کټواز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کټواﺯ راټولونکي غلام حسن يارمل'. 'يودغو سيمود كاز تاريخي سيمه ده چې زمونږ داوسني عنوان ترڅيړني لاندي موضوع ده .له بلي خوا زمونږ دګران هيواد په سهيل ختيځ كې په لويې پكتيکا كې د كټواز سيمه چې دهغه په اړه مونږډيري كمي ليكني لرو چې دهغه يو عامل دادي چې نوموړي سيمي ته دتاريخ په اوږ دوكې زمونږ حكومتونوهيڅ توجه نه ده كړي اودتاريخ په اوږدوكي دغه سيمه دغير رسمي يا قبايلي اونيمه آزادي سيمي په شكل وه چې له دي كبله دغه سيمه ورځ تربلي وروسته پاتي كيدله او دنړۍ دنوروقومونو او پرګنو دتمدن پرمختګ او دنوموړي سيمي پرشا تګ ددي سبب ګرځيدلي وه چې نوموړي سيمه اودنړي دتمدن دكاروان ترمنځ فاصله زياته شي. اوداسيمه له ټولنيز اقتصادي اونورو ټولواړخونو وروسته پاتي شي چي داټول عوامل سره يوځاي او ددغي سيمي خلك سركش اوهمدارنګه دحكومتونو له توجه څخه محروم شي . اوپه دي ډول داسيمه له اقتصادي پلوه دنړي له وروسته پاتي سيمو څخه شميرل كيږي اوله دي سره سم له ښونيز لحاظه هم وروسته پاتي شي چي تردي وروستيوكلونوپوري دلته ډيركم ښونځي وه چي هغه هم دخلكودعلاقي وړنه وه اوله دي امله دغوخلكو ونشواي كړاي چي خپلي ښوني اوروزني ته رشد وركړي اودنړۍ دنورو پرګنوسره سيال شي. له همدي امله دنوموړي سيمي تاريخ ددي ټولني دژوند دنورو اړخونوپه څير نا څرګند پاتي شي چي ما دټولني ديوه غړي په حيث په خپل پايليك كي خپله ټوله هڅه كړيده ترڅو هغه څه چي حقايق اوواقيتونه وي روښانه اوهمدارنګه هڅه شويده چي له موثقو ماخذونوڅخه ګټه واخستل شي .او په مشکله لاسته راوړل شوی او په دی اساس بیا هم دارساله د کټواز په باره نیمګړی او نا مکمله ده اوپه راتلونکی کي نوروهڅو اوڅیړنو ته اړتیا لری.غلام حسن خوشامندوال

دا پایلیک مو لوستونکو ته د لاروښانتیا لپاره په څلورو برخو ویشلی دی. چی په لمړی برخه کی د کټواز دجغرافیائی ځانګړنو په هکله په دوهمه برخه کی دکټواز تاریخ په هکله چی له ویدی دوری څخه پیل او تر دی وروستیوپوری د کټواز تحولات څیړل شوی دی اوهمدارنګه دافغانستان د ملکی ویش په تشکیلاتو کی شرح شویدی او د کټواز مهم او مشهور زیارتونه تشریح شویدی، او په دریمه برخه کی د کټواز کلتوری او ټولنیز وضعیت دامکان تر یوه حده څیړل شویدی او په څلورمه برخه کی دکټواز اقتصادی وضعیت شرح شویدی، خدای دوکړی چی ستاسو لوستوکو معلومات يوڅه ډیر کړی.

د څېړنې ليار (طریقه)[سمول]

په دی څیړنه کی په ټوله کی له کتا بخانی څیړنی څخه ګټه اخستل شوی ده ، دا ځکه چی د څېړنی د نوروطریقو څخه کار اخیستنی امکانات نه وه که څه هم په کلتوری ټولنيزو او اقتصادی برخوکی له سیمی لیدنه شویده او تر یوې اندازی له محلی خلکو څخه هم معلومات اخیستل شویدی .او همدارنګه د سيمی دتاریخی ځایونو په هکله له عینی شواهدو څخه ګټه اخیستل شویده دمثال په توګه د زیارتونو په هکله چی ټول دهغی منطقی د لرغونوالی نښی دی. چی تر اوسه هم شتون لری له نږدی څخه لیدل شویدی او یاله مؤثقو معلوماتو څخه وروسته ارایه شودی. خو بیا هم مشاهدوی څیړنه کمه ده او له هغه څخه بغیر نور ټول له کتابتونونو څخه چي ټول په کابل کی وه چی په هغه کی پخوانی او نوی چاپ شوی کتابونه ، همدارنکه دایره المعارفونه ، جغرافیائی قاموسونه او نور وه.

د كټواز جغرافيايي موقعت ته لنډه كتنه[سمول]

كټواز زموږ د هېواد په سهيل كي يوه پراخه همواره سيمه ده . چي د غزني ولايت په سهيل ختيځه برخه كي موقعيت لري. چي د تسمئ وجه ئي د `سوري تيږي` په نوم منطقي څخه چي په وازه خواكي ده اخستل شوي دي ، د لوېديځ ختيځ پيژندونكي راورټي په قول په افغانستان كي څو ځايه د سوري تيږي په نوم مشهور دي . لكه د غزني په شمال ختيځ كي ، دكلات غلجائي په سهيل كي او د كابل او ننګرهار پر لويه لار د سروبي او لغمان په منځ كي سوري تيږه. يوه ددي سوري تيږو څخه د غزني او هند په لويه او لرغوني سوادګريزه لار پكتيكا ولايت كي واقع ده ، چي هماغه كټواز دي چي كټواز پخپله د سوري تيږي په معني دي ، ځكه چي په پښتو كي كټه (گټه) تيږي ته او (واز) د خلاص يا پراخ او سوري په معني دي. چي په همدي لحاظ دغي سيمي چي د ګومل د عليا (برني) حصه راځي، د كټواز په نوم ياديږي . (يمين) ۱۳۹.

د كټواز سيمه چي د ختيځ اوږدوالي د ۶۷⁰ او ۶۹⁰ درجو ، ۱۹ او ۳۰ دقيقو . ۴۹ او ۴۸ ثانيو او د شمالي سور ۳۱ او ۳۲ درجو ، ۲۲ او ۳۱ دقيقو ۳۱ او ۳۴ ثانيو تر منځ پروت دي . (اريا نا دايره المعارف ۷ ټوك) ۵۸۰۷.

چي شمال ته يي د پكتيا ولايت د زرملي د مټاخان سيمه ، د ټكري غر، دسرتلي غاښي ، د سردې بند، د خر بين غاښي او ژړ غره موقعيت لري ( چي د كټواز او د غزني د اندړو او دګيرو تر منځ له شمال ختيځ څخه د سهيل لويديځ په لور غزيدلي دي ). سهيل ته ئي د پښتونخوا دكاكړستان سيمه چي اوس د بلوچستان د ايالت مربوط ده چي له كټواز سره ئي قمرالدين كاري او د كندر سينه يوه برخه فاصل حد دي ) ، ختيځ ته ئي د مټاخان ، دخروټو د سروزي سيمه ، سلطاني ،دول څله(چي د لوي گومل سربند دي). د ځماك ( ځواكه) غره لمنه، د غوي لرغر ، د ګوملي د لويديځي خوا غرونه ترزنګي پوري ، د ګوملي سينه تر ورسكه پوري ، ګل كڅ، زرملنه او د كندر سيند يوه برخه پرته ده، او لويديځ ته يي د مقر آب بند سيمه ، د غزني او زرملي سيندونه، سپين تك، دكټواز او غزني ولاړي اوبه، د مقر د ناوي غرونه او د زابل د شلمزو سيمي پرتي دي. (څلمي) ۶۳.۶۴.

د كټواز له مشهورو غرونو څخه يو د ژړ غر چي د كټواز په شمال لويديځه برخه كي د سردي له بند څخه پيل د ۳۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ مترو په لوړوالي د سهيل لويديځ پر لوري غزيدلي دي. او دكټواز تر ولاړو اوبو امتداد لري، او همدارنګه د سروندي غر چي د كټواز په مركزي برخوكي واقع ده د مشهورو غرونو ځخه ګڼل كيږي . د كټواز نور مشهور غرونه پدي ډول دي. د جعفر غر، دځماكه غر،ګمنګ غر، خربين غر شتا ولواړګي غر ، سيير غر ، شينكي غر ، سرتيږه غر ، انزلان غر ، غوي لر غر ، ګرلاسه غر ، او كاسي غر چي د كټواز په سهيلي برخه د تروو په سيمه كي موقعيت لري. چي دغه د كټواز له تاريخي غرونو څخه شميرل كيږي. چي حتي د هغه تاريخچه څو سوه كاله مخكي د بيټ نيكه زماني ته رسيږي، چي بيټ نيكه د پښتنو د ستري څانگي (غلجي ) لوي نيكه بلل كيږي په همدي غره كي استوگنه لرله (ناهض) ۴۲۵،۴۳۷،۱۶۸ ۱،۲،۳،۴ جلد

د گوملي سيند د كټواز له مشهورو او سترو سيندونو څخه گڼل كيږي دا سيند چي د كټواز په برخه كي د سليمان له غرو څخه سرچينه اخلي. او د سهيل ختيځ په لور جريان لري، چي د كټواز په تاريخ كي ستر اهميت لري . او د نړي د نورو لرغونو سيمو په شان. چي هميشه به خلك په لرغونو زمانوكي د سيندونو او دريابونه،په څنگ كي راټوليدل او په ټولنيزډول به ژوند كاوه ، هو همدا وجه وه چي ددوي پر يو ځاي اوسيدني سره په نړي كي ستر تمدنونه او پرمختياوي منځ ته راغلي، چي دهغوي يواځني علت د ډيرو انسانانو د فكر يو ځاي كيدل او يو ځاي ژوند كول چي دنړي دا ټول تمدنونه د اوبو په خواكي منځ ته راغلي لكه د بابل، نيل ، يونان ، روم او د سيند دوادي تمدنونه ، نوله همدي كبله دگوملي سيند په لاندي ډول سره په تفصيل سره بيان شي ==د ګوملي سيند== د گوميلي سيند په لوړي سركي له دوه رودونو څخه تشكيلږي ، چي يويي كمكي ، چي دغه سيند د كټواز د مركزي برخي څخه د سروندي له غرو څخه سرچينه اخلي اد دسهيل ختيځ پر لور جريان لري. چي بيا خپل مسيرته د سهيل په لور تغير وركوي ، او دگوملي د چاوڼي په برخه كي د لوي گومل سره يو ځاي كيږي ، بل ئي لوي گومل چي د كټواز د شمالي برخو د ښرني په سهيل ختيځه برخه كي د ځهاكه غرو له ختيځو لمنو څخه دواځلي په حدودوكي سرچنه اخلي او ختيځ ته مايل د سهيل پر لور له سلطانيو ، جانباز كتي، سيد خيلو ، نواب او امان له سيمو څخه تر نيريدلو وروسته د گومل په چاوڼي كي د كمكي گومل سره گډيږي . (دايره المعارف )اووم ټوك ۵۸۹۶

دغه دواړه څانګي تر يو ځاي كيدو ورسته د سهيل ختيځ په لور خپل تگ ته ادامه وركوي ددغه سيند ټول اوږدوالي km۳۵۲ دي . دغه سيند له خپلو مرستيالانو سره په گډه پراخه سيمه اوبه كوي ، دغه سمه چي د خروټو اوسلمانخيلو قومونو تر منځ پوله تشكيلوي ، او دورسك اوزرميلني له لاري د كټواز له سيمي څخه وځي او د دره پند او اسمعيل خان ديري څخه تر تيريدو ورسته د سيند سند ته ورتوئيږي (كلني ۱۳۱۲) ۵۳.

د ګوملي سيند چي د كټواز او هيواد په تاريخ كي ئي ستر رول لوبولي دي ، او هميشه د افغانستان او ختيځو سيمو يعني هند تر منځ د پول حيثيت لري ، چي د تاريخ په اوږدو كي له همدي لاري زمونږ د هيواد فاتحينو د هند پراخي سيمي نيولي ، چي له هغي جملي څخه لوديانو يوولس سوه كاله وړاندي له همغه لاري د پنجاب او ملتان سيمي ونيولي او هغو سيمو ته ئي اسلام ورساوه او واكمني ئي ټينگه كړه چي ملتان ئي خپله پلازمينه وټاكله ، چي بيا له هغه څخه وروسته سلطان محمود غزنوي ، له همدي لاري د هند پراخي دښتي ونيولي او د سومنات ستر معبد ئي ويجاړ كړ، او دهند نيمي وچي كي د اسلام دين خپور كړ، او له هغه څخه وروسته غوريانو له همدي لاري د اكار سرته ورساوه او خپله ديني او وطني وجيبه ئي اداكړه ، له هغي څخه را وروسته ستر احمد شاه بابا هم له همدي لاري په هند او پنجاب يرغلونه وكړل ، همدارنګه په دي وروستي پيړي كي د افغان انګليس دريم جنګ په وخت كي ، چي كله په ۱۹۱۹ كي د افغانستان واكمن امان الله خان د آزادي اعلان وكړ ، نو د كټواز د سيمي قومونو هم د هيواد د نورسيمو په شان له همدي لاري له انګليس سره غزا ته ورودانګل او په چټكي سره ئي ميدان وګاټه چي حتي دواڼه په شمول ئي د انګريزانو څو پوځي چوڼي فتح كړي، د كټواز د وادي د ګوملي دري تر ټولو ستره ځانګړنه داده ، چي هيڅكله زمونږ د هيواد دښمن پردي نه دي توانيدلي چي له همدي لاري زمونږ پر هيواد يرغل وكړي او يا خپل شوم اهداف سرته ورسوي ،او له دغي لاري څخه يواځي زمونږ د هيواد فاتحينو ، غازيانو او مدافعينو له دغه طرفه يعني يو طرفه ګټه اخستي ده .

