برېتانوي هند
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
هېواد | |
ځایناستی د | لړۍ...
په هند باندې د ختیځ هند د بریتانوي شرکت واکمني — د افغانستان امارت — Jaitpur State (en) — Kolathunadu (en) — Trankebar (en) |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
کورډينېشن |
---|
بریتانوی هند Indian Empire) (په هند کې تاج کومت/د هند په ټاپوزمه کې بریتانوی حکومت) له ۱۸۵۸ تر ۱۸۴۷ز کال پورې د ننی هند، پاکستان، بنګله دیش، برما ،نیپال، بوتان او د افغانستان یو شمیر برخو باندی د لوې بریتانیا حاکم دولت وو.
برتانوي سلطنت (پاچاهي، سلطنت، دولت يا سترواکي) د هند پر نيمه وچه باندې د برتانوي تاج واکمني وه، چې په هند کې د تاج او تخت حکومت يا په هند کې د مستقيم حکومت په نوم هم يادېږي او له ۱۸۵۸ ز کال څخه تر ۱۹۴۷ ز کال پورې يې دوام وکړ. تر برتانوي مستقيم واک لاندې سيمې ته په عمومي ډول د هغه وخت په اصطلاحاتو کې هند ويل کېده او هغه سيمې چې د سيمې د اصلي يا کورنيو واکمنانو له لورې اداره کېدلې مګر د برتانيې تر واک لاندې وې، شهزاده ته ورته سيمې يې بللې. که څه هم رسمي بڼه يې نه درلوده، مګر دا سيمه کله ناکله د هند سترواکي ګڼل کېدله. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]
د «هند» په توګه دا هېواد د ملتونو ټولنې بنسټګر غړی، په ۱۹۰۰، ۱۹۲۰، ۱۹۲۸، ۱۹۳۲ او ۱۹۳۶ ز کالونو المپيک د اوړي سياليو “Summer Olympics” ګډونوال هېواد او په ۱۹۴۵ ز کال په سانفرانسسکو کې د ملګرو ملتونو بنسټګر غړی هېواد و. [۸]
د حکومتولۍ دا نظام يا سيستم د ۱۸۵۸ ز کال د جون پر ۲۸ نېټه هغه مهال جوړ شو، چې د هند د ۱۸۵۷ ز کال له سرکښۍ “Indian Rebellion of 1857” څخه وروسته د برتانوي ختيځ هند کمپنۍ “East India Company” واک د ملکه ويکتوريا سلطنت ته (چې په ۱۸۷۶ ز کال کې د هند سترواکه اعلان شوې وه) ولېږدول شو. دې حالت د ۱۹۴۷ ز کال تر هغه مهاله پورې دوام وکړ، چې برتانوي سلطنت په دوه خپلواکو دولتونو باندې ووېشل شو، چې يو يې د هند اتحاديه (چې وروسته د هند جمهوريت شو) او بل يې د پاکستان خپلواکه سيمه (چې وروسته د پاکستان اسلامي جمهوريت او د بنګله دېش ولسي جمهوريت) و. په ۱۸۵۸ ز کال د سلطنت په پيل کې “Lower Burma” وار له مخه د برتانوي هند برخه وه، “Upper Burma” په ۱۸۸۶ ز کال ورسره يو ځای شوه او د اتحاديې په پايله کې برما تر ۱۹۳۷ ز کال پورې د يو خپلواک ولايت په توګه اداره کېده. دا هغه مهال و، چې برما يوه بېله برتانوي مستعمره شوه او په ۱۹۴۸ ز کال کې يې خپله خپلواکي تر لاسه کړه. د دې هېواد نوم په ۱۹۸۹ ز کال کې ميانمار ته بدل شو. [۹]
برتانوي سلطنت
