پراخه شبکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پراخه شبکه (Wide Area Network) هغه شبکه ده چې د بیلابیلو سیمو او حتی هیوادونو ترمنځ جوړیږی په هغه صورت کې چې د محلي شبکو شمیر زیاتولی کوي او نوموړې شبکې له یو بل سره په تړاو کې وي چې دهمدې محلي شبکو د یوځای کیدو څخه پراخه شبکه (WANs) رامنځته کیږی. د تعریف له مخې (WAN) داسې شبکې دي چې د میلونو په حساب واټن رانغاړي او د زیات شمېر محلي شبکو (LAN) څخه یې جوړښت اخیستي. د پراخه شبکو (WANs) ښه بیلگه انټرنیټ دی په میلیاردونه کمپیوټرونه او کاروونکې لري.