کوکشیل کیبل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Coaxial کیبل چې په لنډ ډول ورته Coax ویل کیږي یو وخت په نیټورک کې ډیر کارول کیدونکی کیبل وو چې د کم قیمت لرونکی او په اسانۍ سره انسټالیږي کوکسیل کیبل په منځنۍ برخه کې یو لیږدوونکی یا هادي لري، نوموړی هادي د یو تاو شوي فلز په وسیله احاطه شوی چې د هادي او نوموړي فلز تر مینځ یوه جدا کوونکې برخه هم شته. همدارنګه نوموړی کیبل یو بهرنی پوښ (Cover) هم لري چې د Sheath یا Jacket په نامه هم یادیږي.د نیټورک سیګنالونه یوازې د منځنۍ برخې د هادي په وسیله لیږدول کیږي او نور پوښونه یوازې د باندنیو زیانونو لکه EMI, RFI او نورو څخه د کیبل د ساتلو دنده په غاړه لري.

د کوکسیل کیبل انخور

ځینې کوکسیال کیبلونه زیات شمیر فلزي پوښونه او بیلوونکې برخې لري، په کومه اندازه چې د پوښونو شمیر زیات وي په هماغه اندازه د کیبل قیمت لوړ او د بهرنیو عواملو څخه د زیانمن کیدو چانس یې کم وي.

که په Coaxial کیبلونو کې د منځني لیږدوونکي یا هادي او فلزي تاو شوي پوښ تر مینځ بیلوونکی برخه چې ډیری وخت د Polyvinyl Chloride یا PVC څخه جوړه شوې وي له منځه ولاړه او یا زیانمنه شي نو منځنی هادی د فلز سره چې هغه هم هادي دی تماس پیدا کوي او د نوموړي تماس څخه شارټ پیداکیږي او کیبل نه شي کولی چې د نیټورک ترافیک انتقال کړي.

کوکسیال کیبل نظر Twisted Pair یا TP کیبل ته د خارجي عواملو څخه د زیانمن کیدو کم چانس او نظر رڼایي یا نوري فایبر ته د زیانمن کیدو ډیر چانس لري. د دې لپاره چې د نوموړي زیان څخه یې تر یو بریده مخنیوی وشي نو په هغه سیمو کې چې زیات بیړو بار لري نوموړي کیبل ته باید حفاظتي غښتلی پوښونه واغوستل شي.