د كټواز نور مشهور سيندونه د پالتو سيند د كټواز په شمالي برخو كي بهيږي ، او بل د پارك شاي سيند چي د كټواز په مركزي برخو كي بهيږي چي له شمال څخه سهيل لويديځ په لوري غزيدلي ده ، چي ددغه سيند اوبه كله لږ او د پسرلي او دوپي په موسم كي ئي اوبه زياتيږي ، په ۱۵ ميلادي پيړي كي ستر مغلي فاتح بابر چي كله دي سيند څخه تيريږي ددغه سيند كيسه په خپل كتاب بابرنامه كي داسي كوي ((چي كله د غي شيلي مونږ له خپل پوځ سره راورسيدلو نو په دي سيند كي مو ډيري اوبه مخي ته راغلي ، په مخكي ځلو چي زه څو ځلي له دي سيند څخه تيرشوي وم دغه سيند وچ وه او داځل چي د پسرلي موسم وه دلته ډيري اوبه بهيدلي او مونږ ځانونه په پړي وتړل اوپه ډير مشكله له هغه څخه تير شولو او بيا غزني ته ورسيدلو )) .

د زرملي سيند هم چي د پكتيا د احمدزيو د مچلفو له غرو څخه سرچنه اخلي او دګريديز زرملي ، مټاخان او سردي له بند څخه تر تيريدلو وروسته د شلګرڅخه تيريږي او د مقر دآب بند په سيمه كي د غزني له سيند سره يو څاي كيږي او د كټواز په لويد يځه برخه كي د كټواز د ډيلي سيمي ته ننوځي او ډيلي د شناو څخه تر تيريدلو وروسته د كټواز ولاړو اوبو ته توئيږي . (ځلمي) ۳۴

دكندر سيند چي د كټواز د مشهورو تالابونو څخه ګڼل كيږي ، چي د كټواز په شمالي برخو كي موقعيت لري ، دغه بند يو له لرغونو او تاريخي بندونو څخه دي ، چي د سلطان محمود غزنوي له زماني څخه يعني يوزركاله مخكي څخه دلته آباد دي ، چي د هغه وخت د غزني له څلورو مشهورو بندونو څخه يو دي ، چه ده اباد كړي وه ، چي بيا له هغه څخه په راوروسته زمانوكي د خپل منځي جګړو چي د غوريانو او غزنويانو تر منځ د پاچاهي پر سر رامنځ ته شوي او بيا د تركانو او مغلو د يرغلو له امله ويران شوي وه چي په ۱۳۳۸ ه ش كال كي د سرادار محمد داوًد خان د صدارت په وخت كي د هيواد د پنځه كلن اقتصادي پرمختګ په پلان سره مجدداَ َبيا ورغول شو.

د كټواز بل مشهور تالاب دكټواز ولاړي ابه دي ، چي د كټواز په لويديځه برخه كي د ډيلي په سيمه كي واقع ده ، چي د ډيلي سيمي دغه اوبه چاپيره كړي دي . چي دپارك شاي ، غزني او زرملي د سيندونو اوبه ټولي همدلته را جمع كيږي . نوموړي اوبه چي د افغانستان له غټو او مشهورو جهيلونو څخه گڼل كيږي ، چي ټول محيط ئي ۷۰ كيلو متره او ژوروالي ئي ۴ متره دي . چي د كال په بيلا بيلو موسمونو كي دي سيمي ته ډول ډول مرغان راځي ، چي د كټواز د محلي ښكاريانو له خوا او همدارنګه د عربي هيوادو څخه دغو اوبو ته ستر تجاران راځي اودغه مرغان په ډيرقيمت سره رانيسي، چي حتي يو مرغه په لكونو قيمت لري چه دغه مرغان د خليج په هيوادونو كي ستر اقتصادي ارزښت لري. چي متآصفانه زمونږ په هيواد دحكومت د نشتوالي او په دي وروستيو كي د حكومت د كمزورتيا له امله ، زمونږ د هيواد دغه غير قانوني ښكار په چټكي سره جريان لري او خارج ته قاچاقيږي . (كلني ۱۳۱۲) ۵۸


FROM 26

الف : د كټواز تاريخي اوضاع[سمول]

ګوماتي ( د ګوملي سيند ) : ګوماتي چي ويده ژبه ده چي په پښتوكي ګومل دغوي لار ده. دګوماتي سيند چي د ګوملي له سيندڅخه عبارت دي دريګ ويد په سرو دوكي هميشه دكرومو (كرمي) له سيند سره څنګ په څنګ ذكر شوي. او يو بل ته نږدي هم دي او د سندهو له سميليترينو مرسيتالانو څخه دي . (( وي وين دومن مارتن )) وائي چي ويدي قبلي ډير وخت د سند او ((ويتا ستا )) په منځ كي سكونت درلود، او مخامخ سواحل ئي د سليمان تر غرو د هغوي تر نظر لاندي لويدلي وه ، نو هغوي هغه سيمي چي ګومل ئي اوبه كوي ښه پيژندله ، سربيره پردي د ګوماتي نوم د سانسګريت په نوموكي په وروستيو زمانوكي ډير استعمال شوي ، دغه حاصل خيزه اوزرغونه دره چي د كټواز له غرو څخه سرچينه اخلي او تر اسمعيل خان ديري پوري اوږده غزيدلي ده د پسونو او غواؤ دروزني لپاره ښه مساعده ده ( دماخذ شمير- ص ...) .

له ويدي دوري څخه را ورسته دغه سيمه ( كټواز) سيمه په تاريخي اسنادوكي ډيره نه ده ياده شوي تر څود كوشانيانو ددوري په ختميدو سره د لويكانو دوره منځ ته راغله .

د لويكانو شاهي كورني چي په زابلستان ، غزني او ګرديز كي ئي د اسلام له راتګ څخه مخكي حكمراني كوله ، او كوشانيانو له دوري او دوهمي زيږديزي پيړي څخه د هغوي د پادشاهي نښي په لاس راغلي چي د كابلشاهانو سره ئي خپلوي درلوده ، دوي په خلجي (غليجي) پښتو ژبه پوهيدل ، او دپښتو يو پخواني بيت له له هغوي څخه پاتي دي، او دهغوي په كورني نوم كي هم د لوي (ستر او سردار) د پښتو ريښه شته او شايد له همدي د غزني دوادي له غلجيانو ( اندړو او سليمانخيلو) سره ئي اراړيكي درلودلي .( حبيبي ) ۳۹ افغانستان بعد ازاسلام

له دي څخه ورسته چي بيا كله بودائي مذهب چيني زائيرين دغي سيمي او افغانستان ته رامات شول ، له دغي سيمي څخه هم تير شوي او په [ضمني ډول ئي له هغه څخه يادونه كړيده چي هغه عبارت دي له :

شي فاهيان د چين بودائي راهب چي په ۳۹۹ م كي دديني كتابونو د ټولوني لپاره د چين د چنګان څخه را رهي شو . چي `۱۶` كاله ئي په مركزي آسيا افغانستان او هند كي خپل سفر ته ادامه وركړه او په ۴۱۴ ز كي بيرته نانكي ته ورسيد ، چي ډيربودائي كتابونه ئي چيني ژبي ته وژباړل او خپله سفرنامه ئي هم وكښله اود عمرپه ۸۶ كال مړشو.

په در لړكي ((فاهيان)) د افغانستان له مهمو سيمو څخه تير شو چي له هغي ډلي څخه پكتيا څخه هم تير شو ، ده د كورمي د سيند په لوړه سيمه كي يو ولايت لوئي ((loi)) يعني روه په نامه ياد كړي چي دغه ولايت د هيون تسنګ په وخت كي ۶۰۰ ميله شاوخوا درلود چي د كورمي او ګوملي سيمي دواړه پكي شاملي دي .

فاهيان وائي چي لو-ئي (روه) له واورين غره( سپين غره) څخه شروغ كيږي اود سهيل پر لورتر سيستانه رسيږي . د غزني سيمي تر كندهاره او د ختيځ پرخوا تر سنيد پوري نيسي چي په دي سيمه كي كټواز . سيمه هم راځي ( حبيبي ) ص : ۳۳۵ تاريخي جغرافيه

له فاهيان څخه وروسته يو پل چيني زائيرخيل چي هيون تسنګ نوميږي . د ټكسيلا څخه تر اباسين را اوړي . دي له پنو څخه غزني ته راځي چي د جون له ۲۰ څخه تر ۲۵ پوري په ۶۲۹ ز كي په دي سيمو كي وه . دي د غزني او پنو تر منځ سيمي ( او- پوكين) چي پوهانو دغه نوم داوګان سره تطبيق كړي. چي تقراً ټوله د نني پكتيا سيمه راځي چي غالب ګومان دي له بنو څخه د توپي او ياګوملي ( غوائي لار ) له لاري د كټواز څخه تير شوي او غزني ته ريسيدلي ده .(حبيبي) ص ۲۴ افغانستان بعد ازاسلام

د پودائي راهيبانو څخه وروسته چي كله د اسلام دين دغي سيمي ته راغي نو يعقوب صفاري وړمبي سړي وه چي د كابل شاهانو حكومت ته ئي لويه ديكه وركړه او كا بل ئي د دوي څخه په ۲۵۷ ه كي فتح كړو ، او دوي ئي د خپلي پلازميني په بدلولو مجبور كړل ، همدغه سړي وه چي دغزني ښار ئي اباد كړ.

او دا لمړني بادشا وه چي خلجيان (غلجيان) ئي ايل كړل او هغوي ته ئي د اسلام دين ورساوه چي په هغوي كي د كټواز سليمانخيل غيلجيان هم راځي . اوده د پښتنو ځوانانو ځخه ئي يو لوي داوطلبه فوځ مرتب كړ. دده په وخت كي د ساسانياو د سلطنت ختيځه سوبه هم په اسلامي قلمرو كي شامله او دكا بل او غزني په شاوخواكي اسلام په تيزي خپور شو.(ظفر كاكا خيل ) ۲۶۲

د پښتو د سیاسی عروج پیل د غزنویانو ددوری له شر وع کیدو سره کیږی ځکه چی د غزنوی کورنی موء سس سبکتګین په فوځ کی دالعتبی په وینا په زرګونو خلج (غلجیان ) او افغانان شامل وه (ظفر کاکاخیل ) ۲۷۹

اوهمدارنګه دسلطان محمود په هر یرغل کی پښتانه د هغف د فوځو په ډول شامل بالخصوص د سومنات په معرکه کی ، خو باقاعده د فوځونو څخه علاوه ډیرپښتانه د غازیانو په ډول د جهاد په موخه د خپلو مشرانو له : ملک عارف ، ملک داؤد نورزی ، ملک محمود، ملک یحی ، ملک غازی ، ملک شاهو ، ملک خانو ، ملک مامو او ملک احمد تر مشری لاندی د غزنی دوادی د غلجیو پښتنو او د نورو سیمو له پښتنو څخه د سومنات په معرکه کی ګډون درلود. (ظفر کاکا خیل ) ۲۸۲

دغزنی او دسند و سیند په منځ کی ځینو میشتو قبایلو همیشه دسلطان محمود دقلمرو سرحداتو باندی چور او چپاو راوړ، او له هغو کاروانو څخه چی د هند او غزنی تر منځ ئی سفر کاوه باج اخیست . په ۴۰۹ ه (۱۰۱۹ز) کی کله چی د محمود فوځونه له قنوج څخه راوګرځیدل نو دقطعاتو په شکل ئی له دغودروڅخه تګ کاوه چی قبایلو هغو ته کمین نیولی وه ، نو ځکه سلطان محمود د همدغه کال په اواخروکی دقنوج څخه تر راګرځیدو لږ وروسته ددغو قبایلو په مقابل کی چی د سلیمان په غرو کی اوسیدل لښکرکشی وکړه او هغه ئی په خپلو غرنیو میشت ځایونوکی محاصره کړل او خونړی مرګونه ئی وکړل ، چی له هغو څخه ډیروکمو نجات وموند او سلطان بیرته غزنی ته راستون شو .( ناظم) ۷۱

سلطان محمود غزنوی په ۱۰۲۴ زیږدیز کال (۴۱۵ه)کی ددولسم ځل لپاره دیوه لوی پوځ سره چی دوزره تنه پښتانه هم په کی وه په هندوستان یرغل وکړاود دکن په ګجرات کی ئی دسومنات لوی بت پزه او خوله مات کړه او بیرته د ملتان او ګوملی دری او کټواز له لاری غزنی ته راستون شو . (حیات خان ) لمړی ټوک ۹۲.

د سلطان محمود تر مړنی وروسته چی سلطان مسعود پاچا شو په ۱۰۳۰ زکی چی دده په وخت کی پښتنو په صعب العبوره د سلیمان په غرو کی په بغاوتونو لاس پوری کړ چی د هغوی دټکولو لپاره سلطان مسعود ، شهزاده ایزدیار وټاکو او هغه پښتانه تنبیه کړل.

ارسلاشاه ددوهم مسعود زوی د پلار له مرګ څخه وروسته په ۱۱۱۴ ز کی پاچا شو مګر دده ورور بهرامشاه غوښتل چی دی ګوښه کړی او دهمدی کار لپاره د خپل ماما

سلطان سنجرسلجوقی دربارته یی پناه یوړه او دهغه په مرسته یی په غزنی یرغل وکړاوارسلان شاه دوه ځله ماتی یی وخوړله او دسلیمان دغرو پښتونو ته ورغیی خودسنجر د سپاهیانو لخوا دسلیمان په غرو کی تعقیب ا وونیول شواو وروسته ووژل شو(حیات خان)لمړی ټوک.

۹۵.۹۲ دغزنویانو څځه وروسته دغوریانو واکمنی منځته را ځی چی هغوی له غزنی څخه ۵۶۹ هجری قمری( ۱۱۷۳ز)کی اغزونو په شړولو سره ټول ختیځ افغنستان له غوریانو سره شو معزوالدین محمد (شهاب الدین غوری) دغزنی نوی پاجاه وتوانیدو ددغه ښار له تاریخی نقش څخه چی ټوپ وهلو دتختی په حیث د سند په دری او دهغی په هانواد ګوملی له لری ګټه واخلی، مګر په پنجاب او له هغی څخه په پښ‍ور او دکابل دسند په ښکتنی برخه کی دغزنویانو دتسلط ادامی ددی سبب شوه چی غوری پاچا لمړنی جنګی سفرونه دغو نږدی سیمو سند ، اسمعیل خان دیری دګوملی دتنګی دری ]‏څخه په تیریدلو سره او دپښتنو محسودودمملکت د آخرنیو دروڅخه په تیر یدو تر سر ه کړی.(باسورث)۱۵۴

په۵۵۴ ه ق(۱۷۸۱از)کی معزالدین محمد غوری دګوملی ددری او ملتان له لاری چی هغه په۱۷۵۱از) کی دهغه ځای له قرمطی امراو څخه نیولی وه هندته لښکرکشی وکږه مګرپه هغه کی دبیابانو څخه تیرل او ګجرات او سیهل ته رسیدل هوښیار کارنه وه او فوځ تاوانی شو.(باسورث)۱۶۸

په۲۰۶ از(۶۰۲ ه) کی دشهاب الدین غوری له شهادت څخه وروسته ملک تاج الدین یلدوز چی دشهاب الدین محمد مريی وه ،ازاد اودغورد امیر محمودبن سلطان غیاث الدین له خوادغزنی سلطنت وروسپارل، چی یلدوزپه لاهورحمله وکړه اوویی نیو،مګرسلطان قطب الدین (چه هغه هم مریی وه) دډیلی پاچا په ده یرغل وکړ او حتی غزنی یی هم ځنی ونیو یلدوزدسین غره په سهیل کی شلوزان سیمی ته وتښتید اوقطب الدین په غزنی کی په شرابو او عیاشی مشغول شو.چی یلدوز دپښتو له غټ لښکرسره په غزنی یرغل وکړنو قطب الدین وارخطااودسورۍ تیږی (کټواز)له لاری لا هورته وتښتیداو تاج الدین یلدوزدوباره دافغانستان واکمن شو.(حیات خان)لمړی ټوک ۱۰۲.

دغوریانوله دوری څخه وروسته کټواز هم دهیواد دنورو سیمو په شان دترکانواوبیا له هغه وروسته دمغلوله خوا چور او تالان شو. ترڅوددهرات دتیموری دوری په راتګ سره په هیواد کی دوباره یوڅه نظم راغی ،مګردهرات دتیموری دوری دسترواکمن شاهرخ میرزا ترمرګ وروسته په ۱۴۴۷زکی. دافغانستان په تولوسیموکی سرداران خپل سری شول چی په ختیځو سیمو کابل ،غزنی اوکټوازکی لمړی میرزاعمرشیخ بیا وروسته میرزاالخ بیک قدرت په لاس کی درلود.(حیات خان )لمړی ټوک ۱۰۷.

چی له دغی دوری څخه وروسته پښتنو په سیمه کی دحکومت اونظم دنشتوالی له امله دپښتنو قبایلو اوقومونو له یوځای څخه بل ځای ته تګ پیل اودځمکودنیولو بهیرپیل شو چه له ۱۶ پیړۍڅخه دپښتو قبیلومهاجرتونو

په داخل اوخارج کی پراختیاومونده او ځینی قبیلی یدیوی بلی قبیلی دفشارله امله پکلی توګه خپله سیمه پریښودی ده اوځینوـ قبیلودخپلو شاوخواخواسیمو په نیولو اوپه هغه کی دمیشتید کا رپیل ګړ.(غبار)۳۱۱.

له هغی جملی څخه دبټنی قبیلی خلک چی مخکی دسلیمان غره په لود یځ کی اوسیدل تر دغلجیو لودیانو دحکومت

په دوره کی په ۱۴۸۹زکی چی بهلول لودی له ۳۸کاله

سلطنت څخه وروسته مړشواودهغه زوی سکندر لودی

دهند پاچاشو نودده دواکمني په دوره کی چی تر

او ۱۵۱۷ ز کال پوری پاچاوه دغلجی قبیلی له هغی جملی څخه دسلیمانخیلو د ښاخ دغلبی له امله دبیټنی قبییله چه دسلیمان غروپه لویدیځ کی او مروت 0قبیله چی مخکی په کټواز کی میشت وه له خپل ټاټوبی څخه کوچیدلوته مجبورشول. چی دبیټنی قبیله دسلیمان غروختځی برخی ته دګومل دری ته راغلل اوهلته میشته شول. او مروت قبیله دکټواز څخه ددامان او بیادټاک اوبنو سیمی ته ولاړل (حیات خان)۲۰ دوهم ټوک

دلودیانو له دری څخه وروسته چی دظهیرالدین محمد بابر په راتګ سره دغی سیمی ته دپښتو او مخصوصا دغلجیانو دقدرت داوج دوره پای ته ورسیده اوبابرپه دی ټوله سیمه کی له هندڅخه ترغزنی اوکندهار پوری دټولی سیمی مطلق حاکم شوه. چه دده حاکمیت په (۵۰۵ ۱ ز)کی دکابل په نیول سره بیل او تره ۱۵۳۰ ز کاله پوری دهند په نیولوسره پای ته وروسیده چه له ده ورسته یی کورنی دوه نیم سوه کاله په دغه سیمه حکومت وکړ.

دی دخپل حکومت ددوری په هکله یو کتاب هم لیکی چه په خپل کتاب کی دکټواز دسیمی په هکله ځنی معلومات لیکی چه دری ځلی له هغه څخه تیر شوی،(بختانی)ص:۶۱

بابری لیکی چی په بنوکی ددښت یانی ددیره جاتو دوهلو سله وشوه،او دی له خپل لښکر سره عیسی خیلو ته لاړ.

دی خلکو له بابر له ویری کلی خوشی کړل او بابر د ټانک د لوټولو څخه وروسته له خپل پوځ سره د سلیمان دغره په لمنه کی دډکی له لاری دګوملی څخه پوریوت او بیا د کټواز له لاری دولاړو اوبو له څنګه تیر اوغزنی ته را غی چه د ده په دغه سفرکی دکټواز اودغزنی ولاړی اوبه ډیری خوښی شوی دی لیکی چه دهغه رود څنګه ته چی دکټواز ددښتی څخه ولاړو اوبوته غزیدلی را ورسیدو چه داردو داخل چه د پسرلی موسم وه له اوبو څخه ډک او مخکی چه څوځله زه له دغه روده تیرشوی وم داوچ وه خو په مشکله له اوبو څخه تیری او د سردی له لاری غزنی ته ورسیدلو(بابر)ص:۵۲،۴۰۲،۶۹-۱۷۵

بابر له خپل دی سفرڅخه چی کټواز ته یی کړی وه دوه کاله وروسته په ۱۵۰۷ ز کی دغلجیو(سلیمانخیلو) دټکولو لباره له کابل څخه روان شو. دا پشتانه دبابر او کندهاردواړوداقتدار څخه ازادوه. کله چی دبابر لښکر سردی ته راورسید. نو هغه ته وویل ته شوچی دیوه فرسنګ په فاصله په مست اوسه ګانه کی مومند پښتانه ډیر غافله پراته دی دهغوی لوټل پکاردی ولی بابر ددی څخه انکاروکړو اووبل چی زمالپاره دخپل رعیت لوټل ناممکن دی،غلجی قبایل دااوسنی زمانی په شان دبابر په وخت کی هم دکټواز په لوړو میدانونوکی ابادوه(ظفرکاکا خیل)ص ۴۰۳،

بیا دبابرلښکر له سردی څخه سپاره اوکټواز دښته دشپی طی کړه ترڅو دخواجه اسمعیل شیربیتی ته ورسیدل چی د کټواز په وازه خواکی ده، چی بابراودهغه لښکرو دغلجیانو دخیمو او کیږدیو څخه دلوګی توری لوخړی چی داسمان په لوری ختلی اوتوری وریځی کی جوړی کړی.

وی له لری څخه ولیدی، نودیرغل لپاره یی ځان جوړکړ، چی بابر په دغه یرغل کی ډیرکی ډیری ګډی چی اویازره وی لاس ته راوړی چی بابرلیکی چی په هیڅ یرغل کی پدغه اندازه ګډی مونه وی ولجه کړی له هغه وروسته ښکته راغلو چه غلجیان له هره طرفه ډلی ډلی راغله اوپرمونږیی حمله کولی چی زما کوټوال هم په دی جنګوکی ټپی بیا تره کابله مړشو چه دغو یاغیانوڅخه یوه ډله یی ناصرمیرزاله تیغ څخه تیرکړل او دافغانانو دمړوله سروڅخه یی منارجوړکړ؟

له هغه وروسته راروان او دښکارلپاره مودکټواز دښتی دحلقی په ډول احاطه کړی چه ددغودښتو هوسی اوګورخر همیشه مزی وی چه په حلقه کی ډیر داخل شول او دیرموووژل چی ددغی سیمی (کټواز) هوسی اوګوخر دمنګولیا دهوسیو هم چاغی وی، اوبیا له ټولو غنابمودسره کابل ته راوګرځیدلو.(بابر)ص:۱۵۵

دبابرڅخه وروسته هم چی کله دهند مغلی حکومت په ډهلی کی مستقروه په دغه ټوله دپښتو پرسیمه یی تسلط درلود. مګر برسیره پرهغه هم پښتنو قومونو داخلی آزادی تر ډیره حده درلوده ځصوصآ غلجیانوچی په دغه سیمه کی همیشه محلی اود خپلو قبیلو مشرانوحکمرانی کوله. چی له هغی جملی څخه دهوتک بابا له مړینی څخه وروسته په ۷۴۰هق کی دقوم دمشری دنده دهغه مشرزوی ملکیارهوتک ته وسپارل شوه. چی دخپلو دکرهڼی ځمکودپراختیالپاره ځنی تحریکات پیل کړل،چی دده دغه پراختیاغوښتنه ترټولو لولمړی دمغلودکینی سبب وګرځیدله او ددوی په مرکزی سیمه (سیوری) یی ناڅاپی یرغل وکړ او له ملکیار سره یی سخت جنګونه وکړل که هم ددی جنګونو په اثرپه پیل کی ځنی غلجیان بی کوره اوزیانمن شول اودمرغی ږوب اوکټواز وازیخوا ته ولیږدیدل. خوترلږ مودی وروسته دویم ځل غلجیانو دملکیارپه مشری په یرغلګرو برید وکړ. اوهفوی له سیوری او شاوخواسیمو څخه وایستل،او سیوریی اباد کړ.(بینوا)۳

کله چی دغلجیانو مشری دهوتکوڅخه دتوخوقوم ته راغله نودهغومشر سلطان ملخی توخی د۱۰۰۰ ه په حدودکی غلجیانودده په مشری له غزنی څخه ترجلدکه پوری ددغی سیمی خپلواکی لاسته راوړه او له هغه څخه وروسته یی دکندهاردصفوی حاکم سره جنګونه پیل کړل نو ابدال خان ناصر دناصرو قوم مشر چه دکټوازپه ډیله کی to 34 اوسیده له خپلوخبلوانوسره

Form 35

دزابل داټغرسیمی ته ولاړاودعادل خان توخی دغلجیومشرسره په ګډه يی دګند هار صفوی حکومت سره ډیرجنکونه اومقابلی وکړی ؛ چی بیا وروسته د ده زوی سید الله خان ناصرد هوتکی د و ری سپه سالار د هوتکیانو به د وره ډیرخدمات سرته ورسول ؛ اودمیرویس خان هوتک په برخلیک ټاکونکی لویه جرګ کی چی۱۷۰۹ ۱۰۸۸ کی دکند هارپه ما نجه کی وشوه ؛ چی میرویس خان داجرکه وه چی زمونږ هیواد په ازادی اویوالی تمامه شوه. په دی جرګه کی قطعی پریکړه وکړی شوه چی په کندهار کی دمصنوی حکومت حاکم له منځه یووړل شی اوازادی اعلان شی . په دی جرګه کی دلوی کندهار اودهغه شاوخواټولو قومونو برخه لرله .چی مهم کسان یی: میرویس خان ؛ یحی خان ؛یونس نورزی نورخان نورزی ؛ عزیز نورزی چی دخپلی قبیلی په نمایندګی یی په جرګه کی برخه لرله ؛ عزیز خان نورزی دګرګین دوژل کیدو په وخت کی افغانی ځواکونو سپه سلار په ټوګه ټاکل شوی وه اوله دی جنګ څخه وروسته په زیاتره هغه جګړوکی چی دمیرویس خان له زمانی څخه تر ۱۱۵۰ ه پوری په ۳۰ کلونوکی (په ټوله ۳۰کلنه هوټکی دوره کی چی دننه اویادهیواد څخه بهر شوی دی دده نوم دافغانی ځواکونودیوه مشهور جنرال په توګه یاتکړی دی . داصفحان فتح کی یی هم له شامحمود هوتک سره برخه لرله؛ اولاخره له نادرافشارسره اله ډیر و جنګووروسته دکلات په جنګ کی ونیول شواوسترګوله نعمت څخه محروم کړل شو. سید ال خان سربیره پریوه نظامی سترعالم اود پښتوژبی شاعرهم وه (بینوا).۱۶۰.۱۵۹

هغه وخت چی د میرویس خان هوتک مشر زوی شامحمود د۱۱۳۵ ه (۱۷۲۲ ز) کی له کندهار څخه د ایران دفتحی به موخه روان شو ، خپل کشر ورور میر حسین خان هوتک ئی پرخپل ځای کښیناوه او دهیواد ټولی سلطنتی چاری ئی ده ته ورسپارلی، شاخ حسین به بیل کی یواځی د کندهار دنژدی اواړونده سیمو سلطنت دلود. خو به ۱۱۳۸ ه کی ئی د خپل سلطنت لمن لویدځی خواته تر هرات او سیستانه او ختیځی خواته د ټولو غلجیو سیمه دګومل تر دری کټواز ، غزنی ،پښین ،شال و او دغازی خان اوسمعیل خا ن تر دیرو براخه کړه . (بینوا) ۱۳۵

تر هوتکی دوری څخه ورسته دغه سیمه یو څه لنډه موده د نادر افشار سره وه مګر ددغه لنډی مودی څخه وروسته احمد شاه ابدالی یو ځل بیا د میرویس ارمانونه را تازه او افغانستان ئی خپلواک او یو موټی کړ ، او په خپلولښکرو سره ئی هند او پنجاب هم ونیول ، احمد شاه بابا د شومنات له جګړی څخه وروسته په خپل اتم سفر کی په ( ۱۷۶۳-۱۷۶۲) ز کی پنجاب ته چی د هغه ځای سیکانو د هند له فتحی څخه وروسته د جیساسنګ به مشری شورش کړی وه او لاهور ئی هم نیولی وه نو احمد شاه بابا پنجاب ته لښکرکشی وکړه او ددښمن (۷۰) زره سپاره او پیاده ئی به سرهند کی سره وشیندل ، او کشمیرئی هم تامین کړ. دا ځل احمد شا بابا چی د هوا دخرابی اودزیاتو سفری تکلیفو له امله ناروغ شوی وه د ملتان ، دیره اسمعیل خان ، ګومل دری او کټواز له لاری په ۱۷۶۳ کی کند هار ته راستون شو . (غبار) ۳۷۱

له احمد شاه بابا وروسته دهغه داولادونوترمنځ د سلطنت بر سر شخړی پیل

Form 37

شوی او هر یوه غوښتل چه ځان پاچا کړي. په دي لړکې په ۱۸۰۱زګې د درانیو وروڼو شازمان او شاه محمود تر منځ په جنګ کې چي شازمان ماتی وخوړه، نو درۍ جنګوپه لیدلو سره له غلجیو سره هم د پاچاهي سودا پیداشوه او د غلجیو مشر عبدالرحیم هوتک د همدي مقصد لپاره د توخو مشر شهاب الدین خان توخي هم له ځان سره کړ او په خپله عبدلارحیم هوتک د سلیمانخیلو غلجیو د تحریک لپاره کټواز ته ولاړ او یو غټ غلجي لښکرئي جوړ او په کابل ئي یرغل وکړ، مګر کابل ته نږدي ئي د شامحمود د لښکروله خوا ماتي وخوړه (حیات خان، دوهم ټوک) ۳۹


له ابدالي دورې وروسته محمدزیو وروټو له ډیرواوخونړیو جګړو وروسته په ۱۸۲۶ زکې په خپل منځ کې صلح وکړه او هیوادئي تر خپل منځ وو یشه، چي په دغه ویش کې د کټواز او غلجیو د سیمي حکومت اومالیات نواب عبدالجبارخان ته ورکړل شو (غبار) ۵۱۳.


په ۱۸۳۹ زکې د جولاي په ۲۳ چي کله د انګریزانو لښکر د شاشجاع سره په افغانستان تیري وکړ او دکندهار ترنیولو وروسته کابل ته روان شونو په غزني کې د غلحیو د بیلا بیلو قومونو ۱۶ زره سپاره او ۳۰ زره پلي لښکري راټولي شوي او انګریزانوئي یر غلونه کول چي د غوجنګو ۱۲ ورځي دوام وکړ او انګریزان ئي وځنډول په غزني کې، په دي جنګوکې د غلجیو په دي قومونو کې اندړ، سلیمان خیل، تره کې او وردګو برخه لرله، په هغه کې د کټواز او زرمت د سلیمانخیلو د قوم مشران مهترموسی خان سلیمانخیل او لوټ خان سلیمانخیل وه. (حیات خان، لمړي ټوک) ۱۴۵. پدي جنګ کې چي کله امیر دوست محمد خان انګریزانو ته تسلیم شو نو انګریزانو دي له خپلي کورنۍ سره هند ته ولېږه، داوخت محمد اعۍم خان او شیر علي خان دده زامن د اندړو، سلیمانخیلو، وزیرو او غلجیو د تحریک لپاره، شلګر، کټواز، کلات او وزیرستان ته ولاړل او هغوۍ ئي په کفارو باندي د جهاد لپاره وهڅول. مګر ددوۍ څخه انګریزان خبر او سر دارمحمد اکرم خان ئي تو قیف او دهغوۍ عملیات ئي خنثی کړل، او د امیرزامن محمد اعۍم او شیر علي خان مجبور کړل چه لاهور ته ولاړ او له خپل پلار سره یو ځاي شي چي له هغه ځایه بیا ټوله کورنۍ لودیاني او بیا کلکتي ته د انګریزانو له خوا ولېږل شول. (فرخ) ۱۸۶.

ددغه جنګ په اوږدوکې په ۱۸۴۱ زکې په جولاي کې د کابل د قیام سره سم په کټواز کې د عبدلاعزیز سلیمانخیل په مشرۍ شورش پیل او د کابل او کندهار د اتصال کرښه ئي له منځه یووړه او انګریزان ئي په غزني کې محاصره چي په پنځه میاشتي ئي دوام وکړ. (غبار) ۵۴۸.


د دغې محاصري په پاي کې مجاهدینو انګریزانو ته د غزني څخه د وتلو او کابل یا کندهار ته دتللو وراندیز وکړ، او دانګریزي فوځ د وتلو په وخت هم غلجیو خپلو حملو ته آرامه ورکړه او هغوۍ ته ئي ډیر تاوانونه ورسول له هغه وروسته غلجیانو د کابل په لورۍ یرغل راوړ او دانګریزانو تر کاملي ماتي ئي خپلو مبارزوته ادامه ورکړه. (حیات خان، لمړي ټوک) ۱۴۷.


ددغې جکړی د بریالیتوب په پایله کې امیر دوست محمد خان دوهم ځل (۱۸۴۳ - ۱۸۶۳)

پاچا شو، چي امیر داځل خپل ټول قلمرو د خپلو زامنو تر منځ وویشه چي د کټواز او زرمت حکومت ئي سردارمحمد افضل خان ته ورکړ، چي بیا وروسته سردار محمد اعظم خان د کرمي په ګډون دټولي پکتیا حاکم شو. (غبار) ۵۷۴.


له امیر دوست محمد خان څخه وروسته د یو څه نا آرامي په پاي کې امیر شیر علي خان دوهم ځل پاچا شو دده دوره په کال ۱۲۸۶ ه ق (۱۳۷۰ ز) کې د محمد اسلم خان توخي په مشرۍ غلجیانو شورش وکړ چي میر علم خان هوتک چي مخکې د کلات حاکم وه هم له شورشیانو سره یوځاي او د یرغل لپاره ئي د غلجیو نور قومونه اندړو، تره کو او د کټواز د سلیمانخیلو او د کاکړو ملاتړ هم ځانته حاصل کړ، چي امیر شیرعلي خان د شورش د آرامه کیدو لپاره ارسلاخان سلیمانخیل ولېږه چي هغه له غلجیانو سره له ډیروجګړو وروسته شورش آرامه کړ. (نوری) ۲۷۲.

د امیر شیرعلي خان د دوري په پاي په ۱۸۷۹ کې چي کله انګریزانو پر افغانستان یرغل وکړ او د هغه حکومت ئي ختم کړ نو د هیواد د نورو سیمو په څیر د سهیلي سیمو د مجاهدینو مشرانو محمدجانخان وردک او ملادین محمد اندړ په خپلو سیمو وردګو او د غلجیو په نورو قبایلو کې تبلیغ کاوه او هغوۍ ئي د انګریزانو پر ضد جهاد ته رابلل او بلآخره دوۍ دواړو د محمد مشکین او ملا عبدالغفور لنګري سره په ګډه د وردګو، غزني د اندړو او د کټواز د سلیمانخیلو وزیرو، ځدرانو او خواځکو څخه لښکر راټول کړ او د ۱۲۲۷ ه ق په محرم کې ئي د غزني څخه د کابل په لور یرغل راوړ، جنرال فردریک رابرتس یوه ډله انګریزي فوځ د جنرال مکفرمن او بله ډله د جنرال بیکر په مشرۍ د مجاهدینو مخي ته راولېږه، مګر بیا هم د کابل په قاضي کلا کې انګریزانو ماتي وخوړه او ده مزنګ ته پرشا شول چي داوخت کابل له دیو لورو محاصره چي د لویدیځ له لوري غلجیانو د محمد جان خان او مشک عالم په مشرۍ د سهیلي لوري د پکتیا او خوست مجاهدین د غلام حیدر څرخي او د شمالي مجاهدین د محمد عثمان صافي په مشرۍ په دغه جګړه کې برخه لرله، چي بالاخره د انګریزانو په ماتي اوله افغانستان څخه په وتلو تمامه شوه. (فرخ) ۳۷۴، ۳۷۵، ۳۷۷.

په نوموړي (دافغان او انګیس په دوهم جنګ کې) د سهیلي جبهي د مجاهدینو یوه مخکښه توریالۍ او ملي مبارزه غازي ادي وه چي پر افغانستان د E په دوهم یرغل کې دوطن خاوري ملي نواهیو څخه په میړانه او د لاوري دفاع کړی وه.

دغازي ادي نوم شبیعه وه په کلي او کورکې د الماسي په نامه مشهوره وه. دادهیواد د جنوبي سیمي د پکتیا ولایت د کټواز اوسیدونکي وه او په خټه سلیمانخیله وه. د غازي ادي کورني زیاتره په کوچیتوب کې ژوند کاوه، د سرحدي سیمو دي خوا اوها خواته به تله او راتله، میړه ئي حبیب الله نومیده، غازي ادي یوه قوي هیکله ښځه وه، او وطندوستي ملي شهامت ددي د اخلاقو نمونه ګڼل کیده.


هغه وخت چي د انګریزانو قواوي خوست ته ننوتي نو د سلیمانخیلو د قوم او د خوست د شاوخوا سیمو یوزیات شمیر غازیان د خوستیانو په مرسته د انګریزانو په مخالفت و دریدل یو شمیر راړه خلک او زړي ښځي چي کافي اسلحه ئي نه درلوده د خوراکې شیانو د وړلو او راوړلو له پاره په دي ملي معرکې کې شامل شول که څه هم د خوست په جنګ کې ئي زیات بریالیتوب په نصیب نه شو خو د پیوار د کوتل په پیچو موکي او انګریزانو ته ډیر مالي او ځاني تاوانونه ورسول انګریزانو د ټوپکو او داسي نورو اسلحو تفوق درلود خو بیاهم غازیانو په ډیره میړانه د وطن د ننګ او ناموس څخه مدافعه کوله، غازي ادي په جنګ کې د ملي مدافعینو مورچوته باروت او محرک رسول او په خپلو قوي اوږو سره ئي د اوبو موشکان چلول، په دغه مبارزی کی دغازی ادی میړه او ځوان زوي د پکتیا د یوشمیر نورومدافعینو سره شهیدان شول. د غي حادثي ددي په غوض کې چي د غازي ادي روحیات ضعیفه کړي، او ژړانده ئي وګرځوي بالعکس ددي ملي احساساتو او د انګریزانو څخه د انتقام اخستلو جذبه په ښور راوستله په ډیر صبر، مسانت، حوصله او میړانه ئي د خپل ځوانیمرګ زوي ټوپک او قطار روزنه چي د انګریزانو د لښکرو څخه په شبخون او داړه کې اخستي وه را واخیستل او په مستقیم ډول د وطن د دفاع او ملي نوامیسو په ساتلو کې ئي فعاله برخه واخیستله. د پیوار، خوښۍ، چارآسیا، سنګ نوشتي په غزاګانو کې ئي دومره دلاوري، میړانه او شهامت ښکاره کړ چي د نوروملي مدافعینو د ننګ او غبطي احساسات ئي په ښور راوستل غازیان به د غازي ادي تر رهنمائي لاندي جنګیدل. دسنګ نوشتی په ملي مبارزي کې چي د دښمن قواوي د دواړو خوا وو یعني جنوبي او شرقي پلوه سره یو ځاي شوي وي او شمیر ئي زیات او قوي معلومیده، ملي مبارزین ددي د پاره چي زړه ئي ونه لوېږي او په غزم کې ئي خلل پیښ نه شي د جنګ د مخه ئي یوه غونډه وکړه او ددغي غوندي په نتیجه کې د افیصله وشوه چي په هیڅ ډول سختو شرایطو کې تر ځو چي مري باید د جنګ میدان پرینږدي ځو فاتح او شهیدان شي په دغه وخت کې غازي ادي د ملي مدافعینو د غونډي څخه ولاړه شوه لاسونه ئي د اسمان خواته پورته کړه په ډیر عجز او نیاز ئي د لوي خداي څخه و غوښتل چي لویه خدایه ته پوهېږي چي پروطن باندي غلیم راغلي دي زمونږ ټول ملي مفاخر ډنګ او قومي ژوندون ئي په خطر کې اچولې، له دي سره چي زه ستاد رضا او ملت د خدمت پرځاي کولو توان پرم، خوستا توفیق او مهرباني پدي پاکه لاره کې غواړم، معرکه کې مي مه شرموه فتح او یا شهادت مي په نصیب کړه له همدي وروسته د غي نومیالي غازي ادي په ټولو سیمه این وروڅیرمه معرکو کې ګډون کاؤ، په ملي شهامت او افغاني هوډ جنګیده، غازي محمد جان خان وردګ چي د غازي ادي د میړاني او ملي شهامت څخه خبر شو ددي پر میړاني او ملي شهامت ئي افرین ووایه، دي ته ئي د توپخاني څخه یو آس د پوره ایراق سره وروباښه... او بالاخره د قلعه قاضي، شیر دروازي او علي آباده ټول مهم ځایونه او کلي غازیانو ونیول او انګریزانو ئي د شیرپور په کلا کې محصور کړل.

او په همدغه جنګ کې غازي ادي شهیده شوه. او ددي قبر د چهار دهي کوه قورغ، آسمائي غره په ملي مبارزو کې د هر افغان د افتخار شمله هسکه ساتي (ځلمي ص: ۱۰۷ – ۱۱۳)


دانګریزانو ددوهم ځل ماتي څخه وروسته چي امیر عبدالرحمن خان سلطنت ته ورسیدل چي دهغه د بدي روئي څخه چي د مجاهدینو سره ئي کوله نو په ۱۳۰۴ ه ق کې غلجیانو د ملا عبدالکریم د مشک عالم د زوي په مشرۍ د عبدالرحمن په ضد شورشوکړ، چي په دغه شورش کې د غزني ټولو غلجیانو لکه اندړو سلیمانخیلو، تره کو او نورو برخه لرله چي امیر د جنرال غلام حیدر خان توخی په مشرۍ لښکر ورولیږه او هغه شورش سرکوب کړ. (امیر عبدالحمن خان) ۲۷۲ – ۲۷۵.

د افغنستان اوروسئی د سرحدي کرښو د ټاکلو څخه یو کال وروسته جنرال رابرتس په پښتونخواکې د انګریزي فوځ مشر په ۱۸۸۸ ز کې د آزادو سرحدونو د خلکو په ټکولو مشغول شو او د انګلیسي نظامي تشکیلات په هند کې نوي کړل شو او د انګریزانو سوقیات او مخکې تګ د پښتونخوا په ډیر قومو لکه شوسفزو، اروکزیو او نوروپیل چي تر ۱۸۹۴ ز پوري ئي دوام وکړ او د پښتونخوا په انتهائي شمالې برخو لکه دیر، چترال، ګلګت هم انګریزانو ونیول، او د انګریزانو له خوا د بلندخیلو اوواڼه د نیولو څخه وروسته د افغانستان دولت مامورین او سردار ګل محمدخان چي په واڼه کې مقیم وه د امیر په امر له هغه ځایه برمل او بیا کټواز ته را په شاشو او له انګریزانو سره د سرحدي امورو د تصفیي لپاره منتظر شو، ترڅو بالاخره امیر دغه ټولې سیمي د انګریز د فشار په اساس هغوۍ ته ورکړي. (غبار) ۶۸۶.

اوله هغه وروسته په ۱۸۹۴ – ۱۸۹۵ ز کې که دغه کرښه د افغان او انګریز ګډ هیئت د ډیورنډ د تړون مطابق ګل محمدخان او بیا وروسته محمد عمرخان او د انګریزانو له خوا مکمهن دغه کرښه د ګوملي دري څخه د کټواز په برخه کې تر ملک بورغره پوري و ټاکل شوه. (رحمتي) ۲۳

د امیر عبدالرحمن څخه وروسته د هغه زوي امیر حبیب الله خان په ۱۹۰۱ ز کې پاچا شو، دده په دوره کې هم چي ۱۸ کاله ئي دوام وکړ د هیواد د نورو سیمو په څیر د کټواز د سلیمانخیلو د مالیاتو په ضد شورش وکړ، چي د هغه وخت مالیات ډیر درنه او خلک ئي په ورکړه ونه توانیدل. (فرخ) ۴۲۳.

د امیر حبیب الله خان د دوري څخه وروسته چي کله په ۱۹۱۹ ز کې د هغه زوي امیرامان الله خان پاچا شو چي هغه له انګریزانو څخه د کاملي آزادي لپاره د جهاد اعلان کړل شو او ده خپل فرمانونه ټولو سرحدي قومونو ته ورسول، چي د هیواد سهیلي برخي وزیرستان، ږوب، کټواز او ګوملي قومونو او قبیلو ته ئي هم خپل فرمانونه د ملا عبدالرزاق اندړ، ملا عبدالغني علیخیل ښرنئی او آدم خان سلیمانخیل ښرنئی په واسطه ورسول، چي له هغه وروسته د وزیرستان، ږوب، کټواز او ګوملي قومونو دواڼه د اشکې په کلۍ کې په ۱۲۹۸ ه غوئي کې غونډه وکړه چي دغي غونډي په سهیلي جبه کې د فرنګیانو د پوځي ځواک په وړاندي د افغانستان خپلواک تامین کړه، چي په دي جهاد کې د وزیرو، مسعودو، کاکړو، مندوخیلو، خروټو او د سلیمانخیلو قومونو برخه لرله چي د سلیمانخیلو د لښکرو په مشري فتح خان او نواب خان سلیمانخیل برخه اخیستي وه. چي په نوموړي غونډه کې د برید لپاره ۴ محاذونه وټاکل شول:

1. دوزیرستان محاذ: په دغه محاذ کې قومانده وزیرو او مسودو په غاړه واخیسته.

2. د ږوب محاذ: په دغه محاذ کې قومانده کاکړ و او مندوخیلو په غاړه لرله.

3. دکندرمحاذ: په دغه محاذ کې قومانده مریاڼو او سلیمانخیلو په غاړه لرله.

4. دګوملي محاذ:په دغه محاذ کې قومانده خروټو او سلیمانخیلو په غاړه لرله.

چي په دغو ټولو محاذوکې د قومانده د ملا همزالله وزیر په لاس کې وه او د کابل څخه نورالمشایخ فضل عمرمجددي هم د دغه جهاد د رهنمائي لپاره برخه لرله.

د کټواز دګوملي په محاذ کې د قوماندي سره سم د غوئي په ۲۴ د ۱۲۹۸ ه کې یرغل پیل او له انګریزانو څخه ئي دواړه چوڼۍ ونیوله، او بري د افغانانو په برخه شو، په دغه جنګ کې د کټواز د سلیمانخیلو مشرانو: ملک فتح خان، نواب خان، نصرالله خان، عبدالله خان سلیمانخیل او مهتریعقوب خان او نور وه. (وزیري) ۴۱، ۴۲، ۵۹، ۶۲.

د دغي جګړي په پایله کې هیواد خپلواکه شو مګر د امان الله خان د هیواد متمدنه کولو چټکې هڅې چي د هیواد قبایلو او وروسته پاتي قومو د زغم وړنه وي او همدارنګه د اخوندانو تبلیغاتو خلک راپاڅول چي دغه پاڅونونه له کندهار او بیا د کټواز سلیمانخیلو احمدزیو او وروسته په ۱۳۰۳ ه کې د منګلو پاڅون پیلامي شروع شوي. (فرخ) ۴۵۱. د امان الله خان د دورۍ په دوهمه لویه جرګه کې چي په ۱۳۰۳ ه کې د کابل په پغمان کې د ۱۳۰۱ کال د جلال آباد د لوئي جرګۍ په دوام جوړه شوه، چي په دي لویه جرګه کې د افغانستان لمړني اساسي قان تصویب شو، په دغه لویه جرګه کې د کټواز د لوي حکومت څخه دوه نفرو ملک عبدالله خان او ملک محمد عمر خان نماینده ګې کوله. (فیض زاد) ۱۱۲.

بالاخره د امان الله خان دوره دوروستیو ټولو پرمختګونو سره په پایله کې د سقوي اړو دوړ له امله په ۱۹۲۹ کې پاي ته ورسیدله، او په ټولو کې غلا او چور او چپاول پیل شو داوخت جنرال محمد نادرخان چي په فرانسه کې وه هیواد ته راغې او خلکو ته ئي نجات ورکړ او له ده سره حضرت نورالمشایخ مجددي چي د امان الله د پاچاهي وروستیو کلو کې له هغه څخه خوابدي ا هند ته تللي وه او په بمبۍ کې اوسده، د سقوي حکومت په راتګ سره چي سپهسالار محمد نادرخان د هیواد د نجات لپاره هڅي پیل کړي او پکتیا ته راغي نو له حضرت مجددي څخه ئي هم غوښتنه وکړه چي هیواد ته راشي او د هیواد په ژغورنه کې له ده سره کمک وکړي نو له دي کبله حضرت هم هیواد ته د تلوتکل وکړ او د اسمعیل دیري او ګومل درۍ له لاري کټواز ته راغي چي په دیره اسمعیل خان او کټواز کې د زرهاؤ سلیمانخیلو له خوا استقبال شو او په کټواز کې میشت شو او ۷ زره سلیمانخیل چي د نور المشایخ په خواکې راټول شوي وه او دهغه د دربار دیوي شپي او ورځۍ ۱۵ غوائي او ۳۰ پسونه مصارف ئي ورکول، چي حضرت نوالمشایخ په کټواز کې پنڅه میاشتي تیري کړي، چي حضرت مجددي په کټواز کې شعار ورکاوه چي زه افغانستان سراسري صلح او امنیت غواړم، د هیواد پاچا باید د خلکو په خوښه و ټاکل شي او حضرت مجددي د سلیمانخیلو په مشرۍ د نادرشاه سره په حکومت ته رسیدلو کې پراخه همکاري وکړه. (غبار) ۸۳۲، ۸۳۳، ۸۳۶.

پدي سره نادرشاه قدرت ته ورسید ده په ۱۳۰۹ وږي (۱۹۳۰ سپتمبر) کې د نوي حکومت د پالیسیو او د نوي اساسي قانون (چي د افغانستان دوهم اساسي قانون وه) د تصویب لپاره لویه جرګه کابل ته راوغوښتله، چي په دي لویه جرګه کې د کټوازولوي حکومت څخه چي د جنوبي (لوئي پکتیا) د اعلی حکومت مربوط وه څلورونفرو نماینده ګې کوله چي میرشاه خان، بهاول خان، صاحب جان او علی محمد خان وه. (فیض زاد) ۱۴۲

د نادرشاه تر شهادت څخه وروسته په ۱۹۳۳ ز کې د هغه ځوان زوی محمد ظاهرشاه پاچا شو چي دچاروواکې تر ډیره حده دده د تره محمد هاشم خان لمړي وزیر په لاس کې وي چي دده په دوره کې په ۱۹۴۵ کې د کټواز خلکو د هیواد د نورو سیمو په د ډیر مالیاتو له امله د شاشۍ په مشرۍ پاڅون وکړ چه د هاشم خان لخوا غلی شو او پاڅون کونکي یاغیان د افغانستان شمالۍ دښتو ته تبعید شول. (غبار) ۹۳۵، ۹۳۶، ۹۴۸.

د ظاهر شاه په دوره کې په ۱۳۴۲ ه ش کې د دیموکراسۍ د لسیزي په پیل سره د افغانستان نوي او دریم اساسي قانون د تصویب لپاره لویه جرګه راوغوښتل شوه، چي په دغه لویه جرګۍ کې د کټواز د لوي حکومت څخه چي د غزني د اعلی حکومت

مربوط وه څلورو نفرو چي :شيرمحمد خان له ښرني ،محمد عمرخان كوچي ديحي خيلو،آدم خان دخيركوټ اوعبدالقدوس خان دوازي خواڅخه دكټواز نماينده ګې كوله چي په دي لويه جرګه كي دملي شورا د۱۱ دوري وكيلانوهم ګډون درلود چي په شوراكي هم دكټواز دلوي حكومت څخه ۴نفره : امير محمد دخيركوټ ،دريا خان دښرني څخه محمدخان دوازي خوا اوكشميرخان ديحي خيلوڅخه برخه لرله .(فيض زاد) ۲۲۴

دديموكراسي دلسيزي په ختميدوسره دظاهر شاه ۴۰ كلنه دوره هم ختمه شوه اوپه ۱۳۵۲ ه ش كي محمد داؤد خان واك ته ورسيد چي ده هم په د۱۳۵۵ ه ش كالد د نوي اودافغانستان دڅلورم اساسي قانون دتصويب لپاره په سلواغه كې لويه جرګه راوغوښتله چي پدغه جرګه كي داؤد خان اساسي قانون دتصويب ترڅنګ د افغانستان دلمړني ولس مشر په توګه وټاكل شو.په دي جرګه كي هم له كټواز لوي حلومت څخه څلور نفرو :نياز محمد ،كټوازي ،محمدخان ،دوازي خوا ،محمدرفيق خان دښرني څخه اوحاجي محمد سرور كوچي نماينده ګي كوله (فيض زاد ) ۳۳۶

دداؤد خان دوره چي په ۱۳۵۷ دغوائي په اومه په خونړي كودتاسره پاي ته ورسيده له چي له هغه څخه وروسته د۱۳۵۸ دمرغومي دشوروي په يرغل سره دهيواد ټولو برخوته زيانونه ورسيدل چي له هغو څخه كټوازهم ګوښي پاتي نشو اوپه هيواد كي پرله پسي پاڅونونه او د يرغلګرو په مقابل جهاد پيل اودشوري ځواكونوتروتلوپوري ئي خپلومبارزوز ته دوام وركړ. چي له دغو مباريزينو څخه يوهم دشاهي دوري نامتو جنرال عبدالحكيم خان كټوازي ده چي دهيواد دناخوالودختمولولپاره ئي تل دسياسي لياري مبارزه كوله اودخپل عمرترپايه ئي خپلي مبارزي ته دوام وركړ.ترڅوپه كي دهيواد او دصلحي دوخير خواهي ددښمنانو له خواپه پيښور ښار كي په شهادت ورسيد.(ځدران)ص :۱۱۰: ۲۵۵، ۲۶۹

په دغه شل كلن اړودوړكي چي په افغانستان كي ئي جريان درلود ،بهرنيو مداخيلو هم زور واخيست ، په تيره بيا زمونږ ختيځ ګاونډي پاكستان چي تل ئي دخپل سلف (برتانوي هند) په څير په تيروڅه دپاسه سلو كلوكي چي د ډيورنډ كرښي دټړون څخه تيريږي تل هڅه كړي ده چي افغانستان دولت پر پښوونه دريږي ترڅو پر دغه ټړون اوكرښي ددعوا مهلت پيدانه شي چي په همدغوكلونو كي دپاكستان دغه سياست ډير دتطبيق وړوه په تيره دطالبانو په دوره كي مګر دطالبانو داسلامي امارت له دغوډول ډول فشارونه سره خصوصاَ دسرحدونووزير مولوي جلال الدين حقاني په ښه توګه مقابله وكړه اوتسليم نه شو.(مژده) ۱۲۶

چې له دي څخه وروسته پاكستان هڅه وكړه چې په بل ډول په سرحدي كرښوكې دقومونواوقبايلوترمنځ اختلافات پيدااوهغه ته لمن ووهې ترڅو افغانستان ترفشارلاندي راولې، چې په دي لړكې دپاكستان دولت دكټواز د(ترؤاوبو) په سيمه كې چې يوه سرحدي منطقه ده ددوه قومونودلونداوسليمان خيلو ترمنځ چې له پيړو راهسي ئي هلته دوروڼو په څير ژوند كاوه ،دپاكستان دولت دلوند قوم خلكوته سلااوپيسي وركړي اوهغه يې وهڅول چې كه هغه ځايونه پاكستاني وبولي .دهغوسيمي ته به بريښنا ، دتلفون آسانتيا ،ښونځي ،روغتونونو څخه برخمن كړل شي . چي دسليمان خيلودقوم خلكو دپاكستان ددغه تصميم په مقابل كې راپورته اودپاكستان مخالفت يي وكړچي دهغه په پايله كې دسليمانخيلواولوند قومونوترمنځ جنګ ونښت، اودلوند خلكودپاكستان ددولت دامكاناتوڅخه په ګټه اخيستنيي سره دسليمانخيلو خلك د(ترؤاوبو) له سيمي څخه وايستل ،اود هغوي كورونه يي وسوځول چي دطالبانود دولت دلوړوزده كړووزارت دمرستيال مولوي ارسلا رحماني په مشرۍ يوهيئت دكټواز همدي سيمي ته وشخړي دهواري لپاره وليږه چې نوموړي هيئت دقومونو ترمنځ صلح برقراره كړه مګر اصلي مسئله حل نشوه .(مژده)۱۲۷ ۱۲۸

په ۱۳۸۰ ه ش كال كې دطالبانو ددوري دسقوط سره چې په هيواد كې دبن دغونډي په اساس نوي نظام منځ ته راغي په دغه دوره كې چې دبهرنويو ځواكونوپه راتګ سره پيل اوحامدكرزي دهيواد ولس مشر په توګه وټاكل شو.په ۱۳۸۲ ه ش كې د۲۰۰۳م كال د ديسميبركې دنوي يعني دافغانستان دشپږم اساسي قانون دتصويب لپاره لويه جرګه راوغوښتل شوه .چې دادحامد كرزي ددوري دوهمه لويه جرګه وه چې دليندي له ۲۳ شتمي نيټي څخه پيل شوه په دغه جرګه كې دكټواز دسيمي څخه چې دپكتيكا په ولايت كي واقع ده څلورو نفرو: نادرخان كټوازي له خير كوټ څخه حاجي محمود كټوازي له جاني خيلو څخه ،نظرګل شاه له خيركوټ څخه او ډاكتر عيد محمد له اومني څخه استازيتوب كاوه (مجاهد)۴۹- ۶۲ .

