سيمون ډي بيوار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سيمون ډي بيوار
(فرانسیسی: Simone de Beauvoir د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمون ډي بيوار
سيمون ډي بيوار

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Simone Lucie Ernestine Marie Bertrand de Beauvoir د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ جنوري ۱۹۰۸[۱]
پاريس[۲][۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 14 اپرېل 1986 (78 کاله)[۱][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای پاريس  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه[۵][۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری ژان-پال سارتر  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده خبريال[۳]
فیلسوف[۶][۷][۳]
ليکوال[۷][۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۸][۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
ناول
فیمینزم
هستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات ژان-پال سارتر[۱۰]
الفریډ اډلر[۱۱]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک اتيزم
فیمینزم
هستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
سيمون ډي بيوار
سيمون ډي بيوار

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سيمون لوسي ايرنيسټاين ماري برټرانډ ډي بيوار (۹ جنوري ۱۹۰۸ – ۱۴ اپريل ۱۹۸۶ز کلونه) د وجوديت د فلسفې ماهره، ليکواله، ټولنيزه مفکره او د ښځو د حقوقو فعاله فرانسوۍ وه. که څه هم هغې خپل ځان فيلسوفه نه باله او د مرګ پر مهال هم هغه فيلسوفه نه وه بلل شوې، هغې د ښځمنپالنې پر وجوديت او ښځمنپالنې نظر اغېز درلود.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

بيوار د فلسفې، سياست او ټولنيزو مسائلو په اړوند ناولونه، مضامين، ژوند ليکونه، خپل ژوند لیکونه او مونوګرافونه ليکل. هغه د خپلې ليکنې «دويم جنس» له امله مشهوره شوې وه چې په ۱۹۴۹ز کال کې يې لیکلې وه، کومه چې د ښځو د ځپلو يو تفصيلي تحليل او د ښځو د عصري حقوقو بنسټيزه برخه ده؛ همدا راز د «هغه د اوسېدو لپاره راغله» او «مندرينز» په نومونو د هغې د ناولونو له امله يې هم شهرت موندلی. په ادبياتو کې د هغې تلپاتې ونډه د هغې يادښتونه دي، د يادونې وړ يې د « Mémoires d'une jeune fille rangée» (۱۹۵۸ز کال) د هغې د يادښتونو لومړی جلد دی، کوم چې ګرم او تشريحي ځواک لري. هغې ته د ۱۹۵۴ز کال د «ګنکورت» جايزه ورکړل شوې وه، په ۱۹۷۵ز کال کې د يروشلم جايزه ورکړل شوې او په ۱۹۷۸ز کال کې د اروپايي ادبياتو لپاره په اتريشي دولتي جايزې نازول شوې وه. هغه د فرانسوي فيلسوف «جين-پال سارټري» سره د پرانيستې اوږدې اړیکې له امله هم شهرت لري.[۱۶][۱۷]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

بيوار د ۱۹۰۸زکال د جنورۍ په نهمه نېټه په شپږمه سيمه کې په يوه پانګواله پارسي کورنۍ کې زېږېدلې وه. د هغې پلار «جارجس برټرينډ ډي بيور» و، هغه يو وکيل و چې یو وخت يې د اداکار جوړېدو هيله درلوده، د مور نوم يې فرانسوا بوار (née Brasseur) و، نوموړې د يو شتمن بانکدار لور او کلکه کاتولیکه وه. د سيمون خور «هيلين» دوه کاله وروسته د ۱۹۱۰زکال د جون په شپږمه وزېږېده. د لومړۍ نړيوالې جګړې څخه سملاسي وروسته د خپلې شتمنۍ د زياتې برخې له لاسه ورکولو پس دې کورنۍ د خپل بورژوايي حيثيت د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړې او «فرانسوا» ټينګار کاوه چې خپلې دواړه لوڼې د عبادتځای يو نامتو ښوونځي ته واستوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بيوار له فکري اړخه ژر وده وکړه، پلار يې هڅولې وه، ويل کېږي هغه به وياړ کاوه چې «بيور د نارينه په څېر فکر کوي».د کورنۍ د ناوړه شرايطو له امله، هغې په خپل ولور تکيه نه کوله، او د خپل عمر د منځنۍ طبقې د نورو انجونو په څېر، د هغې د واده موکې له ګواښ سره مخامخ شوې وې. هغې دا فرصتونه د خپل ځان لپاره د روزي ګټلو په موخه د ګام پورته کولو په توګه وکارولې.[۲۳][۲۴]

هغې په لومړي سر کې له «مورس مرليو پوڼټي» او «کلاډ ليوي سټراس» سره کار وکړ، کله چې درېواړو په يو ثانوي ښوونځي کې د خپل عملي تدريس اړتياوې پوره کړې. هغه په فلسفه کې د مخکې تګ لپاره د « École Normale Supérieure» (د لوړو زده کړو لپاره عالي ښوونځی) په درسي دورو کې کېناسته، که څه هم دلته په رسمي ډول داخله نه وه ورکړل شوې، دا له ليسانس پورته د سيالۍ يوه سخته ازموينه ده، کومه چې په ملي کچه د زده کوونکو د ډلبندۍ په توګه کار کوي.د همدې ازموينې لپاره د مطالعې پر مهال هغې د «نيکول نارمالي» له زده کوونکو «جين-پال سارټري، پال نيزان او ريني مهيو» سره وکتل (چا چې هغې ته تلپاتې لقب کيسټر يا بيوار ورکړ). د مخکې تګ لپاره د ټاکنې پلاوي (منصفه پلاوي)  د بيوار پر ځای «سارتر» ته لومړۍ درجه ورکړه، بيوار دويمه درجه تر لاسه کړه او په يو ويشت کلنۍ کې په دې ازموينه کې بريالۍ کېدونکې لومړی کم عمره څوک وګرځېده. سربېره پر دې، بيوار د «عمومي فلسفې او منطق» د سند لپاره هم په ازموينه کې بريالۍ شوه چې له «سيمون ويل» وروسته دويمه وه.[۲۵]

د دنده پېژندونکې لور په نوم د خپلې ځوانۍ په يادښتونو کې هغې ليکلي: «...زما د پلار انفراديت خوښونه او ملحد اخلاقي معيارونه زما د مور د زده کړې د سخت اخلاقي روايت سره په ټوله معنا متفاوت و. دا نابرابري، کومې چې زما ژوند يو ډول نه ختمېدونکې لانجه وګرځوله، د دې لپاره اصلي لامل دی چې ولې زه يوه مفکره شوم».[۲۶]

منځنۍ او له منځنۍ وروسته زده کړې[سمول]

بيورد «فينيلون» په ليسه کې د عالي ښوونځي د زده کړو کلونه بشپړ کړل، بيا يې له منځنيو زده کړو پسې زده کړې تعقيب کړې. په ۱۹۲۵ز کال کې په رياضياتو او فلسفه کې د بکالوريوس په ازموينو کې له بریالۍ کېدو وروسته،  هغې په « Institut Catholique de Paris» کې رياضيات وويل او په « Institut Sainte-Marie» کې يې ادبيات/ژبې وويلې. له دې وروسته يې په «سوربوني» کې د فلسفې تعليم تر لاسه کړ، په ۱۹۲۸ز کال کې د خپل سند له بشپړولو وروسته يې د « Leibniz for Léon Brunschvicg» (يو فرانسوي فيلسوف و) د « Diplôme d'Études Supérieures Spécialisées» (نږدې د ماسترۍ رسالې سره برابر دی) په نوم کتاب وليکه (د موضوع عنوان يې « Le concept chez Leibniz» و یعنې [په ليبينز کې تصور]). د پوهنتون پر مهال د سياسي فلسفې په اړه د هغې مطالعې پر هغې اغېز وکړ او د خپلو ستونزو پر ځای يې پر ټولنيزو اندېښنو فکر کول پيل کړل.[۲۷][۲۸]

مذهبي روزنه[سمول]

