاکنې دده په گټه پرته د کومې ستونزې پای ته ورسېدې.

وروسته له دې چې دا ښکاره سوه چې په ټولټاکنو کې کارېدونکی رنگ بېرته پاکېدلی سي او په همدې توگه رايه اچوونکو کې د درغلۍ شونتيا هم سته، نو دغه ناندريزه بحث تود سو او د ځينو لخوا دا يوه ناکامه ټولټاکنه وگڼل سوه. خو د ملگرو ملتونو د ټولټاکنې خپلواک کمسيون څېړنې نه وروسته دا خبره جوته سوه چې د ٨.١ ميليونه رايو نه ٤.٣ ميليونه رايې سمې دي او په دغو رايو کې ښاغلي کرزي ٪ ٤، ٥٥ رايې گټلي او په همدې توگه د نومبر په ٣ مه نېټه ښاغلی کرزی د ټولټاکنو گټيالی اعلان سو.

کرزي په رسمي توگه په ٧ د ډېسمبر، ٢٠٠٤ کال کې د افغانستان د هېوادمشرۍ لواړه په کابل کې د رسمي لمانځنو په بدرگه ترسره کړه. ډېرو خلکو دا لمانځنه په سمبوليک ډول ډېره اهمه وگڼله او د يو دړې وړې ملت لپاره يې يو ښه نوی پېل وگاڼه. پدې لمانځنو کې تر ټولو اهم مېلمانه د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه په گډون د افغانستان دوه پخواني هېوادمشران، صبغت الله مجددي او برهان الدين رباني سره سره د امريکا د متحده آيالاتو د هېوادمشر مرستيال ډېک چېني هم گډون کړی وه.

د افغانستان ولسمشر

وروسته له دې چې حامد کرزی په ډيموکراټيکو ټولټاکنو کې بريالی سو، نو ډېر خلگ په دې گومان وه چې دی به د خپلې کابينې نه د شمالي ټلوالې پخواني ټوپک سالاران گوښه کوي، او کرزی به د يو سخت اصلاح پال دريز خپلوي. خو دې ته ناورته کرزي دا ثابته کړې چې دی ډېر له پام او احتياط نه کار اخيستی د څه شي تمه چې نه کېده او د خپل سوداگرۍ وزير چې تر ټولو ډېر سمون پال او اصلاح پال وه د دندې نه گوښه کړ.

سره له دې چې ډېر بهرنيان او ماهرين پدې خبره ټينگ دي چې افغانستان ورو ورو د ثبات او سولې پرمخ روان دی، خو د پارلماني ټاکنو دمخه ځينې طالبان په بېلابېلو سيمو کې تاوتريخوالی راوستلی وه. اوسمهال د افغاني پوځ ٢٨ لېواگانې د جنگي عملياتو جوگه سوي، او ډېر لا په تمرينونو بوخت دي. د افغانستان اقتصاد هم د کلونو کلونو راپدېخوا په چټکۍ سره مخ په ودې ده او حکومتي عايدات هم په ډېرېدو دي، خو افغانستان لا تر اوسه پورې په بشپړه توگه پرخپلو پښو نه ده ولاړ او د نړېوالو مرستو ته اړتيا لري.

د ٢٠٠٢ کال د سېپتمبر په ٥ مه، کله چې حامد کرزی د کندهار په دوره تللی وه نو په ده باندې د وژلو ناکامه هڅه وسوه. يوه ټوپکوال چې پوځي کالي يې په ځان وه په ښاغلي کرزي يې ډزې وکړې چې له امله يې د کندهار والي ټپي سو، خو د امريکايي ځانگړي سرتېري لخوا هماغه ټوپکوال وويشتل سو. پدې پېښه کې د ټوپکوال سره سره د هېوادمشر يو ساتندوی او د نندارچيانو نه يو نندارچي چې په ټوپکوال يې بريد وکړ هم ومړ کله چې د حامد کرزي ساتندويانو ورباندې ډزې وکړې. د کرزي د وژلو دوهمه هڅه هغه مهال شنډه سوه کله چې نوموړی د سېپتمبر په ١٦ نېټه ٢٠٠٤ کال کې په يوه چورلکه کې د گردېز لوري ته د يوه نوي ښوونځي پرانيستلو ته روان سوی وه او دده په چورلکه د توغندي بريد وسو.
په ٢٠٠٤ کال کې ښاغلي کرزي د امريکا هغه وړانديز رد کړ چې غوښتل يې د اپيمو په کروندو باندې د کيمياوي دواگانو د پاشلو په نيت سره په افغانستان کې د اپيمو کرکېلې له مېنځه يوسي.

