کارن:Ahmed ahmedzai

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

[۱]

د جُمعې د لمانځه مکمله طریقه[۲]: زده یې کړئ عملي یې کړئ

د جُمعې لمونځ په هر عاقل، بالغ، آزاد، مقيم او تندرست مسلمان فرض ده، او په نابالغو، ناروغو، ړندو، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی؛ خو که اداء یې کړي؛ د دوی هم د جُمعې لمونځ کیږي؛ خو په دغه ورځ یې بیا د ماسپښين لمونځ ته ضرورت نشته.

د جُمعې لمونځ د اسلام له سترو نښو څخه دی، ددې لمونځ له فرضيت څخه منکر کافر دی او څوک يې چې، له غذر پرته، د لټۍ (سستۍ) او بې پروايۍ له کبله پريږدي فاسق دی.

الله ﷻ د قرآنکریم د (الجمعة) سورت په ۹ نمبر آیت کې داسې امر کړی دی: -«يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِذَا نُودِىَ لِلصَّلٰوةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلٰى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ» ژباړه: -ای مؤمنانو! كله چې د جمعې په ورځ د لمانځه لپاره غږ (آذان) وشي؛ نو د الله د ذكر (لمانځه) په طرف وځغلئ، پيرل او پلورل (اخیستل او خرڅول) پريږدئ؛ دا ستاسې لپاره ډېره غوره ده، كه تاسې پوهېږۍ.

پدې لمونځ کې د بيړي ورتګ حکم ځکه دی چې، دا لمونځ بغیر له جماعت څخه نه ادا کيږي او د نورو لمونځونو په څېر قضايي هم نلري.

د جُمعې په لمانځه په احاديثو هم ډير تاکيد شوی دی:

په یو روايت کې راغلي: -څوک چې بغیر له عذر او ضرورت څخه د جُمعې لمونځ پريږدي، د هغه نوم به د منافق په حيث، د لوح المحفوظ په کتاب کې وليکل شي، چې نه يې ليک له منځه تللی شي او نه هم تغیر کولای شي. (مشکوة باب جمعه)

همدا ډول په بل روایت کې راغلي: -چا چې د جُمعې آذان واوريده او بيا لمونځ ته ولاړ نشو، همداسې يې د دوهمې جُمعې آذان وارويد او هغه لمانځه ته هم ولاړ نشو او همداسې تر دريو جُمعو يې پرله پسې همداسې وکړل، د هغه په زړه مهر وهل کيږي او زړه يې د منافق زړه ګرځيدلی شي (چې بيا به د حق خبره، وعظ او نصيحت پر نوموړي هیڅ اثر نه کوي). (طبرانی)

د جُمعې د لمانځه طریقه: د جمعې لمونځ دوه رکعته دی او فرض عین دی. اول څلور رکعته سنت مؤکد دي، که په کور کې وشي او که په مسجد کې؛ خو تر خطبې به مخکې اداء کیږي. بیا دوه رکعته چې، په امام پسې کېږي، فرض دي. کله چې دوه رکعته فرض وشوه، له دې څخه وروسته څلور رکعته سنت او بیا دوه رکعته سنت کیږي.

د خطبې په وخت ناروا کارونه: -کله چې امام د خطبې لپاره ولاړ شي، له هغه وخت څخه د خطبې تر ختم کېدو پورې خبرې کول، لمونځ کول، تګ راتګ کول، سلام اچول، د سلام ځواب ورکول، تسبیح ویل، یو چاته مسئله ورښودل، دا ټول حرام دي. د خطبې اوریدل د مسجد پر حاضرينو واجب ده، که یې آواز د چا غوږ ته ورسیږي او یا هم ونه رسیږي.

څو ضروري مسئلې: ۱-د اول آذان تر اوریدو وروسته ټول کاروبار باید پرېښودل شي او د لمانځه لپاره تګ واجب دی، اخیستل او خرڅول، یا په بل کار اخته کیدل منع دي.

۲-د دواړو خطبو په منځ کې د ناستې په وخت کې د امام او مقتدي لپاره د دعا لپاره لاس پورته کول مکروه تحریمي دي، مګر بغیر د لاس پورته کولو څخه په زړه کې دعا غوښتلای شي، نه په ژبې سره.

۳-که څوک د لمانځه په حال کې وي، د سنت په اداء کولو اخته وي او پدې وخت کې خطبه شروع شي؛ نو هغه دې خپل لمونځ پوره کړي.

۴-کله چې په خطبه کې د حضرت محمد ﷺ نوم راشي، اوریدونکو ته پکار ده چې، په زړه کې یا هم د ژبې په ښورولو سره درود شریف ووایي.