بيوار په يوه سخته کاتولیکه کورنۍ کې ستره شوې وه. په ځوانۍ کې هغه د صومعې ښوونځي ته استول شوې وه. په ماشتوب کې سخته مذهبي وه، يو مهال يې نيت درلود چې راهبه شي. په څوارلس کلنۍ کې بيوار د خپلې عقيدې په اړه هغه مهال پوښتنه وکړه، کله چې هغې په خپل ژوند کې د ډېرو ناورينونو له ليدلو وروسته په نړۍ کې بدلونونه وليدل. بالاخره په تنکۍ پيغلتوب کې يې خپله عقيده خوشې کړه، او د پاتې ژوند لپاره بې دينه وه. د خپلو لادينه عقايدو د تشريح کولو لپاره، بيوار وايي «ايمان د هغو ستونزو څخه په خونديتابه کې مرسته کوي، له کومو سره چې لادينان په اخلاص سره مقابله کوي. او د دې لپاره چې د ټولو په سر تاج کېږدي، مومنان خپله په همدې ډارنتوب سره د يوې سترې برترۍ احساس تر لاسه کوي».[۲۹][۳۰][۳۱]

د ژوند منځني کلونه[سمول]

له ۱۹۲۹ څخه تر ۱۹۴۳ز کال پورې، بيوار د ليسې په کچه تر هغه وخته تدريس وکړ، څو يې وکولای شول د خپلو ليکنو په ګټه وټه خپل ځان وپالي. هغې د « Lycée Montgrand» (Marseille)، « Lycée Jeanne-d'Arc» (Rouen) او « Lycée Molière» (Paris) په ليسو کې استادي وکړه (۱۹۳۶-۳۹). [۳۲]

بيوار او «جين-پال سارټري» د هغې د کالج په کلونو کې سره وليدل.  د يو ښوونکي په توګه د هغې له عزم څخه په متاثره کېدو سره هغه نيت درلود چې اړيکې يې عاشقانه شي. خو هغې په دې کار کې ليوالتيا نه درلوده. د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر په مياشت کې، «جين پال سارټري» او بيور سره جوړه وګرځېدل. وروسته له دې چې دواړه د هغې د پلار له مخالفت سره مخ شول، سارټري له هغې وغوښتل چې په موقت ډول ورسره واده وکړي: يوه ورځ چې دوی له «لور» (لور پاريس کې يو ځای دی، هلته لور موزيم مشهور دی) څخه دباندې په يوه چوکۍ ناست وو، هغه وويل، «راځه چې يو دوه کلن تړون لاسليک کړو». خو بیوار ليکلي دي، «واده ناشونی و. ما ولور نه درلود»، پوهانو دې ته اشاره کړې چې د هغې بېلګه ييزې اړيکې، کومې چې په «دويم جنس» او نورو ځايونو کې بيان شوي دي، د هغه وخت د واده له معيارونو سره ډېر کم سمون خوري.  د دې پر ځای هغه او سارټري د ټول ژوند «د روح په ګډون» کې سره داخل شول، کوم چې جنسي و، خو خصوصي نه و او نه په دې تړون کې دواړه يو ځای اوسېدل.[۳۳][۳۴][۳۵]

سارټري او بيوار به تل د يو بل کارونه لوستل. په دې اړه اوس هم بحثونه کېږي چې دوی دواړو په خپلو وجودي کارونو کې يو بل تر کومه بريده اغېزمن کړي وو، لکه د سارټری «وجود او هېڅ نه» او د بيوار «هغه راغله چې پاتې شي» او «ښکارنده پېژندنه او نيت». په هر حال، د بيوار د کار وروستۍ څېړنې له سارټری پرته د هيګل او ليبينز په ګډون په نورو اغېزو هم توجه کوي. په ۱۹۳۰زلسيزې په اوږدو کې د «الکساندر کوجيف» او «ژان هايپوليټ» په مشرۍ د «نيو هيګلي» په بيا ژوندې کېدو سره د سارټری په ګډون د فرانسوي مفکرينو يو بشپړ نسل د هيګل د روح ښکارنده پېژندنې موندلو ته وهڅول. په هر حال، د جګړې پر مهال په الماني ژبه د هيګل په لوستلو سره، بيوار د شعور په اړه خپله لانجمنه اصلي نيوکه منځته راوړه.[۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890854p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Бовуар Симона де — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118507877 — د نشر نېټه: ۲۷ جولای ۲۰۲۲
  4. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0008540.xml — subject named as: Simone de Beauvoir — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  5. http://www.nytimes.com/roomfordebate/2011/05/18/are-french-women-more-tolerant/still-a-long-way-to-go
  6. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118507877 — دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 74
  7. https://cs.isabart.org/person/42425 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890854p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11151971
  10. دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  11. دوتنه: Christophe Bouriau — سرليک: Alfred Adler et la philosophie — پاڼه: 103 — ISBN 978-2-406-11001-9
  12. اشرف غنیمتی
  13. کينډۍ:Cite EPD
  14. Bergoffen, Debra (2018-07-10). Zahavi, Dan (المحرر). "Simone de Beauvoir". Oxford Handbooks Online. doi:10.1093/oxfordhb/9780198755340.013.21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bergoffen, Debra (16 August 2010). Zalta, Edward (المحرر). "Simone de Beauvoir". Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة 2010). Stanford University. ISSN 1095-5054. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Norwich, John Julius (1985–1993). Oxford illustrated encyclopedia. Judge, Harry George., Toyne, Anthony. Oxford [England]: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 40. OCLC 11814265. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-869129-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Simons, Margaret A.; Benjamin, Jessica; de Beauvoir, Simone (22/1979). "Simone de Beauvoir: An Interview". Feminist Studies. 5 (2): 330. doi:10.2307/3177599. JSTOR 3177599. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  18. (په 9 January 2020 باندې). UPI Almanac for Thursday, Jan. 9, 2020. United Press International.
  19. (په 6 June 1999 باندې). Still the second sex. The Guardian.
  20. (په 8 January 2008 باندې). Lisa Appignanesi's top 10 books by and about Simone de Beauvoir. The Guardian.
  21. Hollander, Anne (11 June 1990). "The Open Marriage of True Minds". The New Republic. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Mussett, Shannon. Simone de Beauvoir Biography on the Internet Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 11 April 2010.
  23. Bair, p. 60
  24. "Beauvoir, Simone de". The Oxford Encyclopedia Women in World History. Oxford University Press. January 2008. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-514890-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Menand, Louis. "Stand By Your Man". The New Yorker, 26 September 2005. Retrieved 11 May 2010.
  26. Memoirs of a Dutiful Daughter, Book One
  27. "Lycée Fénelon, Paris", Wikipedia (په انګلیسي ژبه کي), 2021-01-02, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Margaret A. Simons (ed.), Feminist Interpretations of Simone de Beauvoir, Penn State Press, 1 November 2010, p. 3.
  29. "Simone de Beauvoir". Biography (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Thurman, Judith. Introduction to Simone de Beauvoir's The Second Sex. Excerpt published in The New York Times 27 May 2010. Retrieved 11 April 2010.
  31. Bertrand de Beauvoir, Simone (1974). All Said and Done. تُرجم بواسطة O'Brian, Patrick. New York: G. P. Putnam's & Sons. د کتاب پاڼې 478. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780399112515. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Kelly Oliver (ed.), French Feminism Reader, Rowman & Littlefield Publishers, 2000, p. 1; Bulletin 2006 de l'Association amicale des anciens et anciennes élèves du lycée Molière, 2006, p. 22.
  33. Bair, p. 155-7
  34. Ward, Julie K. (November 1999). "Reciprocity and Friendship in Beauvoir's Thought". Hypatia. 14 (4): 36–49. doi:10.1111/j.1527-2001.1999.tb01251.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 10 June 2005 باندې). Our relationship was the greatest achievement of my life. The Guardian.
  36. Kirkpatrick, Kate (22 August 2019). Becoming Beauvoir : a life. London. OCLC 1097366004. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-350-04717-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Ursula Tidd, Simone de Beauvoir, Psychology Press, p. 19.
  38. Nancy Bauer, Simone de Beauvoir: Philosophy, and Feminism, Columbia University Press, 2012, p. 86.