Jump to content

په هند باندې د ختیځ هند د بریتانوي شرکت واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په هند باندې د شرکت واکمني چې ځینې مهال د کمپنۍ راج هم بلل کېږي د هند په نیمه لویه وچه باندې د بریتانیا د ختیځ هند په نامه شرکت واکمنۍ ته ویل کېږي. دغه واکمني په ۱۷۵۷ زکال کې له پلاسي جګړې وروسته هغه مهال پیل شوه چې د بنګال نواب سراج الدوله ماته وخوړه او پر ځای یې میرجعفر نواب وټاکل شو چې د ختیځ هند د شرکت ملاتړ یې درلود؛ یا هم په ۱۷۶۵ زکال کې هغه مهال پیل شوه چې دغه شرکت په بنګال او بېهار کې دیواني او یا هم د مالیاتو د راغونډولو حق ترلاسه کړ او یا هم په ۱۷۷۳ زکال کې هغه مهال چې دغه شرکت په بنګال کې سیمه ئیز حکومت لغو، په کلکته کې یې پلازمېنه جوړه او د لومړي ځل لپاره یې هلته جنرال وارن هسټینګز د خپل ګورنر په توګه وټاکه چې په دې سره یې په مستقیم ډول حکومت کولو ته لاسرسی وموند. دغه شرکت تر ۱۸۸۵ زکال پورې په هند حکومت وکړ، هغه مهال چې په ۱۸۵۷ زکال کې د هند له پاڅون وروسته ۱۸۵۸ زکال ته اړوند د هند د حکومت کولو د قانون پر بنسټ د بریتانیا په دولت کې د هند دفتر په مستقیم ډول د حکومتي چارو مسئولیت پر غاړه واخیست او نوی بریتانوي راج پیل شو. [۱][۲][۳][۴][۵]

پراختیا او قلمرو

[سمول]

د ختیځ هند انګریزي شرکت په ۱۶۰۰ زکال کې په ختیځ هند کې د لندني سوداګرو د شرکت په توګه تاسیس شو. دغه شرکت په ۱۶۱۱ زکال کې د هند د ختیځو سواحلو په ماچیلیاپاتنام سیمه کې د یوې کارخونې په تاسیس کولو او همدارنګه هغو ته د مغولي سترواک جهانګیر له خوا په ۱۶۱۲ زکال کې په سورات کې د بلې کارخونې د تاسیس کولو د حق په ورکړې سره په هند کې خپل ځایګی تثبیت کړ. په ۱۶۴۰ زکال کې وروسته له هغه چې دغه شرکت د سویل ختیځ ویجایانګارا له حاکم څخه ورته اجازه ترلاسه کړه، خپله دویمه کارخونه یې د سویل ختیځ ساحل په مدراس سیمه کې تاسیس کړه. د بمبۍ ټاپو چې له سورات څخه یې چندان فاصله نه لرله؛ یوه لرغونې پرتګالي اډه وه او په ۱۶۶۸ زکال کې د دغه شرکت له خوا په اجاره ونیول شوه، دا له کاترین براګانزا سره د دویم چارلز د واده د جهیزیې په توګه انګلستان ته په ډالۍ کې ورکړل شوې وه. د انګریز او مغولو له جګړې وروسته سترواک اورنګ زېب دغه شرکت ته اجازه ورکړه چې په ختیځ ساحل کې هم حضور ولري؛ له همدې امله دغه شرکت د دغه ساحل ګنګ دلتا ته څېرمه په کلکته کې یوه بله کارخونه جوړه کړه. له دې امله چې د دغه وخت په اوږدو کې نور شرکتونه – چې د پرتګالیانو، هالنډیانو، فرانسویانو او ډنمارکیانو له خوا تاسیس شوي و – په ورته بڼه په سیمه کې د نفوذ د پراختیا په حالت کې و، همدا و چې په هند کې د دغه شرکت د اوږد مهالي شتون اړوند یې د هند په سواحلو کې د چارو پیلولو په برخه کې کومه پام وړ نښه له ځانه وه نه ښوده.

په ۱۷۵۷ زکال کې د رابرټ کلایو تر مشرۍ لاندې په پلاسي جګړه کې د دغه شرکت بریا او همدارنګه د ۱۷۶۴ زکال پر مهال په بوکسار جګړه (په بیهار کې) کې یې بلې بریا ځواک تثبیت کړ او سترواک دویم شاه عالم یې اړ کړ څو دغه شرکت ته د بنګال، بیهار او اوریسا د مالیاتو راغونډولو چارې وسپاري. له همدې امله دغه شرکت تر ۱۷۷۳ زکال پورې د ګنګ دښتې د لاندې لویې برخې بالفعل واکمن وګرځېد. سربېره پر دې دغه شرکت په تدریجي ډول بمبۍ او مدراس ته هم خپله واکمني پراخه کړه. د انګلیس – میسور جګړې (۱۷۶۶ – ۱۷۹۹ زکال) او د انګلیس – ماراټا جګړې (۱۷۷۲ – ۱۸۱۸ زکال) لامل وګرځېدې چې دغه شرکت د سوتلج سیند سویل لور ته د هند په پریمانه قلمرو واک ترلاسه کړي. د ماراټیانو په ماتولو سره نور هېڅ داسې بومي ځواک شتون نه درلود چې د دغه شرکت پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي. [۶]

