د ډنمارک الکساندرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ډنمارک الکساندرا
(انګلیسي: Alexandra of Denmark)
(ډېنمارکي: Alexandra af Danmark د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ډنمارک الکساندرا

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Princess Alexandra Caroline Marie Charlotte Louise Julia of Schleswig-Holstein-Sonderburg-Glücksburg د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ ډيسمبر ۱۸۴۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 20 نومبر 1925 (81 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ډېنمارک  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه اوم اېډوارډ (۱۰ مارچ ۱۸۶۳–۶ مې ۱۹۱۰)[۸][۹]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد پنځم جورج[۸]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خاندان هاوس اف گلوکسبورگ  د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) ډنمارکي ژبه
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ډنمارک الکساندرا (الکساندرا کارولین ماري شارلت لوئیز جولیا؛ د ۱۸۴۴ کال د ډسمبر له ۱ – د ۱۹۲۵ کال د نومبر تر ۲۰) د انګلستان او بریتانوي واکمنۍ ملکه وه، او د اوم اېدوارد د مېرمنې په توګه د ۱۹۰۱ کال د جنوري له ۲۲ د ۱۹۱۰ کال د مې تر ۶ پورې د  هند سترواکۍ سرواکه وه.

تر ۱۸۵۲ کال پورې د الکساندرا کورنۍ تر هغه یوڅه ناڅرګنده وه، چې د هغې پلار، د سکلسوېګ-هوستین-سندربورګ-ګلوکسبرګ شهزاده کرستیان، د لویو اروپایي ځواکونو په رضایت د خپل تره زوی اوم فریډریک د ځای ناستی په توګه د ډنمارک د پاچا وټاکل شو. الکساندرا په شپاړس کلنۍ کې د البرت اېدوارد د راتلونکي مېرمنې په توګه وټاکل شوه، چې د د ویلز شهزاده او د ملکې وېکتوریا وارث و. دې جوړه اتلس میاشتې وروسته په ۱۸۶۳ کال کې واده وکړ، چې په دې کال کې د نوموړې پلار پلار د نهم کرستیان په توګه د ډنمارک پاچا شو او ورور یې د لوموړي جورج په توګه د یونان پاچا وټاکل شو. له ۱۸۶۳ کال څخه تر ۱۹۰۱ کال پورې، الکساندرا د ویلز شهزادګۍ وه، چې په دې لقب کې ترټولو اوږده دوره ګڼل کېږي. هغه په عمومي توګه شهرت ترلاسه کړ. د هغې د جامو او د کالو سټایل د فیشن پلوه مېرمنو له لوري تقلید کېده. نوموړې چې په لویه کچه له هر ډول سیاسي واکه بې برخې شوې وه، په ناکامه توګه یې هڅه وکړه چې د بریتانوي وزیرانو او د هغې د مېړه د کورنۍ نظر د یونان او ډنمارک د ګټو په ګټه واړوي. د نوموړې عامه دندې په خیریه کارونو کې په بې ارزښته ښکېلتیا پورې محدودې شوې.

په ۱۹۰۱ کال کې د ملکې وېکتوریا له مړینې سره سم، البرت اېدوارد د اوم اېدوارد په توګه سترواک پاچا شو او الکساندرا ملکه شوه. نوموړې په ۱۹۱۰ کال کې د اېدوارد تر مړینې پورې دا لقب له ځانه سره درلود. هغې په خپل وراره، د آلمان سترواک دوهم ویلهلم باندې ډېر باور درلود او د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې، چې په کې بریتانیا او د هغې متحدینو د آلمان سره جګړه وکړه، د خپل زوی پنځم جورج ملاتړ وکړ.

لومړی ژوند[سمول]

شهزادګۍ الکساندرا کارولین ماري چارلوت لوئیس جولیا، یا "الیکس"، لکه څنګه چې د هغې نږدې کورنۍ بلله، په ژېړه ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستې. دا په مالیګېډ کې د ۱۸ مې پېړۍ مانۍ وه چې په کوپنهاګن کې د امالینبورګ ماڼۍ سره نږدې موقعیت لري. د هغې پلار، کرستیان د سکلسوېګ-هوستین-سندربورګ-ګلوکسبرګ شهزاده و او مور یې، لویس د هیس-کاسل شهزادګۍ وه. نوموړې پنځه خویندې او وروڼه درلودل چې فریډریک، جورج، ډاګمار (وروسته د روسیې سترواکه)، تیرا او ویلډیمر وو. [۱۰][۱۱]

