د "برهان الدين رباني" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.6.3) (روباټ بدلول: he:בורהנודין רבאני |
و r2.6.3) (روباټ زیاتول: simple:Burhanuddin Rabbani |
||
۱۲۴ کرښه: | ۱۲۴ کرښه: | ||
[[ro:Burhanuddin Rabbani]] |
[[ro:Burhanuddin Rabbani]] |
||
[[ru:Раббани, Бурхануддин]] |
[[ru:Раббани, Бурхануддин]] |
||
[[simple:Burhanuddin Rabbani]] |
|||
[[sv:Burhanuddin Rabbani]] |
[[sv:Burhanuddin Rabbani]] |
||
[[ta:புர்ஹானுத்தீன் ரப்பானி]] |
[[ta:புர்ஹானுத்தீன் ரப்பானி]] |
د ۲۱:۲۱, ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۱ بڼه
دا ليکنه د يو داسې چا په اړه ده چې تازه مړ شوی. په دې ليکنه کې به ځينې مالومات، لکه د مړينې اسباب او چارپېره موضوعگانې د وخت په تېرېدو او د لا نورو رښتينو مالوماتو موندلو وروسته بدلېږي . |
پېژنليک | |
---|---|
بشپړ نوم | برهان الدين رباني |
مشهور په | استاد ربانی |
د زېږېدو نېټه | ۱۹۴۰ |
د زېږېدنې ځای | بدخشان, افغانستان |
د مړينې نېټه | ۲۰ د سېپتمبر ۲۰۱۱ |
سياسي مالومات | |
د کار موده | ۲۸ جون ۱۹۹۲ تر ۲۶ سپتمبر ۱۹۹۶ |
سياسي اړخ | د جمعيت د ګوند مشر |
برهان الدين رباني (دري: Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).) - (۱۹۴۰ - ۲۰ د سېپتمبر، ۲۰۱۱ ز. کال) د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان ولسمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د ګوند مشر او پخوانی جهادي جنګيالی هم پاتې شوی. نوموړی د توکم له پلوه دېګانی دی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي ګوند لارښود هم وه، چې همدا وروستی نومېدلی ګوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جګړو کې ښکېلو ډلګيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنګ په وړاندې د جګړې لپاره لاس يو کړی دی. رباني د افغانستان د ولسمشر په توګه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنګ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو. د هغه دولت د ملګرو ملتونو او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو لخوا يو پېژندل شوی دولت و.
مخينه
برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان سهېلي ولايت بدخشان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جګړو کې ښکېل و ، او د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانګې له خوا چې وايي ، ده افغانستان کې ېې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې ګناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري ترسره کړل تورن دی همدارنګه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی.
زده کړې
وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پرمخ بيولې. وروسته له دې چې نوموړی د همدغه دارلعلوم نه بری وواته نو بيا يې د کابل پوهنتون کې د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې کې لاره وموندله. په کابل پوهنتون کې د څلورو کالونو د مودې وروسته يې په اسلامي زده کړو کې نوم ترلاسه کړ چې ډېر ژر بيا په ۱۹۶۳ ز.کال کې په هماغه پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله. د دې لپاره چې خپله اسلامي زده کړه نوره هم پراخه کړي، نو په همدې تکل په ۱۹۶۶ ز. کال کې مصر ته ولاړ او هلته يې په قاهره کې د الازهر په اسلامي پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د هماغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ بری ليک ترلاسه کړ.
جميعت اسلامي
کله چې برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ ز. کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو نو بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان ګوند لپاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه د پوهنتون په غولي کې د محصيلينو په جذب او منظمولو پيل کړی و. چې د همدغه فعاليت په پايله کې د ۱۹۷۲ ز. کال په ګونديزو ټاکنو کې د يوه ۱۵ کسيزه ډلګۍ او د جميعت اسلامي د بنسټګر، غلام محمد نيازي لخوا د جميعت اسلامي د ګوند مشر وټاکل شو.
کله چې په ۱۹۷۴ ز. کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو لخوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توګه هغه پاکستان ته په تښتېدلو کې بريالی شو. کله چې رباني پېښور ته ورسېده نو هماغلته يې د خپل ګوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د ګوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي ګوندونو تر څنګ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنګ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل واک په خپل لاس کې نيولی وه.
په افغانستان باندې د روسانو د يرغل په وخت د برهان الدين رباني ونډه
د برهان الدين رباني او غړو ېې روسانو سره پټ تړونونه
د افغانستان په طبعي زېرمو د برهان الدين رباني يرغل او بې قانونه ېې پلورل
په افغانستان کې د برهان الدين رباني ولسمشري
برهان الدين رباني پرته د ولسي رايو په کال ۱۹۹۲زېږدي کې د ولسمشرۍ په څوکۍ کېناست. په پام کې وه چې دی به د شپږو مياشتو لپاره د حکومت چارې سمبالوي بيا به ولسواکه رايو ته لار هواروي ،
د سعودي عربستان په ملاتړ د اسلام د سپېڅلي دين په زېږنتون کې د برهان الدين رباني او نورو جهادي ډلو لوړه
د افغانستان په کورنيو جګړو کې د برهان الدين رباني د ډلې ونډه
Afghan Civil War began in 1992, on immediate effect, with the resignation of President Najibullah from the Government of Afghanistan and the entrance of the Mujahideen groups into Kabul. The fighting involved multiple factions and up until the Taliban entered the city in 1996, was largely fought on three fronts. The West of the city was controlled largely by Hezbe Wahdat and the Jamiat-allied Ittehad-I Islami The North of the city was under control of Ahmed Shah Massoud's forces and Jamiat-e Islami while the south was largely under control of Gulbuddin Hekmatyar's Hezbi Islami .
د نړېوالې بشر حقوق ټولنې لخوا پربرهان الدين رباني او ډلې ېې نيوکې
د ملګرو ملتونو د نړېوالو حقوقي څانګو لخوا په ښاغلي رباني باندې د هغه د حکومت په وخت په عامه وګړو باندې د هر ډول تېريو د مخ نه نيولو نيوکه روانه ده او همدا رنګه د ده ډلو په حکومتي واک باندې خپلسري وېش اچولو او په منځ کې د نه جوړجاړي له لامله د خلکو شتمني ويجاړولو ، د خلکو ناروا وژنې او د کابل ښار ټولنيزه ښاري ودانيو د ورانيو تورونه پې لګېدلي دي .
د برهان الدين رباني امريکا سره تماس او پر افغانستان د بريد بلنه
په ۲۰۰۱م زېږدي کال کې د رباني ډلې جمعيت اسلامي بې قانونه کابل ته ننوتل
وروسته د ۲۰۰۱م زېږدي کاله په بشري حقوقو تېری
دا وروستي کلونه
مړينه
برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر پر ٢٠ مه ، د ٧٠ کلو په عمر ، مازدیګر ناوخته د کابل په زړه وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
اخځونه
- http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/09/110920_rabani_killed.shtml
- http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/09/110921_as_rabbani_fenural.shtml
دا هم وګورۍ
واک اخيستنه له صبغت الله مجددي څخه |
د افغانستان ولسمشر 1992–1996 |
واک سپارنه و ملا محمد عمر اخوند de facto تـــه |
واک اخيستنه له ملا محمد عمر اخوند de facto څخه |
د افغانستان ولسمشر 2001 |
واک سپارنه و حامد کرزی تـــه |