[سمول]برتانوي سلطنت د ګوا “Goa” او پينډيچيري “Pendicherry” غوندې کوچنيو ملکيتونو څخه پرته چې د نورو اروپايي هېوادونو له لورې نيول شوي وو، د نږدې نني ټول هند، پاکستان او بنګله دېش کې وغځېد. دا سيمه ډول ډول يا متنوع ده، چې د هماليا غرونه، حاصلخېزه سېلابي درې، “د هند او ګنګا دره، اوږده ساحلي ليکه، استوايي وچ ځنګلونه، لوړې شاړې ځمکې او د تار دښته “Thar Desert” لري. دې سيمې د دې تر څنګ په بېلابېلو وختونو کې عدن “Aden” (له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۹۳۷ پورې)، “Lower Burma” (له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۹۳۷ پورې)، “Upper Burma” (له ۱۸۸۶ څخه تر ۱۹۳۷ پورې)، برتانوي سوماليلېنډ “British Samaliland” (په لنډ ډول له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۸۹۸ پورې) او سينګاپور (په لنډ ډول له ۱۸۵۸ څخه تر ۱۸۶۷ پورې) راونغاړل. برما له هند څخه بېله شوه او له ۱۹۳۷ ز کال څخه په ۱۹۴۸ ز کال کې تر خپلې خپلواکۍ پورې د برتانوي سلطنت له لورې په مستقيم ډول اداره کېده. د فارس خليج “Persian Gulf” “Trucial States” [هغه نوم چې برتانوي حکومت سويل لويديځ عرب د قبيلوي اتحاديو هغې ډلې ته ورکړ، چې مشرانو يې له انګليستان سره د ملاتړ تړونونه لاسليک کړي وو] او د فارس خليج تر استوګنې لاندې دولتونه په نظرياتي ډول شهزاده ته ورته دولتونه او همدارنګه تر ۱۹۴۷ ز کال پورې د برتانوي هند رياستونه او ولايتونه وو او روپۍ يې د خپل پولي واحد په توګه وکارولې. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
په سيمه کې د شته نورو هېوادونو په منځ کې سيلون “Ceylon” چې هغه وخت د ټاپو شمالي برخې او ساحلي سيمو ته ويل کېده او اوس سريلانکا هېواد دی، په ۱۸۰۲ ز کال کې د امينس تړون “Treaty of Amiens” له مخې برتانيې ته وسپارل شو. دا ساحلي سيمې په لنډ مهالي ډول د ۱۷۹۳ او ۱۷۹۸ ز کالونو تر منځ د مدراس ولسمشرۍ “Madras Presidency” له مخې اداره کېدې، مګر د وروستيو دورو لپاره برتانوي واکمنانو لندن ته راپور ورکاوه او د سلطنت برخه نه وه. د نيپال او بوتان پاچاهيو له برتانيې سره جګړې کولې، چې په پای کې يې له دوی سره تړونونه لاسليک کړل او د برتانيې له لورې د خپلواکو دولتونو په توګه وپېژندل شوې. د سيکيم پاچاهي “Kingdom of Sikkim” د ۱۸۶۱ زکال د انګليس او سيکيميانو تر منځ له تړون “Anglo-Sikkimese Treaty” څخه وروسته د شهزاده دولت په توګه رامنځته شوه، که څه هم د حاکميت مسئله نامعلومه پاتې وه. د مالديف ټاپوګان “Maldive Islands” له ۱۸۸۷ څخه تر ۱۹۶۵ ز کال پورې د برتانيې تر قيموميت لاندې وو، مګر د برتانوي هند برخه نه وو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
تاريخچه
[سمول]د ۱۸۵۷ ز کال له بغاوت څخه وروسته: د هند نيوکي او د برتانيا غبرګون
[سمول]که څه هم بغاوت په هند کې برتانوي تصدي لړزولې وه، مګر بېخي يې نه وه نسکوره کړې. له جګړې څخه وروسته برتانيا نوره هم محتاط يا پام لرونکې شوه. د سرکښۍ لاملونو ته ډېر فکر ځانګړی شوی و او دری اصلي غبرتونه يا درسونه ترېنه واخېستل شول. لومړی دا چې دا په يوه ځانګړې کچه احساس شوې وه، چې نه يوازې د برتانوي فوځ د لوړ پوړو مامورينو او د هغوی د هندي کاري ډلې تر منځ د ډېرې اړيکې او ملګرتيا ته اړتيا وه، مګر په ملکي ژوند کې هم ورته اړتيا