د دغه شرکت د واک پراختیا په دوه ډوله ترسره شوه. لومړی دا چې هندي ایالتونه یې په بشپړ ډول ځانته الحاق کړل او بیا یې د هغو په زیربنايي برخو مستقیم حکومت کاوه؛ له همدې امله دغه ټولې سیمې په ټولیزه بڼه بریتانوي هند بلل کېده. په الحاق شوو سیمو کې شمال لویدیځ ایالتونه (روهیکلنډ، ګوراکپور او دوآب) (۱۸۰۱ زکال)، ډهلي (۱۸۰۳ زکال)، آسام (آهوم پاچاهي ۱۸۲۸ زکال) او سند (۱۸۴۳ زکال) شامل وو. شمال لویدیځ ایالت پنجاب او کشمیر یې هم له ۱۸۴۹ زکال څخه تر ۱۸۵۶ زکال پورې د انګلیس او سکانو ترمنځ له جګړو وروسته ځانته الحاق کړل؛ په داسې حال کې چې کشمیر له ځنډ پرته د امریستار هوکړې (۱۸۵۰ زکال) پر بنسټ د جامو په دوګرا لړۍ وپلورل شو او یو شهزاده نشینه ایالت وګرځېد. همدارنګه دغه شرکت په ۱۸۵۴ زکال کې بیرار (حیدرآباد) او دوه کاله وروسته یې اوده ولایت هم ځانته الحاق کړل. [۷]

د واک د پراختیا په برخه کې یې دویم ډول ته هغه هوکړې اړوندې وې چې له مخې یې هندي حاکمانو د دغه شرکت واکمني د محدودې داخلي کور واکۍ په بدل کې تصدیق کړه. له دې امله چې دغه شرکت د مالي محدودیتونو په لرلو فعالیت کاوه، نو اړ و چې باید ځانته په حکومت کې سیاسي ځایګی جوړ کړي. د دغه ډول ملاتړ مهمه برخه د دغه شرکت د واکمنۍ د لومړنیو ۷۵ کلونو پر مهال له هندي شهزادګانو سره د فرعي اتحادیو په جوړولو ترلاسه شوه. د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د دغو شهزادګانو قلمرو د هند دوه پر درې برخه جوړوله. هغه مهال به چې داسې یو هندي حاکم چې کولای یې شو خپل قلمرو وساتي وغوښتل په دغه ډول اتحاد کې شامل شي، دغه شرکت به د غیرمستقیمې حکومتولۍ په یوې اقتصادي کړنلارې د هغو هرکلی کاوه چې په دغه کې د مستقیمې ادارې او همدارنګه د پردیو نورو غړو د ملاتړ د ترلاسه کولو سیاسي لګښتونه نه شاملېدل. [۸]

ورته مهال شرکت د خپلو ترلاس لاندې متحدینو څخه د دفاع مسئولیت پر غاړه اخیست، هغوی ته به یې په سنتي ډول درناوی کاوه او د ویاړونو په ورکولو به یې ستایه. دغو فرعي اتحادونو شهزاده نشینه ایالتونه له هندو مهاراجه ګانو او مسلمانو نوابانو څخه جلا کړل. په یادو شهزاده نشینه ایالتونو کې تر ټولو مخکښ ایالتونه؛ کوچین (اتحاد: ۱۷۹۱ زکال)، جیپور (۱۷۹۴ زکال)، تراوانکور (۱۷۹۵ زکال)، حیدر آباد (۱۷۹۸ زکال)، میسور (۱۷۹۹ زکال)، سیس – سوتلج هیل ایالتونه (۱۸۱۵ زکال)، د مرکزي هند اجنسي (۱۸۱۹ زکال)، کاچ او د ګجرات ګایکواډ قلمروونه (۱۸۱۹ زکال)، راجپوتانا (۱۸۱۸ زکال) او بهاولپور (۱۸۳۳ زکال) وو. [۹][۱۰][۱۱]

سوداګري

[سمول]

په ۱۷۶۵ زکال کې د بنګال د عوایدو د راغونډونې د حق له ترلاسه کولو وروسته، دغه شرکت هند ته د راوړو توکو په بدل کې بریتانیا ته د سرو زرو او سپینو زرو د لېږلو چاره ودروله. [۱۲]

