ماوراءالنهر
ښکارېدونکې بڼه
ماوراء النهر یا Transoxania د هغه سیمي او تمدن لاتیني نوم دی کوم چي په ټیټه مرکزي آسیا کي موقعیت لري، او تقریبا د نن ورځي ختیځ ازبکستان ، لویدیځ تاجکستان ، د سویلي قزاقستان برخي، د ترکمنستان ځیني سیمي او سویلي قرغزستان سره په ځان کي رانغاړي. دا نوم د لومړي ځل لپاره په څلورم پیړۍ کي د لوی سکندرلخوا هغه وخت ایښودل سوی وو کله چي د نوموړي ځواکونو یاده سیمه فتحه کړه. دا سیمي ممکن د سکندر اعظم په وخت کي دې ته ورته یوناني نوم درلود، خو د هغه نوم په اړه نور څه نسته. [۱] له جغرافيايي پلوه ماوراء النهر په سوېل کي د امو دريا او شمال ته د سير دريا تر منځ سيمه ده.
د ماوراء النهر سیمه د سغدیا په نوم د اچمینیډ امپراتورۍ یو له ستراپي (ولایتونو) څخه وه.
- ↑ Connection of the Genetic, Cultural and Geographic Landscapes of Transoxiana Nature.com. By Maxat Zhabagin et. al. 08 June 2017. Accessed 23 January 2024.