کريس الکساندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کريس الکساندر په انګرېزي: (Chris Alexander) يو کاناډايي سياستوال او ډيپلوماټ دی، همدا راز نوموړي د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ زېږديز کال پورې په افغانستان کې د کاناډا هېواد د سفير په توګه دنده درلوده، ښاغلی الکساندر د افغانستان د سياسي دريځ له اړخه د پاکستان حکومت او عمران خان د سخت‌دريځو مخالفينو څخه دی.

کريس الکساندر
الکساندر په ۲۰۱۵ کې
الکساندر په ۲۰۱۵ کې
الکساندر په ۲۰۱۵ کې

د تابعیت او کډوالۍ چارو وزیر
د واکمنۍ دوران
۲۰۱۳ د جولای ۱۴ – د نوامبر ۴, ۲۰۱۵
لومړی وزیر ستېپين هرفېر
جاسون کېنای
جون ماکلاهون
د افغانستان لپاره د کاناډا سفير
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۳ د اکتوبر ۱ – ۲۰۰۵ د اکتوبر ۵
لومړی وزیر جېن چرېټېن
کونراډ سيګارډسون
ډیویډ سپلور
د واکمنۍ دوران
۲۰۱۱ د می مياشتې ۱۱ – د نوامبر ۴, ۲۰۱۵
مارک هولنډ
مارک هولنډ
د شخص معلومات
پيدايښت ۹ سپټمبر ۱۹۶۸(1968-09-09) ‏(عمر: ۵۵ کاله)
ټورنټو کاناډا
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا محافظه کاره ګوند
اولاد دوه اولادونه
عملي ژوند
تعليم د ټورنټو پوهنتون
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الکساندر ۱۸ کاله د کاناډا په بهرني خدمت کې تیر کړل، او له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې یې په افغانستان کې د کاناډا د اوسېدونکي سفیر په توګه دنده ترسره کړه. له دې وروسته هغه تر ۲۰۰۹ پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کول، د ۲۰۱۱ ټاکنو کې الکساندر د ملي دفاع وزیر پارلماني منشي وټاکل شو. د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۱۵مه ، هغه د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ چارو وزیر وټاکل شو. نونوموړی په ۲۰۱۶ کې د کاناډا محافظه کاره ګوند مشرتابه لپاره ودرېد ، د ۱۴ نوماندانو په ساحه کې یې لسم ځای خپل کړ.

شخصي ژوند[سمول]

د کرېس الکسندر د خپلې ویبپاڼې له مخې هغه په ۱۹۹۱ کال د کاناډا بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنیو خدماتو د افسر په توګه کار پیل او لومړی یې شپږ کاله مسکو کې دنده ترسره کړې ده.

هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې او افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر راتګ وروسته له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کال پورې کابل کې د کاناډا سفیر پاتې شوی.

ښاغلی الکسندر له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کال پورې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال و.

هغه دې موده کې په سیاسي او امنیتي چارو سربېره له افغانستان سره نړیوالو مرستو کې هم مهم رول درلود.

د نوموړي مېرمن "هېډوګ کرسټین" د ډنمارک پوځ کې دنده درلوده او د افغانستان ماموریت کې یې هم برخه اخیستې ده.

کرېس الکسندر افغانستان کې د خپلې کاري مودې په اړه د (The Long way back) په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.

هغه د کاناډا لپاره د بهرنیو خدماتو برخه کې د ۱۸ کلونو کار وروسته سیاست ته مخه کړې او د دغه هېواد د محافظه کار ګوند غړیتوب یې اخیستی دی.

هغه له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کال پورې د کاناډا د کډوالۍ وزیر و


د افغانستان ملاتړ[سمول]

ښاغلی الکساندر تل د افغانستان په ملاتړ په ټويټر کې د پاکستان پر ضد ټوييټونه کوي، نوموړی وايي په افغانستان کې جګړه د پاکستان پروژه ده، نوموړي څو څو ځله په خپل رسمي ټويټر پاڼه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان يو دروغجن او مکار انسان ياد کړی. هغه افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته د پاکستان د یرغل او نیابتي جګړې نوم ورکوي او پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو په وسیله افغانستان کې د لاسوهنو تور پورې کوي.

دغه پخواني کاناډايي دیپلومات په دې لړ کې تازه پر خپل ټویټر لیکلي:

"پر افغانستان د پاکستان یرغل د ملګرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي له مخې وسله وال برید او د یرغلګر عمل دی. نړیواله ټوله باید د نړیوالو قوانینو او پر اصولو د ولاړ نړیوال نظم د ساتنې لپاره د ۴۱مې او ۴۲مې مادې له مخې ګام واخلي."

هغه په یوه بل ټویټ کې چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ورته په ټویټر غبرګون ښودلی، لیکي چې "پر افغانستان د پاکستان ننی یرغل په ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد د ویجاړونکي تېري په څېر ځواب غواړي: وسله وال مقاومت، نړیواله غندنه او پراخ بندیزونه."

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د کرېس الکساندر څرګندونې په کلکه ردوي او وايي دا موضوع یې له کاناډايي چارواکو سره هم مطرح کړې ده.

سرچينې[سمول]

کريس الکساندر پر ټويټر:

https://twitter.com/calxandr?s=09

د انګرېزي ويکيپېډيا پوهنغونډ

https://en.wikipedia.org