د هغې د پلار د اولډنبرګ د ډنمارکي شاهي کورنۍ د یوې لېرې پوځي ریښې څخه و، چې د پاچا دریم کرستیان له اولادې و. که څه هم دوی له شاهي رګ څخه وو، خو کورنۍ یې نسبتا منځنۍ ژوند درلود. دوی لویه شتمني نه درلوده؛ د پلار عاید یې د پوځي ماموریت څخه په کال کې شاوخوا ۸۰۰ پونډه و او د دوی کور د شاهي امتیاز د ملکیت په بڼه له کرایې معاف و. کله ناکله هانس کرستیان انډرسن ته بلنه ورکول کېده چې له ویده کېدو وړاندې ماشومانو ته کیسې وکړي. [۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۸۴۸ کال کې، د ډنمارک اتم کرستیان له نړۍ سترګې پټې کړې او د هغه یوازینی زوی فریډریک په تخت کېناست. فریډریک بې اولاده و، د دوو ناکامو ودونو تجربه یې درلوده او عقیم انګېرل کېده. د ځایناستۍ ناورین ځکه رامنځ ته شو چې فریډریک هم په ډنمارک او هم شلسویګ - هولسټین کې واکمني کوله او د هرې سیمې د ځایناستي قانون توپیر درلود. په هولسټین کې، د سالیک قانون پر بنسټ د ښځینه کرښې له لارې وارث منع و، پداسې حال کې چې په ډنمارک کې دا ډول محدودیتونه نه پلي کېدل. هولسټین، چې په پراخه کچه آلمان و، خپلواکي اعلان کړه او له پروسیا څخه یې مرسته وغوښته. په ۱۸۵۲ کال کې، لویو اروپایي ځواکونو په لندن کې د ډنمارک د ځایناستي په اړه د بحث لپاره یوه غونډه راوبله. په یوه پریشانه سوله هوکړه وشوه، چې پکې دا شرط و چې د سکلسوېګ-هوستین-سندربورګ-ګلوکسبرګ شهزاده کرستیان به د فریډریک د ټولو واکمنیو وارث وي او د نورو پخوانۍ ادعاګانې (چې د کرستیان خپله خواښې، اوښی او مېرمن په کې ګډون درلود) له پامه وغورځول شوې. [۱۵][۱۶]

شهزاده کرستیان ته د ډنمارک د شهزاده لقب ورکړل شو او کورنۍ یې نوي رسمي استوګنځي ته چې د برنسټارف ماڼۍ وه، کډه شوه. که څه هم د کورنۍ حیثیت یې لوړ شوی و، خو د دوی په عاید کې لږ یا هېڅ زیاتوالی نه و راغلی. دوی په کوپنهاګن کې په درباري ژوند کې برخه وا نه خیسته، ځکه چې دوی له دې امله د فریډریک له دریمې مېرمنې او پخوانۍ معشوقې، لوئیس راسموسن سره د لیدلو څخه ډډه وکړه، چې هغې له پخواني عاشق څخه نا مشروع ماشوم درلود. الکساندرا له خپلې خور، ډاګمار سره په بام یوه باد لرونکې کوټه خپله کړه، خپلې جامې پخپله مینځلې او له خپلو خویندو سره یې په میز کې چوپړ کاوه. الکساندرا او ډاګمار ته د سویډن د ښځو د لامبو وهنې مخکښې نانسي اډبرګ له لوري د لامبو زده کړې ورکړل شوې وې. نوموړې په برنسټورف کې د یوې ځوانې مېرمنې په بڼه لویه شوه او په کوپنهاګن کې د انګلیسي کشیش له خوا انګلیسي وروښول شوه او په کرستیانبورګ ماڼۍ کې په عیسویت تعمید شوه. نوموړې د خپل ژوند په اوږدو کې دینداره وه او د سترې کلیسا لاروۍ وه.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

واده او کورنۍ[سمول]

ملکه وېکتوریا او د هغې مېړه، شهزاده البرت، له وړاندې د خپل زوی او وارث، البرت اېدوارد، د ویلز شهزاده لپاره د ناوې موندلو په اړه اندیښنه درلوده. دوی د غوره نوماندې په لټه کې د خپلې لور، د پروسیا د تخت شهزادګۍ وېکتوریا مرسته وغوښته. الکساندرا د دوی لومړۍ ټاکنه نه وه ځکه چې ډنمارکیان د شلسوېګ - هولسټین په موضوع کې د پروسیانو سره په مخالف کې وو او د بریتانیا د شاهي کورنۍ ډېری اړیکې آلماني وې. په پایله کې، د نورو لارو چارو له ردولو وروسته، دوی نوموړې د "یوازینۍ غوره لارې" په توګه ومنله.[۲۲]

د ۱۸۶۱ کال د سپتمبر په ۲۴ نېټه، د تخت شهزادګۍ وېکتوریا خپل ورور البرت اېدوارد په سپییر کې الکساندرا ته وروپېژاند.  نږدې یو کال وروسته د ۱۸۶۲ کال د د سپټمبر په ۹ نېټه (د نیلي کلیفډن سره د هغه د اړیکو او د هغه د پلار له مړینې وروسته) البرت اېدوارد الکساندرا ته د لایکن په شاهي ماڼۍ کې چې د هغه د تره، د بلجیم پاچا د لومړي لیوپولډ کور و، وړاندیز وکړ. [۲۳]

څو میاشتې وروسته، الکساندرا له ډنمارک څخه بریتانیا ته په شاهي بېړۍ، وېکتوریا او البرت کې سفر وکړ او د ۱۸۶۳ کال د مارچ په ۷ نېټه ګریسنډ، کینټ ته ورسیده. ښاغلي ارتور سلیوان د نوموړې د راتګ لپاره سندره جوړه کړه او شاعر لاریت الفریډ لارډ ټینیسن د الکساندرا په ویاړ یو غزل ولیک: [۲۴]

د سمندر له هغې غاړې وګورئ د شاه لور،

الکساندرا!

موږ یو ساکسون او نورمان او ډنمارکیان،

خو موږ یو ټول ستا په هرکلي کې ډنمارکیان،

الکساندرا!

- الکساندرا ته ښه راغلاست، الفریډ، لارډ ټینیسن

توماس لانګلي، د کانټربري مشر کشیش، د ۱۸۶۳ کال د مارچ په ۱۰ نېټه د وینډسر ماڼۍ  په سېنټ جورج چپل کې د دې جوړې د واده مراسم ترسره کړل. د دې ځای ټاکنه په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغله. لکه څنګه چې دا مراسم د لندن نه بهر ترسره شول، مطبوعاتو شکایت وکړ چې د خلکو لوی شمیر به د نندارې د لیدلو توان ونلري. احتمالي مېلمانه په دې اند وو چې دوی ته ځای مناسب نه و ځکه چې ځای کوچنی و او ځینې خلکو چې د بلنې تمه درلوده ناهیلې شول. ډنمارکیان خپه شوي وو ځکه چې یوازې د الکساندرا نږدې خپلوانو ته بلنه ورکړل شوې وه. د بریتانیې دربار لا هم د شهزاده البرت په ماتم کې ډوب و، له همدې امله مېرمنو ته د خړو، خیره ارغواني او روښانه ارغواني جامو اغوستل اجازه وو. کله چې جوړې له وینډسر نه د آیل ټاپو آسبورن ماڼۍ د هاني مون په موخه لاړل، دوی د لارډ رینډولف چرچیل په ګډون د ګاونډي ایتون کالج د ښوونځي د زده کونکو له لوري بدرګه شول.  [۲۵][۲۶][۲۷]

د الکساندرا پلار د راتلونکي کال په پای کې د ډنمارک په تخت کېناست، د هغې ورور جورج د هیلینز پاچا شو، د هغې خور ډاګمار د روسیې له تسیساریویچ سره کوژده وکړه او الکساندرا خپل لومړی ماشوم نړۍ ته راوړ. تخت ته د هغې د پلار رسېدو د Schleswig-Holstein د برخلیک په اړه نورې شخړې را پورته کړې. د آلمان کنفدراسیون په بریالیتوب سره په ډنمارک برید وکړ او د دې هېواد خاوره یې دوه پر پنځمه برخه کمه کړه. د ملکې وېکتوریا او د پروسیا د تخت شهزادګۍ د دې لویې غوسې په ځواب کې، الکساندرا او البرت اېدوارد په جګړه کې له د ډنمارک نه خپل ملاتړ اعلان کړ. د پروسیا له لوري د پخوانیو ډنمارکي ځمکو نیولو د آلمانانو په وړاندې د الکساندرا ژوره ناخوښي نوره هم زیاته کړه، چې دا یو داسې احساس و چې د نوموړې د ژوند تر پایه پاتې شو.[۲۸][۲۹]

د الکساندرا لومړی ماشوم، البرت ویکتور، د ۱۸۶۴ کال په لومړیو کې دوه میاشتې له وخت نه مخکې نړۍ ته سترګې پرانیستې. الکساندرا د خپلو ماشومانو پر وړاندې خپل ژوند قرباني کړ: "هغه ویاړ کاوه کله به چې وړکتون ته تلله، خپل پېشبند به یې واغوست، ماشومان یې پخپله ومینځل او پام به یې کاوه چې دوی په خپلو کوچنیو بسترونو کې ویده شي." د الکساندرا ټول ماشومان په ښکاره ډول له وخته مخکې زیږېدلي وو. ژوندلیک لیکونکی ریچارډ هاګ په دې اند و چې الکساندرا په قصدي توګه ملکې وېکتوریا ته د زیږون د احتمالي نېټو په اړه ناسم معلومات ورکول، ځکه چې نوموړې نه غوښتل چې ملکه د دوی د زیږون پر مهال شتون ولري. په ۱۸۶۷ کال کې د دریم ماشوم د زیږون پر مهال، روماتیزمي تبې د الکساندرا ژوند له ګواښ سره مخ کړ او هغه یې له دایمي پړسوب سره پرېښوده. [۳۰][۳۱][۳۲]

په عمومي ډول، الکساندرا باشخصیته او زړه راښکونکې وه؛ په شخصي ژوند کې مینه ناکه او خوشهاله وه. نوموړې د نڅا او په یخ د لخچکو په ګډون له زیاتره ټولنیزو کړنو خوند اخیست او یوه برلاسې آس سواره او بګۍ چلوونکی وه. نوموړې له ښکار څخه هم خوند اخیست. دا کار د ملکې وېکتوریا د ناخوښۍ سبب کېده چې له هغې څخه وغوښتل چې دا کارونه بس کړي، خو بریالۍ نه شوه، نوموړې حتی د خپل لومړي ماشوم له زیږون وروسته د پخوا په څېر ډېر ټولنیز ژوند ته دوام ورکړ، چې د ملکې او ځوانې جوړې تر منځ د یو څه ناندریو لامل شو. دا ناندرۍ له پروسیانو څخه د الکساندرا د کرکې او د دوی په وړاندې د ملکې د تعصب له امله نورې هم ډېرې شوې.  [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Alexandra-queen-consort-of-Great-Britain — subject named as: Alexandra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7467 — subject named as: Alexandra of Denmark — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10066.htm#i100659 — subject named as: Alexandra Caroline Marie Charlotte Louise Julia zu Schleswig-Holstein-Sonderburg-Glücksburg, Princess of Denmark — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/alexandra-alexandra — subject named as: Alexandra (Alexandra) — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I3927 — subject named as: Princess Alexandra Carolina Marie Charlotte Louise Julia [House of Oldenburg] — سرليک: Kindred Britain
  6. Collective Biographies of Women ID: http://cbw.iath.virginia.edu/women_display.php?id=9963 — subject named as: Princess Alexandra of Denmark — سرليک: Collective Biographies of Women
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Dansk Biografisk Leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=8341&url_prefix=https://biografiskleksikon.lex.dk/&id=Alexandra — subject named as: Alexandra — سرليک: Dansk Biografisk Lexikon
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ سرليک: Kindred Britain
  9. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10066.htm#i100659 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  10. Eilers, Marlene A., Queen Victoria's Descendants, p. 171.
  11. Montgomery-Massingberd, Hugh (ed.) (1977). Burke's Royal Families of the World, Volume 1. (London: Burke's Peerage). کينډۍ:ISBN. pp. 69–70.
  12. Her mother and father were both great-grandchildren of Frederick V of Denmark and great-great-grandchildren of King George II of Great Britain.
  13. Duff, pp. 16–17.
  14. Duff, p. 18.
  15. Battiscombe, p. 8.
  16. Maclagan, Michael; Louda, Jiří (1999). Lines of Succession (London: Little, Brown). کينډۍ:ISBN. p. 49.
  17. Duff, pp. 19–20.
  18. Priestley, p. 17.
  19. "Idun (1890): Nr 15 (121) (Swedish)" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Duff, p. 21.
  21. Battiscombe, pp. 125, 176.
  22. Prince Albert, quoted in Duff, p. 31.
  23. Battiscombe, pp. 27–37, Bentley-Cranch, p. 44, and Duff, p. 43.
  24. The Landing of HRH The Princess Alexandra at Gravesend, 7th March 1863, National Portrait Gallery, retrieved on 16 July 2009.
  25. Alexandra's bridesmaids were Ladies Diana Beauclerk, Victoria Montagu-Douglas-Scott, Victoria Howard, Elma Bruce, Agneta Yorke, Emily Villiers, Eleanor Hare and Feodorowna Wellesley.
  26. Duff, pp. 48–50.
  27. Duff, p. 60.
  28. Nicholas died within a few months of the engagement and she married his brother Alexander instead.
  29. Purdue, A. W. (September 2004). "Alexandra (1844–1925)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/30375, retrieved 16 July 2009 (subscription required).
  30. Mrs. Blackburn, the head nurse, quoted in Duff, p. 115.
  31. Hough, p. 116.
  32. Battiscombe, pp. 82–86, and Duff, pp. 73, 81.
  33. Priestley, p. 17.
  34. Battiscombe, pp. 127, 222–223.
  35. Purdue, A. W. (September 2004). "Alexandra (1844–1925)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/30375, retrieved 16 July 2009 (subscription required).
  36. Hough, p. 102.
  37. Duff, p. 143.