وه. هندي فوځ په بشپړ ډول له سره برابر شو. د اګرا “Agra” او اود “Oudh” متحده ولايتونو له مسلمانانو او براهميانو څخه جوړ شوي واحدونه چې د سرکښۍ هسته يې جوړه کړې وه، تيت او پرک کړای شول. له هغو هندوانو څخه جوړ نوي کنډکونه (لکه د سيکهانو او بلوچانو) چې د برتانوي اټکل له مخې ښه تکړه او تیار و، جوړ شول. له هغه وخت څخه راوروسته هندي فوځ تر ۱۹۴۷ ز کال پورې په خپل جوړښت کې بې بدلونه پاتې شو. د ۱۸۶۱ ز کال سرشمېرنې څرګنده کړې وه، چې په هند کې انګليسي نفوس ۱۲۵۹۴۵ تنه و. له دې ډلې نږدې ۸۴۰۸۳ اروپايي افسران او د فوځ غړي او يوازې نږدې ۴۱۸۶۲ تنه يې ملکيان وو. په ۱۸۸۰ زکال کې د هند تيارسئ يا چمتو فوځ ۶۶۰۰۰ برتانوي سرتيري، ۱۳۰۰۰۰ اصلي هندوان او ۳۵۰۰۰۰ تنه په شهزاده فوځونو کې درلودل. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
دويم: دا هم احساس شوې وه، چې شهزادګان او لوی ځمکوال دواړه له سرکښۍ سره د نه يو ځای کېدنې له مخې د لارډ کېننګ په وينا «په توپان کې د اوبو د څپو ماتونکي» ثابت شوي وو. دوی په هغو تړونونو کې په رسمي ډول د پېژندنې له مخې د برتانيې په نوي سلطنت کې وستايل يا مکافات شول، چې دوی اوس له سلطنت سره لاسليک کړي وو. په ورته وخت کې درک شوې وه، چې هغه بزرګران چې د متحده ولايتونو “United Provinces” د ځمکو د پراخه سمونونو ګټه په پام کې نيول شوې وه، په زياتو حالتونو کې ناژمنتيا څرګنده کړې وه او د برتانيې پر وړاندې يې د خپلو پخوانيو مالکانو لپاره مبارزه کوله. په پای کې د راتلونکو ۹۰ کالونو لپاره د ځمکې اړوند نور هيڅ سمونونه پلي نه شول. بينګال “Bengal” او بيهار “Bihar” د پنجاب او اوتر پردېش خلاف د پراخه ځمکنۍ شتمنيو سيمې پاتې کېدې. [۲۲][۲۳][۲۴]
درېيم: برتانيې د ټولنيز بدلون پر وړاندې له هندې غبرګون سره د ناخوښۍ احساس وکړ. دوی تر بغاوت پورې په لېوالتيا سره د ټولنيز سمون له لارې (لکه د لارد ويليم بينټېنګ “Lord William Bentinck” له لورې پر ‘sati’ باندې بنديز) فشار راوړی و. اوس حس شوې وه، چې په هند کې دودونه او رسمونه دومره پياوړي او ټينګ وو، چې په اسانۍ سره نه شو بدلېدلی، په پای کې په ځانګړي ډول د مذهب اړوند مسائلو کې نور هيڅ برتانوي ټولنيزې لاسوهنې ان هغه وخت هم ونه شوې، چې برتانيې د مسئلې په اړه د خورا پياوړی احساس وکړ (لکه د هندي کونډو د بيا واده په بېلګه کې). دا د ملکه ويکتوريا په اعلاميه کې، چې له بغاوت څخه سمدستي وروسته خپره شوه، نوره هم په بېلګو سره روښانه شوه. يادې اعلاميې څرګنده کړه، چې «موږ د خپل حق او غوښتنې غوندې له هر هغه ادعا څخه انکار کوو، چې زموږ پر هر وګړي باندې زموږ ګرمتيا پورې کوي»، او په دې ډول هند کې له ټولنيزې لاسوهنې څخه ډډه کولو ته د برتانيې رسمي ژمنتيا په ګوته کوي. [۲۵][۲۶][۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Charles Capwell (1987). Sourindro Mohun Tagore and the National Anthem Project. University of Illinois Press. p. 407. doi:10.2307/851664.