سربېره پر دې هماغه ډول چې د مغولو د سترواکۍ پر مهال و؛ د بنګال په ریاست کې له ځمکې څخه راغونډېدونکو عوایدو د هند په نورو برخو کې د دغه شرکت د جګړو د مالي لګښتونو په برابرولو کې مرسته کوله. بالاخره له ۱۷۶۰ زکال څخه تر ۱۸۰۰ زکال پورې د بنګال له خوا د پیسو عرضه په پام وړ کچه کمه شوه. سربېره پردې د سکو وهلو د یو شمېر سیمه ئیزو کارخونو تړل کېدو، په نورو دغه ډول کارخونو باندې شدید څار، د پیسو ارزښت ټاکلو او د سکې وهلو معیارونو په متناقضه بڼه له اقتصادي کړکېچ سره مرسته وکړه. له ۱۷۸۰ زکال څخه تر ۱۸۶۰ زکال پورې هند د تولیدي توکو د صادرونکي هېواد پر ځای چې د هغو په بدل کې یې د قیمتي فلزاتو خښتې ترلاسه کولې د خامو موادو صادرونکی او د تولید شوو توکو پېرودونکی هېواد شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۷۵۰مې لسیزې پر مهال له هند څخه د اروپا، آسیا او افریقا بازارونو ته په ځانګړې توګه تر ډېره پنبه او غوره ورېښم صادرېدل؛ د نوولسمې پېړۍ په دویمه ربعه کې خامو موادو د دغه هېواد صادرات جوړول چې تر ډېره خامه پنبه، تریاک او نیل په کې شامل و. [۱۸][۱۹]

دغه مهال له چین سره هم د ختیځ هند سوداګرۍ وده کړې وه. د نوولسمې پېړۍ په لومړیو کې په بریتانیا کې چینايي چای ته تقاضا زیاتوالی وموند. له دې امله چې په هند کې د پیسو عرضه محدوده وه او دغه شرکت هم له بریتانیا څخه د قیمتي فلزاتو د خښتو په راوړو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ و په بدل کې یې د تر ټولو ګټمنې ورکړې یا تریاکو پر سر هوکړه وکړه ځکه چې د چینګ لړۍ تر واکمنۍ لاندې چین کې هغو ډېر ښه تر ځمکې لاندې (پټ) بازار درلود او د هند په ډیری برخو کې هم کرل کېدل. ورته مهال له دې امله چې چینيایي چارواکو د تریاکو واردات او مصرف منع کړی و؛ دغه شرکت د تریاکو په لومړۍ جګړه کې ونډه واخیسته او د جګړې په پای کې یې د نانجینګ هوکړې پر مټ د چین ګوانګژو، شیامن، فوژو، ننیګبو او شانګهای پنځو بندرونو ته لاسرسی وموند؛ سربېره پر دې هانګ کانګ هم بریتانوي تاج ته وسپارل شو. په دې سره د نوولسمې پېړۍ د دویمې ربعې په وروستیو کې د هند د ټولو صادراتو ۴۰ سلنه برخه تریاکو جوړوله. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Robb 2002, pp. 116–147 "Chapter 5: Early Modern India II: Company Raj", Metcalf & Metcalf 2006, pp. 56–91 "Chapter 3: The East India Company Raj, 1857–1850," Bose & Jalal 2004, pp. 53–59 "Chapter 7: The First Century of British Rule, 1757 to 1857: State and Economy."
  2. Oxford English Dictionary, 2nd edition, 1989: Hindi, rāj, from Skr. rāj: to reign, rule; cognate with L. rēx, rēg-is, OIr. , rīg king (see RICH).
  3. Bose & Jalal 2004, pp. 47, 53
  4. Brown 1994, p. 46, Peers 2006, p. 30
  5. Metcalf & Metcalf 2006, p. 56
  6. Markovits, Claude (February 2004). A History of Modern India, 1480-1950. Anthem Press. ISBN 9781843310044.
  7. Ludden 2002, p. 133
  8. Brown 1994, p. 67
  9. Brown 1994, p. 68
  10. Ludden 2002, p. 133
  11. Brown 1994, p. 68
  12. Robb 2002, pp. 131–134
  13. Peers 2006, pp. 48–49
  14. Farnie 1979, p. 33
  15. Peers 2006, pp. 48–49
  16. Misra 1999, p. 18
  17. Robb 2002, pp. 131–134
  18. Peers 2006, p. 49
  19. Washbrook 2001, p. 403
  20. Bandyopadhyay 2004, p. 125
  21. Metcalf & Metcalf 2006, p. 76
  22. Bandyopadhyay 2004, p. 125
  23. Bose & Jalal 2004, p. 57
  24. Bose & Jalal 2004, pp. 57, 110