فیسبوک
په نوم د | |
---|---|
ژبې | لړۍ... |
عمومي مالومات | |
---|---|
څښتن | |
چلوونکی |
مهمې پېښې |
|
---|
بنسټګر | |
---|---|
جایزې |
|
وېبپاڼه |
facebook.com (multiple languages (en) ) |
---|
سکریت شاټ | |
شرکت ډول | Public |
---|---|
وېبپاڼې ډول | Social networking service |
ژبې | Multilingual (140) |
سوداګريز نښان | |
بنسټ اېښودنه | ۴ فېبروري، ۲۰۰۴ |
دفترځی | ، |
فعاليت سيمه | United States (2004–05) Worldwide, except blocking countries (2005–present) |
بنسټګر | |
پام وړ غړي | Mark Zuckerberg (Chairman and CEO) Sheryl Sandberg (COO) |
صنعت | Internet |
عايد | کينډۍ:امریکايي ډالر (2015)[۹] |
ناخالصه ګټه | کينډۍ:امریکايي ډالر (2015)[۹] |
خالصه ګټه | کينډۍ:امریکايي ډالر (2015)[۹] |
شتمني | کينډۍ:امریکايي ډالر (2015)[۹] |
پانګې ونډې | کينډۍ:امریکايي ډالر (2015)[۹] |
کارګر | 15,724 (September 30, 2016)[۱۰] |
تابع شرکت | Instagram Oculus VR |
وېبپاڼه | |
نومليکنه | Required |
کارنانو شمېر | 1.79 billion monthly active users (September 30, 2016)[۱۰] |
اوسنی حالت | فعال |
ليکل شوی په | C++, PHP (as HHVM)[۱۱] and D language[۱۲] |
فېسبوک د مېتا پلټفارمز شرکت (Meta Platforms) یوه امریکایي انلاین ټولنیزه رسنۍ او د ټولنیزو خدمتونو شبکه ده. فېسبوک په ۲۰۰۴ کال کې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg) او د هغه د هاروارډ پوهنتون همدوره زدکړیالانو او د کوټې د ملګرو، اېډوارډو ساوېرن (Eduardo Saverin)، انډریو مککالم (Andrew McCollum)، ډسټين موسکووېټز (Dustin Moskovitz)، او کریس هګز (Chris Hughes) له لوري جوړ شو، چې نوم یې د "مخ کتاب" (face book) لارښودو کتابچو څخه چې ډېری وختونه به د امریکا په پوهنتونونو کې زدهکړیالانو ته ورکول کېدې، اخیستل شوی دی. د فېسبوک غړیتوب په لومړیو کې یوازې د هاروارډ پوهنتون تر زدهکړیالانو پورې محدود و، خو وروسته یې بیا غړیتوب ورو ورو د شمالي امریکا نورو پوهنتونونو ته هم پراخ شو او له ۲۰۰۶م کال وروسته بیا هر له ۱۳ کلونو لوړو کسانو کولی شو غړیتوب یې ولري. په ۲۰۲۰م کال کې د فېسبوک د ادعا له مخې، دغې شبکې ۲.۸ میلیارده فعال کاروونکي لرل او د نړۍ په کچه یې د انټرنېټ کارونې اووم ځای خپل کړ. فېسبوک په ۲۰۱۰مو کلونو کې تر ټولو ډېر راښکته شوی یا ډانلوډ شوی مبایل اپلیکېشن و. [۱۴][۱۵]
فېسبوک د هغو وسایلو له لارې د لاسرسي وړ دی چې له انټرنېټ سره تړلي وي لکه شخصي کمپیوترونه، ټابلېټونه او ځيرک موبایلونه. له راجستر کېدو وروسته، کاروونکي کولی شي یو پروفایل پکې جوړ او د ځان اړوند معلومات پکې په ډاګه کړي. دوی بیا کولی شي چې متنونه، انځورونه او ملټي مېډیا (multimedia) توکي پوسټ یا خپاره کړي، کوم چې له ټولو هغو نورو کارنانو سره چې له دوی سره یې ملګرتیا منلې وي او همدا راز د محرمیت اړوند بېلابېلو برخو (privacy settings) سره په ډاګیزه توګه او ازاد ډول شریکېږي. کاروونکي له یو بل سره د فېسبوک مېسېنجر له لارې مخامخ اړیکه نيولی شي، له هم-ګټو یا هم-علاقه ګروپونو سره یو ځای کېدای شي، او د فېسبوک ملګرو او خوښو کړو پاڼو د فعالیتونو اړوند نوټیفېکشنونه یا خبراوي ترلاسه کولی شي.
