د متحدې پاچاهۍ شاهزادګۍ هېلېنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاهزادګۍ هېلېنا (هېلېنا اګوستا ویکټوریا؛ زوکړه: د ۱۸۴۶ زکال د مۍ ۲۵مه – مړینه: د ۱۹۲۳ زکال د جون ۹مه) چې وروسته د شلسوېګ-هولشټاین د شهزادګۍ کریسټین په نوم هم پېژندل کېده د ملکې ویکټوریا او شهزاده البرټ دریمه لور او پنځمه ماشومه وه.

هېلېنا له هغو خصوصي ښوونکو سره زده کړې وکړې چې د خپل پلار او د هغه د باور وړ ملګري او سلاکار بارون سټوکمار له خوا ورته ټاکل شوي وو. د ماشومتوب دوره یې له خپلو والدینو سره تېره کړه او له هغوی سره یې یوځای د بریتانیا په بېلابېلو سلطنتي استوګنځایونو کې ژوند وکړ. د هغې د ژوندانه خواږه وختونه هغه مهال پای ته ورسېدل چې پلار یې د ۱۸۶۱ زکال د ډسمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه ومړ او مور یې هم د شدید ویر او غم دورې ته ننوته. هېلېنا د ۱۸۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د خپل پلار له جرمني کتابدار کارل رولنډ سره عاشقانه اړیکه جوړه کړه. له دې سره چې د دغې اړیکې ماهیت تر اوسه پورې ناڅرګند دی، خو هېلېنا ته د رولنډ له خوا لېږل شوي عاشقانه لیکونه شتون لري. وروسته له هغې چې مور یې په دغې اړیکې خبره شوه، په ۱۸۶۳ زکال کې یې رولنډ له دندې ګوښه او بېرته یې جرمني ته ولېږه. درې کاله وروسته هېلېنا د ۱۸۶۳ زکال د جولای په پنځمه نېټه د شلسویګ – هولشټاین له ملنګ شاهزاده کریسټین سره واده وکړ. دغه جوړه په بریتانیا کې پاتې شوه ځکه چې ملکې غوښتل لوڼې یې ورته نږدې وي او ورسره اړیکه ولري. هېلېنا له دې وروسته له خپلې کوچنۍ خور شهزادګۍ بئاتریس سره یوځای د ملکې غیررسمي منشیانې شوې. په داسې حال کې چې د ۱۹۰۱ زکال د جنوري په ۲۲مه د ملکې ویکټوریا له مړینې وروسته هېلېنا له خپلو پاتې خویندو او وروڼو سره ډېر لږ لیده کاته کول. [۱]

هېلېنا د سلطنتي کورنۍ تر ټولو فعاله غړې وه چې په زیاته کچه سلطنتي چارې یې تنظیم کولې. سربېره پر دې نوموړې د مرستندویه بنسټونو یو له فعالو ملاتړو او همدارنګه د بریتانیا د سره صلیب د کمېټې یو له بنسټګرو څخه وه. نوموړې په ستنه باندې د کارکولو د سلطنتي ښوونځي بنسټګره مشره، په کارخونو کې د نرسنګ د چارو د ټولنې مشره او همدارنګه د بریتانوي نرسانو د سلطنتي ټولنې مشره وه. د وروستي مورد د مشرې په توګه نوموړې د فلورانس نایټېنګل د مشورې پر خلاف د نرسانو د نوم ثبتونې پیاوړې ملاتړې وه. په ۱۹۱۶ زکال کې د خپلې کورنۍ لومړنۍ غړې وه چې د خپل واده ۵۰مه کلیزه یې ولمانځله، خو یو کال وروسته یې مېړه ومړ. هېلېنا له هغه شپږ کاله زیات ژوند وکړ او په ۱۹۲۳ زکال کې د ۷۷ کلونو په عمر مړه شوه. [۲]

لومړنی ژوند[سمول]

هېلېنا د ۱۸۴۶ زکال د مۍ په ۲۵مه د لندن په رسمي سلطنتي استوګنځای، باکېنګهام ماڼۍ کې د خپلې مور له ۲۷مې کلیزې یوه ورځ وروسته وزیږېده. پلار یې خپل ورور، دویم ارنست ته چې د ساکس – کوبورګ او ګوتا دوک و راپور ورکړ چې هېلېنا «لږ شنه (یعنې روغتیايي حالت یې چندان ښه نه و) نړۍ ته راغله، خو اوس په بشپړ ډول جوړه ده». همدارنګه یې زیاته کړه چې ملکې «د نورو وختونو په پرتله دا ځل په هغې د امیدوارۍ ډېر درد تېر کړ او اوس مهال په کراره سره د ښه کېدو په حال کې ده». البرټ او ویکټوریا په ګډه سره هغې ته د هېلېنا اګوستا ویکټوریا نوم غوره کړ. د واکمنې ملکې د لور په توګه هغې ته د زیږون له ورځې څخه سلطنتي نوم ورکړل شو او د شهزادګۍ هېلېنا په نوم بلل کېده. هېلېنا ته د ۱۸۴۶ زکال د جولای په ۲۵مه نېټه د باکېنګهام ماڼۍ په خصوصي کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

هېلېنا چالاکه، بېداره او صریحه خبرې کوونکې نجلۍ وه چې د خپلو وروڼو د ملنډو اړوند به یې جدي غبرګون له ځانه ښود. هغې په طراحۍ کې ځانګړی استعداد درلود. د ملکې په خدمت کې ولاړې مېرمنې، اګوسټا سټنلي د درې کلنې هېلېنا د هنري چارو اړوند مثبت نظر وړاندې کاوه. [۹][۱۰]

هغې د خپلو خویندو په څېر کولای شو له لږ عمر څخه په لوړ معیار پیانو وغږوي. د هغې په خوښې وړ نورو مواردو کې ساینس او ټکنالوژي شامل و چې د خپل شهزاده پلار البرټ څخه یې د هغو اړوند لیوالتیا ترلاسه کړې وه؛ همدارنګه یې له اس زغلونې او کشتۍ چلونې سره آن له ماشومتوبه پرېمانه علاقه لرله. ورته مهال په ۱۸۴۸ زکال کې د شهزادګۍ لوئیس له زیږون وروسته هغه د خپلو والدینو منځنۍ لور شوه او وړتیاوې یې د هغې د پیاوړو هنرمندو خویندو د چارو تر اغېز لاندې راغلې. [۱۱][۱۲]

د شهزاده البرټ مړینه[سمول]

د هېلېنا پلار، شهزاده البرټ د ۱۸۶۱ زکال د ډسمبر په ۱۴مه نېټه ومړ. ملکه له عاطفي پلوه ماته شوه او خپلې کورنۍ او لوڼو ته یې امر وکړ چې له وینډوزر ماڼۍ څخه آزبورن هاوس ته کډه وکړي؛ دا په وایټ جزیره کې د ملکې بل استوګنځای و. د هېلینا غم هم ستر و؛ یوه میاشت وروسته یې خپلې یوې ملګرې ته لیک ولیکه او څرګنده یې کړه: «هغه څه چې موږ له لاسه ورکړي، هېڅ شی نه شي کولای د هغو ځای ډک کړي؛ زموږ غم ډېر لوی او ځورونکی دی ... زه د خپل پلار عبادت کوم، هغه راته د ځمکې پر سر له بل هر څه څخه ګران و؛ خبرې یې ماته تر ټولو سپېڅلی قانون و، هغه زما مرسته کوله او غوره سلاکار مې و ... د هغه د ژوندانه وخت زما د ژوند تر ټولو غوره وخت و او اوس هرڅه له منځه تللي دي». [۱۳]

ملکې د خپلې دویمې غیر رسمي منشۍ په توګه په خپلې مشرې لور شاهزادګۍ الیس تکیه وکړه، خو الیس بیا خپله یو همکار ته اړتیا لرله. په داسې حال کې چې هېلېنا له الیس وروسته د هغې مشره لور وه، خو ملکې هغه نه باور کېدونې بلله ځکه د اوږد مهال لپاره یې له اوښکو تویولو پرته بل کار نه درلود. له همدې امله لوئیز د هغې پر ځای دغه چاره پر غاړه واخیسته. آلیس په ۱۸۶۲ زکال کې د هسي له شهزاده لوئیس سره واده وکړ چې له دې وروسته هېلېنا د هغې مسئولیت پر غاړه واخیست؛ هماغه ډول چې یو ژوند لیک لیکونکي هغه د زوړتوب پر مهال د خپلې مور «لکڼه» بللې. هېلېنا د دغې دندې پر مهال د ملکې د لیکونو د لیکلو، د سیاسي لیکونو په لیکلو کې د مرستې او همدارنګه د هغې د ملتیا په څېر یو شمېر چارې مخته وړې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

وروستي کلونه[سمول]

پاچا اډوارډ په ۱۹۱۰ زکال کې ومړ او له مړینې څخه یې ۴ کاله وروسته لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه. هېلېنا ځان د ناروغانو پالنې ته وقف کړ؛ د هغې لور شهزادګۍ ماري لوئیز په خپلو خاطراتو کې لیکلي چې هېلېنا او خویندو ته یې د یو شمېر کسانو له خوا د هغوی د خپلوانو د حالت د پوښتنې لیکونه راورسېدل. پرېکړه دا وشوه چې دغه لیکونه د سویډن ولیعهدې مارګاریت ته ولېږي چې د شهزادګۍ هېلېنا ورېره وه او همدارنګه سویډن په جګړه کې بې پلوه و. همدارنګه د جګړې پر مهال و چې هېلېنا او کریسټین د خپل واده طلایي کلیزه په ۱۹۱۶ زکال کې ولمانځله، له دې سره چې بریتانیا او جرمني په جګړه کې وو، خو قیصر د خپلې مبارکۍ ټلګرام د سویډن د ولیعهدې له لارې خپلې خاله او خپل تره ته ولېږه. د دغه پیغام د رسېدو پر مهال پاچا پنځم جورج او ملکه ماري حاضر و. دغه مهال پاچا د هېلېنا لور، ماري لوئیز ته څرګنده کړه چې د هغې پخواني مېړه شهزاده اریبرت له دې څخه له جلا کېدو وړاندې ده ته خدمت کړی. هغه مهال چې ماري لوئیز ورته وویل چې که چېرې تر اوسه له هغه سره وای بریتانیا ته تښتېدلی شوای، پاچا وویل، «د سترګو په رپ کې» او مرسته به مې ورسره کړې وای. [۱۸][۱۹]

په ۱۹۱۷ زکال کې د جرمني ضد احساساتو په اوج کې چې د جګړې له امله رامنځته شوي وو، پنځم جورج خپل کورنی نوم د ساکس – کوبورګ او ګوتا څخه وینډوزر ته بدل کړ. هغه همدارنګه د خپلې کورنۍ د غړو په نومونو کې جرمنیو القابو او سبکونو ته شا کړه او له همدې امله د هېلېنا او د هغې د لوڼو نومونه په ډېرۍ سادګۍ سره شاهزادګۍ کریسټین، شاهزادګۍ هېلېنا ویکټوریا او شاهزادګۍ ماري ته واوښتل او نور په کې د قلمروونو نوم نه یادېده. د هېلېنا ژوندي پاتې شوی زوی، البرټ چې د پروسانو په ګټه یې جګړه کوله په څرګنده توګه یې اعلان وکړ چې هېڅکله به د خپلې مور له هېواد سره جګړه وه نه کړي. [۲۰][۲۱]

مړینه[سمول]

شاهزادګۍ هېلېنا د ۱۹۲۳ زکال د جون میاشتې په ۹مه نېټه د ۷۷ کلونو په عمر په شومبورګ هاوس ماڼۍ کې مړه شوه. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Chomet, p. 6
  2. Chomet, p. 121
  3. Chomet, p. 9
  4. Bennet, p. 89
  5. Quoted in Chomet, p. 10
  6. Chomet, p. 11
  7. کينډۍ:London Gazette
  8. کينډۍ:London Gazette
  9. Chomet, p. 11
  10. Van der Kiste, John. "Princess Helena". Oxford Dictionary of National Biography. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Chomet, p. 12
  12. Chomet, p. 10
  13. Packard, p. 101
  14. Packard, p. 102
  15. Packard, p. 104
  16. Packard, p. 103
  17. Dennison, p. 204
  18. Marie Louise, p. 142
  19. Marie Louise, pp. 141–142
  20. Chomet, pp. 143–44
  21. Marie Louise, p. 43
  22. Chomet, p. 149