مېتا پلټفارمز

مېتا پلټفارمز شرکت (Meta Platforms) چې د مېتا (Meta)تر نوم لاندې کار کوي او پخوا د فېسبوک شرکت په نوم پېژندل کېده، یوه څو-ملیتي یا څو-هېوادیزه ټکنالوژيکي ډله ده چې د کلفورنيا په مېنلو پارک کې مېشته ده. دغه شرکت د نورو فرعي شرکتونو ترڅنګ د فېسبوک، انسټاګرام او واټساپ اصلي یا مور سازمان دی. مېتا د نړۍ له خورا ارزښتناکو شرکتونو څخه دی او د امازون، ګوګل، اپل او مایکروسافټ تر څنګ د متحده ايالاتو د معلوماتي ټکنالوژۍ یو له سترو ټکنالوژیکي شرکتونو څخه شمېرل کېږي. دا شرکت د بازار موندونکو لپاره د اعلانونو ځای پر ځای کولو له پلور څخه د خپلو عایداتو لویه برخه لاسته راوړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
| په نوم د |
|---|
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| مرکز | |
| غړی د |
DataCite – International Data Citation Initiative e.V. (mul) Computer and Communications Industry Association (mul) OpenStreetMap U.S. (en) OpenStreetMap Foundation (en) datacenter coalition (mul) |
| هېواد | |
| څښتن |
مارک زوکربرگ[۱۵] (۲۰۲۱) Dustin Moskovitz (mul) Eduardo Saverin (mul) BlackRock (mul) مارک زوکربرگ[۱۶] (۲۰۱۵) Dustin Moskovitz (mul) Eduardo Saverin (mul) |
| مهمې پېښې |
|---|
| برخه د |
Big Tech (web) (en) |
|---|
| بنسټګر | |
|---|---|
| جایزې |
|
| وېبپاڼه |
meta.com (انګليسي ژبه) |
|---|---|
| پوسټکوډ |
94025[۲۴] |
مېتا شرکت د فېسبوک، مېسېنجر، فېسبوک واچ، او فېسبوک پورټل په شمول نور محصولات او خدمتونه هم وړاندې کوي. دغه شرکت همدا راز اکولس (Oculus)، ګېفې (Giphy)، او مپېلري (Mapillary) هم اخيستي او په جيو پلټفارمز (Jio Platforms) کې هم ۹.۹۹ سلنه ونډه لري.[۲۵]
د ۲۰۱۲م کال په اکتوبر کې رسنیو راپور ورکړ چې د فېسبوک اصلي یا مور شرکت پلان لري چې خپل نوم بدل کړي ترڅو "پر میټاورس (metaverse) جوړولو خپل تمرکز منعکس کړي." د همدې میاشتې په وروستیو کې د اکتوبر په ۲۸مه يې نوم مېتا ته واوښت. "میتا" (meta) کلمه د یوناني ژبې ریښه لري او معنا یې "هاخوا" ده چې د راتلونکي انګېزه له ځان سره لري.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
تاریخچه
[سمول]فېسبوک د ۲۰۱۲م کال د جنوري په لومړۍ نېټه د لومړني عامه وړاندیز یا عرضې (IPO) لپاره نوملیکنه وکړه. په لومړنۍ اعلانپاڼه کې ویل شوي وو چې دغه شرکت د ۵ میلیارده ډالرو د راټولولو هڅه کړې، ۸۴۵ مېلیونه میاشتني فعال کاروونکي او یوه داسې وېبپاڼه لري، چې هره ورځ ۲.۷ میلیارده لایکونه او تبصرې ترلاسه کوي. له دغې IPO وروسته به زوکربرګ په فېسبوک کې د ۲۲ سلنه ملکیت او ۵۷ سلنه رایې ورکولو ونډه ولري.[۳۰][۳۱][۳۲]
بیمه کوونکو (underwriters) د هرې ونډې ارزښت ۳۸ ډالر وښود او د شرکت ارزښت يې ۱۰۴ میلیارد ډالره وښود چې د یوه نوي عامه شرکت لپاره تر هغه وخته ترټولو لوی ارزښت ګڼل کېده. د مې پر ۱۶مه، له دغې IPO څخه یوه ورځ وړاندې، فېسبوک اعلان وکړ چې د لوړې غوښتنې له کبله به د لومړي پلان په پرتله ۲۵ سلنه زیاتې ونډې وپلوري. دغېIPO ۱۶ میلیارده ډالر ورته راټول کړل او په دې توګه یې د متحده ایالاتو په تاریخ کې درېیم ځای خپل کړ (له AT&A Wireless شرکت څخه یو څه مخکې او یوازې له جنرال موټرز او ویزا څخه شاته و). د دغو ونډو بیې د متحده ایالاتو له یو څو شرکتونو پرته دغه شرکت د ټولو په پرتله د لوړې بازار پانګونې شرکت په توګه ثبت کړ او له سترو شرکتونو لکه امازون، مکډونالډز، ډیزني، او کرفټ فوډز څخه مخکې شو او د زوکربرګ شتمني يې ۱۹ ميليارده ډالرو ته ورسوله. نيویارک ټایمز وویل چې دغه وړاندیز یا عرضه د اعلاناتو په راجلبولو کې د فېسبوک د ستونزو په اړه پوښتنې لرې کړې ترڅو دغه شرکت په "لازمي ونډو" لرونکي (Must-own-stock) بدل کړي. د جې پي مورګن چېس شرکت (JPMorgan Chase) اړوند جېمي لي (Jimmy Lee)دا شرکت د "راتلونکې لویې مرغوبې ونډې" (the next great blue-chip) په توګه یاد کړ. له بلې خوا د ټېک کرنچ (TechCrunch) لیکوالانو شک څرګند کړ او ویې ویل: "دا د عملي اړخ له پلوه څو برابره لوی دی، او فېسبوک ښایي دغه ستر ارزښت د توجیه کولو لپاره د عوایدو نوي ستر جریانونه اضافه کړي".[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
جوړښت
[سمول]مدېریت
[سمول]د مېتا د ادارې کلیدي کسان په لاندې ډول دي: [۳۸]
- مارک زوکربرګ، مشر او اجرایوي رئیس
- شېریل سنډبرګ، عملیاتي مدیره
- مایک شروفر، د تکنالوژۍ مدیر
- ډیویډ وینر، مالي آمر
- کریس کاکس، محصولاتو آمر
د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر پورې، مېتا ۵۸۶۰۴ کارمندان لرل، چې د هر کال په پرتله د ۳۰.۴ سلنه زیاتوالي ښودنه کوي.
مدیره پلاوی
[سمول]د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر پورې، د مېتا په مدیره هیئت کې لاندې مدیران شامل وو:
- مارک زوکربرګ (مشر، بنسټګر او اجراییه رئیس)
- شیریل سنډبرګ (اجرایوي او عملیاتي مدیره)
- پېګي الفورډ (غیر اجرایوي رئيس، اجرایوي مرستیال، د نړیوال پلور مسؤول، PayPal)
- مارک اندریسسن (غیر اجرایوي رئیس، شریک بنسټګر او عمومي شریک، اندریسسن هورویټزAnderssen Horowitz )
- ډریو هوسټن (غیر اجرایوي رئيس، د ډراپ باکس Dropbox رئيس او جرائیه مشر)
- نانسي کلیفر (غیر اجرایوي رئیسه، ستره شریکه، مک کینسي انډ کمپنيز McKinsey and Companies)
- رابرټ ایم کیمیټ (غیر اجرایوي رئيس، لوړ پوړی نړیوال مشاور، ولېلمر هېل WilmerHale)
- پیټر تایل Peter Thiel (غیر اجرایوي رئيس، شریک بنسټګر او پخوانی اجرایوي رئیس، د پې پال PayPal بنسټګر او رئيس، کلیریم کیپیټل Clarium Capital)
- ټریسي ټریوس (غیر اجرایوي رئيسه، اجرایوي مرستیاله، مالي آمره، د اسټې لاډر شرکتونه Estee Lauder Campanies)
عواید
[سمول]فېسبوک د عوايدو له پلوه د متحده ایالاتو د سترو شرکتونو د ۲۰۲۰ کال په فارچون ۵۰۰ (Fortune 500) نوملړ کې ۳۴ ځای او شاوخوا ۸۶ میلیارده ډالره عايد یې درلود، چې ډېره برخه یې د اعلاناتو له درکه وه. د ۲۰۱۷ د معلوماتو یوه تحلیل روښانه کړې چې دغه شرکت له اعلاناتو څخه د هر کاروونکي په سر ۲۰.۲۱ ډالره ترلاسه کړي. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
د اعلان ورکوونکو شمېر
[سمول]د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې فېسبوک اعلان وکړ چې دوه مېليونه فعال اعلان ورکوونکي لري او ډېره ګټه یې له کوچنیو سوداګريو یا کاروبارونو څخه راځي. هر فعال اعلان ورکوونکی هغه څوک و چې په تېرو ۲۸ ورځو کې یې د فېسبوک پر پلټفارم (platform) اعلان خپور کړی و. د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې فېسبوک اعلان وکړ چې ۳ مېلیونه فعال اعلان ورکوونکي لري او ۷۰ سلنه يې له متحده ایالاتو بهر دي. د اعلانونو نرخونه د اعلان-ځایونو د لیلامولو پر بنسټ د یوه بدلېدونکي نرخ ماډل له مخې او پخپله له اعلان سره د احتمالي ښکېلتیا د کچې له مخې ټاکل کېږي. د نورو آنلاین اعلاناتو د جوړښتونو لکه ګوګل او ټویټر په څېر، د اعلانونو هدف ګرځول د دودیزو رسنیو په پرتله د ډیجیټل اعلانونو یوه له مهمو وړتیاوو څخه ده. په مېتا کې بازارموندنه د دوو مېتودونو له لارې د کتلو د عادتونو پر بنسټ کېږي، چې خوښل او شريکول او د لیدونکو د موادو اخیستل پکې راځي چې یو یې هدف ګرځول شوي لیدونکي دي او بل هم "سره ورته" لیدونکي دي.[۴۳][۴۴][۴۵]
تاسیسات
[سمول]دفترونه
[سمول]له متحده ایالاتو او کاناډا بهر کارونکي د مېتا د آیرلنډ له فرعي شرکت، فېسبوک آیرلنډ لمتد شرکت، سره تړون کوي او دغه کار مېتا شرکت په اروپا، اسیا، اسټرالیا، افریقا او سویلي امریکا کې د ټولو کاروونکو لپاره د متحده ایالاتو له مالیاتو بچ کړی دی. مېتا له ډبل آیرش ترتیباتو یا دوهګوني آیرلنډي قرارداد (Double Irish arrangement) څخه کار اخلي چې له مخې یې دا شرکت پر ټولو نړیوالو عایداتو باندې ۲-۳ سلنه کارپوریشن مالیه ورکوي. په ۲۰۱۰ کال کې، فېسبوک خپل څلورم دفتر د هند په حیدراباد کې پرانست، چې د آنلاین اعلاناتو او پراختیا اړوند ملاتړي ټیمونه لري او کاروونکو او اعلان ورکونکو ته ملاتړ چمتو کوي. په هند کې، مېتا د فېسبوک انډیا آنلاین سرویسز پرایویټ لمیټډ (Facebook India Online Services Pvt Ltd) تر نوم لاندې راجستر دی. دا شرکت همدا راز په چټاګنګ (Chittagong)، ډوبلین (Dublin)، کالیفورنیا (California)، ایرلینډ (Ireland)، آسټین (Austin)، او ټیکساس (Texas) کې هم د ملاتړ دفترونه لري.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]
فېسبوک د لندن مرکزي دفتر هم په ۲۰۱۷ کال کې د مرکزي لندن په فیتزرویا کې پرانیست. فېسبوک په ۲۰۱۸ کال کې د کیمبرج په میساچوسټس کې یو دفتر پرانیست. دا دفترونه په پیل کې د "د اتصال لابراتوار" (Connectivity Lab) ځایونه وو، چې هغو کسانو ته یې د انټرنټ پر لاسرسي چمتو کولو تمرکز درلود چې انټرنیټ ته لاسرسی نه لري.[۵۱]
د معلوماتو مرکزونه
[سمول]تر ۲۰۱۹ کال پورې فېسبوک د معلوماتو ۱۶ مرکزونه فعال کړل او دا ژمنه یې کړې چې د ۱۰۰ سلنه نوې کیدونکې انرژۍ پېرودونه به کوي او تر ۲۰۲۰ کال پورې به د شینکوړک ګازونو کچه ۷۵ سلنه راکمه کړي. د معلوماتو د مرکز په ټیکنالوژیو کې فیبریک اګریګېټر (Fabric Aggregator) هم راځي، چې یو خپور شوی شبکهاي سیستم دی او لویې سیمې او د تګ راتګ بېلابېل ماډلونه (Varied traffic patterns) ځای پر ځای کوي.[۵۲][۵۳][۵۴]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ "Delaware Corporate Entity Search". ترلاسهکېدو نېټه October 28, 2021. (file no. 3835815)
- ↑ Meta Platforms, Inc. (October 28, 2021). "Current Report (8-K)". Securities and Exchange Commission. ترلاسهکېدو نېټه October 29, 2021.