فېسبوک د ګڼو لانجمنو بحثونو د موضوع په توګه، دغه شبکه ډېر ځله د ځینو قضیو له کبله تر نیوکو لاندې هم راغلې ده. د بېلګې په توګه، د کاروونکي خصوصي حریم یا د کارن محرمیت (لکه د کامبرېج انلېټيکا”Cambridge Analytica” د معلوماتو بربنډېدل)، سیاسي کارېدنه (لکه د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنې)، ډلهییزې څارنې، رواني اغېزې لکه روږديتوب او پر ځان باور کمېدل، او داسې منځپانګې لکه جعلي خبرونه، دسیسهاي نظريې، د چاپ له حق څخه سرغړونه او کرکه پاروونکې ویناوې پکې د یادولو وړ دي. څارونکو او د نظر خاوندانو فېسبوک تورن کړی، چې په قصدي توګه یې د دا ډول منځپانګو د خپراوي اسانتیاوې برابرې کړې او همدا راز د اعلاناتو خپروونکو (advertisers) د راجلبولو لپاره د خپلو کاروونکو په شمېر کې مبالغه کوي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
تاریخچه
۲۰۰۳-۲۰۰۶: فېسبوک، د تایل پانګونه (Thiel Investment) او د نوم بدلون
زوکربرګ په ۲۰۰۳م کال کې په هاروارډ پوهنتون کې د زده کړې پرمهال دفېس ماش (Facemash) په نوم وېبپاڼه جوړه کړه. دغه سایټ له "جذاب یا نه" (Hot or Not) سایټ سره د پرتلې وړ و او هغه "انځورونه چې د نهو کورونو له انلاین "مخ کتابونو" (face books) څخه راټول شوي وو، دوه یې پر یوه وخت د یو بل څنګ ته کېښودل او له کاروونکو یې وغوښتل چې "جذاب" (hotter) شخص غوره کړي." فېس ماش (Facemash) په لومړیو څلورو ساعتونو کې ۴۵۰ لیدونکي او انځورونو یې ۲۲۰۰۰ کتنې راجلب کړې. دا سایټ د پوهنتون ډېری ګروپ لېستونو ته لېږل شوی و، مګر څو ورځې وروسته د هاروارډ ادارې له خوا وتړل شو. زوکربرګ له اخراج سره مخ شو او له امنیتي اصولو، د چاپ حقونو او د انفرادي محرمیت یا خصوصي حریم له اصولو پر سرغړونې تورن شو. بالاخره دا تورونه لرې شول او زوکربرګ په هماغه سمستر کې د هنر تاریخ تر وروستۍ ازموینې وړاندې د ټولنیزې مطالعې د وسیلې په رامنځته کولو سره دا پروژه پراخه کړه. نوموړي ټول هنري انځورونه یوې وېبپاڼې ته پورته کړل، چې هر یوه یې د تبصرې برخه لرله، بیا یې دا سایټ له خپلو ټولګیوالو سره شریک کړ.[۲۲][۲۳][۲۴]
"مخ کتاب" (face book) د محصلینو یا زدهکړیالانو لپاره یو لارښود کتابګوټی دی چې عکسونه او شخصي معلومات پکې شامل وي. هاروارډ پوهنتون یې په ۲۰۰۳م کال کې، د شخصي انلاین لارښودونو ترڅنګ، یوازې کاغذي نسخه لرله. زوکربرګ د هاروارډ کرېمسن ورځپاڼې (The Harvard Crimson) ته وویل: "هرڅوک په هاروارډ کې د نړیوال مخ کتاب (universal face book) په اړه ډېرې خبرې کوي ... زما په اند دا به ناسمه خبره وي چې پوهنتون ته رسېدل به یې څو کاله وخت ونیسي. زه کولی شم دا د دوی په پرتله په ښه بڼه ترسره کړم او زه دا په یوه اوونۍ کې کولی شم." د ۲۰۰۴ کال په جنوري کې زوکربرګ د فېسبوک (TheFaceebook) په نوم یو نوی وېبسایټ د فېس ماش (Facemash) په اړه د کرېمسن ورځپاڼې له یوې سرمقالې څخه په الهام اخیستنې جوړ کړ او ویې وویل: "ښکاره ده چې د یوه متمرکز وېبسایټ رامنځته کولو لپاره اړینه ټکنالوژي په اسانۍ سره د لاسرسي وړ ده... او ګټې یې زیاتې دي." زوکربرګ د هاروارډ پوهنتون له یوه بل زدهکړیال اېډوارډو ساوېرن (Eduardo Saverin) سره وکتل او دواړه پر دغه وېبسایټ د ۱۰۰۰ ډالرو پر پانګونې سره سلا شول. د ۲۰۰۴م کال د فبروري په ۴مه زوکربرګ رسما فېسبوک (TheFacebook) وړاندې کړ چې پر (thefacebook.com) د لاسرسي وړ و.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