۵-د جُمعې په ورځ د (کهف) سورت لوستل ډیر ثواب لري، هر مسلمان ته پكار ده چې، ویې لولي.

۶-د جُمعې په ورځ د خلکو له اوږو څخه پښې اړول حرام دي، ډېر احتیاط کوئ، کله چې مسجد کې له یو صف څخه بل صف ته ځۍ، د چا له اوږو څخه پښې مه اړوئ

سجده سهوه[۳] کله واجب کیږي او طریقه یې څنګه ده؟

ځواب:

په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کیږي:

۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه لوستل هیر شي.

۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ویل هیر شي.

۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحیات) هېر شي.

۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ یا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شریف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووایي او یا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده.

۵-کله چې یو لمونځ کوونکی، د اخترونو د لمونځونو تکبیرونه پریږدي، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده.

۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هیر کړي، یا په پټو (خفیه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده.

۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي، مثلا‌ً د یوې رکوع پر ځای دوه رکوع، یا د دوه سجدو پر ځای، درې سجدې وکړي؛ نو سجده سهوه دې وکړي.

۸-کله چې د یو واجب کیفیت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي.

۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې یقیني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په اخره کې دې سجده سهوه وکړي.

۱۰-که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړي، بیا د پنځم رکعت لپاره ودریږي او سلام ونه ګرځوي او همدا اوله قاعده وګڼي؛ خو وروسته ورته رایاد شي؛ نو لمونځ کوونکي لپاره پکار ده چې، د پنځم رکعت سجده کولو څخه مخکې بېرته کښیني او سجده سهوه وکړي او که پنځم رکعت یې تر سجدې پورې ورسوه؛ نو یو رکعت دې ورسره بل هم یو ځای کړي، دا ډول به لمونځ پوره شي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي، څلور رکعته به فرض شي او دوه ركعته به نفل شي.

د سهوې سجدې #طریقه داسې ده:

-په آخري ناسته کې د تشهد نه وروسته، يواځې ښي طرف ته سلام ګرځول او وروسته دوه سجدې کول او بيا تشهد، درود او دُعا ويل او د سلام ګرځول.

د سجده سهوې یوه ډیره لویه آسانتیا دا ده، چې پدې سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمي او زیاتي اصلاح کوي او همدا ډول د لمانځه د نيمګړتيا پوره والی کولای شي.

شیطان مسلمان ته په لمونځ کې دوکه ورکوي، په هغه باندې د لعنت لیږلو همدا سجده سهوه طریقه ده، همدا ډول چې مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نورې دوه سجدې هم وکړي، پدې سره شیطان ډېر زیات خفه کېږي او په خپل مقصد کې ناکامه او شرمنده کیږي، الله ددې دوو سجدو له كبله د لمونځ کمی او هیره معاف کوي.

احمد احمدزئ

  1. .آمنت : ما ایمان راوړی دی( زه باور لرم) نوموړې ليکنه تر پایه ولولئ، معلومات اضافه کړئ او د اصلاح په نیت یې نشر/شېر کړئ. سوال : عقیده څه ته وایي؟ جواب : عقیده لفظاً تړلو ته وایي او د دین او مذهب سره اړوند، هغه کلک باورونه چي په زړه کي یوځای سي هغه ته عقیده ویل کیږي. سوال : عقیده څه اهمیت لري؟ جواب : عقیده د انسان د ټولو اعمالو د بنسټ اهمیت لري، ځکه چي د انسان د ټولو اخلاقو او اعمالو بنیاد پر اراده ولاړ دی او اراده د زړه سره اړه لري، معلومه خبره ده چي زړه د هغو شیانو اراده کوي چي په زړه کي یوځای سوي وي. په دې وجه د انسان د اعمالو او اخلاقو د صحیح کېدو لپاره لازمي ده چي د هغه په زړه کي صحیحه عقیده وي، له دې سببه د عقیدې صحت ډېر ضروري او لازمي دی او د عقیدې د خرابېدو په صورت کي اعمال لغوه کیږي. سوال : ایمان څه ته وایي؟ جواب : ایمان د زړه تصدیق (منلو) نوم دی او د زړه د تصدیق اقرار په ژبه سره کول ضروري دی، ځکه د دنیا احکام پر ظاهر باندي اجراء کیږي او د زړه د تصدیق علم (معلومات) د الله تعالی ماسوا بل هیچاته نه کیږي. سوال : ایمان او عقیده څه فرق لري؟ جواب : د ایمان لپاره په ژبه اقرار کول شرط دی او عقیده عامه ده، که په ژبه اقرار وکړي او که یې ونه کړي عقیده لرونکی ورته ویل کیږي. سوال : د ایمان څو رکنونه دي؟ جواب : ایمان اووه رکنونه لري : ۱_ پر الله تعالی باندي ایمان راوړل. ۲_ د هغه تعالی پر ملائکو ایمان راوړل. ۳_ د هغه تعالی پر کتابونو ایمان راوړل. ۴_ د هغه تعالی پر رسولانو ایمان راوړل. ۵_ د اخرت پر ورځ ایمان درلودل. ۶_ پر تقدیر ایمان راوړل. ۷_ وروسته تر مرګ راپورته کېدلو ایمان درلودل. سوال : اسلام څه ته وایي؟ جواب : د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پيروي کولو ته او پر هغه یقین کولو ته اسلام وایي، د دغو ټولو چارو کوونکۍ او عملي کوونکۍ مسلمان بلل کیږي. سوال : د اسلام ارکان او بناوي څو دي؟ جواب : د اسلام ارکان یا بناوي پنځه دي : ۱_ د توحید او رسالت په ژبه اقرار کول او په زړه یې تصدیق کول او په ژبه یې د توحید کلمه طیبه ویل. ۲_ لمونځ کول. ۳_ زکات ورکول. ۴_ روژه نيول. ۵_ حج کول. څوک چي دغه پنځه بناوي په ښه ډول عملي کړي، په هغه اندازه یې د اسلام د منلو اساس ټینګیږي. سوال : ایمان او اسلام څه فرق سره لري؟ د لغت له مخي یې فرق دا دی، چي الله تعالی او د هغه رسول چي څه فرمایلي وي، په همهغه ډول په زړه سره تصدیق کولو ته ایمان ویل کیږي. بل دا چي د ایمان ځای زړه دی او د اسلام ځای زړه او جسم دواړه دی؛ اسلام ښکاره وي او ایمان پټ وي. دوی پخپل ذات کي د شریعت له نظره فرق نه لري، ځکه ایمان بېله اسلامه نسي موجودېدای او اسلام بېله ایمانه نسي موجودېدای، دواړه یو له بل سره لازم او ملزوم دي او یو تر بلت نسي جلاکېدای. سوال : دین څه ته ویل کیږي؟ جواب : دین په لغت کي هغي طریقې یا قانون ته ویل کیږي، چي د هغه پیروي کیږي، که هغه صحیح وي که غلط، او د اسلامي شریعت په اصطلاح کي د الله تعالی هغي مقرري طریقې ته ویل کیږي چي بنده پخپله خوښه خپله کړې وي. سوال : شریعت څه ته ویل کیږي؟ جواب : د الله تعالی د لوري د بنده ګانو لپاره چي کوم اعتقادي او عملي احکام مقرر سوي دي دغو احکامو ته شریعت ویل کیږي. سوال : موږ د چا پیروان یو، د چا امتیان یو، او د چا مذهبیان یو؟ جواب : موږ د الله تعالی د دین پیروان یو، د سیدالمرسلین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتیان یو او د حضرت امامنا الاعظم ابو حنیفه رحمه الله تعالی مذهبیان یو. ماخذ : [تعلیم العقائد صـ ۵_۶_۷_۸_۹ ۱۳_۱۴] ليکنه : احمدجنید مبارز
  2. دجمعی دلمان
  3. سجده سهوه

حـســـــــن ســــــلوک  :

دښځى اوسړي تعلق يوکاروباري تعلق نه دى بلکه ددى دواړوتعلق داسى دى لکه څنګه چه د وجوداوروح يا د وينى او غوښى ترمينځه وي په دى وجه دوۍ ته چه کوم حقوق ورکړى شي دهغى اداکول صرف په رسمي توګه نه دي پکار بلکه د هغى ادا کول يوعبادت او ډيردخوښى کار ګڼل پکاردي ـ نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمائيلي دي چه مسلمان چه يو دينار د الله جل جلاله په لاره کى خرچ کوي او که يودينارپه خپل اهل و عيال باندى خرڅ کوي ـ ددواړو اجريوبرابردى ( مسلم )

