کينډۍ:خبرونه/آرشیف/۲۰۲۴
ونگبڼه
< کينډۍ:خبرونه | آرشیف
ډسمبر
[سمول]عبدالکبير د کډوالو چارو وزير
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱: د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو (جبهة النصرة) ددغه هیواد مهم شمالي ښار حلب په بشپړه توګه لاندي کړ.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۲: پر ښځو باندي د بندیزونو په لړ کي طالبانو پخپل وروستي فرمان کي ددوی پاته پرانیستي مرکزونه (چي د قابله ګۍ درسونه پکښي ویل کېدل) هم وتړل.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۵: په کریپټو کرنسۍ کي د یوه بیټکواین ارزښت نن ورځ تر یولک ډالر پورته سو.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۵: د فرانسې پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر، میشل بارنیه حکومت ته د نه باور رایې په ورکولو سره د نوموړي حکومت تر درېیو میاشتو واکمنۍ وروسته وپرځاوه.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۸: د سوریې حکومت په بشپړ ډول وپرځېدی او ددغه هیواد ولسمشر (بشار الاسد) پلازمینه دمشق پرېښود.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۲: سعودي عربستان په رسمي ډول په 2034 کال کي د فوټبال د نړیوال جام کوربتوب ترلاسه کړ.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۲: د افغانستان د کډوالو چارو وزیر (خلیل الرحمن حقاني) په کابل کي د یو ځانمرګي برید له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۵: اروپایي ټولني د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره 22 میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۷: د ټایوان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د امریکا د ابرامز د پرمختللو جنګي ټانکونو لومړۍ جوپه، چي ۳۸ ټانکه دي، ورسېدل.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۷: د اسراییلو او حماس په جګړه کي د غزې د شهیدانو شمېر 45000 ته ورسېدی.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۸: د روسیې د کېمیاوي او اټومي وسلو قومندان جنرال ایګور کریلوف او مرستیال یې په مسکو کي د یو چاودني له امله ووژل سول.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۵: پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت پر برمل باندي بمباري کړې، چي له امله یې ۴۶ تنه ملکي وګړي شهیدان سوي دي.
- ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۶: د هندوستان پخوانی لمړئ وزیر (من موهن سینګ) د 92 کلونو په عمر مړ سو.
اکتوبر
[سمول]یحیی سنوار د حماس سياسي او پوځي مشر وو
- ۲۰۲۴ اکتوبر ۱۷ مه: د حماس غورځنګ تر ټولو ځواکمن سياسي او پوځي مشر یحیی سنوار د اسرائيلو لخوا په شهادت ورسېد.
- ۲۰۲۴ اکتوبر ۱۴ مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين په مشرۍ په خيبرپښتونخوا ایالت په خيبر کې جوړه شوې پښتون قامي جرګه پای ته ورسېده.
اګسټ
[سمول]- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۹ مه: متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ ز کال تر اپرېل پورې اسراییلو ته ټولې هوایي الوتنې لغوه کړې.
- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۸ مه: د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف افغانستان ته د سفر پر مهال له افغان حکومت سره پنځه اقتصادي هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۷ مه: د اندونېزيا حکومت خپله پلازمېنه په رسمي ډول له جاکارتا څخه نوسانترا ته ولېږدوله.
- ۲۰۲۴ اګسټ ۱۲ مه: د روسيې کورسک سیمي ته د اوکرایني ځواکونو تر ننوتلو وروسته روسي ځواکونو هم د اوکراین پلازمېنه کییف تر سخت اور لاندې ونیوو.