- ↑ Haq, Sana Noor (October 30, 2021). "Hebrew speakers mock Facebook's corporate rebrand to Meta". CNN. ترلاسهکېدو نېټه October 30, 2021.
- ↑ "Facebook Inc. Certificate of Incorporation" (PDF). September 1, 2020. ترلاسهکېدو نېټه October 28, 2021.
File Number 3835815
- ↑ "Facebook Reports Second Quarter 2021 Results". investor.fb.com. ترلاسهکېدو نېټه August 12, 2021.
- ↑ "GAFAM: The Big Five Tech Companies Facts (FAAMG)". GrowthRocks (in American English). 2021-08-18. ترلاسهکېدو نېټه 2021-11-13.
- ↑ Facebook, Inc. (January 28, 2021). "Form 10-K (2021)" (PDF). ترلاسهکېدو نېټه August 13, 2021.
{{cite web}}:|last=has generic name (help)CS1 maint: url-status (link) - ↑ سرچينې تړی: https://icis.corp.delaware.gov/eCorp/EntitySearch/NameSearch.aspx.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240112184553/https://datacite.org/members/. بياځلي سمون: ۱۲ جنوري ۲۰۲۴.
- ↑ Archive URL: https://web.archive.org/web/20240407132217/https://ccianet.org/about/members/. بياځلي سمون: ۷ اپريل ۲۰۲۴.
- ↑ سرچينې تړی: https://openstreetmap.us/news/2024/08/meta-membership/.
- ↑ سرچينې تړی: https://blog.openstreetmap.org/2025/02/07/eight-new-corporate-members/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.datacentercoalition.org/members, . بياځلي سمون: ۱ می ۲۰۲۶.
- ↑ GRID ID: grid.453567.6. بياځلي سمون: ۶ جولای ۲۰۲۰. ويل شوي په: GRID. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ ۱۵٫۳ "proxy statement" (PDF).
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ سرچينې تړی: http://investor.fb.com/secfiling.cfm?filingID=1326801-15-19&CIK=1326801.
- ↑ ۱۷٫۰۰ ۱۷٫۰۱ ۱۷٫۰۲ ۱۷٫۰۳ ۱۷٫۰۴ ۱۷٫۰۵ ۱۷٫۰۶ ۱۷٫۰۷ ۱۷٫۰۸ ۱۷٫۰۹ ۱۷٫۱۰ ۱۷٫۱۱ ۱۷٫۱۲ ۱۷٫۱۳ ۱۷٫۱۴ ۱۷٫۱۵ ۱۷٫۱۶ سرچينې تړی: https://www.theguardian.com/technology/2018/sep/28/facebook-50-million-user-accounts-security-berach. بياځلي سمون: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹.
- ↑ ۱۸٫۰۰ ۱۸٫۰۱ ۱۸٫۰۲ ۱۸٫۰۳ ۱۸٫۰۴ ۱۸٫۰۵ ۱۸٫۰۶ ۱۸٫۰۷ ۱۸٫۰۸ ۱۸٫۰۹ ۱۸٫۱۰ ۱۸٫۱۱ ۱۸٫۱۲ ۱۸٫۱۳ ۱۸٫۱۴ ۱۸٫۱۵ ۱۸٫۱۶ سرچينې تړی: https://www.cbsnews.com/news/millions-facebook-user-records-exposed-amazon-cloud-server/.
- ↑ ۱۹٫۰۰ ۱۹٫۰۱ ۱۹٫۰۲ ۱۹٫۰۳ ۱۹٫۰۴ ۱۹٫۰۵ ۱۹٫۰۶ ۱۹٫۰۷ ۱۹٫۰۸ ۱۹٫۰۹ ۱۹٫۱۰ ۱۹٫۱۱ ۱۹٫۱۲ ۱۹٫۱۳ ۱۹٫۱۴ ۱۹٫۱۵ ۱۹٫۱۶ سرچينې تړی: https://www.businessinsider.com/facebook-uploaded-1-5-million-users-email-contacts-without-permission-2019-4. بياځلي سمون: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹.
- ↑ ۲۰٫۰۰ ۲۰٫۰۱ ۲۰٫۰۲ ۲۰٫۰۳ ۲۰٫۰۴ ۲۰٫۰۵ ۲۰٫۰۶ ۲۰٫۰۷ ۲۰٫۰۸ ۲۰٫۰۹ ۲۰٫۱۰ ۲۰٫۱۱ ۲۰٫۱۲ ۲۰٫۱۳ ۲۰٫۱۴ ۲۰٫۱۵ ۲۰٫۱۶ سرچينې تړی: https://www.cbsnews.com/news/millions-facebook-user-records-exposed-amazon-cloud-server/. بياځلي سمون: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹.
- ↑ "Financial Times" (in انګليسي ژبه). Nikkei Inc. ترلاسهکېدو نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۵.
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "واشنګټن پوسټ (ورځپاڼه)" (in انګليسي ژبه). Fred Ryan. ۲۵ نومبر ۲۰۱۹.
The 'Silicon Six' spread propaganda. It's time to regulate its time to regulate social media sites
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ سرچينې تړی: https://www.privacy.org.au/bba/WinnersTable.html. بياځلي سمون: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲.
- ↑ ويل شوي په: Gateway to Research. Gateway to Research organisation ID: D60E8F99-4CDC-4E28-A364-C25FF8C9822D.
- ↑ "Facebook Invests $5.7 Billion in Indian Internet Giant Jio". The New York Times. April 22, 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په January 9, 2021. ترلاسهکېدو نېټه April 22, 2020.
{{cite news}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) - ↑ Heath, Alex (October 19, 2021). "Facebook is planning to rebrand the company with a new name". The Verge (in American English). ترلاسهکېدو نېټه October 20, 2021.
- ↑ Dwoskin, Elizabeth (October 28, 2021). "Facebook is changing its name to Meta as it focuses on the virtual world". The Washington Post (in American English). ترلاسهکېدو نېټه October 28, 2021.
- ↑ "Facebook announces name change to Meta in rebranding effort". The Guardian (in انګليسي). 2021-10-28. ترلاسهکېدو نېټه 2021-10-29.
{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "Facebook changes its name to Meta as a part of rebrand | Programming Nation" (in American English). ترلاسهکېدو نېټه 2021-10-29.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Form S-1 Registration Statement Under The Securities Act of 1933". January 1, 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په June 5, 2012. ترلاسهکېدو نېټه May 18, 2012.
- ↑ Erickson, Christine (January 3, 2012). "Facebook IPO: The Complete Guide". Mashable business. ترلاسهکېدو نېټه March 23, 2012.
- ↑ Helft, Miguel; Hempel, Jessi (March 19, 2012). "Inside Facebook". Fortune. 165 (4): 122. خوندي شوی له the original on March 5, 2012. ترلاسهکېدو نېټه April 3, 2012.
- ↑ Tangel, Andrew; Hamilton, Walter (May 17, 2012). "Stakes are high on Facebook's first day of trading". The Los Angeles Times. خوندي شوی له the original on May 18, 2012. ترلاسهکېدو نېټه May 17, 2012.
- ↑ "Facebook boosts number of shares on offer by 25%". BBC News. May 16, 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په January 9, 2021. ترلاسهکېدو نېټه May 17, 2012.
{{cite news}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) - ↑ Rusli, Evelyn M.; Eavis, Peter (May 17, 2012). "Facebook Raises $16 Billion in I.P.O." The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په December 26, 2018. ترلاسهکېدو نېټه May 17, 2012.
- ↑ Gross, Doug (March 17, 2012). "Internet greets Facebook's IPO price with glee, skepticism". CNN. ترلاسهکېدو نېټه May 17, 2012.
- ↑ Condon, Bernard (May 17, 2012). "Questions and answers on blockbuster Facebook IPO". U.S. News. Associated Press. ترلاسهکېدو نېټه May 17, 2012. [مړه لينکونه] Alternate Link Archived
- ↑ "Facebook Management". Facebook Investor Relations. Facebook. خوندي شوی له اصلي څخه په October 5, 2021. ترلاسهکېدو نېټه October 29, 2019.
- ↑ "Facebook | 2021 Fortune 500". Fortune (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه July 3, 2021.
- ↑ Jolie O'Dell 203 (January 17, 2011). "Facebook's Ad Revenue Hit $1.86B for 2010". Mashable. Mashable.com. خوندي شوی له اصلي څخه په February 10, 2021. ترلاسهکېدو نېټه December 21, 2011.
{{cite web}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Womack, Brian (September 20, 2011). "Facebook Revenue Will Reach $4.27 Billion, EMarketer Says". bloomberg. Bloomberg. ترلاسهکېدو نېټه December 21, 2011.
- ↑ Malloy, Daniel (May 27, 2019). "Too Big Not To Fail?". OZY. What's your online data really worth? About $5 a month. خوندي شوی له اصلي څخه په February 10, 2021. ترلاسهکېدو نېټه June 29, 2019.
- ↑ Meola, Andrew (February 24, 2015). "Active, in this case, means the advertiser has advertised on the site in the last 28 days". TheStreet. TheStreet, Inc. ترلاسهکېدو نېټه February 25, 2015.
- ↑ "3 Million Advertisers on Facebook". Facebook for Business.
- ↑ "Complete interview with Brad Parscale and the Trump marketing strategy". PBS Frontline.
- ↑ Drucker, Jesse (October 21, 2010). "Google 2.4% Rate Shows How $60 Billion Lost to Tax Loopholes". Bloomberg. Bloomberg.com. خوندي شوی له اصلي څخه په May 24, 2013. ترلاسهکېدو نېټه November 25, 2019.
- ↑ PTI (September 30, 2010). "Facebook opens office in India". The Hindu. Chennai, India. ترلاسهکېدو نېټه May 5, 2012.
- ↑ "Facebook's Hyderabad Office Inaugurated – Google vs Facebook Battle Comes To India". Watblog.com. خوندي شوی له the original on January 1, 2012. ترلاسهکېدو نېټه May 5, 2012.
- ↑ "Not responsible for user-generated content hosted on website: Facebook India". Articles.economictimes.indiatimes.com. February 29, 2012. خوندي شوی له the original on May 14, 2012. ترلاسهکېدو نېټه May 5, 2012.
- ↑ "Zuckerberg at Ore. Facebook data center". The Boston Globe. Associated Press. April 16, 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په February 9, 2021. ترلاسهکېدو نېټه April 16, 2011.
- ↑ Nanos, Janelle (August 30, 2017). "Facebook to open new office in Kendall Square, adding hundreds of jobs". The Boston Globe. ترلاسهکېدو نېټه August 30, 2017.
- ↑ "Facebook Data Center Locations". Baxtel.com. خوندي شوی له اصلي څخه په February 9, 2021. ترلاسهکېدو نېټه November 25, 2019.
- ↑ "On Our Way to Lower Emissions and 100% Renewable Energy". Facebook Newsroom. August 28, 2018.
- ↑ "Data centers: 2018 year in review". Facebook Code. January 1, 2019. ترلاسهکېدو نېټه February 5, 2019.
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P159 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P127 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P281 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP154
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 errors: generic name
- CS1 maint: url-status
- CS1 maint: unrecognized language
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- CS1 maint: numeric names: authors list