کمپیوټری شبکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اساسي ډول یوه شبکه دوه یا له هغه څخه ډیرو کمپیوټرونو نښلولو په ترڅ کې منځته راځي چې د یوه ارتباطی چینل پواسطه د معلوماتو د شریکولو په هدف یو له بل سره نښلي.
نیټورک Networking د کمپیوټرونو ترمنخ دهغه تړاو څخه عبارت دی چې د معلوماتو Information او منابعو Resources د شریکولو یا Sharing لپاره کارول کیږی یا د کمپیوټرونو ترمنځ د منابعو او معلوماتو شریکولو ته نیټورک وایي.
هغه منابع چې کمپیوټرونه یې له یو بل سره شریکوی په لاندې ډول دي:

  • پوستکالیزي منابع (Software Resources)
  • کلکالیزي منابع (Hardware Resources)


پوستکالیزي منابع لکه معلومات (Data & Information) چې د نیټورک د کاروونکو Users ترمینځ لیږد رالیږدول کیږي د بیلګې په ډول ایمیل یا بریښنالیکونه، انځورونه، ویډیواو غږونه او نور ډول ډول فایلونه.
کلکالیزي منابع لکه چاپګر یا پرینټر، سکینر، د فاکس د لیږدولو ماشین، هارډ ډسک، سی ډی او نور.
د منابعو د شریکولو ګټه دا ده چې مونږ د لا زیات او اضافي لګښت څخه ژغوري د بیلګې په ډول که مونږ په خپل دفتر کې شبکه یا نیټورک ولرو دې ته اړتیا نشته چې هر کمپیوټر ته بیل بیل پرینټر واخلو، یواځې یو پرینټر اخلو د شبکې سره یې وصلوو په شبکه کې شته ټول کمپیوټرونه کولی شي د نوموړي پرینټر څخه ګټه واخلي او له دې لارې خپل معلومات چاپ کړي.
هر هغه کمپیوټر چې د کوم بل کمپیوټر سره نه وي تړلی د Standalone Computer په نوم یاديږي.

د شبکې پیدایښت[سمول]

د لومړی ځل لپاره نیټورک یا شبکه په (۱۹۶۰م) کال کې هغه وخت په APRANET پیژندل کیده د امریکا دفاع وزارت لخوا جوړه شوه او د امریکا متحده ایالاتو کنډکونو یو له بل سره د تیلگراف کرښو او ټلیفون له لارې د نښلولو او اړوندو ضروري معلوماتو د شریکولو لپاره جوړه او ورڅخه گټه واخیستل شوه. په (۱۹۷۰م) کال کې سوداګریز مرکزونه له دې شبکې سره یوځای شول د پام وړ ټکۍ خو دا دی چې نر (۱۹۸۰م) کاله شبکې ټولي سره یوځای نښلول شوي نه وې خو لدې کاله راپدېخوا یو له بل سره و نښلول شوې او INTERNET منځته راغلي. رابرټ کان او وینتون سرف د انټرنیټ تر ټولو مهمه برخه چې نن موږ هم ورڅخه ګټه اخلو یعنی TCP/IP د جوړولو په چارو کې مرسته وکړه TCP او IP د شبکو ترمنځ د معلوماتو تبادلې تر ټولو غوره نمونې دي. په کال (۱۹۸۳م) کې د TCP/IP جوړښت کار پای ته رسیدو سره آپرانټ په شبکو کې د وړو کمپیوټرونو سیسټمي ټولونه پیل کړه چې د مډرن انټرنیټ منځته راوړلو لپاره ستر ګام وبلل شو او نړیواله شبکه په (WWW) ونومول شوه. له (۱۹۸۹م) کال له پیل څخه ویب پاڼې دوه ځانګړو مقاصدو لپاره منځته راغلې چې لومړی یې یو له بل سره معلومات شریکول او دوهمه برخه یې د معلوماتو لیږد رالیږد او ساتل وه ځکه چې ددې کال ترمخه هیڅ معلومات په یوه ځای کې نه وه ساتل شوي او هم د معلوماتو لیږد امکاناتو شتون نه درلود. په کال (۱۹۹۰م) کې انټرنیټ ټولنیزه بڼه خپله کړه او په (۲۰۰۰م) کال کې VOIP او IP TV منځته راغلل.

د شبکې ډولونه[سمول]

شبکې د جغرافیايی پوښښ له مخې په لاندې برخو ویشل شوی دي.

د شبکې د تړلو کېبلونه[سمول]

په ټولیز ډول په شبکه کې د کمپیوټرونو د وصلولو لپاره د درې ډوله مزو یا کیبلونو څخه استفاده کیږي:
۱- کوکشیل کیبل (Coaxial Cable)
۲- جوړه تاو شوي کیبل (Twisted pair Cable) (TP)
۳- نوري فایبر کیبل (Fiber Optic Cable)

د شبکې فزیکي بڼه[سمول]

د شبکې فزیکي بڼې او جوړښت ته Network Topology وایي او مونږ د شبکې د فزیکي بڼو څلور ډولونه لرو.
بس توپولوژي (Bus Topology)
سټار توپولوژي (Star Topology)
رینګ توپولوژي (Ring Topology)
میش توپولوژي (Mesh Topology)

د شبکې هارډویر[سمول]

د شبکې په هارډویر کې ټول کمپیوټرونه، د شبکې کارټونه (NIC)، مزې (کیبلونه)، سویچونه، روټرونه، برېجونه، رېپیټرونه او نور اړین تجهیزات چې د ورکړیزو (Output) د اجرا او پروسس لپاره په شبکه کې کارول کیږي شامل دی. د شبکې هارډویرونه په لاندې ډول دي.

داهم وګورئ[سمول]

آی پي ادرس
مایکروټېک