الفریډ اډلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الفرډ اډلر (/ˈædlər/ AD-lər، په جرمني: [ˈalfʁeːt ˈʔaːdlɐ]؛ زوکړه د ۱۸۷۰ کال د فبروري ۷مه- مړینه د ۱۹۳۷ کال د مې مياشتې ۲۸مه) یو اتریشی د طب ډاکتر، رواني معالج او د فردي روانپوهنې ښوونځي بنسټ اېښودونکی و. د تړاو احساس، د کورنۍ د رامنځته کولو او د زېږون د ترتیب پر ارزښت د هغه ټینګار نومړی د هغوی په مشترکه کړۍ کې له فرويډ او نورو څخه بېلوي. هغه وړاندیز وکړ چې له نورو سره مرسته (ټولنیزه مینه یا Gemeinschaftsgefuhl) دا وه چې یو فرد په کورنۍ او ټولنه کې څنګه د تړاو او ارزښت احساس کوي. د هغه مخکینی کار پر کمترۍ/حقارت متمرکز و، چې د کمترۍ اصطلاح یې رامنځته کړه، د هغه باور دا یو بېلوونکی عنصر و چې د شخصیت په وده کې کلیدي رول لري. الفرډ اډلر انسان د فردي ټول په توګه په پام کې نیوه او له همدې امله یې د خپلې روانشناسۍ ښوونځی «فردي اروا پوهنه» ونوماوه (اورګلر ۱۹۷۶).  [۱][۲][۳][۴]

اډلر لومړنی شخص و چې د فرد د بیا تنظیمولو په پروسه کې يې د ټولیز عنصر پر ارزښت ټینګار وکړ او رواني درملنه یې ټولنې ته انتقال کړه. په عمومي ارواپوهنه د کتنې په یوه سروې کې چې په ۲۰۰۲ کال کې خپره شوه اډلر د شلمې پېړۍ د ۶۷م نامتو ارواپوه په توګه وټاکل شو. [۵][۶]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

الفرډ اډلر د ۱۸۷۰ کال د فبرورۍ په ۷مه د ویانا په لویدیځه څنډه کې د معاصر رودولفشیم – فونفاس کې د ښار په ۱۵مه ناحیه کې د رودلفشیم په کلي کې زېږېدلی. هغه د پایولین (بیر) او لئوپولډ اډلر په نوم د یهودي جوړې له ۷ بچیانو څخه دویم و. لئوپولډ اډلر یو هنګري – الاصله د غله‌جاتو تجار و. د الفرډ کوچنی ورور هغه مهال د هغه تر څنګ تخت کې ومړ چې الفرډ یواځې ۳ کلن و او هغه په‌خپل ژوند کې له خپل مشر ورور سره په سیالۍ کې پاتې شو. دا سیالي ځکه رامنځته شوه چې اډلر باوري و چي مور يې د هغه په پرتله مشر ورور ته لومړیتوب ورکوي. هغه همدارنګه له پلار سره یې د ښې اړیکې له لرلو سره سره له خپلې مور سره په اړیکه کې د کمترۍ له احساس سره مبارزه کوله.   [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

الفرډ یو فعال، مشهور ماشوم او د متوسطې کچې زده‌کوونکی و، چې د خپل مشر ورور زیګموند پر وړاندې د رقابتي لید په لرلو مشهور و. په لومړیو کې هغه په ریکتس (د هډوکو د نرم‌والي ناروغي، ژباړن) اخته شو، چې تر ۱۴ کلنۍ پورې یې د الفرډ د ګرځېدلو مخه ونیوه. په څلور کلنۍ کې په سینه بغل اخته شو او وایې ورېدل چې ډاکتر یې پلار ته وویل، «ستا ماشوم له‌منځه تللی». دوه ځله په دې ناروغۍ له مبتلا کېدو او د خپل کوچني ورور د مړینې لیدلو، له مړینې څخه د هغه د ټولیزې ویرې په برخه کې مرسته وکړه. هغه مهال يې پرېکړه وکړه چې ډاکتر شي. هغه د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او فلسفې اړوند موضوعاتو سره ډېره مینه لرله. په ویانا پوهنتون کې د سترګو په توګه تر زده‌کړو وروسته هغه د عصبي او عقلي ناروغیو په برخه کې تخصص ترلاسه کړ. [۱۴][۱۵][۱۶]

دنده[سمول]

اډلر خپله دنده د سترګو د ډاکتر په توګه پیل کړه، خو ډېر زر یې عمومي طب ته مخه کړه او د ویانا په لږ شتمنه سیمه کې یې پراټر ته مخامخ چې د یو تفریحي پارک او سرکس ترکیب و، خپله معاینه خانه جوړه کړه. د هغه په مشتریانو کې د سرکس خلک شامل وو او ویل کېږي چې د ترسره کوونکو د غیر ارادي کمزورتیا اوځواکمنتیا مواردو د «اندام د کمترۍ» او «جبران» په اړه د هغه لیدلوري ځانته بېولی.  [۱۷]

اډلر د خپل کار د پیل پر مهال د فرویډ د یو مشهور اثر یعنې د خوب تعبیر تر لوستلو وروسته، د فرويډ د نظریې په دفاع یوه مقاله ولیکله. اډلر په ۱۹۰۲ کال کې د فرویډ پر دفاع لیکل شوې مقالې له امله یو بلنلیک ترلاسه کړ تر څو د غیر رسمي بحث له یوې ډلې سره چې روډلف رایټلر او وېلیم سټېکل په کې شامل وو یوځای شي. هره اونۍ یو غړي یوه مقاله وړاندې کوله او د قهوې او کیک تر یوې لنډې دمې وروسته یې د هغې په اړه بحث کاوه. اصلي غړي يې اوتو رنګ، مکس ایتینګون، وېلیم سټېکل، کارل ابراهام، هانس ساکس، فریټز ویټلز، ماکس ګراف او ساندورس فرنسي وو. اډلر په ۱۹۰۸ کال کې هغه مهال خپله مقاله د «په ژوند او روان رنځۍ کې تهاجمي غریزې» له سرلیک سره وړاندې کړه، چې فرويډ باوري و لومړنۍ جنسي وده د شخصیت په جوړولو کې اصلي تعینوونکی عامل دی چې اډلر ورسره مخالفت وکړ. اډلر وړاندیز وکړ چې جنسي او تېريګره انګیزه «دوه بېلې اصلي غریزې دي چې وروسته سره مدغمې شوې دي». فرویډ هغه مهال له دغې نظریې سره مخالفت وکړ. [۱۸]

کله چې فرویډ په ۱۹۲۰ کال کې د جنسي تمایل او تېريګرو انګېزو په اړه خپله د دوه‌ګونې غریزې نظریه پر اډلر تر تکیې پرته د خوند له اصل څخه لوړه وړاندې کړه، هغه ورټل شو چې اډلر د تېریګرې غریزې په اړه خپله انګېزه په ۱۹۰۸ کال کې مطرح کړې ده (اېسلر، ۱۹۷۱). فرويډ وروسته په ۱۹۲۳ کال کې د کوچني هانس څېړنې په یو لمن لیک کې تبصره وکړه او ویې ویل: چې «زه په‌خپله د تېریګرې غریزې د اثبات پر وجود موظف یم» (۱۹۰۹ ص ۱۴۰، ۲)، او په ورته حال کې یې اشاره وکړه چې د یوې تېریګرې نظریې د پر مخ وړلو لپاره د هغه چاره تر اډلر ډېره بېله ده. هغه چې د دغې ډلې اوږدمهاله غړی و، په ۱۹۰۸ کال کې یې د دغې خورا مهمې/محوري موضوع په برخه کې له ډلې سره ډېره مرسته وکړه او اډلر ۸ کاله وروسته (۱۹۱۰ کال کې) د ویانا د رواني تحلیلي ټولنې مشر شو. هغه تر ۱۹۱۱ کال پورې د ټولنې غړی پاتې شو، دا هغه مهال چې هغه او د هغه د ملاتړو یوه ډله په رسمي ډول د فرويډ له کړۍ څخه چې د ارټوډېکس د رواني تحلیل (په ۱۹۱۴ کال کې د کارل یونګ تر بېل‌والي مخکې) لومړنۍ لوی مخالف و بېله شوه. [۱۹]

دغه روانېدل هم فرویډ او هم د اډلر لپاره مناسب و، ځکه هغوی له یو بل څخه بېزار وو. اډلر له فرويډ سره د همکارۍ په بهیر کې په غالب ډول خپلې هغې نظريې له ځان سره خوندي کړې چې تر ډېره د فرېډ له نظریو څخه بېلې وې. حال دا چې اډلر تر ډېره د «فرویډ» د شاګرد په توګه پېژندل کېږي، خو په حقیقت کې دا خبره هېڅکله سمه نه وه. هغوی همکاران وو، فرويد په ۱۹۰۹ کال کې په چاپي ډول هغه د «زما همکار ډاکتر الفرډ اډلر» په توګه یاد کړ. د اډلر او فرويډ اړیکې په ټوله کې ۹ کاله دوام وکړ او هغوی تر بېلاوالي وروسته هېڅ‌کله له یو بل سره ونه لیدل. فرویډ ان تر بېل‌والي وروسته هم له اډلر څخه بېزار و او تمایل یې درلود چې له رواني تحلیل څخه د نورو بېلو شویو پر وړاندې هم دا کار تر سره کړي. فرويډ ان د اډلر تر مړينې وروسته هم له هغه څخه خپله بېزاري وساتله. د دغې موضوع په اړه يې له یو همکار سره د خبرو پر مهال داسې وويل: «زه له اډلر سره ستاسو په خواخوږي نه پوهېږم. د یو یهودي هلک لپاره د ویانا له ښارګوټي څخه خارج په ابرډين کې مړينه په‌خپله یوه نه پېژندل شوې د ژوند لار ده او د دې لپاره یو سند دی چې هغه څومره لرې تللی و. نړۍ واقعاً هم په رواني تحليل کې هغه ته د متناقضه خدماتو لپاره ډېر انعام ورکړ.» اډلر په ۱۹۲۹ کال کې د نیویارک هرالډ یو خبریال ته د یو بې‌ارزښته پوسټ کارډ یوه کاپي ورښکاره کړه چې فرويډ په ۱۹۰۲ کال کې هغه ته لېږلی و. هغه غوښتل دا ثابته کړي چې هېڅ‌کله هم د فرويډ شاګرد نه و، خو فريډ د هغه په لټه کې و تر څو خپلې نظریې ورسره شریکې کړي. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Definition of Adler | Dictionary.com". www.dictionary.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hoffman, E. (1994). The Drive for Self: Alfred Adler and the Founding of Individual Psychology. Reading, MA: Addison-Wesley. د کتاب پاڼي 41–91. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-201-63280-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hoffman, E. (1994). The Drive for Self: Alfred Adler and the Founding of Individual Psychology. Reading, MA: Addison-Wesley. د کتاب پاڼي 41–91. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-201-63280-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Carlson, Neil R. (2010). Psychology the science of behaviour. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "my.access — University of Toronto Libraries Portal". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Haggbloom, Steven J.; Warnick, Renee; Warnick, Jason E.; Jones, Vinessa K.; Yarbrough, Gary L.; Russell, Tenea M.; Borecky, Chris M.; McGahhey, Reagan et al. (2002). "The 100 most eminent psychologists of the 20th century". Review of General Psychology 6 (2): 139–152. doi:10.1037/1089-2680.6.2.139. http://www.apa.org/monitor/julaug02/eminent.aspx. 
  7. Hergenhahn, B.R.; Olson, Matthew (2006). An Introduction to Theories of Personality. Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼي 95–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-194228-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Prof. Dr. Klaus Lohrmann "Jüdisches Wien. Kultur-Karte" (2003), Mosse-Berlin Mitte gGmbH (Verlag Jüdische Presse)
  9. "Alfred Adler Biography". Encyclopedia of World Biography. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Prochaska, James; Norcross, John (2013-05-10). Systems of psychotherapy: a transtheoretical analysis (الطبعة Eighth). Stamford, CT. OCLC 851089001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-133-31451-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hoffman, Edward (1994-07-20). The Drive for Self: Alfred Adler and the Founding of Individual Psychology. Da Capo Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-201-63280-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Orgler, Hertha (1939). Alfred Adler, the Man and His Work. London: C. W. Daniel. د کتاب پاڼې 67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hergenhahn, B.R.; Olson, Matthew (2006). An Introduction to Theories of Personality. Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼي 95–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-194228-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hergenhahn, B.R.; Olson, Matthew (2006). An Introduction to Theories of Personality. Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼي 95–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-194228-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Boeree, C. George (1937-05-28). "Personality Theories – Alfred Adler by Dr. C. George Boeree". Webspace.ship.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Orgler, H. (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Alfred Adler"]. International Journal of Social Psychiatry 22 (1): 67–68. doi:10.1177/002076407602200110. PMID 783061. 
  17. Boeree, C. George (1937-05-28). "Personality Theories – Alfred Adler by Dr. C. George Boeree". Webspace.ship.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hergenhahn, B.R.; Olson, Matthew (2006). An Introduction to Theories of Personality. Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼي 95–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-194228-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. For further detail, see Sigmund Freud#Resignations from the IPA
  20. Sigmund Freud, Case Histories II (PFL 9) p. 41n
  21. Hergenhahn, B.R.; Olson, Matthew (2006). An Introduction to Theories of Personality. Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼي 95–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-194228-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)