اوم اېډوارډ
اوم اېډوارډ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | Buckingham Palace |
مړینه | Buckingham Palace [۲][۳] |
د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
استوګنځای | Buckingham Palace |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي [۴][۵][۶] |
ښځه | |
اولاد | |
مور | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
اوم اېډوارډ (البرت اېډوارډ د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر له ۹ مې نېټې – د ۱۹۱۰ ز کال د مې تر ۶ مې پورې) د انګلستان، آیرلنډ او بریتانوي واکمنیو پاچا او د ۱۹۰۱ ز کال د جنوري له ۲۲ مې نه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې د هند سترواک و.
اېډوارډ چې د ملکې وېکتوریا مشر زوی او د ساکس کوبرګ او ګوتا د شهزاده البرت لقب یې درلود او د "برتي" په نوم مشهور و، په اروپا کې د شاهي کورنۍ غړی و. نوموړی د ویلز شهزاده و او د نږدې ۶۰ کاله د بریتانیا د تخت وارث و. هغه د خپلې مور د اوږدې واکمنۍ په اوږدو کې له سیاسي نفوذ نه دېر لرې پاتې شو او فیشني، تجمل پلوه اشرافي څېره ترې جوړ شو. نوموړی د تشریفاتي حکومتي چارو د ترسره کولو په موخه ټولې بریتانیا ته سفرونه کول او په بهر کې یې د انګلستان استازیتوب کاوه. په ۱۸۶۰ ز کال کې شمالي امریکا او په ۱۸۷۵ ز کال کې د هند نیمې وچې ته د هغه سفرونو ښې لاسته راوړنې درلودې، خو د عامه رضایت تر څنګ، د عیاش شهزاده په توګه شهرت یې د هغه اړیکي له خپلې مور سره خرابې کړې وې.
د ۱۸۹۹ – ۱۹۰۲ ز کلونو تر منځ د بویر له دویمې جګړې وروسته، اېډوارډ د بریتانیا د سمندري ځواک د بېړیو په عصري کولو او د بریتانوي پوځ په بېرته تنظیم کولو کې د پاچا په توګه رغنده ونډه ولوبوله. نوموړي دودیز مراسم د عامه نندارو په بڼه بېرته پیل کړل او د هغو خلکو لړۍ یې پراخه کړه چې له شاهي کورنۍ سره ټولنیز کېدل. هغه د بریتانیې او نورو اروپایی هېوادونو، په ځانګړې توګه د فرانسې تر منځ غوره اړیکې را منځ ته کړي ، چې له امله یې هغه د "سوله غوښتونکي" په نوم شهرت ته ترلاسه کړ، خو د خپل خوریه، د جرمني سترواک دویم ویلهیم سره یې اړیکو خوند نه درلود. د اېډوارډیان دوره، چې د اېډوارډ واکمني تر پوښښ لاندې راولي او د هغه نوم ورکړل شوی دی، د نوې پېړۍ له پیل سره سمون خوري او په تکنالوژي او ټولنه کې پراخ بدلونونه، لکه: د بخار توربین قوه او د سوسیالیزم وده را منځ ته شول. نوموړي د اساسي قانون د کړکېچ په اوږدو کې په ۱۹۱۰ ز کال کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه، چې دا کړکېچ په راتلونکي کال کې د پارلمان ۱۹۱۱ ز کال د قانون پر بنسټ حل شو، چې د مشرانو مجلس د نه ټاکل غړو واک یې محدود کړ.
د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
[سمول]اېډوارډ د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر په ۹ مه د سهار په ۱۰:۴۸ بجو په بکنګم ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستې. هغه د ملکې وېکتوریا او د هغې د مېړه، د ساکس-کوبرګ او ګوتا شهزاده البرت دویم ماشوم او مشر زوی و. نوموړي ته د وینډسر ماڼۍ په جورج کلیسا کې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه د تعمید غسل او د البرت اېډوارډ نوم کېښودل شو. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په شاهي کورنۍ کې د برټي په نوم یادېده. [۷][۸]
نوموړي چې د بریتانوي واکمن مشر زوی و، د زېږون پرمهال سمدلاسه د کارنوال ډوک او د روتیسي ډوک و ټاکل شو. هغه چې د شهزاده البرت زوی و، نو د سیکس - کوبرګ او ګوتا شهزاده او د ساکسوني ډوک لقبونه یې هم ترلاسه کړل. هغه د ۱۸۴۱ ز کال د ډسمبر په ۸ د ویلز شهزاده او د چیسټر اېرل (زړور سرتېری)، د ۱۸۵۰ ز کال د جنوري په ۱۷ مه د ډوبلین اېرل، د ۱۸۵۸ ز کال د نومبر په ۹ مه د جورابو د نښان اتل (Knight of the Garter) او د ۱۸۶۷ ز کال د مې په ۲۴ مه د اخزن ګل د نښان اتل (Knight of the Thistle) لقبونه ورکړل شول. نوموړي په ۱۸۶۳ ز کال کې د ځایناستۍ خپل حقوق خپل کوچني ورور، د ساکس-کوبرګ او ګوتا دوچي شهزاده الفریډ په ګټه پرېښودل.[۹][۱۰][۱۱]
ملکه او شهزاده البرت هوډ درلود چې مشر زوی یې باید داسې زده کړې وکړي، چې د اساسي قانون پربنسټ هغه د بېلګې پاچا په توګه چمتو شي. اېډوارډ په اووه کلنۍ کې د البرت له خوا ترتیب شوی یو سخت تعلیمي پروګرام پیل او د څو ښوونکو له خوا یې څارنه کېده. هغه په خپلو زده کړو کې د خپلې مشرې خور وېکتوریا په پرتله ښه نه و. هغه کوښښ کاوه، چې د مور او پلار هیلې پوره کړي، خو نه برلاسی کېده. که څه هم اېډوارډ یو لېواله زده کونکی نه و، خو د هغه ریښتینې وړتیاوې مینه، ټولنیز چلند او ذهني ځواک و - بنیامین ډیزرایلي هغه د باخبر، هوښیار او خوږ چلنده ماشوم په بڼه بیانوي. کله چې نوموړي د منځنۍ کچې زده کړې بشپړې کړې، د هغه ښوونکی بدل شو او رابرت بروس د د نوموړي شخصي لارښود و ټاکل شو. [۱۲][۱۳]
اېډوارډ د روم له تحصیلي سفر وروسته، چې د ۱۸۵۹ ز کال په لومړیو څو میاشتو کې ترسره شو، د همدې کال په اوړي کې د اډینبورګ په پوهنتون کې د کیمیا پوه لیون پلیفیر تر څارنې لاندې په زده کړه کې تېر کړ. نوموړي په اکتوبر میاشت کې د آکسفورډ په کریسټ کلیسا کې د لېسانس په کچه نوم لیکنه وکړه. هغه چې د مور او پلار له تحصيلي سختيو نه په دې وخت کې خلاص شوی و، د لومړي ځل لپاره يې له زده کړو خوند واخېست او په ازموينو کې یې د منلو وړ پایلې درلودې. نوموړی په ۱۸۶۱ ز کال کې د کمبرېج ترینټي کالج ته لاړ چې په دې ځای کې هغه د پاچا له خوا د ټاکل شوي معاصر تاریخ استاد، چارلس کینګسلي تر څارنې لاندې تاریخ ولوست. د کنگسلي هڅو اېډوارډ ته د ژوند تر ټولو غوره علمي پایلې ور په برخه کړې او اېډوارډ به همیشه د هغه لکچرونو ته سترګې په لاره و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118528955 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://www.globalsecurity.org/military/world/europe/uk-saxe-coburg-gotha.htm
- ↑ http://24carat.co.uk/edwardviibio.html
- ↑ http://www.bbc.co.uk/programmes/b03x10q8
- ↑ http://www.bbc.co.uk/programmes/b03l3lhg
- ↑ http://www.nytimes.com/2009/07/09/fashion/09iht-rval.html
- ↑ Magnus, Philip (1964), King Edward The Seventh, London: John Murray, p. 1
- ↑ Bentley-Cranch, Dana (1992), Edward VII: Image of an Era 1841–1910, London: Her Majesty's Stationery Office, p. 1, ISBN 978-0-11-290508-0
- ↑ Weir, Alison (1996), Britain's Royal Families: The Complete Genealogy, Revised Edition, London: Random House, p. 319, ISBN 978-0-7126-7448-5
- ↑ Cokayne, G. E. (1910), Gibbs, Vicary (ed.), The complete peerage of England, Scotland, Ireland, Great Britain and the United Kingdom, vol. 4, London: St Catherine's Press, pp. 451–452
- ↑ Van der Kiste, John (September 2004; online edition May 2007) "Alfred, Prince, duke of Edinburgh (1844–1900)" Archived 19 July 2014 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/346, retrieved 24 June 2009 (subscription or UK public library membership required)
- ↑ Ridley, Jane (2012), Bertie: A Life of Edward VII, London: Chatto & Windus, pp. 17–19, ISBN 978-0-7011-7614-3
- ↑ Bentley-Cranch, p. 4
- ↑ Bentley-Cranch, p. 18
- ↑ Matthew, H. C. G. (September 2004; online edition May 2006) "Edward VII (1841–1910)" Archived 2 March 2016 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/32975, retrieved 24 June 2009 (subscription or UK public library membership required)
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ Bentley-Cranch, p. 35; Ridley, p. 50.
- ↑ Hough, Richard (1992), Edward and Alexandra: Their Private and Public Lives, London: Hodder & Stoughton, pp. 36–37, ISBN 978-0-340-55825-6
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P166
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه