محمد قسيم فهيم
محمد قسيم فهيم په ۱۹۵۷ ز کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی او د دې ولسوالۍ د عبدالمتين زوی و چې تر دې مهاله يې عمر ۵۳ کاله و. وېل کېږي چې فهیم قسیم د پخواني کمونستي رژيم د(خلق او پرچم) په څانګه کې د خاد استخباراتي غړی هم پاتې شوی چې وروسته د کمونيستي حکومت د ړنګېدو څخه ېې د جميعت او بيا ېې د شورای نظار سره کار پیل کړ. نوموړی د بون د تړون له مخې د موقت حکومت د دفاع وزير وټاکل شو چې بيا له ۲۰۰۲ ز. تر ۲۰۰۴ ز. پورې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستيال و. نوموړی د جهاد په مرحله کې او بيا وروسته د کورنۍ جګړې په مهال د شورای نظار قوماندان و چې په کورنۍ جګړه کې د رول له امله په جنګي جنايتونو هم تورن و.
قسيم فهيم د طالبانو خلاف د احمدشاه مسعود سره اوږه په اوږه جګړه وکړه او په افغانستان يې د امريکا د بريد په مهال د امريکايانو سره ملګری شو چې په موقت حکومت کې د دفاع وزير وټاکل شو. قسيم فهيم د حامدکرزي په لومړۍ دوره کې په اپوزيسيون خو په دويمه دوره کې بيا لومړی مرستيال شو چې د مرګ تر لحظې په همدې دننه بوخت و.
نوموړي او کورنۍ یې د امريکايانو له بري وروسته اقتصادي امپراتورۍ جوړولو ته مخه کړه. د طالبانو خلاف له امريکا څخه په لسګونه مليونه ډالر یې او نورې مجهول المصدر پيسې یې په کار واچولې، او په حيرانونکي توګه دی او ملګري يې د سلګونو مليونونو ډالرو څښتنان شول.
د نوموړي ورور په دې تورن دی چې په کابل بانک کې شريک دی او له خپل بانک څخه یې د عوامو سل مليونه ډالر قرض اخيستي دي چې له قوانينو سرغړونه او څرګند فساد دی.