وېبسایټ
د کارن پروفایل/ شخصي ټایملاین
په فېسبوک کې هر راجستر شوی کارن یو شخصي پروفایل لري چې د هغه د پوسټونو او منځپانګې ښودنه کوي. د انفرادي کارنانو د پاڼو بڼه د ۲۰۱۱ په سپتمبر کې بدله شوه او د "مهال وېش" (Timeline) په نوم وړاندې شوه، چې پکې د کارن کیسې په زماني ترتیب پکې راځي او د وضعیت تازه معلومات (status update)، انځورونه، او له اپليکېشنونو او پېښو سره تعامل هم پکې شامل وو. په دې بڼه کې همدا راز کارنانو کولی شو چې د "پوښ انځور" یا (cover photo) هم په خپل پروفایل کې کېږي. کاروونکو ته د خصوصي حریم یا محرمیت نور ترتیبات (privacy settings) ورکړل شول. په ۲۰۰۷ کال کې فېسبوک د برنډونو او مشهورو شخصیتونو لپاره له خپلو مینه والو سره د اړیکو او تعامل لپاره د فېسبوک پاڼې هم پیل کړې. د دغه کال په نوامبر کې ۱۰۰۰۰۰ پاڼې جوړې شوې. د ۲۰۰۹ په جون کې، فېسبوک د "کارن نومونو" ځانګړتیا معرفي کړه چې کاروونکو ته یې دا شونتیا برابره کړه ترڅو یو ځانګړی مستعار نوم غوره کړي چې د اسانه شریکولو لپاره د دوی د شخصي پروفایل په نږه (URL) کې کارول کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
د ۲۰۱۴ کال په فبروري کې فېسبوک د جنسیت ترتیب (gender setting) پراخ کړ او یوه د سفارشي داخلولو برخه (custom input) یې پکې زیاته کړه چې کاروونکو پکې کولی شول د جنسیتي هویت له یوې پراخې لړۍ څخه يوه یې غوره کړي. کاروونکي همدا راز کولی شي دا هم وټاکي چې کوم د جنسیت مشخص ضمیر په ټول سایټ کې دوی ته وکارول شي. د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې فېسبوک یوه بله ځانګړنه معرفي کړه چې له مخې یې کاروونکي کولی شي د هغو معلوماتو غوښتنه هم وکړي چې نورو کسانو پر خپلو پروفایلونو نه دي ډاګیز کړي. که چېرې کوم کارن خپل کلیدي معلومات، لکه موقعیت، ښار، یا د اړیکې حالت نه وي وړاندې کړي، نور کاروونکي کولی شي د نوې "پوښتنې" تڼۍ په کارولو سره هغوی ته په یوه عادي کلېک یو پیغام واستوي او د دغو څیزونو په اړه پوښتنه ترې وکړي. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
نیوکې او لانجمنې قضیې
د فېسبوک اهمیت او ځای په ډېرو ساحو (domains) کې د نيوکو لامل هم شوی. د انټرنېټ محرمیت یا خصوصي حریم، د کاروونکي د معلوماتو ډېر زیات ساتل، د مخ پېژندنې سافټویر یا ډیپ فېس (DeepFace)، روږدی کېدونکی کيفيت يې، په کارځای کې یې رول چې د کارمندانو حسابونو (accounts) ته د ګمارونکي لاسرسی پکې د یادولو وړ دی، په دغو قضیو کې شاملېږي.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
پر فېسبوک د برېښنا کارونې، له مالیاتو څخه ډډه، د کاروونکي د اصلي نوم د الزامیت پالیسیو، سانسور او د متحده ایالاتو د پرېزم (PRISM) څارنې په پروګرام کې یې د ښکېلتیا له امله هم نیوکې شته دي. د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په وینا، فېسبوک "د ناقانونه یا په نورو ځایونو کې راجستر شوو شرکتونو په کارولو سره له ملیاردونو ډالره مالیې څخه ځان ایستلی دی".[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]
