کريکټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کريکټ د لوبې يو انځور

کريکټ (انگرېزي: Cricket) د بېټ او توپ لوبه ده . دغه لوبه په يوه داسې ميدان ترسره کېږي چې دوه اړخيزه پراخوالی او دايره وي بڼه ولري . ددغې لوبې ميدان يا لوبغالی ېې د فوټبال يا نورو لوبغالو څخه توپير لري . د کريکټ د لوبې د نظم او ترتيب لپاره ځانته ټرمنالوژي ده ، د دغې لوبې ټرمنالوژي په انگرېزي ژبې د نړېوالو برخه والو لخوا منل شوې ده. په منځ د لوبغالي کې يوه مستطيل ډوله ډاگ دی چې شاوخوا ۲۰ متره اوږدوالی لري. په همدې پراخ ډاگ باندې لوبه پرمخ ځي. دې ډاگ ته په انگرېزي ژبه پچ وايي . د پچ دواړو سرونو ته وکېټس (درې ولاړې ډنډې) دروي چې د بېټسمن (هوارې ډنډې وال) او بالر (گېندوال) تر منځ د لوبې پولې ښکاره شي او د ويکټس يا وېکټو ساتنه په بېټسمن پورې اړه لري بیا د وېکټو ويشتل يا راغورځول په بالر باندې اړه لري. دا لوبه د دوه ؤ لوبډلو تر منځ ترسره کېږي چې هره لوبډله د يولسو (۱۱) لوبغاړو درلودونکې وي . لوبه لکه د فوټبال يا نورو لوبو په څېر د پچې په اچولو غوراوی کوي . ددې غوراوی د لوبډلو ترمنځ د بېټنگ (په ډنډې گېند وهنه) يا بالنگ (گېند غورځولو) پروېش د مسولیت پر اساس ترسره کږي. لوبه د دوه ؤ لوبډلو د کپټنانو لخوا د څاروالو (امپاير) په شتون او څارنې د پچې اچولو سره پیلېږي. هر يوه چې پچه وگټله د ډنډې مسولیت يا گېند مسولیت اخيستلو خوښه لرلی شي. هغه لوبډله چې بېټنگ (د ډنډې مسولیت) ولري نو دوه لوبغاړي ېې لوبغالي ته راوځي او يو لوبغاړی د پچ (ډاگ) سرخواته چمتو درېږي او دوهم ېې پښو خوا ته د څاروال اړخ ته درېږي. د همدې پچ (ډاگ) دواړو سرونو خواته د وېکټو لږولو څخه څو پله مخې ته يوه کرښه باسي چې د ډنډه وال د درېدو پوله مالومه کړي . د ویکټو پر سره د دې لپاره چې کله گېند پرې لږېږي او د وکټې خوځېدل وښيي نو يوه د لرگي څخه جوړه شوې دوه گوټکواله لرگی پرې ږدي کومې ته چې په انگرېزي کې بلز وايي . يوه لوبډله د ډنډې مسولیت لري او بله د توپ اچولو يا گېند غورځولو چې دې سره د ډنډه وال مسولیت دا وي چې د پچ له سره څخه پښو خواته منډې جوړې کړي چې هره منډه يوه نمره لري. همدا رنگه د پښو خوا ډنډه وال سر پلو منډه وهي ، بیا د هغه وار رارسېږي چې گېند وهلو ته چمتو شي او منډې جوړې کړي. د کريکټ په لوبه کې د ترسره کولو لپاره ېې يو مهال حد هم ټاکلی دی چې دغه مهال ېې د گېندونو د غورځولو په ټولټال ټولگو پورې اړه لري . ټولټال د گېند د غورځولو ټولگې ېې په ۵۰ اوورونو يادېږي .د گېندونو يوې ټولگې ته په انگرېزي کې اوور وايي او شپږ غورځونې په يوه اوور (ټولگې) کې راغونډې وي.

د کريکټ پېښليک

د پیلنیو مهالونو څخه داسې ښکاري چې کريکټ د لرغونو مهالونو په اصطلاح توپ ډنډه او يا يو د گېند غورځولو او په يوې ډنډې ټېل وهلو څخه منځته راغلی . په ۱۶مې زېږدي کې کريکټ په اروپا کې د انگلینډ سیمې څخه د ټيوډور له مهالونو څخه پېژندل شوی دی . همدارنگه د ۱۳۰۱زېږيز کال د لیکلل شويو سندونو څخه داسې ښکاري چې د (گريگ) تر نوم لاندې يوه لوبه د برتانيې شهزاده اېډورډ او د هغه د ځوی لخوا په نیونډن سیمې کې کېده ، کوم چې خلک ېې په آندیزه توگه د کريکټ لوبه گڼي ، خو داسې جوت زبات په لاس کې نشته، چې د همدا کريکټ لوبه وگڼل شي .څو نورو ټکو ته په اشارې سره وېل شوي چې د کريکټ ويی په ۱۵۹۸ زېږدي کې د (کريکټ) د ويی څخه چې د برتانيې سوېل ـ ختيځې انگرېزي ژبې گړدود څخه ېې گړنه يادېږي رامنځته شوی .

د کريکټ لوبې ټرمنالوژي

د کريکټ لوبې رولونه

لوبغالی او پچ (ډاگ)

د لوبې څاروال (امپاير) او نمرې

باولنگ (گېند غورځونه)

فيلډنگ (میدان کې گړندتيا)

بېټنگ (د ډنډې مسوليت)

د ډنډه وال سوزونه

د کريکټ لوبې ډولونه

د کريکټ لوبې نړېوال غړي هېوادونه

سرچينې