بلاخره دافغانستان د۱۳۸۲ يعني شپږم اساسي قانون پر بنسټ چې ديموكراتيزه بڼه لري اوپه هغه كې ددولت دري واړه قواوو صلاحيتونه اوواكونه مشخص كړاي شول اوپه لمړي ځل دپارلمان لپاره په آزاده اومستقيمه توګه دنماينده ګانو ټاكل تصويب شول چي د نوړي قانون په اساس په ۱۳۸۴ه ش كې دولسي جرګې ټاكنې وشوي چې دنوموړوټاكنوكې له ټول هيواد څخه ۲۴۹ انتخابي نماينده ګانو څخه دپكتيكا ولايت دڅلورونفرڅخه يې دوه تنه دكټواز څخه په ډيرورايو نادرخان كټوازي اوغرغښته سليمانخيل كټوازۍ وټاكل شول چې دهيواد په ولسي جرګه كې دنوموړي سيمي نمايند ګې كوي .

ب : کټواز د تاریخ په اوږدو په ملیکی ویش کی[سمول]

احمد شاه بابا چی په ۱۷۴۷ زکی ئی هیواد خپلواک او یو موټی کړ او تر ۱۷۷۳ ز پوری د افغانستان پادشاه وه ، افغانستان ئی خپلو اصلی سرحدونو ته ورساوه چی له هغه وروسته ئی هیواد داداره کولو لپاره په اتو ولایتو او (۱۵) اعلی حکومتو وویشه ، چی په هغ ویش کی د کټواز سیمه د غزنی داعلی حکومت سره وه ( عارض )۳۳ .
 داحمد شاه بابا دغه اداری ویش یو څه وخت دوام وکړ تر څو د سدوزی حکومت وروسته د محمد زیو په دوره کی هغوۍ د متمرکزدولت په جوړیدلو بریالی نشول او افغانستان د زامنو ، وروڼو او وریرونو تر منځ وویشل شو، چی هر یو د خپلی ترتسلط لاندی سیمی مطلق پاچا حسابیده ، خو په ټولیز ډول د محمد زیو په دوره کی هیواد په څلورو ولایتو کندهار ، هرات ، بلخ ، او کابل ویشل شوی وه ، او په پاتی ساحو کی محلی حکومات وه چی پر دغو ولایتو پوری تړلی وه ، چی دغه حاکم نشینان په عمومی ډول لس وه چی یو له هغو څخه د کټواز او زرمت حاکم نشین وه . (دولت آمادی)۸۴

دغه اداری ویش تر امیر عبدالرحمن دوری پوری دوام وکړ ، چی دهغه هیواد په ځو جغرافیائی ساحو وویشه په دی ډول : د غزنی او کندها ، خوست او ننګرهار ، فراه هرات هزاره جات ، ترکستان او کابل ساحی او ۵۸ حاکم نشینه منځ تر راوستل په ۱۳۱۷ ه ق کی چی حاکم نشین له هغو څخه د کټواز حاکم نشین وه چی د امیر حبیب الله په وخت کی هم پدغه ډول وه . ( دولت آبادی) ۸۶ .

  د امیر امان الله د دوری پ راتګ سره د نورو ساحو په څیر په اداری تشکیلاتو کی هم ستر بدلون راغی چی د نوی اساسی قانون او د ۱۳۰۰ ه کال د اساسیه تشکلکیلاتو په نوم  داداری تشکیلاتو د نوی تدوین شوی قانون په اساس چی ټول هیواد ئی په « ۲۱۶« اداری واحدو وویشل شو چی په مختلفو نومو لکه : ولایت ، اعلی حکومت لوی حکومت، لمړی دویمه او دریمه درجه حکومت او لمړی او دویمه درجه علاقداریو باندی وویشل شو ، چی ټول هیواد په ۵ ولایتونه ۴ اعلی حکومتونه ۸ لوی حکومتونه ۶۹ لمړی ،دویمه او دریمه درجه حکومتونه ، ۱۰۳ لمړی ، دویمه او دریمه درجه علاقداری وی .چی په دغه ویش کی د کټواز د لوی حکومت په بڼه رامنځ ته او د غزنی د اعلی حکومت سره وتړل شو . چی د یوه دویمه درجه حکومت ، یوه دریمه درجه حکومت او (۷) علاقداریو پدی ډول وویشل شو . (عارض ) دتاریخ په اوږدوکی دافغانستان سرحدونه او اداری ویش ) ۴۱ .

دوه حکومتونه : د ښرنی دوهمه درجه حکومت ، دوازی خوا دریمه درجه حکومت . دلوی حکومت کټواز مرکز (خیر کوټ) پوری تړلی ۵ علاقدارۍ:

1. دډیلی لمړی درجه علاقداری .

2. دیحیی خیلو (سلطانخیلو ) لمړی درجه علاقداری .

3. د جانی خیلو لمړی درجه علاقداری .

4. د اومنی دوهمه درجه علاقداری .

5. د ناوی دریمه درجه علاقداری .

د ښرنی ددوهمه درجه حکومت مرکز ( محمد خیل ) پوری تړلی یوه علاقداری .

1. دیوسف خیلو دوهمه درجه علاقداری.


دوازیخوا د دریمه درجه حکومت مرکز ( وازه خوا ) پوری تړلی علاقدرای یوه :

دوړممۍ لمړی درجه علاقداری . (ناهض ) ۷۸ .

د امان الله خان له دوری څخه وروسته په ۱۳۰۸ ه کی د نادرشاه په راتلو سره د کټواز لوی حکومت په نوموړی تشکیل سره د غزنی د اعلی حکومت څخه جدا او دسهیلی (پکتیا ) د ولایت سره وتړل شو.(دولت آبادی ) ۹۷.

تر څو په ۱۳۱۸ ه کی د ظاهر شاه په دوره کی د نویو تشکیلاتو په اساس د کټواز لوی حکومت دوباره د غزنی د اعلی حکومت سره شو . (دولت آبادی) ۱۱۲

بیا په ۱۳۴۲ ه کی د نوی دیموکراتیک اساسی قانون په منځ ته راتګ سره په اداری ملکی ویش کی هم بنسټیز بدلونونه راغلو چی د هغوبدولونو په اساس د ۱۳۴۲ ه د کب په ۲۷ د لمړی ځل لپاره هیواد په ۲۹ ولایتو وویشل شو او بیا په لوئی ولسوالیو، لمړۍ ، دوهمه دریمه او څلورمه درجه علاقداریو وویشل شو ، چی په دغه بدلون داداری واحدو شمیر ۲۴۳ ته ورسیده . (عارض ) دتاریخ په اوږدوکی ) ۴۲.

چی په نوموړی ویش کی کټواز د غزنی څخه بیل او د پکتیا څخه د ځینو بیلو شوو په ګډون نوی ولایت ته ارتقاء وکړه . ( کلنۍ ) ۴۲ ۱۳۴۳ ۲۳۱

مګر یو کال وروسته په ۱۳۴۴ ه کی بیرته دګټواز په لوی حکومت بدل او د غزنی دولایت سره یو ځای کړل شو.

له دی څخه وروسته بیا د ګټواز په برخه کی په تشکیلاتو کی کوم بدلون رانغی تر څوپه ۱۳۵۷ ه کی دنوی دولت د پروګرامو په اساس د سلواغی په ۲۹ د وزیرانو شورا د پریکړی په اساس هیواد دوباره په ۲۹ ولایتو ۲ لوئی ولسوالیو ، ۱۸۳ ولسوالیو ، ۱۵۱ علاقداریو ، ۶۳ ښارګوټی او ۱۳۵۳۶۴ اصلی او فرعی کلی شول . چی په دغه وروستی ویش سره کټوازهم دوباره د پکتیا څخه د ځینو بیلو شویو سیمو په ګډون په نوی نوی ولایت د پکیتکا په نوم په ولایت بدل شو .(کلن) ۱۳۵۸ ) ۹۲۸.

چی په دی سره د کټواز پراخه سیمه تر اوسه د پکتیکا ولایت یوه برخه ده او دنوموړی ولایت له نیمائی څخه زیاته برخه جوړوی چی کټواز اوس ۱۲ ولسوالی ده چی د کټواز ولسوالی ګانی تاسی ته درپیژنو :

دښرنی سیمه چی دولایت مرکز دی چی ۱۰۹ کلی او ۱۰۵۱کیلومتره مربع پراخوالی لری . دخیرکوټ (زرغون ښار) ولسوالی چی ۱۴۰ کلی او ۱۶۸۷ کیلو متره مربع پراخوالی لری چی مخکی د کټواز مرکز وه او اوس هم د کټواز مرکز شمیرل کیږی ، او نوری ۱۱ ولسوالی د کټواز پدی ډول دی :

۱: - د یوسف خیلو ولسوالی

۲:- دډیلی (خوشامند) ولسوالی

۳:- د وازیخوا اولسوالی

۴:- دوړممۍ ولسوالی

۵:- د اومنی ولسوالی

۶:- د یحیی خیلو ولسوالی

۷:- د جانی خیلو ولسوالی

۸:- د تروی ولسوالی

۹:- ددوچینی ولسوالی

۱۰:- د باکی خیلو ولسوالی

۱۱:- د شاکی خیلو ولسوالی .

د کټواز کلتوری او ټولنیز وضعیت[سمول]

د کټواز زیاتره اوسیدونکی سلیمان خیل دي چی د کټواز په ټوله سیمه کی د سردی د بند څخه تر تروو او د ګوملی څخه تر مقره پوری دغه ټبر پورت دی د سلیمان خیل ټبر چی د پښتنو غلجیو له څانګی څخه ده چی نور ډیر نژدی دي څانګی یی علی خیل او اکاخیل دي چی د دوی په شا او خوا سیمو کی او کله هم له دوی سره ګډ ځایو کی میشت دي له ټولو غلجیو څخه د سلیمان خیلو د ښاخ شمیر زیات دی چی په یوه پراخه سیمه سلطه لري چی څلور څانګی یی مشهوری دي خو د اوسیدلو د ځای له مخی په دوه برخو ویشل کیږي چی سهیلی برخه(د کټواز او زرمت سیمه) او شمالی برخه(ګردیز، احمد آبا، حصارک، خاک جبار، لوګر، میدان، کابل او لغمان ځینی سیمی) چی په سهیلی برخه کټواز کی یی دغه دو قومونه: قیصرخیل، شاملزی(اسماعیل زي) څانګی اوسي چی په کټواز کی د دغو دوه لویو ښاخو څانګی: ادین خیل، نسو خیل، قلندرخیل، شکی خیل، شاتوري، جلال زي، کلاخیل، محمود خیل، مشی خیل او نور اوسیږي.(کاتبه) ۹۹.

په کټواز کی سربیره د سلیمان خیل له ټبر څخه د پښتنو، غلجیو ځینی نور قومونه هم استوګنه لري چی له هغو څخه علی خیل زیاتره په ښرنه کی، اندړ په یو څو کلیو کی، ناصر په وازه خوا کی، ترکی په ناوه کی، سریاڼی په تروو کی او داسی نور(حیات خان)۶۱ دریم ټوک.

دکتوازسیمه کی سربیره ځایی خلکو همیشه یوشمیرکوچیان هم استوګنه لری اویاله کتوارڅخه تیریږی.

چی اوس په کتوازکی دهغوسلیمانخیلوقبایلوچی په کتوازکی اوسیږی اوزیاتره په ملداری لګیاری.

۱ – کامرانی سلیمانخیل: چی په اوړی کی په جانی خیلواوپه ژمی کی پښتونخوا ته ځی.

۲ – حاجی خیل کامرانی: په اوړی کی په جانیخلو کی او په ژمی کی پښتونخواته ځی.

۳ – سلطانخیل کامرانی: په اوړی کی په خوشامندکی او په ژمی کی پښتونخواته ځی.

۴ – سلطانخیل پانی خیل:په اوړی کی په بک خیلو او په ژمی کی زرملن ته ځی.

۵ – سلطانیخل ګلوال:په اوړی کی په یخی خیلواو په ژمی کی زرملن ته ځی.

۶ – سلطانخیل زانکی:په اوړی کی په زرنګیخیلواو په ژمی کی زرملن ته ځی.

۷ – سلطانخیل موسی خیل:په اوړی کی په یخی خیلواو په ژمی کی زرملن ته ځی.

۸ – سلطانخیل ادین خیل:په اوړی کی په ډیلهاو په ژمی کی زرملن ته ځی.

۹ – سلطانخیل دورملی:په اوړی کی په ډیلهاو په ژمی کی زرملن ته ځی.

۱۰ – سلطانخیل مشړی خیل:په اوړی کی په ډیلهاو په ژمی کی زرملن ته ځی.

۱۱ –سلطانخیل چندوخیل:په اوړی کی په جانی خیلواو په ژمی کی زرملن ته ځی.

۱۲ – سلطانخیل نوری خیل: په اوړی کی په شین څاه او په ژمی کی زرملن ته ځی.