فېسبوک همدا راز تورن دی چې پر کاروونکو یې زیان رسوونکې رواني اغېزې لکه د کينې او د فشار احساس، د پاملرنې یا توجه نشتوالی او پر ټولنیزو رسنیو روږديتوب، پکې لیدل کېږي. د اروپا د انحصار-ضد پالیسۍ تنظیموونکي مارګرېت وېستګر (Margrethe Vestager) وویل چې د شخصي معلوماتو په اړه د فېسبوک د خدمتونو شرایط "غیر متوازن" دي.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲]
پر فېسبوک دا نیوکې هم شوې چې کاروونکو ته ناقانونه یا توهین امیزه مطالبو د خپرولو اجازه ورکوي. د بېلګې په توګه: د چاپ له حق او د فکري ملکیت سرغړونې، کرکه پاروونکې ویناوې، د جنسي تېري او ترهګرۍ لمسون، جعلي خبرونه، او جرمونه، وژنې او د تاوتریخوالي د پېښو په ژوندۍ بڼه خپرول. سرېلانکا د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د مسلمانانو پر ضد له پاڅونونو وروسته، چې په همدغه کال د ایسټر یکشنبې د اختر له چاودنې وروسته د دغه هېواد په کچه تر ټولو بده پېښه وه، فېسبوک او واټساپ دواړه د سولې د ټینګښت لپاره د یوه لنډمهالي اقدام په توګه بند کړل. فیسبوک یوازې د ۲۰۱۸ کال په وروستۍ او د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربع کې ۳ میلیارده جعلي حسابونه حذف کړل، په داسې حال کې چې په پرتليزه توګه دا ټولنیزه شبکه د میاشتې د ۲.۳۹ ميليارده فعالو کاروونکو راپور ورکوي. [۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۷۴][۷۵][۷۶][۷۷][۷۸]
د ۲۰۱۹ کال د جولای په وروستیو کې دغې کمپنۍ اعلان وکړ چې د فدرالي سوداګرۍ کمیسیون (Federal Trade Commission) له لوري تر انحصار-ضد (antitrust) څېړنو لاندې ده.[۷۹]
څنګه کولی شو د فېسبوک اپلکېشېن ډانلوډ کړو ؟
د فېسوک اپلکېشېن په وړيا توګه دی تاسو کولی شئ له Google Store څخه ډانلوډ کړئ.
د ډانلوډ کولو لپاره لپاره لاندې لینک کلیک کړئ .
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.facebook.katana
د فېسبوک زیانونه
فېسبوک د ځوانانو د خپګان سبب شوی که ستاسو زړه تل خپه وي او یا د ستړیا احساس کوئ، نو د دې لوی علت دا دی چې له فېسبوکه ډېر کار اخلئ. په ډنمارک کې ساینسپوهانو په یوه څیړنه کې څرګنده کړې چې هغه ځوانان چې فیسبوک کاروي، له زیات خپګان سره مخامخ او په ژوند کې د پاتي راتلو احساس کوي که چیرته ځوانان غواړي چي تیرې خوشالۍ یې بیرته په ژوند کې راشي نو د فیسبوک په کارولو کې دې بیا کتنه وکړي. دا څیړنه د اف کوپنهیګن پوهنتون ساینسپوهانو کړې او ۱۹۰۵ کال د ځوانانو او د اوسنۍ زمانې ځوانان یې سره پرتله کړي چې تر اوسنیو له جسمي او ذهني پلوه قوي ول. څیړونکو لومړی ځوانان په دوو ګروپونو وویشل په دې څېړنه کې لومړی ګروپ ځوانانو ته د فیسبوک د دوامداره کارونې هدایت وشو او دوهم ګروپ ته د فیسبوک نه کارونې هدایت وشو له یوې اوونۍ وروسته معلومه شوه چا چې فیسبوک نه دی کارولی د بدن وړتیا یې زیاته شوې او هیڅ خپګان یې نه احساساوه او هغه چا چي فیسبوک کارولی د بدن له وړتیا څخه مایوسه وه او په خپل ژوند کې یې خوښي نه احساسوله. څیړونکو ویلي چې که د فیسبوک کارونې ته مو زړه کیږي نو د یو څه وخت له پاره رخصت هم ورکوئ څو د جسم وړتیا مو قوي او په خپل ژوند کې خوشالي راولئ
- ↑ سرچينې تړی: https://www.britannica.com/topic/social-media.
- ↑ سرچينې تړی: https://digital-strategy.ec.europa.eu/en/policies/list-designated-vlops-and-vloses#ecl-inpage-metaplatforms.
- ↑ ۳٫۰۰ ۳٫۰۱ ۳٫۰۲ ۳٫۰۳ ۳٫۰۴ ۳٫۰۵ ۳٫۰۶ ۳٫۰۷ ۳٫۰۸ ۳٫۰۹ ۳٫۱۰ ۳٫۱۱ ۳٫۱۲ ۳٫۱۳ ۳٫۱۴ ۳٫۱۵ ۳٫۱۶ سرچينې تړی: https://www.politico.eu/article/facebook-instagram-norway-ban-track-users-ads/.
- ↑ ۴٫۰۰ ۴٫۰۱ ۴٫۰۲ ۴٫۰۳ ۴٫۰۴ ۴٫۰۵ ۴٫۰۶ ۴٫۰۷ ۴٫۰۸ ۴٫۰۹ ۴٫۱۰ ۴٫۱۱ ۴٫۱۲ ۴٫۱۳ ۴٫۱۴ ۴٫۱۵ ۴٫۱۶ سرچينې تړی: https://www.bbc.com/news/technology-50234141. Quotation: Facebook agrees to pay Cambridge Analytica fine to UK. خپرېدو نېټه: ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.heise.de/newsticker/meldung/Netzwerk-Recherche-Facebook-erhaelt-Negativpreis-Verschlossene-Auster-wegen-Umgang-mit-Hate-Speech-3262789.html. Retrieved: ۹ جولای ۲۰۱۶.
- ↑ سرچينې تړی: https://netzwerkrecherche.org/stipendien-preise/verschlossene-auster/verschlossene-auster-2016-fuer-facebook/. Retrieved: ۲۳ جنوري ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.facebook.com/facebookcorewwwi/posts/3727741430665883.
- ↑ ذکر کېدنه: Facebook onion address.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ ۹٫۴ "10-K Annual Report". SEC Filings. Facebook. January 28, 2016. بياځلي په March 26, 2016.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ "Company Info | Facebook Newsroom". Facebook. June 30, 2016.
- ↑ Clarke, Gavin (February 2, 2010). "Facebook re-write takes PHP to an enterprise past". The Register. London.
- ↑ Bridgwater, Adrian (October 16, 2013). "Facebook Adopts D Language". Dr Dobb's. San Francisco.
- ↑ "Facebook.com Site Info". Alexa Internet. بياځلي په January 5, 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "The top 500 sites on the web". Alexa Internet. بياځلي په January 21, 2021.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Miller, Chance (December 17, 2019). "These were the most-downloaded apps and games of the decade". 9to5Mac (in American English). بياځلي په December 17, 2019.
- ↑ "Facebook accused of conducting mass surveillance through its apps". the Guardian (in انګليسي). May 24, 2018. بياځلي په October 9, 2020.
- ↑ Mahdawi, Arwa (December 21, 2018). "Is 2019 the year you should finally quit Facebook? | Arwa Mahdawi". The Guardian – via www.theguardian.com.
- ↑ Medrano, Kastalia (January 25, 2018). "Facebook Spreads Viral Fake News Story About Vaccines". Newsweek.
- ↑ Raphael, Rina (February 4, 2019). "A shockingly large majority of health news shared on Facebook is fake or misleading". Fast Company.
- ↑ "Facebook will not remove fake news - but will 'demote' it". BBC News. July 13, 2018.
- ↑ Funke, Daniel (March 6, 2019). "Forget fake news stories. False text posts are getting massive engagement on Facebook". Poynter.
- ↑ Kaplan, Katharine A. (November 19, 2003). "Facemash Creator Survives Ad Board". The Harvard Crimson. بياځلي په June 24, 2017.
- ↑ McGirt, Ellen (May 1, 2007). "Facebook's Mark Zuckerberg: Hacker. Dropout. CEO". Fast Company. Mansueto Ventures. بياځلي په July 4, 2017.
- ↑ Kincaid, Jason (October 24, 2009). "Startup School: An Interview With Mark Zuckerberg". TechCrunch. AOL. بياځلي په June 24, 2017.
- ↑ Phillips, Sarah (July 25, 2007). "A brief history of Facebook". The Guardian. بياځلي په July 4, 2017.
- ↑ Hoffman, Claire (September 15, 2010). "The Battle For Facebook". Rolling Stone. Wenner Media. بياځلي په July 4, 2017.
- ↑ Rothman, Lily (February 4, 2015). "Happy Birthday, Facebook". Time. بياځلي په July 4, 2017.
- ↑ Tabak, Alan T. (February 9, 2004). "Hundreds Register for New Facebook Website". The Harvard Crimson. بياځلي په July 4, 2017.
- ↑ Knibbs, Kate (December 11, 2015). "How Facebook's design has changed over the last 10 years". The Daily Dot. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Schulman, Jacob (September 22, 2011). "Facebook introduces Timeline: 'a new way to express who you are'". The Verge. Vox Media. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Gayomali, Chris (September 22, 2011). "Facebook Introduces 'Timeline': The 'Story' of Your Life". Time. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Panzarino, Matthew (September 22, 2011). "Facebook introduces radical new profile design called Timeline: The story of your life [Video]". The Next Web. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Weaver, Jason (March 30, 2012). "The Evolution of Facebook for Brands". Mashable. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ "Before Graph Search: Facebook's Biggest Changes". PC Magazine. Ziff Davis. January 15, 2013. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Hof, Rob (November 6, 2007). "Facebook Declares New Era for Advertising". Bloomberg. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Parr, Ben (June 9, 2009). "Facebook to Launch Vanity URLs for All". Mashable. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ O'Neill, Nick (June 9, 2009). "Facebook Begins Rolling Out Free Profile Usernames For Vanity URLs". Adweek. Beringer Capital. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Crook, Jordan; Constine, Josh (February 13, 2014). "Facebook Opens Up LGBTQ-Friendly Gender Identity And Pronoun Options". TechCrunch. AOL. بياځلي په March 23, 2017.
- ↑ "Facebook expands gender options: transgender activists hail 'big advance'". The Guardian. February 14, 2014. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Oreskovic, Alexei (February 13, 2014). "In new profile feature, Facebook offers choices for gender identity". Reuters. Thomson Reuters. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Machkovech, Sam (May 16, 2014). "Facebook adds naggy "ask" button to profile pages". Ars Technica. Condé Nast. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Stampler, Laura (May 19, 2014). "Facebook's New 'Ask' Button Gives You a Whole New Way to Badger Friends About Their Relationship Status". Time. بياځلي په June 14, 2017.
- ↑ Aspen, Maria (February 11, 2008). "How Sticky Is Membership on Facebook? Just Try Breaking Free". The New York Times. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Anthony, Sebastian (March 19, 2014). "Facebook's facial recognition software is now as accurate as the human brain, but what now?". ExtremeTech. Ziff Davis. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Robinson, Bill (February 10, 2014). "Facebook: The World's Biggest Waste of Time?". Huffington Post. بياځلي په March 3, 2018.
- ↑ Gannes, Liz (June 8, 2011). "Facebook facial recognition prompts EU privacy probe". CNET. CBS Interactive. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Friedman, Matt (March 21, 2013). "Bill to ban companies from asking about job candidates' Facebook accounts is headed to governor". NJ.com. Advance Digital. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Wauters, Robin (September 16, 2010). "Greenpeace Slams Zuckerberg For Making Facebook A "So Coal Network" (Video)". TechCrunch. AOL. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Neate, Rupert (December 23, 2012). "Facebook paid £2.9m tax on £840m profits made outside US, figures show". The Guardian. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Grinberg, Emanuella (September 18, 2014). "Facebook 'real name' policy stirs questions around identity". CNN. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Doshi, Vidhi (July 19, 2016). "Facebook under fire for 'censoring' Kashmir-related posts and accounts". The Guardian. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Arrington, Michael (November 22, 2007). "Is Facebook Really Censoring Search When It Suits Them?". TechCrunch. AOL. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Greenwald, Glenn; MacAskill, Ewen (June 7, 2013). "NSA Prism program taps in to user data of Apple, Google and others". The Guardian. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ "Paradise Papers reveal hidden wealth of global elite". The Express Tribune. November 6, 2017.
- ↑ "How Facebook Breeds Jealousy". Seeker. Group Nine Media. February 10, 2010. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Matyszczyk, Chris (August 11, 2009). "Study: Facebook makes lovers jealous". CNET. CBS Interactive. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Ngak, Chenda (November 27, 2012). "Facebook may cause stress, study says". CBS News. CBS. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Smith, Dave (November 13, 2015). "Quitting Facebook will make you happier and less stressed, study says". Business Insider. Axel Springer SE. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Bugeja, Michael J. (January 23, 2006). "Facing the Facebook". The Chronicle of Higher Education. خوندي شوی له the original on February 20, 2008. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Hough, Andrew (April 8, 2011). "Student 'addiction' to technology 'similar to drug cravings', study finds". The Telegraph. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ "Facebook and Twitter 'more addictive than tobacco and alcohol'". The Telegraph. February 1, 2012. خوندي شوی له the original on February 16, 2015. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Osnos, Evan (September 17, 2018). "Can Mark Zuckerberg Fix Facebook Before It Breaks Democracy?". The New Yorker. بياځلي په September 15, 2018.
- ↑ Setalvad, Ariha (August 7, 2015). "Why Facebook's video theft problem can't last". The Verge. Vox Media. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ "Facebook, Twitter and Google grilled by MPs over hate speech". BBC News. BBC. March 14, 2017. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Toor, Amar (September 15, 2015). "Facebook will work with Germany to combat anti-refugee hate speech". The Verge. Vox Media. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Sherwell, Philip (October 16, 2011). "Cyber anarchists blamed for unleashing a series of Facebook 'rape pages'". The Telegraph. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ "20,000 Israelis sue Facebook for ignoring Palestinian incitement". The Times of Israel. October 27, 2015. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ "Israel: Facebook's Zuckerberg has blood of slain Israeli teen on his hands". The Times of Israel. July 2, 2016. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Burke, Samuel (November 19, 2016). "Zuckerberg: Facebook will develop tools to fight fake news". CNN. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Staff, Our Foreign (June 1, 2017). "Hillary Clinton says Facebook 'must prevent fake news from creating a new reality'". The Telegraph. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Fiegerman, Seth (May 9, 2017). "Facebook's global fight against fake news". CNN. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Grinberg, Emanuella; Said, Samira (March 22, 2017). "Police: At least 40 people watched teen's sexual assault on Facebook Live". CNN. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Grinberg, Emanuella (January 5, 2017). "Chicago torture: Facebook Live video leads to 4 arrests". CNN. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ Sulleyman, Aatif (April 27, 2017). "Facebook Live killings: Why the criticism has been harsh". The Independent. بياځلي په June 3, 2017.
- ↑ May 13, Reuters | Updated; 2019; Ist, 21:29. "Sri Lanka Riots: Sri Lanka imposes nationwide curfew after anti-Muslim riots - Times of India". The Times of India. بياځلي په May 14, 2019.
{{cite web}}
:|first1=
has generic name (help);|last2=
has numeric name (help)CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ "Sri Lanka blocks social media after worst anti-Muslim violence since Easter Sunday attacks". The National. May 13, 2019. بياځلي په May 14, 2019.
- ↑ Sullivan, Mark (May 23, 2019). "Facebook catches 3 billion fake accounts, but the ones it misses are the real problem". Fast Company.
- ↑ Sullivan, Mark (May 23, 2019). "Facebook catches 3 billion fake accounts, but the ones it misses are the real problem". Fast Company.
- ↑ Cox, Kate (July 25, 2019). "The FTC is investigating Facebook. Again". ars Technica. بياځلي په August 11, 2019.
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P127 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P137 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP154
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- هغه مخونه چې کينډۍ وېبپاڼې مالوماتبکس له نامالوم پاراميتر سره کاروي
- وېبپاڼې
- ټولنيزې وبپاڼې
- اينټرنټ
- د اينټرنټ ټولنيزې وېبپاڼې
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 errors: generic name
- CS1 errors: numeric name
- CS1 maint: numeric names: authors list