د افغانستان ولسمشر

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

لکه څنګه چې ټولو هیوادوالو ته مالومه ده، دافغانستان لومړی ولسمشر سردار محمد داودخان دی. مخکې له دې سلطنتي یا شاهي نظام و چې همدغه نظام دښاغلی په لاس ړنګ او دجمهوریت اعلان یې وکړ. سرادر محمد داود خان د ښاغلي ظاهر شاه د تره زوي و او دهغه په سلطنت کې لومړی وزیر هم پاتي شوای و . دکورني اختلافاتو په درلودلو سره ښاغلی دظاهرشاه په سلطنت کې له خپلې دندې استعفا وکړه او په کور کېناست ، دوخت په تېریدو سره دافغانستان او ایران ترمنځ دهلمند دابو لاسلیک دهغه دافغانستان لومړي وزیر موسی شفق دایران وکړ. دغه لاسلیک د محمد داودخان لپاره ډیره ښه پلمه شوه، کله چې ظاهرشاه ایټالیاته دخپلې تداوې لپاره ولاړ دلته داودخان دفرصت څخه ګټه واخیسته او شاهی نظام یې دنګې ونګې کړ او پر ځای یې دجمهوریت اعلان وکړ. وروسته له همدغې ورځي افغانستان تر نن پورې ښه ورځ نه ده پیداکړي کله دیو په لاس او کله دبل په لاس ښکیلاک کیږي خوار او بې وزله افغان مسلمانان مري ډیر خلک ترخاورو لاندې شول ډیر کورونه او شتمنۍ ورکې شوي . دا و یو لنډ مالومات هیله ده چې ستاسو خوښه شوي وي. نورو مالوماتو په تمه اوسئ