- ↑ McGregor, R. S. (1993), Oxford Hindi-English Dictionary, Oxford University Press, p. 860, ISBN 9780195638462,
raj (noun, masculine): kingdom, realm, state, empire
- ↑ * Hirst, Jacqueline Suthren; Zavros, John (2011), Religious Traditions in Modern South Asia, London and New York: Routledge, ISBN 978-0-415-44787-4,
As the (Mughal) empire began to decline in the mid-eighteenth century, some of these regional administrations assumed a greater degree of power. Amongst these ... was the East India Company, a British trading company established by Royal Charter of Elizabeth I of England in 1600. The Company gradually expanded its influence in South Asia, in the first instance through coastal trading posts at Surat, Madras and Calcutta. (The British) expanded their influence, winning political control of Bengal and Bihar after the Battle of Plassey in 1757. From here, the Company expanded its influence dramatically across the subcontinent. By 1857, it had direct control over much of the region. The great rebellion of that year, however, demonstrated the limitations of this commercial company's ability to administer these vast territories, and in 1858 the Company was effectively nationalized, with the British Crown assuming administrative control. Hence began the period known as the British Raj, which ended in 1947 with the partition of the subcontinent into the independent nation-states of India and Pakistan.
- Salomone, Rosemary (2022), The Rise of English: Global Politics and the Power of Language, Oxford University Press, p. 236, ISBN 978-0-19-062561-0,
Between 1858, when the British East India Company transferred power to British Crown rule (the "British Raj"), and 1947, when India gained independence, English gradually developed into the language of government and education. It allowed the Raj to maintain control by creating an elite gentry schooled in British mores, primed to participate in public life, and loyal to the Crown.
- Salomone, Rosemary (2022), The Rise of English: Global Politics and the Power of Language, Oxford University Press, p. 236, ISBN 978-0-19-062561-0,
- ↑ * Steinback, Susie L. (2012), Understanding the Victorians: Politics, Culture and Society in Nineteenth-Century Britain, London and New York: Routledge, p. 68, ISBN 978-0-415-77408-6,
The rebellion was put down by the end of 1858. The British government passed the Government of India Act, and began direct Crown rule. This era was referred to as the British Raj (though in practice much remained the same).
- Ahmed, Omar (2015), Studying Indian Cinema, Auteur (now an imprint of Liverpool University Press), p. 221, ISBN 9781800347380,
The film opens with what is a lengthy prologue, contextualising the time and place through a detailed voice-over by Amitabh Bachchan. We are told that the year is 1893. This is significant as it was the height of the British Raj, a period of crown rule lasting from 1858 to 1947.
- Wright, Edmund (2015), A Dictionary of World History, Oxford University Press, p. 537, ISBN 978-0-19-968569-1,
More than 500 Indian kingdoms and principalities […] existed during the 'British Raj' period (1858–1947) The rule is also called Crown rule in India
- Fair, C. Christine (2014), Fighting to the End: The Pakistan Army's Way of War, Oxford University Press, p. 61, ISBN 978-0-19-989270-9,
[…] by 1909 the Government of India, reflecting on 50 years of Crown rule after the rebellion, could boast that […]
- Ahmed, Omar (2015), Studying Indian Cinema, Auteur (now an imprint of Liverpool University Press), p. 221, ISBN 9781800347380,
- ↑ * Glanville, Luke (2013), Sovereignty and the Responsibility to Protect: A New History, University of Chicago Press, p. 120, ISBN 978-0-226-07708-6 Quote: "Mill, who was himself employed by the British East India company from the age of seventeen until the British government assumed direct rule over India in 1858."
- Pykett, Lyn (2006), Wilkie Collins, Oxford World's Classics: Authors in Context, Oxford University Press, p. 160, ISBN 978-0-19-284034-9,
In part, the Mutiny was a reaction against this upheavel of traditional Indian society. The suppression of the Mutiny after a year of fighting was followed by the break-up of the East India Company, the exile of the deposed emperor and the establishment of the British Raj, and direct rule of the Indian subcontinent by the British.
- Lowe, Lisa (2015), The Intimacies of Four Continents, Duke University Press, p. 71, ISBN 978-0-8223-7564-7,
Company rule in India lasted effectively from the Battle of Plassey in 1757 until 1858, when following the 1857 Indian Rebellion, the British Crown assumed direct colonial rule of India in the new British Raj.
- Pykett, Lyn (2006), Wilkie Collins, Oxford World's Classics: Authors in Context, Oxford University Press, p. 160, ISBN 978-0-19-284034-9,
- ↑ * Vanderven, Elizabeth (2019), "National Education Systems: Asia", in Rury, John L.; Tamura, Eileen H. (eds.), The Oxford Handbook of the History of Education, Oxford University Press, p. 213–227, 222, ISBN 978-0-19-934003-3,
During the British East India Company's domination of the Indian subcontinent (1757–1858) and the subsequent British Raj (1858–1947), it was Western-style education that came to be promoted by many as the base upon which a national and uniform education system should be built.
- Lapidus, Ira M. (2014), A History of Islamic Societies (3 ed.), Cambridge University Press, p. 393, ISBN 978-0-521-51430-9,
Table 14. Muslim India: outline chronology
Mughal Empire ... 1526–1858
Akbar I ... 1556–1605
Aurengzeb ... 1658–1707
British victory at Plassey ... 1757
Britain becomes paramount power ... 1818
British Raj ... 1858–1947
- Lapidus, Ira M. (2014), A History of Islamic Societies (3 ed.), Cambridge University Press, p. 393, ISBN 978-0-521-51430-9,
- ↑ Bowen, H. V.; Mancke, Elizabeth; Reid, John G. (2012), Britain's Oceanic Empire: Atlantic and Indian Ocean Worlds, C. 1550–1850, Cambridge University Press, p. 106, ISBN 978-1-107-02014-6 Quote: "British India, meanwhile, was itself the powerful 'metropolis' of its own colonial empire, 'the Indian empire'."
- ↑ Mansergh, Nicholas (1974), Constitutional relations between Britain and India, London: His Majesty's Stationery Office, p. xxx, ISBN 9780115800160, نه اخيستل شوی 19 September 2013 Quote: "India Executive Council: Sir Arcot Ramasamy Mudaliar, Sir Firoz Khan Noon and Sir V. T. Krishnamachari served as India's delegates to the London Commonwealth Meeting, April 1945, and the U.N. San Francisco Conference on International Organisation, April–June 1945."
- ↑ Kaul, Chandrika. "From Empire to Independence: The British Raj in India 1858–1947". نه اخيستل شوی 3 March 2011.
- ↑ The Geography of British India, Political & Physical. Archive.org. UK Archives. 1882. نه اخيستل شوی 2 August 2014.
- ↑ Marshall (2001), p. 384
- ↑ Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy. From 1500 to the Present. Cambridge University Press. p. 247. ISBN 978-1107507180.
- ↑ Subodh Kapoor (January 2002). The Indian encyclopaedia: biographical, historical, religious ..., Volume 6. Cosmo Publications. p. 1599. ISBN 978-81-7755-257-7.
- ↑ Codrington, 1926, Chapter X:Transition to British administration
- ↑ "Nepal: Cultural life". Encyclopædia Britannica Online. (2008).
- ↑ "Bhutan". Encyclopædia Britannica Online. (2008).
- ↑ "Sikkim". Encyclopædia Britannica Online. (5 August 2007).
- ↑ Spear 1990, p. 147
- ↑ Spear 1990, pp. 145–46: "The army took on the form which survived till independence... The Bengal army was completely recast... The Brahmin element from Uttar Pradesh, the core of the original mutiny, was heavily reduced and its place taken by Gurkhas, Sikhs, and Punjabis."
- ↑ Ernst, W. (1996). "European Madness and Gender in Nineteenth-century British India". Social History of Medicine. 9 (3): 357–82. doi:10.1093/shm/9.3.357. PMID 11618727.
- ↑ Robinson, Ronald Edward, & John Gallagher. 1968. Africa and the Victorians: The Climax of Imperialism. Garden City, NY: Doubleday "'Send the Mild Hindoo:' The Simultaneous Expansion of British Suffrage and Empire∗" (PDF). Archived from the original (PDF) on 25 فبروري 2009. نه اخيستل شوی 15 فبروري 2009.
- ↑ Spear 1990, p. 147
- ↑ Spear 1990, pp. 150–51
- ↑ Spear 1990, pp. 147–48
- ↑ Spear 1990, p. 150
- ↑ "East India Proclamations" (PDF). sas.ed.ac.uk. Archived (PDF) from the original on 4 March 2012. نه اخيستل شوی 6 November 2021.
- ↑ Spear 1990, p. 151
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- نخشه لرونکي مخونه