Jump to content

کارن:QayumQayumi

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ښاغلي قيوم قيومي ژوندمخينه
ښاغلی قيوم قيومي په کاري دفتر کې

ښاغلى قيوم قيومي د مېرزاګل زوی په کال ۱۹۸۷ زېږدیز کال د مۍ مياشتې په ١٢ مه نېټه د خيبرپښتونخوا په ولايت او د هنګو په ولسوالۍ، درسمند، سروخېلو په سيمه کې زېږيدلى دی. چې لومړۍ د پيل زده کړې يې په کال ١٩٩٥ ز کال کې د افغان ګډوالو ( د ملګرو ملتونو کډوالو چارو لوړې کميشنرۍ) په ښوونځي کې تر شپږم ټولګي پورې ترسره کړې. له دې وروسته يې پاتې زده کړې په کال ٢٠٠١ ز کې يې تر دوولسم ټولګي پورې يې خپلې نيمګړې زده کړې د انګرېزي د پياوړتيا په موخه په (فالکن ماډل هائي سکول) بشپړې کړې. په ښوونځي کې يې ډېرئ زده کوونکو ته په وړيا ډول د پښتو ژبې ليک، لوست ور ښودلی دی. دی له تکړښت ( کريکټ) او ښکلي ليک (خوش خط) په ليکنه يې هم ډېر هڅې کړي وې چې له دې امله يې په ښوونځي کې له ښوونکو څخه نېولي آن تر زده کوونکو ډېر درناوى و، کله چې هېواد ته بېرته ستون شو نو په ولس غږ راډيو کې د ويناد په او بيا يې د سولګرى ژوند پوهنې په کال ٢٠٠٣- ٢٠٠٦ پورې ( کمپيوټر پوهنه ) کې زده کړې (Intra Digit College) د کراچۍ په ښار کې ترسره کړي دي، او ورسره يې په همدې ښار کې د ګرځنده بيا جوړونې زده کړې هم په Saver system techology په برخه کې ترسره او له هغې وروسته يې په [کال] ز ۲۰۱۲ يې د اسلامي زده کړو او د کاري دندې په پار [ کال] د سعودي عربستان د مدينې منورې په لور يون وکړ په ښوونځي کې د حديث په برخه کې ترسره کړې، او بيا ترڅنګ يې په همدې ښوونځي کې زده کوونکو ته قرآن په سم ډول لوستلو په ښوونه کې پرته له کومې تنخا، زده کړې ور وښودلې، له وړکتوب څخه يې د غوره ويناوې په ليکلو لېوالتيا درلوده، غوره انځورکښ او د پښتو مورنۍ ژبې ويناوال په کال ۲۰۰٦ کې يې په ولس راډيو کې کار پيل کړ، له بېلا بېلو ژبؤ څخه يې د پښتو ګوګل لپاره ژباړې ترسره کړي لکه: عربي، انګرېزي، دري، اردو.. د پښتو ژبې په بډاينه کې د زړه له کومې مرستې کړې دي