نور محمد ترکی

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نور محمد ترکی
Nur Mohammad Tarakay
نور محمد ترکی
نور محمد ترکی

د افغانستان دويم هېوادمشر
سردار محمد داود خان
حفيظ الله امين
د خلق ډموکراتيک ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي
د واکمنۍ دوران
د جنوري لومړۍ نېټه - ۱۹۶۵ زېږديز کال – ۱۹۷۹ د اکتوبر ۸
تاسيس
حفيظ الله امين
د وزیرانو شورا رییس
د واکمنۍ دوران
۱۹۷۸ د می لومړۍ نېټه – د مارچ ۲۷ ، ۱۹۷۹
محمد موسى شفيق
حفيظ الله امين
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ د جولای، ۱۹۱۳
غزني
مړینه ۸ د اکتوبر، ۱۹۷۹
کابل   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل بالښت (د بالښت په وسيله خپه کېدل)

ولسمشريزه ماڼۍ

هديره کابل   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د خلق ډموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
شاعر
ليکوال
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نور محمد تره کی (په ۱۹۱۷ زېږديز کال کې نړۍ ته راغلی، د مړينې نېټه: د ۱۹۷۹ د اکتوبر ۸)، نوموړی يو افغان سياستوال او د خلق ډموکراتيک ګوند د مشرانو څخه وو، چې د سردار محمد داود خان د حکومت وروسته د افغانستان جمهور رئیس شو. نورمحمد تره کی په ۱۹۷۹ کال کې د حفیظ الله امین د پلويانو له خوا په ولسمشریزې ماڼۍ کې د بالښت په وسيله خپه شو او ووژل شو، چې په دې توګه حفیظ الله امین واک ته ور سېد. تره کی يو پښتوپال او قوم‌پالونکی پښتون وو، ټبر يې غلجی او په پښتنو کې بيا د تره کي ټبر اړوند وو. نوموړی د نظر محمد زوی وو؛ تره کی د نظر محمد په درېيو اولادونو کې ترټولو مشر اولاد وو. نور محمد تره کي واده کړی وو خو اولادونه يې نه درلودل. 

زده کړې او دندې

نور محمد تره کي د ښوونځي دورې لومړنۍ زده کړې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې وکړې. تره کی د پلار د پېژندګلو سره کويټې ته لاړ؛ درې کاله يې هلته درس ولوست او هغه چې بېرته راغی نو په غزني ولايت کې د  اختر محمد خان په نوم د يو ځايي خان په کور کې يې خلکو ته درس ورکول پيل کړل او د يو څه وخت لپاره ښوونکی شو. د تره کي پلار د عبدالمجید زابلي په نوم له يو سوداګر سره پېژندل.

عبدالمجید زابلي يو شرکت درلود، تره کی ور سره کندهار ته لاړ او هلته د عبدالمجید زابلي په شرکت کې د منشي په دنده وټاکل شو او ورپسې دی له عبدالمجید زابلي سره د هندوستان ممبۍ ښار ته لاړ او هلته په ياد شرکت کې منشي وو. د عبدالمجید زابلي شرکت د پښتون په نوم وو؛ نور محمد تره کي به د ورځې په دې شرکت کې کار کولو او د شپې به يې هندوستان کې ښوونځی او انګلېسي ژبه لوستل. هندوستان کې له يو څه وخت تېرولو وروسته نور محمد تره کي افغانستان ته راغی؛ تره يې په حکومت کې اغېز لرونکی کس وو او نور محمد تره کی يې په ټولګټو چارو وزارت کې مامور کړ. نور محمد تره کی يو وخت د باختر خبري آژانس مرستيال وټاکل شو. باختر آژانس کې د خپلې ژورنالېستکي دندې او لېکوالۍ پر اساس نوموړي د هېواد په کچه شهرت پيدا کړ او د يو ښه ليکوال، ژورنالېسټ او شاعر په توګه پېژندل کېدو. د بنګ مساپري د نور محمد تره کي يو مشهور ناول وو، چې د افغان کارګرانو ټولنيز – اقتصادي ستونزې په کې راخېستل شوې وې. د نور محمد تره کي لېکنې روسي ژبې ته هم ژباړل کېدلې او ده ته د روسيې د مشهور ليکوال ماکسیم ګورکي نوم ورکړل شوی وو. ماکسیم ګورکي د کمونېزم او ماکسېزم په اړه لېکنې کولې. نور محمد تره کي ته به روسانو د افغانستان ماکسیم ګورکي ويل. 


سياسي فعاليتونه

سرچينې د نور محمد تره کي  په اړه ليکلي چې هغه مهال چې ده د هندوستان په ممبۍ کې کار کولو او د شپې به يې درس ويلو د يو شمېر هندي کمونېسټانو سره په اړيکه کې وو؛ د کمونېسټي ارزښتونو او ټولنيز عدالت په اړه فکر ورکول کېدل. پر نور محمد تره کي د کمونېسټي مفکورې اغېز له خان عبدالغفار خان هم وو. خان عبدالغفار خان د روسيې د وخت واکمن ولادميير لېنېن د سياستونو لېواله وو او نور محمد تره کي له پاچا خان سره څو ځلې لېدنې - کتنې کړې وې. 

افغانستان کې د محمد ظاهر شاه واکمني وه او لومړی وزير يې شاه محمود خان وو. شاه محمود خان د نيمه ديموکراسۍ دوره اعلان کړې وه او هغه وخت د وېښ ځلميانو په نوم يو سياسي حرکت فعاليت کولو. د ويښ ځلميانو په چوکاټ کې د انګار په نوم يوه چاپي رسنۍ چاپ کېدله او نور محمد تره کي هم په ياده جرېده کې خپلې لېکنې نشر کولې. د نور محمد تره کي له لېکنو د کمونېزم او مارکسېزم بوی پورته کېدو خو دا هره څه يې په خپلو لېکنو کې په غير مستقيم ډول وړاندې کول. شاه محمود د ديموکراسۍ دوره پای ته ورسوله او په دې سره د ويښ ځلميانو فعاليت او انګار جرېده بند شوه. د نور محمد تره کي په شمول د ويښ ځلميانو يو شمېر مخکښ کسان حکومت ونېول او زندان ته يې واچول.

۱۳۳۱ل کال وو چې تره کی او ور سره کسان له زندان خوشي شول؛ دوی له لومړي وزير شاه محمود خان سره ولېدل او هغې سره يې د وفادارۍ ژمنه وکړه. لومړي وزير شاه محمود خان هم نور محمد تره کی په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د رسنيو برخې مسوول او هلته ولېږلو. نور محمد تره کي يو کال هلته دنده تر سره کړه چې وروسته په واشنګټن کې د افغانستان سفير سردار محمد نعيم خان دی بې وړتيا کس ياد او له دندې يې لېرې کړ. له دندې په ګوښه کېدو سره نور محمد تره کي په يوې مرکې کې د افغانستان پر حکومت نېوکې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د امريکا دولت دې سياسی پناه ورکړي، خو د پناه غوښتنه يې ونه منل شوه. 

تره کی پاکستان ته لاړ. دې وخت کې سردار محمد داود خان د افغانستان لومړی وزير ټاکل شوی وو. نور محمد تره کي د سردار محمد داود خان له سياست سره علاقه پيدا او په پېښاور کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سر کونسل محمد اکبر پرواني په منځګړېتوب وبخښل شو او په ۱۳۳۵ل کال کې کابل ته لاړ. 

نور محمد تره کی په ۱۳۴۴ کال کې کابل په خپل کور (څلورمې کارتې) کې د خپلو يو شمېر ملګرو سره د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند په نوم سياسي خوځښت جوړ کړ او دی يې مشر وټاکل شو. په ۱۳۴۵ل کال کې له خپلې ولسوالۍ د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شو خو په کې بريالی نه شو.  ۱۹۷۸ز کال د اپريل مياشتې په ۱۹مه نېټه د مير اکبر خيبر په نوم د نور محمد تره کي يو ملګری او د افغالنستان د خلق ديموکراتيک ګوند مخکښ ووژل شو. تره کي او ملګرو د مير اکبر خيبر په ترور کې د داود خان د جمهوريت لاس بللو او پر ضد يې لاريونونه پيل کړل. داود خان امر وکړ چې د نور محمد تره کي په شمول د خلق ګوند يو شمېر نور کسان ونېسي. نور محمد تره کی او ببرکارمل ونېول شول؛ حفيظ الله امين او ځيني نور ملګري په خپلو کورونو کې نظر بند ساتل کېدل. اته ورځې وروسته، د غوايي په اوومه، ۱۳۵۷ لمريز کال؛ د اپريل په ۲۷مه ۱۹۷۹ز کال کې د غوایي کودتا/انقلاب رامنځ ته او سردار محمد داود خان د خپلې کورنۍ له غړو سره ووژل شو. دې سره  نور محمد تره کی د خلق ديموکراتيک ګوند عمومي منشي او د افغانستان هېواد مشر شو. 

د نور محمد تره کي مړينه

۱۳۵۸ل کال د سنبلې مياشت کې نور محمد تره کی هاوانا (د کيوبا پلازمېنه)  کې په يو ناستې کې د ګډون په پار کيوبا ته لاړ. د بېرته راتګ پر مهال يې مسکو کې له برژنف  او يو شمېر نورو شوروي چارواکو سره وکتل. تره کي ته شورويانو د حفيظ الله امين په اړه ويلي وو چې هغه سخت دريځي کوي او تره کی بايد ترې واټن ونېسي. امين هم په دې مسله خبر شوی وو چې تره کي غواړي دی له صحنې لېرې کړي. نوکابل ته په راتګ سره يې نور محمد تره کی په خپل کاري دفتر کې ووژلو او حفيظ الله امين د افغانستان هېواد مشر شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه وخت د مخابراتو ګارد رئيس عبدالودود، د  ګارد سياسي رئيس ارکان روزي او د ګارد رئیس محمد اقبال هغه درې کسان وو چې د نور محمد تره کي په وژنه کې يې لاس درلود. عبدالودود کابل کې آنيس ورځپاڼې ته په خپل اعتراف کې ويلي وو، چې د تره کي په خوله مو بالښت کېښود، خوله يې وچه شوه، د اوبو غوښتنه يې کوله خو روزي ورته اجازه ورنه کړه چې اوبه وڅښي. موږ يې په خوله بالښت ايښی وو او فشار مو پرې راوړلو؛ څو شيبې وروسته تره کی ارام شو او مړ شو. دی مو په موټر کې بيرون کړ او په هغه قبر کې مو دفن کړ چې له وړاندې د کابل په  قول چکان  سيمه کې  ورته برابر شوی وو. 

د نور محمد تره کي علمي او ادبي هڅې

نور محمد تره کي په پښتو ژبه کې لیکوالي کړې او د نثر په برخه کې یې پنځونه کړې ده . ده يو شمېر ناولونه او لنډې کيسې لیکلې ، چې چاپ شوې دي او د ځینو نومونه یې دادي : بې تربیته زوی (ناول). دا د نور محمد تره کي لومړی ناول وو ، څو برخې یې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر کلونو په کابل مجله کې چاپ شوې وې او د راحت زاخيلي تر «ماه رخي» وروسته په پښتو ژبه کې دويم ناول گڼل کيږی . سنګسار (ناول) د بنګ مساپري (ناول) څړه (ناول) سپين (ناول) د بزگر لور (د لنډو کیسو ټولګه). نور محمد تره کي يو شمېر نور اثار هم لري چې د سورګل په مستعار نوم چاپ شوي دي.

اړوند ليکنې

د افغانستان دموکراتیک جمهوریت


سرچينه

اسحاق عزيزي


ماخذونه: References  

↑ Shaista Wahab & Barry Youngerman, A Brief History of Afghanistan, Infobase Publishing (2007), p. 137↑ .mw-parser-output cite.citation{font-style:inherit}.mw-parser-output .citation q{quotes:"\"""\"""'""'"}.mw-parser-output .id-lock-free a,.mw-parser-output .citation .cs1-lock-free a{background:linear-gradient(transparent,transparent),url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/6/65/Lock-green.svg")right 0.1em center/9px no-repeat}.mw-parser-output .id-lock-limited a,.mw-parser-output .id-lock-registration a,.mw-parser-output .citation .cs1-lock-limited a,.mw-parser-output .citation .cs1-lock-registration a{background:linear-gradient(transparent,transparent),url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/d/d6/Lock-gray-alt-2.svg")right 0.1em center/9px no-repeat}.mw-parser-output .id-lock-subscription a,.mw-parser-output .citation .cs1-lock-subscription a{background:linear-gradient(transparent,transparent),url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/a/aa/Lock-red-alt-2.svg")right 0.1em center/9px no-repeat}.mw-parser-output .cs1-subscription,.mw-parser-output .cs1-registration{color:#555}.mw-parser-output .cs1-subscription span,.mw-parser-output .cs1-registration span{border-bottom:1px dotted;cursor:help}.mw-parser-output .cs1-ws-icon a{background:linear-gradient(transparent,transparent),url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/4/4c/Wikisource-logo.svg")right 0.1em center/12px no-repeat}.mw-parser-output code.cs1-code{color:inherit;background:inherit;border:none;padding:inherit}.mw-parser-output .cs1-hidden-error{display:none;font-size:100%}.mw-parser-output .cs1-visible-error{font-size:100%}.mw-parser-output .cs1-maint{display:none;color:#33aa33;margin-left:0.3em}.mw-parser-output .cs1-format{font-size:95%}.mw-parser-output .cs1-kern-left,.mw-parser-output .cs1-kern-wl-left{padding-left:0.2em}.mw-parser-output .cs1-kern-right,.mw-parser-output .cs1-kern-wl-right{padding-right:0.2em}.mw-parser-output .citation .mw-selflink{font-weight:inherit}"The World Was Going Our Way: The KGB and the Battle for the Third World".↑ https://nsarchive2.gwu.edu/carterbrezhnev/docs_intervention_in_afghanistan_and_the_fall_of_detente/fall_of_detente_chron.pdf↑ Edwards, David B. (2002). Before Taliban. Genealogies of the Afghan Jihad. University of California Press. p. 72. ISBN 0-520-22861-8.↑ Hafeez, Malik (1994). Soviet-Pakistan Relations and Post-Soviet Dynamics, 1947–92. p. 263. ISBN 978-1-349-10573-1.↑ Arnold, Anthony (1983). Afghanistan's Two-Party Communism. Parcham and Khalq. Hoover Institution Press. p. 15. ISBN 0-8179-7792-9.↑ Reddy, L.R. (2002). Inside Afghanistan: End of the Taliban Era?. APH Publishing. p. 79. ISBN 978-8176483193.1 2 Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 107. ISBN 978-0415702058.↑ Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. pp. 107–108. ISBN 978-0415702058.1 2 Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 108. ISBN 978-0415702058.↑ Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 103. ISBN 978-0415702058.↑ Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 101. ISBN 978-0415702058.↑ Dorronsoro, Gilles (2005). Revolution Unending: Afghanistan, 1979 to the Present. C. Hurst & Co. Publishers. p. 74. ISBN 978-0231136266.↑ Gladstone, Cary (2001). Afghanistan Revisited. Nova Publishers. p. 113. ISBN 978-1590334218.↑ Gladstone, Cary (2001). Afghanistan Revisited. Nova Publishers. p. 116. ISBN 978-1590334218.↑ Gladstone, Cary (2001). Afghanistan Revisited. Nova Publishers. pp. 116–117. ISBN 978-1590334218.↑ Adamec, Ludwig (2011). Historical Dictionary of Afghanistan. Scarecrow Press. pp. xlix–lii. ISBN 978-0-8108-7815-0.1 2 3 Gladstone, Cary (2001). Afghanistan Revisited. Nova Publishers. p. 117. ISBN 978-1590334218.↑ Brecher, Michael; Wilkenfeld, Jonathan (1997). A Study of Crisis. University of Michigan Press. p. 356. ISBN 978-0-472-10806-0.↑ Asthana, N.C.; Nirmal, A. (2009). Urban Terrorism: Myths and Realities. Pointer Publishers. p. 219. ISBN 978-81-7132-598-6.↑ Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 319. ISBN 978-0415702058.↑ Refugees, United Nations High Commissioner for. "Refworld | Women in Afghanistan: Pawns in men's power struggles". Refworld.1 2 Amtstutz, J. Bruce (1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing. p. 315. ISBN 978-0788111112.↑ Amtstutz, J. Bruce (1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing. pp. 315–316. ISBN 978-0788111112.↑ Amtstutz, J. Bruce (1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing. p. 316. ISBN 978-0788111112.↑ Ishiyama, John (March 2005). "The Sickle and the Minaret: Communist Successor Parties in Yemen and Afghanistan after the Cold War". 19 (1). Middle East Review of International Affairs. Retrieved 19 April 2011. Cite journal requires |journal= (help)1 2 Amtstutz, J. Bruce (1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. DIANE Publishing. p. 317. ISBN 978-0788111112.↑ Brown, Archie (2009). The Rise & Fall of Communism. London: Bodley Head. p. 356. ISBN 978-0-224-07879-5.↑ "Women's Rights in the PDPA". En.convdocs.org. 4 November 1978. Archived from the original on 24 December 2013. Retrieved 22 December 2013.CS1 maint: bot: original URL status unknown (link)↑ "Secular PDPA". Countrystudies.us. Retrieved 22 December 2013.↑ "Women in Afghanistan: Pawns in men's power struggles". Amnesty International. Retrieved 24 March 2009.↑ "Taraki opens Afghanistan's TV station". The Kabul Times. 20 August 1978. p. 1. Retrieved 31 January 2021.↑ Walker, Martin (1993). The Cold War and the Making of the Modern World. Fourth Estate. p. 253. ISBN 978-0099135111.↑ Rubinstein, Alvin (1990). Moscow's Third World Strategy. Princeton University Press. p. 134. ISBN 978-0-691-02332-8.↑ Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 134. ISBN 978-0415702058.↑ Grigory, Paul (2008). Lenin's Brain and Other Tales from the Secret Soviet Archives. Hoover Press. p. 121. ISBN 978-0817948122.1 2 3 Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 124. ISBN 978-0415702058.↑ Rasanayagam, Angelo (2005). Afghanistan: A Modern History. I.B.Tauris. pp. 86–88. ISBN 978-1850438571.1 2 3 Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 122. ISBN 978-0415702058.↑ Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 119. ISBN 978-0415702058.↑ Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. pp. 122–123. ISBN 978-0415702058.↑ https://nsarchive2.gwu.edu/carterbrezhnev/docs_intervention_in_afghanistan_and_the_fall_of_detente/fall_of_detente_chron.pdf1 2 Misdaq, Nabi (2006). Afghanistan: Political Frailty and External Interference. Taylor & Francis. p. 123. ISBN 978-0415702058.1 2 3