بیترایس د برتانیا شهزادګۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Beatrice بیترایس د VA, CI, GCVO, GBE, RRC,د القابو لرونکې د برتانیا شهزادګۍ  د ملکې ویکتوریا او شهزاده البرت پنځمه لور او ترټولوکوچنی ماشوم و. شهزادګی بیترایس Beatrice د ملکې ویکتوریا وروستی اولاد و چې د هغې د لومړۍ لور الایس Alice چې د بیترایس مشره خور وه له مړينې ۶۶ کاله وروسته مړه شوه. 

د بیترایس ماشومتوب د ملکې ویکتوریا له هغه غم  سره یوځای وه چې هغې ته د ۱۸۶۱ زکال د دسمبر په  ۱۴ کې دهغې د مېړه د مړينې له امله ورپۍښ و. دا چې د هغې مشرې خویندي واده شوې وې او مور یې پرېښې وه  نو ملکه ویکتوریا د خپلې کوچنۍ لور په ملتیا زړه تړلی وه او هغې یې د ماشومتوب په دوره کې د "  ماشومې"  په نامه یادوله.  بیترایس وروزل شوه چې له خپلې مور سره د تل لپاره پاتې شي نوهغې خپل همدې برخلیک ته ځان تسلیم کړ.   ملکه د خپلې کوچنۍ لور د واده په وړاندې هومره سختګیره وه چې هغه دې ته چمتو نه وه د دې واده د احتمال په باره کې خبرې وکړي. له دې سره سره ډیر ریباران د هغې لپاره وه چې له هغې ډلې لویس ناپیلیون Louis Napoléon د سترواکۍ شهزاده ، د فرانسې د تبعید شوي سترواک  دریم ناپلیون ځوي او شپږم لویس Louis IV, Grand Duke of Hesse ( ددکانو له ډلې یو دک و) د بیترایس د مشرې خورالایس Alice کونډ و. هغه د سترواکۍ د شهزاده له خوا جذب شوه او د احتمالي واده خبرې روانې وې خو هغه په ۱۸۷۹ ز کال کې د انګلو او زولو the Anglo-Zulu War ترمنځ دجګړې په ترڅ کې ووژل شو.

له دې وروسته هغې  د بتینبرګ په شهزاده Henry  باندې چې د شهزاده الکساندر Prince Alexander او د جولي وان هاوک  Julia von Hauke ځوي او د هغې د خورزې شهزادګۍ ویکتوریا Victoria of Hesse and by Rhine اوښی کیده  زړه بایلود. له یو کال تشویق وروسته، ملکې له دې واده سره چې د هغې رضایت د سلطنتې ودونو د قانون لپاره اړین وه هوکړه وکړه. دا واده د ۱۸۸۵ ز کال د جولای په ۲۳ د ویټ  Wight د جزيرې په ويپېنګهام Whippingham کې تر سره شو. ملکې ویکتوریا له دې واده سره په دې شرط هوکړه وکړه چې بیترایس Beatrice او هنري Henry به له دې سره یوځاي اوسیږي او شهزادګۍ بیترایس Beatrice به د ملکې د  غیررسمي سکرترې په توګه دنده تر سره کوي. شهزاده او شهزادګی  له واده وروسته په لسو کلونو کې څلوراولادونه درلودل او شهزاده هنري د۱۸۹۶ ز کال د جنورۍ په ۲۰ د ملاریا له امله  په داسې حال کې چې د انګلو اسانت Anglo-Asante‍ جګړه کې یې برخه اخیسته مړ شو. شاهزادګۍ بیترایس د خپلې مور په خواکې د هغې تر مړينې ( د ۱۹۰۱ زکال ۲۲ جنوري) پاتې شوه. له هغې وروسته شهزادګۍ بیترایس د خپل ژوند پاتې دېرش کلونه د ملکې ویکتوریا  د ټاکل شوې ادبې اجرایوي مسؤلې په توګه  د ژورنالونو ايډیټ کولوته وقف کړل او عمومې انظارو کې ښکاره کیدو ته یې دوام ورکړ. هغه د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه چې عمریې د هغې د ډېرو خپلوانو، خوریانو او ورېرو لکه د جرمني دوهم کیسر ویلهلم ، د برتانیا پاچا څلورم جورج، د یونان ملکې صوفیې او د ناروې ملکې ماود Maud څخه ډېر و.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

شاهزادګۍ بیتراس د ۱۸۵۷ زکال د اپرېل په ۱۴ د لندن د باکینګام په ماڼۍ کې وزېږېده. هغه د برتانیا د واکمنې شاهی کورنۍ ملکې ویکتوریا او دهغې د مېړه شهزاده البرت ( چې ورسته د شهزاده همغاړی شو) پنځمه لور او د هغوی نهم اولاد وه. دهغې زېږون هغه وخت بحثونه را ولاړ کړل چې اعلان وشو چې ملکې ویکتوریا د زېږون له دردونو د خلاصون لپاره کلوروفورمchloroform  ( یوډول مایع ده چې څښل یا استشمام یې د درد تسکین، خوښي اوبې هوشي رامنځ ته کوی)  له دوا څخه  چې د داکتر جان سنو Dr John Snow  له خوا ورته تجویز شوې وه استفاده کړې ده. دا دوا د مور او ماشوم لپاره خطرناکه بلل شوې وه اوکارول یې د انګلستان د کلیسا او طبي ادارو له خوا منع شوي و. ویکتوریا له دې دوا څخه ونه وېرېده او دامبارکه دوا یې په خپله وروستۍ امیندوارۍ کې وکاروله. دوه اونۍ وروسته ملکې ویکتوریا په خپل ژورنال کې راپور ورکړ " کله مې چې واوریدل چې را ته ګران البرت وویل "  دا یوښه ماشوم او ښه نجلی ده " ، نو هر هغه څه چې مې تر سره تېر شوي وه هیر کړل او ډیره خوښه شوم " . البرت او ملکې ویکتوریا خپلې لور ته یې د بیترایس ماری ویکتوریا فیودورا نوم غوره کړ Beatrice Mary Victoria Feodore. دې نوم کې مارې د شهزادګي ماری دګلوسیستر دچس Duchess of Gloucester په پار وه چې د پاچا دریم جورج وروستی ماشوم و، ویکتوریا د ملکې ويکتوریا په پار او فیودور Feodore  د فیودورا په پار و چې د هوهینلوه لاجینبرګ Hohenlohe-Langenburg شهزادګۍ وه او د ملکې ویکتوریا وروستی میرنۍ خور وه. هغې ته د ۱۸۵۷ د جون په ۱۶ د بوکینګام په ماڼې کې په یوې خصوصي کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. د هغې تعمیدې موراو پلار د کنت دچس Duchess of Kent (مورنۍ نیا) ؛ شاهي شهزادګۍ ( مشره خور) او د پروشیا شهزاده فریدریک   Frederick   د هغې راتلونکی اوښی و.  [۱][۲][۳][۴][۵]

بیترایس له زیږ وروسته د پام وړ ماشوم شو. د شهزاده البرت زړه ته ورنژدې  مشره لور د سلطنت شاهزادګی غوښتل چې له خپل نوي مېړه فریدریک  Frederick Fritz  سره په جرمني کې مېشته شي. په همدې وخت کې ښکارېده چې نوې راغلې بیترایس Beatrice به ښه راتلونکې ولري. البرت د Fritz مورته ولیکل " ماشوم په خپلومهارتونو له اجراء د مخه  د اپرا د یوې ښې ښځینه سندرغاړې په ډول تمرین کوي او ډېر ښه آواز لري ". که څه هم ملکه ویکتوریا د ماشومانو په نه خوښولومشهوره وه خوپیترایس پرې ګرانه وه او هغه یې راښکونکې بلله. دا حالت په خپلو مشرانو خویندو ورونو باندې دهغې دلاسبري لامل شو. یوځل ملکې ویکتوریا وویل " پیترایس یو ښکلی، چاغ، غوړېدونکی ماشوم دی، هغه غټې شنې سترګې، ښکلې وړوکې خوله اوښکلی پوستکی لري ". د هغې اوږده طلایي وېښتان د نقاشیو یو تمرکز و چې د ملکې ویکتوریا له خوا به برابرېدل، ملکې به هغې ته له حمام ورکولو د هغې نورو ماشومانو ته د حمام ورکولو په خلاف د پام وړ خوند اخیست. شهزادګۍ بیترایس هومره ځیرکتیا ښووله چې هغه یې د شهزاده په همغاړي چې په ماشومتوب کې د هغې له وخت دمخه ودې بوختاوه لا ګرانه کړه. [۶][۷][۸]

د بیترایس پلار، بارون ستاکمار Baron Stockmar ( دشهزاده البرت سلاکار و)  ته ولیکل " بیترایس یو بوختوونکی ماشوم دی چې تراوسه یې نه وه لیدلی). د شهزاده البرت او دهغه د سلاکار بارون ستاکمار له خوا د جدي تعلیمي پروګرام د دیزان سره سره، بیترایس د هغې د نورو ورونو او خویندو په پرتله له مور او پلار سره دښو اړیکو لرلوله امله ډېر آرامه او سوکاله ماشومتوب درلود. په څلور کلنۍ کې وروستې او پېژندل شوی  سلطتني ماشوم مکلف نه و چې له داسې لارې د مور اوپلار توجه ځانته واړوي چې دهغې نورو ورونو او خويندو به اړوله بلکې دهغې بوختونکو لارو به دهغه متردد پلار ته سکون ورکاوه.     [۹]

د ملکې ویکتوریا فداکاره ملګرې[سمول]

د ۱۸۶۱ ز کال د مارچ په میاشت کې د ویکتوریا مور Victoria, Duchess of Kent په فراګمورFrogmore ( دا په ویندسور کې د شاهې کورنی ملکیت سیمه ده ) مړه شوه. غمونو، غوسو او د بیتلون شپو ورځو ، ملکه د واکمنۍ په لومړیو وختو کې زهیره کړه. شهزادګۍ  بیترایس هڅه وکړه چې خپلې مور ته په دې وینا چې "دهغې مور په جنت کې ده تسل ورکړي او بیترایس هیله لري چې هغه به بېرته را وګرځي" دا ډول تسلیت د ملکې لپاره خورا مهم وه ځکه هغې له خپلې ناواده شوې مشرې لور شاهزادګی الایس  Princess Alice او بیترایس څخه پرته ځان له خپلونورو ماشومانو جلا کړی وه د ملکې ویکتوریا  اتکاء هغه وخت يو ځل بيا په بیترایس او الایس باندې شوه چې دهغې مېړه د محرقې تبې له امله د دسمبر په ۱۴ مړ شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د مېړه په مړينه د ملکې د غم ژوروالي د هغې کورنۍ، درباریان، سیاسیون او عام خلک هک حیران کړل. ځکه کله چې د هغې مور مړه شوه نوهغې له خپلې کورنۍ په تېره د ویلز له شهزاده چې دخپل مېړه د مرګ له امله یې پړ ګاڼه څخه ځان جلا کړخو په دې ډله خپلوانو کې بیترایس او الایس شاملې نه وې.  ملکې ویکتوریا به ډېری وخت بیترایس د هغې د خوب له تخت څخه راپاڅوله او خپل چپرکټ کې به ويښه ساتله ، دهغې ماشوم به ېې غېږ کې نیوه او بیا به یې  د نارینه د شپې په یوډول لباس کې چې نور به چا نه اغوست تاواوه. له ۱۸۷۱ ز کال څخه وروسته چې کله د بیترایس وروستۍ مشره خور واده شوه نو ملکې ویکتوریا په خپله ځوانه لور زړه تاړه چې لا له پخوا یې ویلی و " زه واده هېڅ نه خوښوم، زه به هېڅکله واده ونه کړم، زه به خپلې مور سره پاتې شم ". د خپلې مورد سکرترې په توګه هغې ځينې دندې اجراء کولې لکه د ملکې په استا‌ذولی لیکل کول او د سیاسي مکاتباتو په چمتو کولو کې مرسته کول. دې دنیوي دندو  هغه دندې ښودلې چې دهغې خویندو الایس Alice ، هېلېنا Helena او لوویس Louise به یو په بل پسې ترسره کولې. ملکې ډیر ژر په دندو نورې شخصي دندې هم ورزیاتې کړې. د یوې سختې ناروغۍ په مهال ملکې دهغې په ژورنال کې اندراج شهزادګۍ بیترایس ته وښود او په ۱۸۷۶زکال کې یې بیترایس ته اجازه ورکړه چې هغه موسیقی منظمه کړي چې دې او دهغې همغاړي شهزاده غږولې وه او د شهزاده له مړينې را هیسې د  ۱۵ کلونو لپاره کارول شوې نه وه.    [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Dennison, p. 2
  2. Dennison, p. 3
  3. Longford, (Victoria R. I.), p. 234
  4. Quoted in Dennison, p. 3
  5. Dennison, p. 8
  6. Dennison, p. 13
  7. Jagow, p. 272
  8. Quoted in Dennison, p. 11
  9. Dennison, p. 22
  10. Longford, (Victoria, Duchess of Kent) Oxford Dictionary of National Biography
  11. Quoted in Epton, p. 92
  12. Bolitho, p. 104
  13. Bolitho, pp. 195–196
  14. Matthew, Oxford Dictionary of National Biography
  15. Duff, p. 10
  16. Victoria, Princess Royal in 1858; Alice in 1862; Helena in 1866; Louise in 1871
  17. Quoted in Dennison, p. 38
  18. Dennison, p. 204
  19. Dennison, p. 92