نوري فایبر کیبل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فایبر اپتیک یا د نوري فایبر کیبل لکه د نامه څخه چې یې ښکاري سیګنالونه د رڼا یا نور په بڼه لیږدوي او هیڅ بریښنایی سیګنال نه شي کولای د نوري فایبر څخه تیر شي ځکه خو دا ډول کیبلونه د خارجي څپو د زیانونو څخه چې بریښنایی څپې دي په بشپړ ډول خوندي دي.

نوري فایبر د لوړ Bandwidth ، لوړې چټکتیا، په لیرو فاصلو د سیګنالونو د انتقال د توانایۍ او د زیاتو معلوماتو د لیږدولو د ظرفیت لرونکی دی. دا ډول کیبل په منځنۍ برخه کې یو نری او نازک شیشه یي استوانه cylinder لری چې د core په نوم یادیږي، نوموړې استوانه د یو سخت پوښ په وسیله احاطه شوې او په پای کې د یو باند یني پوښ په وسیله ټول کیبل پوښل کیږي.ځینې وختونه په منځنۍ برخه کې د ښیښې پر ځای پلاستیک کارول کیږي. پلاستیک په اسانۍ سره د بدلون وړ او ډیر حساس نه دی خو د شیشې په پرتله په زیاته فاصله د سیګنالونو د لیږدولو ځواک نه لري.

په هر رڼایي سپڼسي کې د رڼا د لیږدولو هر لیږدوونکی conductor یا هادي یوازې په یوه لوري سیګنالونه لیږدولی شي ځکه خو د تل لپاره یو لوری لیږدونکی او بل لوری اخیستونکی وي. پر همدې بنسټ د نوري فایبرونو زیاتره ډولونه د دوه ښاخونو لرونکی وي چې هر یو یې د بیل پوښ لرونکی او بیا دواړه ښاخونه په یو بهرني پوښ پوښل کیږي او یا کیدای شي چې دوه بیل بیل کیبلونه وي. د نوري فایبر په ډیری ډولونو کې د رڼا د لیږدولو منځنی هادي د یو شیشه یې یا پلاستیکي پوښ په وسیله د لا پیاوړتیا په موخه پوښل شوی وي.

رڼایي سپڼسی د ډیر زیات بینډویډت لرونکی دی چې په یوه ثانیه کې یې سرعت د لس ګیګابایټو څخه عبارت دی. همدارنګه ځینې ازمایښتونه ښایي چې نوري فایبر کولی شي تر 200Gbps په اندازه معلومات ولیږدوي.

د نوري فایبر د سیګنالونو د لیږد اعظمي فاصله د دوه کیلومترو نه تر سل کیلو مترو پورې ده. انسټالول یې یو څه ستونزمن او حساس کار دی، قیمت یې د کیبل د ټولو ډولونو څخه لوړ دی، د مختلفو نښلوونکو یا کنکټرونو لکه ST, SC, MIC او MT-RJ څخه استفاده کوي. د نورو ټولو کیبلونو په پرتله د خارجې زیانونو او څپو څخه کم او یا هیڅ نه اغیزمن کیږي.

نوري فایبر په دوه ډوله دی، یو یې single mode کیبل دی چې یو شیشه یی فایبر لري او بل یې multi mode چې په منځنۍ برخه کې دوه او یا څو ښیښه یی فایبرونه لري. سینګل موډ کیبلونه ډیر قیمتی او د لایزر پر بنسټ د سیګنالونو د لیږدولو ټیکنالوجي کاروي او په اوږدو واټنونو کې کارول کیږي. د ملټي موډو کیبلونو قیمت کم او د LED یا Light Emitting Diodes سره کار کوي.

د نوري فایبر د زیات قیمت په پام کې نیولو سره دا ډول کیبل یوازې په هغه حالت کې کارول کیږي چې زیاتې چټکتیا ته اړتیا وي او په اوږدو واټنونو کې سیګنالونه لیږدول کیږي. خو اوس مهال د نوموړو کیبلونو د قیمت په یو څه راپریوتو او د ښه امنیت په لرلو سره (ځینې هیکران ضعیفه کیبلونه Leak کوي او معلومات ترې غلا کوي) په ډیری شبکو کې د backbone په ډول او همدارنګه په هغه شبکو کې چې پکې زیات معلومات، غږونه او نور لیږدول کیږي کارول کیږي.