Jump to content

کارن:QayumQayumi

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ښاغلي قيوم قيومي ژوندمخينه
ښاغلی قيوم قيومي په کاري دفتر کې

ښاغلى قيوم قيومي د مېرزاګل زوی په کال ۱۹۸۷ زېږدیز کال د مۍ مياشتې په ١٢ مه نېټه د خيبرپښتونخوا ولايت د هنګو, ولسوالۍ، د درسمند، سروخېلو په سيمه کې زېږيدلى دی. چې لومړۍ د پيل زده کړې يې په کال ١٩٩٥ ز کال کې د افغان ګډوالو ( د ملګرو ملتونو کډوالو چارو لوړې کميشنرۍ) په ښوونځي کې تر شپږم ټولګي پورې ترسره کړې. له دې وروسته يې پاتې زده کړې په کال ٢٠٠١ ز کې يې تر دوولسم ټولګي پورې يې خپلې نيمګړې زده کړې د انګرېزي د پياوړتيا په موخه په (فالکن ماډل هائي سکول) بشپړې کړې. په ښوونځي کې يې ډېرئ زده کوونکو ته په وړيا ډول د پښتو ژبې ليک، لوست ور زده کولو ترڅنګ له تکړښت ( کريکټ) او ښکلي ليک (خوش خط) په ليکنه يې هم ډېر هڅې کړي دي، چې له دې امله يې په ښوونځي کې له ښوونکو څخه نېولي آن تر زده کوونکو ډېر درناوى و، کله چې هېواد ته بېرته ستون شو نو په خوست ولايت کې د اوولس کلنۍ پر مهال په ولس غږ راډيو کې د ويناوال او رسنوال په توګه دنده خپله پيل، او له دې سره يې خپلې زده کړې هم پر مخ بېولې، د شخصي ژوند تاوتریخوالي او ننګونو دې اړ کړ، چې يو ځل بيا د پاکستان هېواد پر لور يون وکړ، د لا پوهې په پار يې د لوی ښار کراچۍ کې د سولګرۍ ژوند پوهنې ښوونيز مرکز په کال ٢٠٠٦ ( کمپيوټر پوهنه ) کې زده کړې (Intra Digit College) د کراچۍ په ښار کې ترسره کړي دي، او ورته په همدې ښار کې د ګرځنده بيا جوړونې زده کړې هم په Saver system techology په برخه کې ترسره او په لوړه کچه بريالی شو، له دې وروسته يې په [کال] ز ۲۰۱۲ يې د اسلامي زده کړې او د کاري دندې په پار [ کال] د سعودي عربستان، القصيم ښار ته يون وکړ، په ښوونځي کې د حديث ځانګړنې په برخه کې زده کړې ترسره کړې دي، له دې سره يې په همدې ښوونځي کې زده کوونکو ته د نوراني قاعدې، او قرآن کريم په سمه توګه لوستلو په تړاو ښوونه، پرته له کومې تنخوا زده کوونکو ته زده کړه ور وښودلې، له وړکتوب څخه يې د غوره ويناوو، شاعري، په ليکلو ډېره لېوالتيا درلوده. د لاسي جوړونې غوره انځورګر په نوم هم يادېږي، له بېلا بېلو ژبؤ څخه يې د پښتو ژبې پرمختګ لپاره په ګوګل کې ژباړې ترسره کړي، ترڅنک ګوګل نخشې په سمون کې د لوی افغانستان ډېرئ ځايونه په همغه ټاکل شوي نومونو نومولو په سمون او اوډون کې په پښتو ژبه ونډه اخيستې.

اوسمهال په متحده عربي اماراتو هېواد کې تر ٢٠٢١ کال نېولې تر اوسه پورې په دولتي دفتر کې د پېژند پاڼو او نور دولتي لاسوند په جوړولو په پار دنده ترسره کوي، ښاغلی، د پښتنو يووالي خونديتوب او پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره د خپلې پوهې په مټ هلې ځلې کوي.

په درنښت: