احمد ضيا مسعود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
احمد ضيا مسعود

احمد ضيا مسعود (په انگرېزي: Ahmad Zia Massud) د جميعت د گوند پخوانی وياند دی. هغه د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال هم پاتې شوی او د احمد شاه مسعود ورور او د مسعود بنياد ريس هم دی. کله چې د افغانستان د ولسمشر د مرستيالۍ له دندې بې برخې شو نو د افغان دولت د مخالفينو په کتار کې ودرېد او د جبهه ملي په نامه يې يوه سياسي ټلواله جوړه کړه چې په دې ټلوالې کې يې خپل پخواني ملگري لکه عبدالله عبدالله، عبدالرشيد دوستم، محقق، لطيف پدرام او عبدالرب رسول سياف ورگډ کړل. دا سياسي ډله د افغانستان د فدرالي کېدو لپاره هڅې کوي او غواړي چې په افغانستان کې د سيمه واکيو له مخې خپل د نفوذ په سيمو کې د مرکزي حکومت لاس لنډ کړي او د تل خپل سياسي قدرت د خپل د نفوذ په سيمو کې ژوندی وساتي. احمد ضيا مسعود د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني ځوم هم دی.