اوم اېډوارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اوم اېډوارډ
(انګلیسي: Edward VII د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوم اېډوارډ
اوم اېډوارډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Albert Edward د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ نومبر ۱۸۴۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 6 مې 1910 (69 کاله)[۱][۳][۴][۱۱][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي[۱۲][۱۳][۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه د ډنمارک الکساندرا (۱۰ مارچ ۱۸۶۳–۶ مې ۱۹۱۰)[۱۵][۱۶][۱۷]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد پنځم جورج[۱۵][۱۶]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور ملکه وېکټوريا[۱۵][۱۶]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده پاچا
سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اوم اېډوارډ
اوم اېډوارډ

اوم اېډوارډ (البرت اېډوارډ د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر له ۹ مې نېټې – د ۱۹۱۰ ز کال د مې تر ۶ مې پورې) د انګلستان، آیرلنډ او بریتانوي واکمنیو پاچا او د ۱۹۰۱ ز کال د جنوري له ۲۲ مې نه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې د هند سترواک و.

اېډوارډ چې د ملکې وېکتوریا مشر زوی او د ساکس کوبرګ او ګوتا د شهزاده البرت لقب یې درلود او د "برتي" په نوم مشهور و، په اروپا کې د شاهي کورنۍ غړی و. نوموړی د ویلز شهزاده و او د نږدې ۶۰ کاله د بریتانیا د تخت وارث و. هغه د خپلې مور د اوږدې واکمنۍ په اوږدو کې له سیاسي نفوذ نه دېر لرې پاتې شو او فیشني، تجمل پلوه اشرافي څېره ترې جوړ شو. نوموړی د تشریفاتي حکومتي چارو د ترسره کولو په موخه ټولې بریتانیا ته سفرونه کول او په بهر کې یې د انګلستان استازیتوب کاوه. په ۱۸۶۰ ز کال کې شمالي امریکا او په ۱۸۷۵ ز کال کې د هند نیمې وچې ته د هغه سفرونو ښې لاسته راوړنې درلودې، خو د عامه رضایت تر څنګ، د عیاش شهزاده په توګه شهرت یې د هغه اړیکي له خپلې مور سره خرابې کړې وې.  

د ۱۸۹۹ – ۱۹۰۲ ز کلونو تر منځ د بویر له دویمې جګړې وروسته، اېډوارډ د بریتانیا د سمندري ځواک د بېړیو په عصري کولو او د بریتانوي پوځ په بېرته تنظیم کولو کې د پاچا په توګه رغنده ونډه ولوبوله. نوموړي دودیز مراسم د عامه نندارو په بڼه بېرته پیل کړل او د هغو خلکو لړۍ یې پراخه کړه چې له شاهي کورنۍ سره ټولنیز کېدل. هغه د بریتانیې او نورو اروپایی هېوادونو، په ځانګړې توګه د فرانسې تر منځ غوره اړیکې را منځ ته کړي ، چې له امله یې هغه د "سوله غوښتونکي" په نوم شهرت ته ترلاسه کړ، خو د خپل خوریه، د جرمني سترواک دویم ویلهیم سره یې اړیکو خوند نه درلود. د اېډوارډیان دوره، چې د اېډوارډ واکمني تر پوښښ لاندې راولي او د هغه نوم ورکړل شوی دی، د نوې پېړۍ له پیل سره سمون خوري او په تکنالوژي او ټولنه کې پراخ بدلونونه، لکه:  د بخار توربین قوه او د سوسیالیزم وده را منځ ته شول. نوموړي د اساسي قانون د کړکېچ په اوږدو کې په ۱۹۱۰ ز کال کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه، چې دا کړکېچ په راتلونکي کال کې د پارلمان ۱۹۱۱ ز کال د قانون پر بنسټ حل شو، چې د مشرانو مجلس د نه ټاکل غړو واک یې محدود کړ.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

اېډوارډ د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر په ۹ مه د سهار په ۱۰:۴۸ بجو په بکنګم ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستې. هغه د ملکې وېکتوریا او د هغې د مېړه، د ساکس-کوبرګ او ګوتا شهزاده البرت دویم ماشوم او مشر زوی و. نوموړي ته د وینډسر ماڼۍ په جورج کلیسا کې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه د تعمید غسل او د البرت اېډوارډ نوم کېښودل شو. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په شاهي کورنۍ  کې د برټي په نوم یادېده. [۱۸][۱۹]

نوموړي چې د بریتانوي واکمن مشر زوی و، د زېږون پرمهال سمدلاسه د کارنوال ډوک او د روتیسي ډوک و ټاکل شو. هغه چې د شهزاده البرت زوی و، نو د سیکس - کوبرګ او ګوتا شهزاده او د ساکسوني ډوک لقبونه یې هم ترلاسه کړل. هغه د ۱۸۴۱ ز کال د ډسمبر په ۸ د ویلز شهزاده او د چیسټر اېرل (زړور سرتېری)، د ۱۸۵۰ ز کال د جنوري په ۱۷ مه د ډوبلین اېرل،  د ۱۸۵۸ ز کال د نومبر په ۹ مه د جورابو د نښان اتل (Knight of the Garter) او د ۱۸۶۷ ز کال د مې په ۲۴ مه د اخزن ګل د نښان اتل (Knight of the Thistle) لقبونه ورکړل شول.  نوموړي په ۱۸۶۳ ز کال کې د ځایناستۍ خپل حقوق خپل کوچني ورور، د ساکس-کوبرګ او ګوتا دوچي شهزاده الفریډ په ګټه پرېښودل.[۲۰][۲۱][۲۲]

ملکه او شهزاده البرت هوډ درلود چې مشر زوی یې باید داسې زده کړې وکړي، چې د اساسي قانون پربنسټ هغه د بېلګې پاچا په توګه چمتو شي. اېډوارډ په اووه کلنۍ کې د البرت له خوا ترتیب شوی یو سخت تعلیمي پروګرام پیل او د څو ښوونکو له خوا یې څارنه کېده. هغه په خپلو زده کړو کې د خپلې مشرې خور وېکتوریا په پرتله ښه نه و. هغه کوښښ کاوه، چې د مور او پلار هیلې پوره کړي، خو نه برلاسی کېده. که څه هم اېډوارډ یو لېواله زده کونکی نه و، خو د هغه ریښتینې وړتیاوې مینه، ټولنیز چلند او ذهني ځواک و - بنیامین ډیزرایلي هغه د باخبر، هوښیار او خوږ چلنده ماشوم په بڼه بیانوي. کله چې نوموړي د منځنۍ کچې زده کړې بشپړې کړې، د هغه ښوونکی بدل شو او رابرت بروس د د نوموړي شخصي لارښود و ټاکل شو.   [۲۳][۲۴]

اېډوارډ د روم له تحصیلي سفر وروسته، چې د ۱۸۵۹ ز کال په لومړیو څو میاشتو کې ترسره شو، د همدې کال په اوړي کې د اډینبورګ په پوهنتون کې د کیمیا پوه لیون پلیفیر تر څارنې لاندې په زده کړه کې تېر کړ. نوموړي په اکتوبر میاشت کې د آکسفورډ په کریسټ کلیسا کې د لېسانس په کچه نوم لیکنه وکړه. هغه چې د مور او پلار له تحصيلي سختيو نه په دې وخت کې خلاص شوی و، د لومړي ځل لپاره يې له زده کړو خوند واخېست او په ازموينو کې یې د منلو وړ پایلې درلودې. نوموړی په ۱۸۶۱ ز کال کې د کمبرېج ترینټي کالج ته لاړ چې په دې ځای کې هغه د پاچا له خوا د ټاکل شوي معاصر تاریخ استاد، چارلس کینګسلي تر څارنې لاندې تاریخ ولوست. د کنگسلي هڅو اېډوارډ ته د ژوند تر ټولو غوره علمي پایلې ور په برخه کړې او اېډوارډ به همیشه د هغه لکچرونو ته سترګې په لاره و. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118528955  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Edward VII
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Edward-VII — subject named as: Edward VII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67d5xp5 — subject named as: Edward VII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7465 — subject named as: Edward VII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10066.htm#i100651 — subject named as: Edward VII Saxe-Coburg and Gotha, King of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/eduard-eduard-vii — subject named as: Eduard VII. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023499.xml — subject named as: Eduard VII d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19176 — subject named as: Eduard VII. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=17084 — subject named as: Eduard VII. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/25504 — subject named as: Edward VII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. http://www.bbc.co.uk/programmes/b03x10q8
  13. http://www.bbc.co.uk/programmes/b03l3lhg
  14. http://www.nytimes.com/2009/07/09/fashion/09iht-rval.html
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/32975 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/32975 — سرليک: Kindred Britain
  17. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10066.htm#i100651 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  18. Magnus, Philip (1964), King Edward The Seventh, London: John Murray, د کتاب پاڼې 1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bentley-Cranch, Dana (1992), Edward VII: Image of an Era 1841–1910, London: Her Majesty's Stationery Office, د کتاب پاڼې 1, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-11-290508-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Weir, Alison (1996), Britain's Royal Families: The Complete Genealogy, Revised Edition, London: Random House, د کتاب پاڼې 319, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7126-7448-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Cokayne, G. E. (1910), Gibbs, Vicary (المحرر), The complete peerage of England, Scotland, Ireland, Great Britain and the United Kingdom, 4, London: St Catherine's Press, د کتاب پاڼي 451–452 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Van der Kiste, John (September 2004; online edition May 2007) "Alfred, Prince, duke of Edinburgh (1844–1900)" Archived 19 July 2014 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/346, retrieved 24 June 2009 (subscription or UK public library membership required)
  23. Ridley, Jane (2012), Bertie: A Life of Edward VII, London: Chatto & Windus, د کتاب پاڼي 17–19, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7011-7614-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bentley-Cranch, p. 4
  25. Bentley-Cranch, p. 18
  26. Matthew, H. C. G. (September 2004; online edition May 2006) "Edward VII (1841–1910)" Archived 2 March 2016 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/32975, retrieved 24 June 2009 (subscription or UK public library membership required)
  27. کينډۍ:Acad
  28. Bentley-Cranch, p. 35; Ridley, p. 50.
  29. Hough, Richard (1992), Edward and Alexandra: Their Private and Public Lives, London: Hodder & Stoughton, د کتاب پاڼي 36–37, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-340-55825-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)