۱۳ – سلطان خیل محمدخیل: په اوړی کی په شین څاه او په ژمی کی زرملن ته ځی.

۱۴ – سلطان خیل جلکی: چی اوړی کی په یخی خیلو او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۱۵ – سلطانخیل ګلی خیل:چی په اوړی کی دیله او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۱۶ – سلطانخیل محمود خیل: چی په اوړی کی محمد دوست‌،خیرکوټ،سه ګانه،او په ژمی کی وازی خواته ځی.

۱۷ – سلطانخیل: په اوړی کی یحی خیلو کی او په ژمی کی زرملن او پشتونخوا ته ځی.

۱۸ –میرخانخیل خضرت خیل:په اوړی کی خوشامندی کی او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۱۹ – میرخانخیل عمرخیل: په اوړی کی محمد حسن کی او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۰ – میرخانخیل رحمت خیل: په اوړی کی جانی خیلو او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۱ - شاه بیکی : په اوړی کی محمد حسن او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۲ – یخی خیل: په اوړی کی په یخی خیلو او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۳ – حسن خان خیل: په اوړی کی اومنه او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۴ – هارون خیل: په اوړی کی یحی خیلو او په ژمی کی زرملن اوپښتونخوا ته ځی.

۲۵ – ګلی خیل: په اوړی کی ګیناوهاو په ژمی کی زرملن اوپښتونخوا ته ځی.

۲۶ – یحی خیل مروت خیل:په اوړی کییخی خیلواو په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۷ – صاحب خیل: چی په اوړی کی دیله او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۸ – لنډیزی : چی په اوړی کی دیحی خیلو پارک دښته او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی.

۲۹ – جلال زی: چی په اوړی کی سرونډی اوجانی خیلو او په ژمی کی زرملن او پښتونخوا ته ځی

30. پاینده خیل: په دوبی کې په سرونډي او جاني خیلو او په ژمی کې پښتو نخواته ځې.

31. نظام خیل: = ډیله = وازه خوا او شینکې په غره کې.

32. شیخ خیل: = جاني خیلو = دوچنداو او وازیخواته ځې.

33. بابو خیل: = بابو خیلو = پښتونخواته څې.

34. ګاري: = ادین خیلو = =

35. سپین سری: = یحی خیلو = =

36. درمای: = وازه خوا = =


او همدارنګه شهاب الدین خیل، فتح خیل، عاشق خیل، محمود خیل، شیخ خیل، قیصر خیل، خوا ځک، زنکی خیل، ولی خیل په دوبی کې په وازه خوا او په ژمی کې سند او پنجاب ته ځې.

کوک خیل مینزی، سلیمانزي، نیکزي مینزي، قمبر خیل مینزي، مالې خیل نیکزي، دینارخیل، سلیمانخیل، لنډیزي، اکاخیل، اسلامیان، خرلنډي، محمودخیل چي په دوبی کې په ښرنه او شاوخوا کې وی او به ژمی کې پښتونخواته ځي، او همدارنګه لندړیزی، شملزی او سلیمانزی په دوبی کې یو سف خیلو ته راځي.

هغه کوچیان چي په ژمی او دوبی کې کټوازیه وازه خواکې میلي لری هغه قومونه په دي ډول دي: د ایدادخیل، الیزی، هارون خیل، لنګرخیل، سډان، میریاڼي، الیاس خیل، نظرخیل، قربان خیل، جانک خیل، پاینده خیل او نور.

په کټواز کې په نوموړو کوچیانو سربیره یو شمیر نور کوچیان هم شته چي هغه سلیمانخیل نه دي او د کټواز څخه په پسرلې او منې کې تیرېږی، چي د کوچیانو دغه قومونه د عبوری کوچیانو په نوم یادېږي چي عبارت دي له: دوتاڼي، احمدزی، کلاخیل، بابه تی، ضیالادین خیل او چي دوۍ په دوبي کې ناور، جاغوریو، غزني او نورو سیموته تیرېږي او په ژمی کې بیرته پنجاب او سند ته ستنېږي. (ځلمی) ۶۸ – ۷۳

اوس د کټواز د خلکو چي عموماً د سلیمانخیل ټبر هلته میشت دي نور کلتوري او ټولنیز حالت په لاندي ډول تشریح کېږي:

1. په کټواز کې د سلیمانخیلو د خانانو حال:- په پخوا کې د سلیمانخیلو د قبیلي خانان او ملکان د غلجیو د نورو قبیلو په شان د ډیر اختیار او واک خاوندان تیر شوي دي لکه: مهتر موسی خان، سلیمان خیل، ادروماما، مولادادخان، خدای نظرخان، او داسي نور چي تر او سه هم د دغو ملکانو کورنیو ته د عزت او اعتبار په سترګه کتل کېږي، په سلیمان خیلو کې د خان او ملک په انتخاب کې د موروثي بڼه لري. او هر کلي یو ملک لري، چي هغه د کلي ټولي چاري سمبالوي. (حیات خان، دوهم ټاک) ۳۶ – ۴۵

2. د کټواز د خلکو کسبونه او عادتونه:- د کټواز زیاتره خلک په تجارت بوخت دي، چي دوۍ زیاتره سوداګري له هیواد څخه بهر او په نورو هیوادو کې کوي. چي له تجارت سر بیره یو شمیر خلک تنها په ژمي موسم کې خارج ته د وړو سوداګریو لپاره بهر ته ځې چي زیاتره ئي شپږ میاشتي تیروي، او ځني نورئي په هند کې د شتو راکړه ورکړه کوي چي ډیروخت حتی څوکاله هلته تیروي، د کټواز خلک سربیره پرتجارت یو شمیر خلک ئی په ماداري لګیا دي، خصوصاً د پسونو په زوزنه چي د هیواد په اقتصادی وده کې مهم رول لوبولې، او همدارنګه ډیر کم خلک ئی په کرهڼه هم لګیا دي. چی د اوبو د کموالې له آمله ئی شمیر کم دي (ناهض، دریم ولد) ۳۰۸

3. د جنګ او ملی مراسم: د کټواز نارینه عموماً د نورو غلجیو په شان تګړه او توانا سپاهیان دي، چي پخوا به ئی زیاتره پلیته ئی ټوپک او چتماقی ټوپک استعمالول. او همدارنګه هر سړی سره یوه توره وي، چي ځني ئی تمانچې او چړې ساتي، سپاره ئی عموماً نیزي ګرځوي، او همدارنګه په هر کور کې یو څو ټوپکه او نوري سلاوي موجودي وي. د کټواز خلک د جنګ په شان همدارنګه د صلحی لاره هم لري او دجرګی له لاري صلح کوي، چي د هغی فیصله حتمی منل کېږي. (حیات خان) ۴۷

4. پښتني ننګ یا پښتونولي:- داچي دټولو پښتنو مشترک نالیکل شوي قانون دي. چي عبارت دي له ننواتي، بدل او میلمستیا او د پښتنو له ځینو نورو رواجونو څخه، چي د پښتنو د ژوند ټول اړخونه په برکې نیسی، داننګ په کټوازکې په پوره قوت سره عملي کېږي. چي په لسګونو مواد او موارد لري. چي دمثال په ډول ئی دادرۍ بیانوو: ننواتي هغه دود دي چي کوم سړي د چاکورته پناه وروړي په داسي حال کې چي د کور خاوند ته ئی سخت ضرر هم رسولې وي د کوروالا مجبور دي چه دده ننواتي او همدارنګه په عادي ډول پناه هم و مني. او همدارنګه دغه سړي له نورو دښمنانو څخه په خپل کور کې په سر او مال وساتي اوهمدارنګه میلمه پالنه او نور.

5. د کټواز د خلکو میلمه پالنه:- د کټواز سلیمانخیل ډیر میلمه پالونکي خلک دي، دوۍ د هر پردي سړي په لیدلو او میلمه کولو ډیر خوښېږي، حتی د کوچیانو په حجرو کې هم تل د میلمنو لپاره بندوبست موجود وي، په دوۍ کې ډیر لوي ملک او خان هم د میلمه پالني او هغوۍ ته د ډوډۍ ورکولو څخه نه خلاصېږي، په زیاتره کلیوکې مسافران جوماتونو او حجروته ځې او په عمومي ډول دهغه چاسره چي لمړی ځل ورسره مخامخ شي میلمه کېږي، چي دغه ملمه پالنه د ټولو خلکو لپاره ده، یوازي د پښتنو او همدارنګه یوازي د مسلمانانو لپاره نه ده، بلکه د هر قوم او هر مذهب لپاره همداشان میلمه پالنه ده.

6. د کټواز د خلکو د غم او ښادي مراسم:- د کټواز د ماتم مراسم د نورو پښتنو په شان دي مثلاً که د چا مړي وشي دهغه کور ټول غړی ترڅو شپو پوري نورګاونډیان او د کلی خلک ډوډۍ ورکوي، بیاله هغه وروسته د مړی کورنۍ خیرات کوي او فاتحه هم د مړي د خپلوانو له خوا تر ډیره وخته حتی تر یوه کاله پوري په جومات او یا په دیره کې اخیستل کېږي. او همدارنګه د ښادي مراسم د نورو پښتنو په شان دروپیو په بدل کې نجلۍ ودوي چي ولور ورته وائی، ځوانان ئی زیاتره په ۱۸ یا ۲۰ کلنۍ کې او پیغلی په ۱۴ یا ۱۶ کلنۍ کې ودونه کوي، چي د واده واک او اختیار کاملاً د مور او پلار په خوښه سره کېږي.

7. د کټواز د خلکو خوراک او پوښاک:- په خوراک کې داخلک زیاتره د غنمو ډوډۍ او کله جوار هم، ژیړ غوړی، او د پسه غوښه استعمالوی، همدارنګه پوڅه، سابه، کورت او داسي نور هم خوري. او له ډول ډول میوو څخه هم ګټه اخلي، او پوښاک ئی پراخ کمیسونه چي لوي لستوڼی لري پر توګ، او همدارنګه د کمیس د پاسه کوچنۍ چپنه یا واسکټ، او دنارینه وو په سر ئی لویه لونګۍ چي زیاتره زریني، سنډي او پشمی رنګونه لري چي ټیسر ئی بولۍ.

8. د استوګنځي څرنګوالې:- په کټواز کې زیاتره خلک په لویو او غټو کلاګانو کې چي د خټو څخه جوړي شوي وي ژوند کوي. چي هره کلا د بر جونو درلودنکې وي، او همدارنګه ځنې بې وسه خلک په وړو کورونو کې ژوند کوي. پداسي حال کې چي د کټواز کوچیان ځنې په کېږدیو او سېږي، کېږدۍ چي یوه وړه خیمه ده، چي اوږدوالۍ ئی د ۱۵ څخه تر ۲۵ فوټو پوري او پلن والې ئی د ۱۰ څخه تر ۱۲ فوټو پوري او جګوالې ئی د ۸ فوټو څخه زیات وي. چي یو کور څو کېږدۍ در وي.

9. د کټواز د خلکو ځني معمولۍ عادتونه:- په مذهبی لحاظ سلیمانخیل او د کټواز ټول خلک سني مسلمانان دي او د خپلو ملایانو او اخوندانو ډیر سخت تابع دي. او شرعۍ احکام تر سره کوي لمونڅ او روژه په ښه ډول تر سره کوي او ډیر ئی نه قضا کوي، په هر کلی کې یو جومات شته او هر جومات یو ملا لري. د جومات تر څنګ یو بل ځاي د عوامو د کښناستلو لپاره شته چي ژمي خلک هلته کښینی. داخلک زیاتره په حجرو، مهمانخانو او په جوماتونو کې سره راټولېږي، چي له جومات څخه بغیر په نورو ځایو کې چلم ځکوي، نصوار اچوي او دخپلي کرهڼی مالدارۍ او دحکومت په باب خبري کوي، دوۍ له ښکار سره هم مسنه لري ددوۍ تر منځ ډول ډول لوبي هم تر سره کېږي، له مشهورو لویو څخه ئی اتڼونه او دڅانګو وهلو لوبه، چي تقریباْ هر ماښام دوۍ ډلونوته اتڼونه کوي او همدارنګه څانګې د اسانو په وسیله وهې. (کیرو) ۱۷۴ – ۱۷۶

10. د کټواز ښوونه او روزنه:- په کټواز کې په رسمي او دولتي زده کړو سربیره، چي اوس په ۱۳۸۸ کال له کټواز په ټوله سیمه کې ۱۴۴ لمړنې ښوونځۍ، ۱۷ منځني ښوونځۍ، ۱۴ لیسۍ، ۴ مدرسۍ، یو دارالعلوم او یو دارالحفاظ په رسمي توګه موجود دي، همدارنګه له پخوا زمانو څخه د هر کلی په جومات کې د ملایانو له خوا جریان لري، چي د کلي ټول ماسومان او ځوانان له زده کړو چی خصوصاً دینی زده کړي هلته تدریس کېږي او همدارنګه په لسګونو غیر رسمی مدرسۍ شته (حیات خان، دوهم ټوک) ۳۶ – ۴۹.

دکتوازاقتصادی وضیعت[سمول]

دکتوازسیمه چی دهیواد له مهمومنطقوڅخه شمیرل کیژی چی د دغی سیموخلکودخپلوعمده کسبونولکه سوداګیری،ملداری،کرهنی او همدارنګه ددغی سیمی کانی زیرمی چی تراوسه لاپلټل شوی نه دی دهیوادپه اقتصادکی مهم رول لری چی په لاندی ډول شرح کیژی.

۱ – تجارت(سوداګری) دکتوازدخلکومهم کسب تجارت او سوداګری ده چی دکتواز دخلکوکورنی اقتصاد

کاملا په تجارت ولاړری چی له پخوا زمانوڅخه په دغه کسب مصروف دی،چی له هیوادڅخه دباندی اودننه یی سرته رسوی،چی ددغوخلکودتجارت یوعامل هم دګوملی دره ده چی کتوازته یی ستراتیژیک موقعیت ورکړی دی چی دغه دګوملی دری لاره چی په افغنستان کی دوریښمودلاری یو څانګه وه.

او له ډیروپخوازمانویی دافغنستان اوختیځوسیمو(هندوستان)ترمنځ په سوداګری کی مهم رولریی دی

چی دختیځو مالونه اوتجارتی اموال یی .

