ژان پل سارتر

ژان پال شارل ایمار سارتر (زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د جون ۲۱مه – مړینه: د ۱۹۸۰ زکال د اپرېل ۱۵مه) د شلمې پېړۍ یو له خورا اغېزمنو فرانسوي فیلسوفانو څخه و. سارتر نه یوازې د فلسفې په ډګر کې د خپل ځانګړي فکر له امله پېژندل کېږي، بلکې د یوه نمایشنامه لیکونکي، ناول لیکونکي، سناریو لیکونکي، سیاسي فعال، ژوند لیک لیکونکي، او ادبي منتقد په توګه هم ستره ونډه لري. هغه د فرانسوي فلسفې، مارکسېزم، او د وجودي فلسفې په پرمختګ کې ځانګړی رول لوبولی او ددې سربېره سارتر د پدیدې پوهنې (Phenomenology) له مهمو څېرو څخه هم شمېرل کېږي. [۱][۲]
د سارتر فلسفي فکر په ټولنپوهنه، انتقادي نظریو، او ادبي نقد په څېر برخو کې ژور اغېز پرېښی، کوم چې تر اوسه هم د معاصر فکر یوه مهمه برخه پاتې ده. په ۱۹۶۴ زکال کې، سارتر ته د نوبل د ادبیاتو جایزه ورکړل شوه، خو نوموړي دا جایزه رد کړه. د هغه له نظره، یو لیکوال باید هیڅکله هم د کوم رسمي بنسټ تر سیوري لاندې رانشي. سارتر باور درلود، چې د لیکوال مسؤلیت یوازې د حقایقو وړاندې کول دي، نه دا چې د رسمي ویاړونو یا جایزو له لارې خپل فکر ته چوکاټ ورکړي. نوموړي ټینګار کاوه: "یو لیکوال باید هیڅلکه هم ځان یو بنسټ یا ادارې پورې اړوند نه کړي." [۳]
سارتر په خپل ژوند کې د ټولنیزو بې عدالتۍ او د غریب و مالداره ترمنځ د لوی فرق په وړاندې سخت انتقادونه لرل، چې په فرانسوي فکر او فلسفې کې لوی ځای لري. سارتر له مشهورې فیمینېستې او وجودي فلسفې مننکوې سیمون دو بووار سره یوه پرانیستې عشقي اړیکه لرله. دا اړیکه یوازې شخصي نه وه، بلکې یو فلسفي او فکري شراکت هم وه. سارتر او دو بووار دواړو د کلتوري، ټولنیزو او جنسي توقعاتو پر وړاندې ودریدل او د هغوی په اړه ې ډېر څه ولیکل.
ژوند لیک
[سمول]لومړنی ژوند
[سمول]ژان-پال سارتر د ۱۹۰۵ زکال د جون په ۲۱مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې نړۍ ته راغی. هغه د فرانسې د سمندري ځواکونو د افسر ژان باتیست سارتر او آن ماري (شوایتزر) یوازینی ماشوم و. د سارتر ماشومتوب له غمجنې پېښې سره پیل شو، ځکه چې سارتر دوه کلن و چې پلار یې د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ. د سارتر د پلار له مړینې وروسته، د هغې مور له خپل زوی سره بېرته د خپل پلار کره کډه وکړه. او له دې وروسته سارتر له خپل نیکه سره اوسېده. د سارتر نیکه چارلز شوایتزر، د جرمني ژبې ښوونکی و، او د سارتر د تربیې مسؤلیت یې پر غاړه واخیست. [۴][۵][۶]
چارلز شوایتزر نه یوازې سارتر ته د ریاضي درس ورکاوه، بلکې هغه یې په ډېر کم عمر کې له کلاسیکو ادبیاتو سره هم اشنا کړ. سارتر تل دا خوښول چې مطالعه وکړي او دې مطالعې د هغه مینه له فلسفې او ادبیاتو سره لا پراخه کړه. خو د سارتر ماشومتوب یوازې له فکري ودې او مطالعې ډک نه و بلکې هغه له ماشومتوب نه په یوې جدي ناروغۍ اخته شو چې په نتیجه کې یې سترګې کږې شوې او د ټول عمر لپاره همداسې پاتې شو.
کله چې سارتر د ځوانۍ پړاو ته ورننوت، د فلسفې پر لور یې علاقه لا هم زیاته شوه. په ۱۹۲۰مه لسیزه کې، وروسته له هغه چې یې د فرانسوي فیلسوف هنري برګسون مشهوره مقاله "وخت او آزاده اراده: د شعوري معلوماتو اړوند مقاله" ولوستله، سارتر له فلسفې سره ډېره ژوره لیوالتیا پیدا کړه. د برګسون دغه اثر د سارتر لپاره د فلسفي فکر یوه نوې نړۍ خلاصه کړه او د هغه د راتلونکي فلسفي مسیر لپاره یې بنسټ کېښود. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د خپلو زده کړو لپاره، سارتر لومړی د پاریس په یوه خصوصي ښوونځي کورس هاتمر (Cours Hattemer) کې داخله وکړه. هلته یې بنسټیز علمي مهارتونه ترلاسه کړل. خو د سارتر تعلیمي سفر یوازې دلته پای ته ونه رسېده. هغه وروسته د پاریس په اکول نرمال سوپریور (École Normale Supérieure) کې هم داخله وکړه، کوم چې د فرانسې د مخکښو مفکرینو د زده کړې ځای ګڼل کېږي.
په دې بنسټیز تعلیمي مرحله کې، سارتر ارواپوهنه، د فلسفې تاریخ، منطق، عمومي فلسفه، اخلاق، ټولنپوهنه او حتی فزیک ولوستل. د فلسفې دا پراخ او ژور علم هغه ته دا وړتیا ورکړه، چې د خپل وخت له مهمو فلسفي مسایلو سره فکري مقابله وکړي. بلاخره، سارتر خپل تحصیلي سفر د ماسټرۍ سند (diplôme d'études supérieures) په ترلاسه کولو بشپړ کړ.
په دې تعلیمي او فکري پړاوونو کې، سارتر نه یوازې د معاصر فلسفې پر مهمو موضوعاتو ژور فهم پیدا کړ، بلکې هغه دا هم درک کړه چې فلسفه یوازې د انتزاعي نظریاتو مجموعه نه ده. د هغه لپاره فلسفه یوه ژوندۍ تجربه وه، چې د انسان له ازادۍ، مسؤلیت، او وجودي اندېښنو سره یې ژور تړاو درلود. همدلته د سارتر د فکري دریځ بنسټ کېښودل شو، هغه دریځ چې وروسته یې د وجودي فلسفې په برخه کې خپل بشپړ انعکاس وموند.
دویمه نړیواله جګړه
[سمول]ژان-پال سارتر په ۱۹۳۹ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د فرانسې پوځ ته وبلل شو، چېرته یې د مترولوژېست (هوا پېژندونکي) په توګه خدمت وکړ. دا دوره د هغه د فکري او فلسفي ودې لپاره یوه مهمه مرحله وه، ځکه چې د جګړې له تجربو څخه یې د انسان د ازادۍ، مسؤلیت او وجودي اندېښنو په اړه خپل فکر لا پسې ژور کړ.
په ۱۹۴۰ زکال کې، سارتر د پادو په ښار کې د جرمني ځواکونو له خوا ونیول شو او د ۹ میاشتو لپاره د جنګي بندي په توګه وساتل شو. هغه دا موده د نانسي کیمپ او وروسته په تریر کې د ستالاګ XII-D کمپ کې تېره کړه. د بندیتوب دا دوره د سارتر د فلسفي فکر د پیاوړتیا لپاره یوه بله مهمه مرحله وه. دلته یې خپله لومړنۍ نمایشنامه "Barionà, fils du tonnerre" ولیکله، چې د کرېسمس اړوند ډرامه وه.
په همدې بند کې، سارتر د جرمني فیلسوف مارتین هایدګر مشهور اثر "Sein und Zeit" (هستي او مهال) ولوست. سارتر د هایدګر له فلسفې ډېر الهام واخیست، خو هغه خپل فکر د انساني ازادۍ، عمل، او مسؤلیت پر محور ولاړ کړ، چې وروسته یې په خپل ستر اثر "هستي او نیستي" (Being and Nothingness) کې بیان کړ.
سارتر د ۱۹۴۱ زکال د اپریل په میاشت کې له بند څخه خوشې شو. نوموړي ادعا وکړه چې د سترګو د دوه ګوني لید له امله یې د وجود تعادل له منځه تللی و، خو ځینې سرچینې وايي چې هغه د سترګو ډاکټر ته د معاینې پر مهال وتښتېد. له خوشې کېدو وروسته، سارتر پاریس ته نږدې د پاستور په لیسه کې د ښوونکي دنده ترلاسه کړه او په میسترال هوټل کې مېشت شو.
په ۱۹۴۱ زکال کې، پاریس ته له راستنېدو وروسته، سارتر د "سوسیالېزم او آزادۍ" (Socialisme et Liberté) په نوم یو مخفي سازمان جوړ کړ. په دې سازمان کې، نوموړی د خپلې اوږدمهالې ملګرې سیمون دو بووار، موریس مرلو-پونټي، ژان توسن دسانتي، دومینیک دسانتي او نورو فکري شخصیتونو سره یو ځای شو. دا سازمان د فاشیزم پر ضد مبارزې ته ژمن و، خو د تخنیکي کمزورۍ له امله یې اغېز ډېر محدود و.
په ۱۹۴۱ زکال د پسرلي پر مهال، سارتر د یوې غونډې پر مهال وړاندیز وکړ، چې د جګړې ملاتړي لکه مارسل ډاټ باید ترور شي. خو، لکه څنګه چې سیمون دو بووار وروسته څرګنده کړه، دا وړاندیز ځکه رد شو چې "زموږ له ډلې څخه هېچا د بم جوړولو او غورځولو وړتیا نه لرله." دا کمزوري د دې لامل شوه چې سازمان ژر منحل شي.
په اګست میاشت کې، سارتر او دو بووار د آندره ژید او آندره مالرو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د فرانسوي ریویرا (کوت دازور) ښار ته ولاړل. خو، د ژید او مالرو له خوا د ملاتړ نه ترلاسه کولو سارتر ډېر خواشینی او ناهیلی کړ.
له دې مایوسۍ وروسته، سارتر پریکړه وکړه چې له فعال مقاومت څخه لاس واخلي او خپلې فکري مبارزې ته یې مخه کړه. نوموړي ستر فلسفې اثار ولیکل، چې تر ټولو مشهور یې "هستي او نیستي" (Being and Nothingness)، "مچان" (The Flies) او "خروج ممنوع" (No Exit) دي. دا اثار که څه هم د اشغال پر مهال لیکل شوي وو، خو جرمني اشغالګرو د هغو د بندیز اړتیا ونه لیده. دا ځکه چې د سارتر ادبي ژبه دومره ژوره او فلسفي وه، چې سیاسي محتوا یې د مستقیمو محدودیتونو څخه بچ پاتې شوه. [۱۲][۱۳]
وروسته ژوند او مړینه
[سمول]ژان-پال سارتر د ۱۹۶۴ زکال د اکتوبر په میاشت کې د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله، خو هغه د دې جایزې له منلو څخه ډډه وکړه. دا اقدام سارتر د نوبل د جایزې په تاریخ کې لومړنی وګړی کړ چې په داوطلبانه ډول یې دا معتبره جایزه رد کړه. له سارتر وروسته یوازې یو بل کس و چې ورته اقدام یې وکړ. سارتر د خپلې پریکړې له لارې نه یوازې د ادبي نړۍ پام ځان ته راواړاوه، بلکې د خپل وجودي فلسفې د ارزښتونو او اخلاقي خپلواکۍ لپاره یې عملي دریځ هم څرګند کړ.
په ۲۰۰۰ زکال کې، لارس ګیلنسټن د خپلې کتاب "خاطرات، یوازې خاطرات" (Minnen, bara minnen) په خپرولو سره څرګنده کړه چې سارتر یا د هغه یو نږدې ملګري په ۱۹۷۵ زکال کې هڅه وکړه چې د جایزې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د سویډن له اکاډمۍ سره اړیکه ونیسي، خو د دوی غوښتنه رد شوه. دا موضوع د سارتر د شخصیت د پیچلتیا ښکارندویي کوي؛ یو داسې فیلسوف چې له یوې خوا یې د سیسټماتيکو ویاړونو مخالفت کاوه، خو له بلې خوا یې له عملي واقعیتونو سره هم جوړجاړی کول غوښتل.
د نوبل د جایزې د رد کولو دا پریکړه د سارتر په ژوند کې یوازینۍ نه وه. نوموړي په ۱۹۴۵ زکال کې د لژیون دونور مډال (د فرانسې تر ټولو لوړه دولتي نښان) له ترلاسه کولو هم انکار کړی و. دا دریځ د سارتر د فلسفې یوه څرګنده بېلګه ده، ځکه چې نوموړي تل د فردي خپلواکۍ، د ټولنیزو فشارونو د رد کولو، او د خپلواک فکر د ساتنې اهمیت ته اشاره کړې وه.
سارتر د ۱۹۶۴ زکال د اکتوبر په ۲۲مه د نوبل د جایزې ګټونکی اعلان شو. خو په زړه پورې دا ده چې هغه د اکتوبر په ۱۴مه د نوبل بنسټ ته لیک لېږلی و او پکې یې غوښتنه کړې وه چې نوم یې د نوماندانو له لیست څخه وایستل شي. نوموړي پخپل لیک کې روښانه کړې وه چې که څه هم د نوبل جایزه وګټي، هېڅکله به یې و نه مني. خو دا لیک و نه لوستل شو، او سارتر بیا هم ګټونکی اعلان شو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د اکتوبر په ۲۳مه، د "لي فیګارو" ورځپاڼې د سارتر لیکنه خپره کړه، چې پکې نوموړي د نوبل د جایزې د رد کولو اصلي دلایل روښانه کړي وو. سارتر لیکلي و چې "زه نه غواړم د کوم بنسټ اړوند شم." هغه استدلال کاوه چې د نوبل جایزې منل به یې د یوه لیکوال د خپلواک حیثیت خلاف وي. سربېره پردې، سارتر دا هم وویل چې هغه نه غواړي لویدیځ ته د یوه مخکښ کلتوري بنسټ د ملاتړ له لارې، د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د کلتوري شخړې برخه شي.
سره له دې دلایلو، سارتر لا هم د ۱۹۶۴ زکال د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکی پاتې شو. دا دریځ د هغه فلسفي فکر او عمل ترمنځ همغږي ښيي: د فردي خپلواکۍ، وجودي مسؤلیت، او د سیسټماتيکو ارزښتونو د رد کولو شعارونه یوازې په نظریه کې نه، بلکې په عملي ژوند کې هم د سارتر له خوا تعقیب شول.
ژان-پال سارتر د ۱۹۸۰ زکال د اپرېل په ۱۵مه د سږو د پړسوب او التهابي کېدو له امله ومړ. نوموړي غوښتل چې د پر-لاشز هدیرې پر ځای، په مون پارناس هدیره کې خاورو ته وسپارل شي. دا پریکړه هم د هغه د ژوند فلسفې یوه څرګنده نښه وه، ځکه چې سارتر نه غوښتل د خپلې مور او پلندر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي. هغه خپل ژوند د فردي خپلواکۍ او خپلواک تصمیم نیونې لپاره وقف کړی و، او حتی د مرګ پر وخت یې هم دا فلسفه تعقیب کړه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د سارتر د جنازې مراسم د ۱۹۸۰ زکال د اپرېل په ۱۹مه ترسره شوه. د پاریس شاوخوا ۵۰ زره خلک د مون پارناس واټونو ته راووتل، څو د هغه د جنازې مراسمو کې ګډون وکړي. دا لوی ګډون د هغه اغېزمن فکر، ادبي میراث، او فلسفي ویاړ ستاینه وه.
ژان-پال سارتر یوازې یو فیلسوف نه و؛ هغه د انساني ازادۍ، مسؤلیت، او اخلاقو یو ژوندی سمبول و. د هغه د ژوند هر پړاو، له فکري مبارزې نیولې تر عملي دریځونو پورې، دا وښودله چې حقیقي فلسفه یوازې نظریه نه ده، بلکې یوه عملي لاره ده چې باید ژوند پرې وشي.
سرچينې
[سمول]- ↑ "Sartre" Archived 24 January 2015 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ "Minnen, bara minnen" (ISBN 978-91-0-057140-5) from year 2000 by Lars Gyllensten. Address by Anders Österling, Member of the Swedish Academy. Retrieved 4 February 2012.
- ↑ McCloskey, Deirdre N. (2006). The Bourgeois Virtues: Ethics for an Age of Commerce. University of Chicago Press. p. 297. ISBN 978-0-226-55663-5.
- ↑ Forrest E. Baird (22 July 1999). Twentieth Century Philosophy. Prentice Hall. p. 226. ISBN 978-0-13-021534-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 March 2022. بياځلي په 4 December 2011.
- ↑ Brabazon, James (1975). Albert Schweitzer: A Biography. Putnam. p. 28.
- ↑ Leak, Andrew N. (2006), Jean-Paul Sartre, London: Reaktion Books, pp. 16–18.
- ↑ Jean-Paul, Sartre; Arlette Elkaïm-Sartre, Jonathan Webber (2004) [1940]. The Imaginary: A Phenomenological Psychology of the Imagination. Routledge. pp. viii. ISBN 978-0-415-28755-5.
- ↑ "Quelques Anciens Celebres". Hattemer. خوندي شوی له the original on 18 June 2015. بياځلي په 2015-06-30.
- ↑ Schrift, Alan D. (2006). Twentieth-century French Philosophy: Key Themes and Thinkers. Blackwell Publishing. pp. 174–175. ISBN 978-1-4051-3217-6.
- ↑ Memoirs: Fifty Years of Political Reflection, Raymond Aron (1990).
- ↑ Auffret, D. (2002), Alexandre Kojeve. La philosophie, l'Etat, la fin de l'histoire, Paris: B. Grasset.
- ↑ Ousby 2000، م. 225.
- ↑ Ousby 2000، م. 218.
- ↑ "Nobel Prize in Literature 1964". Nobelprize.org (Press release). The Nobel Foundation. خوندي شوی له the original on 2006-07-11. بياځلي په 11 February 2009.
- ↑ "Nobel Prize facts". NobelPrize.org. Nobel Media AB. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 August 2018. بياځلي په 2019-05-26.
- ↑ Histoire de lettres Jean-Paul Sartre refuse le Prix Nobel en 1964 Archived 3 February 2009 at the Wayback Machine., Elodie Bessé.
- ↑ Schueler, Kaj (2 January 2015). "Sartres brev kom försent till Akademien" [Sartre's letter arrived too late to the Academy]. Svenska Dagbladet (in سویډنی). خوندي شوی له اصلي څخه په 1 December 2016. بياځلي په 1 December 2016.
- ↑ "All Nobel Prizes". NobelPrize.org. Nobel Media AB. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 April 2018. بياځلي په 2019-05-26.
- ↑ "Ces personnalités qui ont refusé la Légion d'honneur". FIGARO. 2 January 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 October 2014. بياځلي په 17 August 2014.
- ↑ Bishop, Tom (7 June 1987), "Superstar of the Mind", The New York Times. Archived 4 February 2009 at the Wayback Machine..
- ↑ Samuel, Henry (10 March 2005). "Hell is other people removing your cigarette". The Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2022.
- ↑ "The last days of Jean-Paul Sartre". www.newcriterion.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2019. بياځلي په 23 August 2019.
- ↑ Hayman 1992، م. 464.