نور مالومات

د امريکا هېوادمشر جورج بوش او د افغانستان هېوادمشر حامد کرزی د سپينې ماڼۍ په گردي دفتر کې، د جنوري ٢٨مه ٢٠٠٢ کال.
  • کرزي په ٢٠٠٤ کال کې د فېلاډېلفيا د خپلواکۍ په مېډال وستايل سو او په ٢٠٠٣ کال کې د ډېرې ستاينې له مخې د برطانيې د پاچايي سرتېري يا Knight نوم هم ورکړل سو. په ۷ د مارچ، ٢٠٠٣ کال يې د هندوستان د هېماچال پوهنتون نه د ادبياتو په څانگه کې ستاينيزه دوگتورا لاس ته راوړه.
  • حامد کرزی د جامو آغوستلو ځانگړی ډول لري او په ډېرو خلکو کې هم ستايل سوی. په خاصه توگه د هغه چپنه او قره قولي. د گوچي فېشن شرکت ټام فورډ دی د سيارې تر ټولو گلالی سړی بللی، او سېلويا فېندي د فېندي فېشن شرکت بيا په کالو آغوستلو کې د خپل د ذوق دخيال ساتلو او په نورو پروا نه کول ستايلي دي.
  • د کرزي ورور احمد ولي کرزی په کندهار کې د بشري مرستو په ټولولو او په هماغه ولايت کې يې د لگولو په کارونو کې خپله ملکاري کوي. د کرزي ډېر نور وروڼه او خوېندې بيا په امريکا کې د ډېرو خوړنځايونو خاوندان دي. هغوی د سان فرانسيسکو، بالټيمور او کېمبرېډج ماسېچوسېټس په آيالتونو کې د هېلمند په نامه خوړنځايونه لري.
  • ډېرو نورو سرچينو په ځانگړي توگه د فارېنهايټ ٩/١١ فلم بيا داسې خبر ورکوي چې حامد کرزی د امريکا د تېلو يوې کمپنۍ يونوکال کې د سلاکار په توگه کار کړی. خو ددې خبر نه دواړو د يونوکال شرکت او کرزي د يو بل سره د کوم تړاو د لرلو نه انکار کړی، که څه هم چې دوی د ټولو هغو نورو شرکتونو په هکله چې په يونوکال پورې تړاو لري څه نه دي وييلي

و.[۴] داسې وييل کېږي چې په ٩ د ډېسمبر، ٢٠٠١ کال کې په يوې فرانسوي ورځپاڼې لې مونډې کې د لومړي ځل لپاره دا خبر راڅرگند سوی وي. همدا خبره د کرسچيان ساينس مونېټر هم کړې ده [۵].

  • په ٢١ د مې، ٢٠٠٥ کال کې نوموړي ته په رسمي مراسمو کې د خېمې درولو اجازې نه ډډه وسوه چې د بوسټون رېډ ساکس لوبو کې چې په فېنوې پارک کې ترسره کېدلې، دا د حفاظتي او لوژيستيکي اندېښنو پخاطر.
  • په ٢٥ د مې، ٢٠٠٥ کال کې حامد کرزی د نېبراسکا آيالت وېسټ پواينټ يا لويديځې نقطې مالي تغذيوي ځای نه کتنه وکړه، په همدې لړ کې يې د هماغه آيالت د افغان زده کړو مرکز، نېبراسکا پوهنتون نه ستاينيزه دوکتورا ترلاسه کړه.

د کرزي ځينې کړني

١. د ميليونونو زده کوونکو ښوونځيو ته تګ
٢. د طالبانو د دولت ړنګونه
٣. د افغانستان نوي کانون جوړونه (په اولسي ملاتړ)
۴. د افغان پوځ، پولیس، ترافیک، جوړونه(د ناټو په مرسته)


سرچینې

  1. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱۰ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  2. "د حامد کرزی د زيږيدنې اړوند". نن ټکی اسیا. ٢٩ سپټمبر ٢٠١۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  3. د حامد کرﺯي وینا (۲۹ سپټمبر، ٢٠١۴). "@Ayaz4u". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  4. "د حامد کرزی د دولت اړوند". امپرور. کلوت. کام. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "د کرزی اړوند". کسمونيټور. کام. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې