توماس هابز
توماس هابز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | انګلستان پاچايي [۲] |
عملي ژوند | |
تعلیم | اکسفورډ پوهنتون (۱۶۰۳–۱۶۰۸) |
تخصص تعلیم | سولپوهنه او پنځپوهنه |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، پېښليک ، اخلاق ، مېچپوهنه |
مؤثر | اپلاتون ، ارستو ، هوګو ګروتيوس ، فرانسېس بیکن |
خوځښت | تجربهپالنه ، قانوني اثباتپالنه |
لاسليک | |
سمول |
توماس هوبس (ځینې وختونه د مالمزبېري توماس هابز په نوم یادیږي؛ د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل ۵/۱۵ – د ۱۶۷۹ ز کال د ډسمبر ۴/۱۴) یو انګلیسی فیلسوف ؤ او د عصري سیاسي فلسفې له بنسټګرو څخه ګڼل کیږي. هابز د خپل ۱۶۵۱ ز کال کتاب لویاثان (Leviathan) لپاره زیات مشهور دی، چې په هغه کې د ټولنیز تړون تیوري یو اغېزمن جوړښت تشریح کوي. هابز د سیاسي فلسفې سربېره په نورو مختلفو ساحو کې لکه په تاریخ، فقه، هندسه، دین پوهنه او اخلاقو، همدارنګه عموماً په فلسفه کې یې مرسته وکړه. [۳][۴][۵]
ژوندلیک
[سمول]لومړنی ژوند
[سمول]توماس هابز د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل په ۵ (زوړ سټایل) په ویسټپورټ کې زیږېدلی، چې اوس د انګلستان په ویلټشایر کې د مالمزبېري برخه ده. کله چې د هابز مور د هسپانوي آرماډا د راتلونکي یرغل په اړه واورېدل، له وخت څخه مخکې وزېږېد، هابز وروسته وویل چې:"زما مور غبرګوني ماشومان وزیږول: زه او ډار." هابز د اډمونډ په نوم یو ورور، چې له ده څخه تقریباً دوه کاله مشر ؤ او د اني په نوم یوه خور درلوده. [۶][۷]
که څه هم د توماس هابز ماشومتوب تر ډېره حده نامعلوم دی، د مور نوم یې هم نامعلوم دی، خو دا معلومه ده چې د هابز پلار، توماس سینیر، د چارلټون او ویسټپورټ دواړو ویکر ؤ. د هابز د ژوندلیک لیکونکي جان اوبري په وینا، د هابز پلار بېسواد ؤ او "زده کړو ته یې ارزښت نه ورکاوه." توماس سینیر د خپلې کلیسا څخه بهر د ځایی کشیشانو سره په جګړه کې ښکېل شو، هغه یې اړ کړ چې لندن خوشی کړي. په پایله کې کورنۍ د توماس سینیر مشر ورور، فرانسیس، چې د دستکش یو بډایه تولیدوونکی ؤ او خپله کورنۍ يې نه درلوده، تر پامرنه لاندې پاتې شوه . [۸][۹]
تعلیم
[سمول]هابز جونیر له څلور کلنۍ په ویسټپورټ کلیسا کې زده کړې وکړې، د مالمزبېري ښوونځۍ ته ولاړ او بیا خصوصي ښوونځۍ ته لاړ چې د رابرټ لاتیمر په نوم یو ځوان کس چې د آکسفورډ پوهنتون فارغ الحصیل ؤ، اداره کېده. هابز یو ښه زده کونکی ؤ او د ۱۶۰۱ ز کال او ۱۶۰۲ ز کال ترمنځ مګډالن هال ته، چې د آکسفورډ د هرټفورډ کالج مخکینی نوم ؤ، لاړ چې هلته تحصیلي منطق او فزیک زده کړې ورکړل شوې. رئیس جان ولکنسن یو پاک دین یا پیوریتن ؤ او په هابز باندې یې یو څه نفوذ درلود. هابز مخکې له دې چې آکسفورډ ته لاړ شي، د یوریپیډس مډیا یې له یوناني څخه لاتین نظم ته وژباړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
داسې ښکاري چې توماس هابز په پوهنتون کې خپل درسي پروګرام تعقیب کړی دی، ځکه چې مکتبي زده کړو ته یې لږ پام ؤ. هابز د آکسفورډ په پرېښودو سره په ۱۶۰۸ ز کال کې د کمبرج په سنټ جان کالج کې د شمولیت له لارې خپل لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په مګډالن کې د خپل استاد سر جېمز هسي له لوري ویلیم، د ویلیم کاوینډیش زوی، د هارډویک بارون (او وروسته د ډیونشایر ارل) ته د ښوونکي په توګه وړاندیز شو او د دې کورنۍ سره یې مادام العمره اړیکه پیل کړه. ویلیم کاوینډیش په ۱۶۲۶ ز کال کې د خپل پلار په مړینې سره د اشرافي مقام ته ترفیع وکړه، دوه کاله یې تر خپلې مړینې پورې په ۱۶۲۸ ز کال کې وساته. زوی یې، ویلیم هم د ډیونشایر دریم ارل شو. هابز دواړو نارینه وو ته د ښوونکي او منشي په توګه خدمت وکړ. د لومړي ارل کوچنی ورور، چارلز کاوینډیش دوه زامن درلودل چې د هابز پلویان وو. مشر زوی یې، ویلیم کاوینډیش چې وروسته د نیوکسل لومړی ډوک شو، د کورنۍ جګړې په جریان کې د لومړي چارلز مخکښ ملاتړی ؤ، چې د پاچا لپاره یې شخصاً اردو تمویل کوه او د ویلز شهزاده، چارلز جیمز، د کارنوال ډوک، والي ؤ. همدا ویلیم کاوینډیش ؤ چې هابز خپل د قانون عناصرو کتاب ورته ډالۍ کړ. [۱۴][۱۵]
هابز د ځوان ویلیم کاوینډیش ملګری شو او دوی دواړو د ۱۶۱۰ز او ۱۶۱۵ز کلونو ترمنځ د اروپا په لوی سفر کې کډون وکړ. هابز د سفر په اوږدو کې، د خپلې مکتبي فلسفې برعکس چې په آکسفورډ کې یې زده کړې وه، د اروپا ساینسي او بحراني میتودونو سره آشنا شو. هابز په ونیز کې د فولګینزیو میکانزیو سره چې د پائولو سارپي همکار او ونیزي څېړونکی او سیاستوال ؤ، آشنا شو. [۱۶]
په هغه وخت کې یې د علمي هڅو موخه د یونان او لاتین کلاسیک لیکوالانو دقیقه څېړنه وه، چې پایله یې په ۱۶۲۸ ز کال کې د توسیدید د پیلوپونیسوس د جګړې تاریخ (Thucydides' History of the Peloponnesian War) غوره ژباړه وه، چې له یوناني نسخې څخه انګلیسي ژبې ته د دې اثر لومړۍ ژباړه ده. داسې استدلال شوی چې د ۱۶۲۰ ز کال په خپرونو کې له خبرو اترو څخه درې چې د Horae Subsecivae په نوم پېژندل کیږي: مشاهدې او خبرې اترې هم په دې دوره کې د هابز اثر څرګندوي. [۱۷][۱۴]
که څه هم هغه د بېن جانسن په څېر ادبي شخصیتونو سره همکار ؤ او د لنډې مودې لپاره یې د فرانسیس بیکن د محرر په توګه کار وکړ او ګڼ شمېر مقالې یې لاتین ته وژباړلې، خو د فلسفې په برخه کې يې خپلې هڅې تر ۱۶۲۹ ز کال وروسته ونه غځولې. د ۱۶۲۸ ز کال په جون کې یې کارګمارونکی کاوینډیش، چې د هغه وخت د ډیونشایر ارل ؤ، د طاعون له امله مړ شو او کونډې یې، کنټس کریشن، هابز له دندې ګوښه کړ.[۱۸][۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118551698 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://libris.kb.se/katalogisering/75kmnh8r2fh49ct — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲
- ↑ Williams, Garrath. "Thomas Hobbes: Moral and Political Philosophy." Internet Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 20 June 2020.
- ↑ Sheldon, Dr. Garrett Ward (2003). The History of Political Theory: Ancient Greece to Modern America. Peter Lang. p. 253. ISBN 978-0-8204-2300-5.
- ↑ Lloyd, Sharon A., and Susanne Sreedhar. [2002] 2018. "Hobbes's Moral and Political Philosophy." Stanford Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 20 June 2020.
- ↑ Hobbes, Thomas (1679). "Opera Latina". In Molesworth, William (ed.). Vita carmine expressa. Vol. I. London. p. 86.
- ↑ "Thomas Hobbes Biography." Encyclopedia of World Biography. Advameg, Inc. 2020. Retrieved 20 June 2020.
- ↑ Jacobson, Norman; Rogow, Arnold A. (1986). "Thomas Hobbes: Radical in the Service of Reaction". Political Psychology. W.W. Norton. 8 (3): 469. doi:10.2307/3791051. ISBN 978-0-393-02288-9. ISSN 0162-895X. JSTOR 3791051. LCCN 79644318. OCLC 44544062.
- ↑ Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. pp. 256–324. ISBN 978-0-333-49599-5.
- ↑ "Philosophy at Hertford College". Oxford: Hertford College. نه اخيستل شوی 24 July 2009.
- ↑ Helden, Al Van (1995). "Hobbes, Thomas". The Galileo Project. Rice University.
- ↑ King, Preston T. (1993). Thomas Hobbes: Politics and law. Routledge. p. 89. ISBN 978-0-415-08083-5.
- ↑ Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. pp. 256–324. ISBN 978-0-333-49599-5.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ Robertson 1911، م. 545.
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. pp. 256–324. ISBN 978-0-333-49599-5.
- ↑ Hobbes, Thomas (1995). Reynolds, Noel B.; Saxonhouse, Arlene W. (eds.). Three Discourses: A Critical Modern Edition of Newly Identified Work of the Young Hobbes. University of Chicago Press. ISBN 978-0-226-34545-1.
- ↑ Bickley, F. (1914). The Cavendish family (په انګليسي). Рипол Классик. p. 44. ISBN 978-5-87487-145-1.
- ↑ Robertson 1911، م. 546.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- د تن د تعلیم اړوند د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي