میش توپولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په دغه ډول توپولوژي کی هر کمپيوټر په يوه شبکه کی له نورو کمپيوټرونو يا وسايلو سره د بيل بيل مزي پواسطه وصل وي او همدارنګه که پدی ډول توپولوژي کی که کوم کمپيوټر  ناکاره شي نوره شبکه خپل کار تر سره کولى شي د يادونی وړ ده چی دا توپولوژي اوس مهال په بی مزيو شبکو کی ډيره کاريږي دغه توپولوژي ددی له امله چی لگښت پری زيات کیږي په هر ځاى کی نه کارول کیږي.

Mesh Topology دوه ډولونه لري:
Fully connected mesh topology
Partial connected mesh topology
په لمړي ډول کی به خامخا يو کمپيوټر له بل کمپيوټر يا وسيلی سره دجلا مزي په مټ نښلول شوى وي او نيغ په نيغه به يو له بل سره اړيکه ټينگوي مګر په دوهم ډول کی ځنی کمپيوټرونه له ټولونورو کمپيوټرونو سره نښلول شوى او ځني نور بيا يواځي له هغه کمپيوټر ونو يا وسيلو سره نښلول شوى وي چی ډير کار ورسره لري يا تر ټولو ډير معلومات ( خبرتوکی ) سره ليږدوي.