او د وریښمو مشهوره لاره له همدغه ځایه تیریدله، چي د نوموړو هیوادو په منځ کې د بودائی زائیرینو او د سوداګرو د قافلو دتګ راتګ لار وه، چي د ۹ ه کال په حدودو کې او وروسته له هغه ددغې سیمي په اړه معلومات د هیونتسنګ په وسیله موږ ته رسدلی دي.

له افغانستان څخه د هند لوئی وچۍ ته درۍ تجارتي لوئی لاري تللي وي. لمړي شمالې لار چي د کابل او پیښور په مسیر د خیبر درۍ لار، دوهمه مرکزي لار چي دغزني کټواز او دبنو او دیره اسمعیل خان په مسیر د ګومل دری لار، او دریمه سهیلی لار چي د سیستان، کندهار او کویټي په مسیر د بولان دری لار، چي له هغی جملی څخه دوهمه مرکزی د غزني کټواز او د بنو او دیره اسمعیل خان تر منځ د ګوملی ددری لار زمونږ تر مطالعي لاندي ده، دغه لار د هیواد په ختیځ کې له غزني او د پکتیا د کټواز څخه د ګومل د دری له لاری ختیځ لوری ته غزیدلې. (حبیبي) ۴۷۷.

چي له هغه طرفه د اسمعیل خان دیري څخه پیلېږي او د ګوملی له کوتل څخه د ۷۵۰۰ فټه په لوړوالۍ تیرېږي بیا کټواز ته چي د ګوملی سیند سرچینه له هغه ځایه ده او بیا له هغه ځایه غزنی او کلات او کندهار ته خورېږي. (دریم ولد، دایره الغازی) ۲۳۸۸.

دغه لار د دیره اسمعیل خان څخه تر دره بند او د ګوملی د دری څخه بیا تر کټواز او بالاخره تر غزنی پوري (۲۳۰ میله) واټن لري او بیا له غزني څخه د کلات له لاری تر کندهاره پوري ۲۲۰ میله واټن دي. (حیات خان لمړی، ټوک) ۵۸.

ددغي یعني ګوملي د درۍ په پاي کې د غزني ښار موقعیت لري چي یو مهم سوداګریز ښار وه او د هغه شهرت او اهمیت زاتر له دی امله هم دي چی د هغه په شاوخواکې د خلیج خلک (د غلجیو، سلیمانخیلو اوسنی کوچیان چي زیاتره په کټواز کې میشت دي) له ډیرو پسونو سره وه، چي د سوداګریزو مالونو د انتقال وسیله ګرځیدله. (حبیبي) ۴۷۸.

د سلیمانخیلو خلک له پخوازمانو راهیسي له دغي لاري د غزني او پنجاب او سند تر مینځ خپله سوداګري کوي، چي د دوۍ سوداګری زیاتره د اوښانو، کچرو، اسانو او غوایانو سره وي، چي یوه برخه ئی کوچیان دي چي د هغوۍ څاروي په پسرلۍ او اوړۍ کې په غزني، کلات، زرملي، ناور او نورو سیمو کې څري او خپل مالونه همغلته خرڅوي، داکتوبر په میاشت کې له خپلو قافلو سره د هند خواته تګ پیلوي، او د غزني څخه له خپلو څارویو او کورنیو سره د کاروان په ډول روانېږي، چي دوۍ اکثراً د کټواز او ګومل دری په لار د سلیمان له غرو څخه تیرېږي او د اسمعیل خان دیری د ضلعي د دامان په سیمه کې د سند درود په غاړو څړ ځایو کې خپلي کورنۍ پرېږدي او بیا داکاروانونه د ملتان پخوا ټول هندوستان ته خپرېږي چي ختیځ ته تر کلکتی او بنګال پوري رسېږي. (حیات خان، لمړي ټوک)۶۲، ۶۳.

همدارنګه د کټواز خلک اوس هم اکثریت سوداکری کوي چي زیاتره ئی د هیواد څخه بهر سرته رسوي، چي ځنې ئی په ژمې کې هند او پاکستان او عربي هیوادونو ته د سوداګري لپاره ځې او یوه برخه ئی تر شپږو میاشتو پوري هلته تیره وي.

۲- مالدارۍ:- له سوداکرۍ څخه وروسته په دوهمه درجه کې د کټواز ډیر خلک په مالدارۍ لګیا دي، چي له تجارت څخه وروسته د هغو د کورنیو اقتصادي مالونه په روزلو ولاړ دي او له دغي لاري خپل ځانته روزی په لاس راوړي چي په مالونو کې زیاتره پسونه روزي چي د پسونو غټي رمي لري چه په سلها‌ؤ پسونه او ګډې لري. چي د شپنو په سر پرستي څرول کېږي. چي له دي کبله د پسونو غوښي شیدي، وړۍ او نور اجزاء په کټواز کې ډیر او ارزانه وي، همدارنګه د کټواز خلک په دوهمه درجه اوښان ډیر روزي چه له هغو څخه زیاتره د مالونو په وړلو او راوړلو کې ډیره استفاده کوي، او د هغوۍ له غوښو څخه هم ګټه اخلې، داخلک آسان هم روزۍ چي زیاتره ئی شتمن خلک او کوچیان هم ساتي چي له آسانو څخه کوچیان د مالونو په انتقال کې ګټه اخلې، او په کټواز کې له آسانو څخه زیاتره د څانګي وهلو په لوبه کې هم استفاده کېږي، وزي هم په کټواز کې روزل کېږي چي ځنې خلک ئی غټي غټي رمې لري، چه د وزو له پوستکې، شیدو او نورو څخه په پراخه اندازه ګټه اخیستل کېږي او همدارنګه د وزوز له پوستکی څخه د دریا ګانو په جوړولو کې ډیره ګټه اخلې چه هغه د خوښي په مراسمو کې استعمالېږي، د کټواز خلک غوایان او غواوي هم ساتي چي یوه خوئی هر ځوک حتمي په کورکې لري، چي ځیني ئی دیري او همدارنګه د غوا وو لوي لوي ګورمونه هم شته چي ديري په یوه ځاي په د ښتو کې څرول کېږي.

همدارنګه د کټواز خلک کورنۍ ژوي لکه چرګان چه دهغو له هګیو څخه په پراخه اندازه ګټه اخیستل کېږي، او په کورونو کې نور ژوي لکه سویان چه د هغوۍ له غوښي څخه ګټه اخلې او نور ساعت تیري مرغان لکه کوتري، جلان، توتیان او همدارنګه پیشوګانۍ او نور ډیر وي.

د کټواز په غرونو او د ښتو کې ډیر وحشي ځناور هم ژوند کوي چي زیاتره په ځنګلونو کې اوسي او کله، دمحلي خلکو له خوا هم ښکار کېږي لکه د دښتي هوسۍ، لیوه، ګیدړه، شغال او مرغان لکه هیلۍ، باز او نور ډیر پیداکېږي (دابرت المعاني ..) ۴۴ – ۶۸.

۳- کرهڼه:- د کټواز ځمکي هموارۍ او حاصل ورکونکي دي مګر د اوبو د لږوالې له آمله ئی په کرهڼه باندي لږ خلک بوخت دي. د کټواز هوا معتدله او په ژمی کې یو څه یخ وي او ځمکي ئی په واوره پوښل کېږي. او په پسرلۍ کې بارانونه ډیر اوری، خو له دي آمله چي د اوبو د ذخیرو نشتوالۍ له آمله اوبه خوشی بهېږي او د استفادي وړ نه وي، تنها یو سیند چي د کټواز ډیري ځمکي د هغه تر ساخي لاندي دي د پالتو سیند دي. او په هغه باندي یو بند د سردارمخمد داؤدخان په وخت کې په ۱۳۳۵ ه ش کې په پند کار پیل مګر له هغه وروسته بیا تر اوسه جوړ شوي نه دي چي نه جوړښت ئی د کټواز اقتصاد ته ډیر زان رسولۍ ده او اوس تقریتاً لس په سلوکې ځمکي ئی د کاریزو په و سیله او بېږي او پاتي یو څه برخه ئی د واټر پمپو او نور دللمي په شکل کرل کېږي. او د کټواز نوري څمکي د دښتي په شکل چه په پسرلۍ کې څړ ځاي وي. په کټواز کې په هغه برخو کې چي اوبه ور رسېږي او کرهڼه کېږي زیاتره هلته غنم چي په منې کې کرل کېږي او په پنځو، شپږو میاشتو کې حاصل ورکوي، او بل مهم نبات جوار دي چي په پسرلۍ کې کرل کیږي او درۍ میاشتو کې حاصل ورکوي. چي له جوارو څخه د حیواناتو د خوراک لپاره هم ګټه اخیستل کېږي، او همدارنګه د کټوازانو مشهور نباتات: اوربشې، هندواڼې، خټکې، کچالو، بادرنګ، پیاز، شوتله، ریشکه، چغندر، ګازرې او سابه لکه پالک، ګندنه او نور.

د کټواز په ځینو برخو کې باغونه هم وي، چي زیاتره په هغو کې د توتو، څنځلو، انګورو، مڼو باغونه وي او بیمیونی وني لکه چنار او نور هم ډیر دي او د کټواز په ځنګلونو کې هم د چنغوزې او نوري ډول ډول بی میوي وني دي چي د کټواز غرونه ئی پوښلي دي. د کټواز په غرونو کې په ونو سربیره، یو قسم بوټي لیدل کېږي لکه د کتواز په ژړ غره کې یو بوټي ده چي له هغه څخه خلک د شین چاي په ځاي ګټه اخلې، او یا د پیاز په شان یو بوټي ده چي دانی هم لری اوسوسن شکله ګل لری چی دغبرګولی اوچنګاښ په میاشتوکی پخیږی له دغه څخه اوږی په ځای استفاده کوی او همدارنګه دلواند(مجیته» په نوم یو بوټی ده چی په کتوازکی ډیرپیداکیږی. چی دا بوټی په ۴ کاله کی پختن ته رسیږی، چی له هغه څخه ټوکرانوته په سره رنګ ورکولو کی ګته اخستل کیږی چی په صنعت کی استعمالیږی.(حیات خان» لمړی توک ۵۲


۴- کاني زیرمۍ: که څه هم زمونږ په هیواد کې تر اوسه کاني زیرمۍ پټي دي او پلټل شوي نه دي، مګر بیاهم په کټواز کې له پخوازمانو څخه یو څه مهم کاني مواد او همدارنګه نوي کاني مواد پیداشوي دی. د کټواز په غروکې یو ډول خاوره شته چي له هغي څخه کورونو ته په سپین رنګ ورکولو کې کار اخلې جه د محلي خلکو له خوا زیاته د استعمال وړ ده. .....

همدارنګه دریښه دتېږکانونه چي له هغي څخه د اور ضد وسایل جوړیږي او په نني صنعت کې مهم رول لري، په کټواز کې ئی کانونه شته (دولت آبادي) ۶۱.

او په دي وروستیو کې په ۱۳۸۴ کال کې د افغانستان د کانو دوزارت او د امریکا د فضائی اداری (ناسا) د ځمکي پیژندني له څانګۍ سره د یوه قرارداد په بنسټ په افغانستان کې ژنوفیزیکې پیژندني له څانګۍ سره کړي دي، چي ددغو پلټنو په بنسټ د افغانستان په ختیځ د کټواز په حوزه او همدارنګه په لویدیځ کې د هرات په حوزه کې د نفتو د ستروکاني زیرمو درلودونکي دي چي تراوسه بشپړي دي. (انټرنټ) د کانو د وزارت سایټ

پايله[سمول]

كټوازهم زمونږ دګران هيواد افغانستان دنورسيمو په څير دخپل ځانګړي موقيعت په اساس داريخي ،كلتوري ،ټولنيزواو اقتصادي څانګرنو درلودونكي دى. كه چيري په تفصيل سره تربحث لاندي ونيول شي نوكتابونه ور څيني ډك شي . كه څه هم ما په دي پايليك كې تر ډيره حده هڅه كړي ده تر څومطالب په لنډه ،آسانه اوعام فهمه ژبه لوستونكوته وړاندي كړم خو بيا هم دغه هڅه پوره نده يواڅې دا څيړنه خو دهغومره لوي كټواز لپاره ډيره كمه ده بلكه دا يواځې دراتلونكو څيړنو اوپلټنو اساس اوبنسټ دي.چې دنوموړي څيړني پربنسټ به په راتلونكي كي نورو څيړنو اوپلټنو پراختيا وركول كيږي .همدا راز له دي څيړنو څخه څرګنديږي چي كټواز هم لكه دنړۍ دنورو سيمو په څير چي هركله دنړۍ نور قومونه اوپرګني له پخوازمانو څخه داوسيدلولپاره تل دسندونو اونورو په شاخواكي سره رايوڅاي شويدي . چي په دي ډول يې تمدنونه او امپراطوري منڅ ته راوړي چې كټواز هم ديوه سند درلودونكې ده چي هغه دګوملي سند ده چي ترميلاد دمخه ۲۰۰۰دوزه كاله په شاخواكې چې كله ويدي قبايل له شمال څخه دهندوكوش سهيل ته راو ليږديدل نو دهغوي يوه برخه يي د ګوملي دسند په شاخوا كې سره را ټول اوميشت شول .چې ننۍ دكټواز سيمه هم په هغه كې را ځي .چې په پيړيو پيړيو يي يه دي سيمه كي ژوند كاوه اودغي سمي ته داسلام په راتګ سره يي خپل ملي غرو ر او پښتونولي داسلام له اركانوسر ه يو څاي اوله غزنويانو ،غويا نو سره يي په هند كي ستر فتوحات وكړل. اوداسلام دين يي په خپل شهامت سره خور كړاوهمدارنګه يي له هغه څخه وروسته په ۱۸ پيړي كي له هوتكيانوسره اوبيا وروسته له ابداليانوسره بيا خپل وملي حاكميت را ژوندي كړاوله هغه څخه راوروسته يي هم دهيواد په ټولوحساسو مرحلواوهمدارنګه دپرديو دتيري په وخت كي دهيواد په ساتنه اوسرنوشت ټاكنه كي ستر رول لوبولي دي اوتل يي له خپل موقيعت څخه دهيواد اوخلكوپه كټه كار اخستي.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

ليکوال او څېړونکى خان محمد پکتين

https://plus.google.com/102944214648772600460/posts/SZgRHFeYYhB