هم په دغه هغوۍ دحسن سلوک ډيرسخت تاکيد کړى دى ـ دحسن سلوک مطلب صرف دومره نه دى چه هغوۍ ته صرف ډوډۍ ،جامه اوکورورکړى شي اويانورمادي ضرورتونه دى ورته پوره کړى شي ځکه چه دا خوداسى قانوني حقوق دي چه دا خودى په هرحال کښى پوره کوي ـ که په خوشحالۍ ئي پوره کوي او که په ناخوالۍ ، خو ددى نازکى رشتى پاکوالى ، نازکوالى او د اهميت تقاضا داده چه دښځې سره ددى نه څه زيات وکړى شي ـ په اوسيدو،خوراک،څښاک اوجامه کى د ورسره د مساواتوسلوک وکړى شي ،په خبروکى دى ورسره نرمي وکړل شي هغه دى په خبره خبره داړلى او ټوکلى نه شي ـ دهغى په غلطيواوعيبونودى پرده واچولى شي دهغى نه دکارپه اخستوکى دى دهغى دنازک فطرت او کمزورتيا لحاظ کولى شي ـ دقرآنکريم په سورةالنساء کى باربار دمصروف طرز عمل اختيارولوترغيب ورکړى شوى دى ( اودښځوسره په ښه طريقه اوسيږۍ که چيرى ستاسو په څه وجه ناخوښه وي نوممکنه ده چه په يوڅيزچه ستاسو ناخوښه وي په هغى کى الله تعالى ستاسو دپاره ډيرى ښيګڼى ايښى دي ـ ( النساء) ـ

په دى آيت دوه هدايتونه ورکړى شوي دي ـ يو خو په معروفه طريقه د اوسيدو حکم ورکړى شوى دى ـ د معروف يو ډيرلوى مفهوم دى ـ په دى کى د هر قسمه قانوني او اخلاقي ښيګڼى راځي ـ دوهمه دا چه يو سړى د خپلى ښځى سره په معامله کولو کى له معروفى طريقى هغه وخت اوړي چه يا خو ئې د ښځى ظاهري کړه وړه خوښ نه وي او يابيا د هغى د باطني خصوصياتو مثلا د طبيعت ، سيرت او کردار کى ئې څه خرابى بيا مومي ـ يا هغه په خپل ذهن کى د ښځى د سيرت او کردار کوم اوچت معيار جوړ کړى ٶو نو هغه ددى معيار نه لاندى ښکاري نو دداسى خلکو باره کى دا د حکمت خبره بيان کړى شوى ده چه هغوۍ دى په اول سر کى د هغى د اختياري يا غير اختياري کمزوريو په وجه ددوۍ نه کرکه او نفرت نه کوي بلکه دوۍ ته لږ شان د صبر او زغم نه کار اخستل پکار دي ـ کيدى شي يوه ښځه چه د هغى شکل او صورت ، رفتار او ګفتار او د هغى ناز او انداز دده خوښ نه وي نو د هغى باطن ډير غوره وي ـ مثلا هغه ډيره زياته حکم منونکى او کم خرڅ کونکى وي ، صابره او شاکره وي هنرمنده او پوهه وي او ددى خلاف کيدى شي چه يوه ښځه د خپل ښائيست او ښکلا په اعتبار سره دده په معيار پوره وي ـ خو په سيرت او کردار او په اخلاقو او معاملاتو کى هيڅ هم نه وي په دى وجه په ظاهري توګه د ښکلا او ښائيست نه د محرومى ښځى له اړخ نه په نفرت او سپکاوي کولو کى توندي نه ده پکار بلکه د صبر نه کار اخستل پکار دي ځکه چه شکل او صورت د هغى د اختيار څيزونه نه دي او بيا دا چه د حسن او ښائيست دا کشش هم يو عارضي څيز دى او د اخلاقو او کردار کشش هميشه وي او ورځ په ورځ لا ورپسى زياتييږي ـ

د تهجد د لمانځه طریقه او فضیلت!

د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).

د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د (تهجد) لمونځ دی.

په حديث شريف کې راغلي دي: رسول الله ﷺ فرمایلي: د شپې په ورستۍ برخه کې د الله ﷻ رحمت پر جوش راځي او وايي: شته څوک ما ته فرياد او آواز کونکی چي ما ته آواز وکړي او زه يې فرياد واورم، له ما څخه څه وغواړي چې، زه يې ورکړم،

له ما څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي چې، زه ورته بخښنه وکړم.

(رواه بخاری)

حضرت ابو امامه {رضي الله عنه} روايت كوي چې: رسول الله ﷺ وفرمايل:

-تاسې ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ؛ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا وو، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي، ګناهونه مو له منځه وړي او ترې مو ساتي.

(رواه ترمذى)

د تهجد د لمانځه محاصره طريقه :

د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.

او که څوک تر نيمي شپې اوده نسي بيا تهجد لمونځ کولی سي.

د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه "2" متوسط يې څلور "4" او زيات يې اته "8" يا دولس"12" ركعتونه دي.

نيت يې د نورو لمونځونو په شان دی خو صرف په نيت کي دي د تهجد الفاظ وايي، او رکعتونه يې ډک ادا کيږي.

🇦🇫 داسی دعا چي په عمرکی یې یوځل اووايي کافې ده!

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم ) د حدیث مضمون دی چي چا دا دعا ولوسته الله (ج) به ورته د 360 حجونو

360 ختمونو

360 غلامانو آزادولو،

360 دينارونو دصدقه کولوً،

او د 360 غمجنو ویرجنواو اړو کسانو د حاجتونو پوره کولو برابر اجراوثواب ورکړی.

کله چه رسول الله (ص) دا حدیث بیانولو (جبرائيل)علية السلام راغلو او اویی ویل

چه: يا رسول الله کوم بنده د الله (ج) د بندګانوڅخه او یا یوڅوک د ستاسو دامت څخه دا دعا ولولی اګرکه یو وارهم وی په ټول ژوندکی. نو زماد په خپل عزت اوجلال قسم وی چه زه به د اوو ۷ شیانوضمانت دالله په امرکوم.

1- فقربه یی له منځه ځی د الله په امر

2- منكر و نكيرپه پوښتنو کی به کامیاب وی

3- په پل الصراط باندی به په آسانئ تیریږی

4- دیوه ناڅاپی (نا بابره) مرګ څخه به وژغورل شی

5- اور د دوزخ به پری حرام شی

6- دقبر له تنګئ څخه به په امن شی

7- د ظالم اوغاصب حکمران له شره به په امن وی

(الدعاء..)

لا إله الا الله الجليل الجبار لا إله الا الله الواحد الاحد القهار

لا إله الا الله الكريم الستار لا إله الا الله الكبير المتعال

لا إله الا الله وحده لا شريك له إله واحداً

ربــــاً و شــاهداً أحداً و صمداً ونحن له مسلمون

لا إله الا الله وحده لا شريك له إله واحداً

ربــاً و شاهـداً أحداً و صمـداً و نحن له عابدون

لا إله الا الله وحده لا شريك له إله واحداً

ربـاً و شاهداً أحداً و صمداً و نحن له قـــانتون

لا إله الا الله وحده لا شريك له إله واحداً

ربــاً و شاهــداً أحداً و صمدأ و نحن له صــابرون

لا إله الا الله وحده لا شريك له

ومحمداً عبده و رسوله

لا اله الا الله محمدأ رسول الله

اللهم أليك فوضت أمرى و عليك توكلت و بك أمنت يا أرحم الراحمين

اللهم أتنا فى الدنيا حسنه و فى الاخره حسنه و قنا عذاب النار

اللهم أرحمنا فأنت بنا راحم ولا تعذبنا فأنت علينا قادر وقنا عذاب النار

اللهم لا تعذبنا ان نسينا او اخطئنا اللهم ارفع غضبك و سخطك عنا اللهم ارحمنا فإنك بنا راحم ولا تعـذبنا فأنت عـلينا قادر اللهم ارحمنا يوم تبدل الأرض غـير الأرض والسماوات

اللهـم إذا جاء منكر و نكير وألقيا عـلينا السؤال اللهم ألهمنا الجواب اللهم ثبتنا بالقول الثابت في الحياة الدنيا وفى الآخرة

اللهم ارحمنا يوم يفر المرء من أخيه.. وأمه وأبيه.. وصاحبته وبنيه

اللهم ارحمنا إذا التفت الساق بالساق إلى ربك يومئذ المساق..

اللهم ارحمنا إذا أقمنا للسؤال وخاننا المقال ولا ينفع مال ولا جاه ولا عيال

اللهم ارحمنا إذا ورينا التراب وغلقت من القبور الأبواب فإذا الوحشة والوحدة وهول الحساب

اللهم ارحمنا يوم تقول لجهنم هل امتلأت وتقول هل من مزيد

اللهم اغـفـر للمسلمين والمسلمات

الاحياء منهم و الاموات

اللهم اغفر لى ولوالدي ولامتى امه محمد يا غفار يا رحيم

لا اله الا انت سبحانك انى كنت من الظالمين

له ټولوملګرو او دوستانو سره شریکه کړئ ترڅو تاسواو دتاسوملګری د بی شمیره ثوابونواو اجرونو څخه برخمند شی

یوه بله دعاچه په لوستلوسره یی ملائکی په یوه کال کی هم ثوابونه نه شی لیکلئ

وایی چه یوه انسان دا دعا ولوسته : "لا اله الا الله عدد ما كان ,وعدد مايكون , وعدد الحركات والسكون"

او له یوه کاله وروسته یی بیا همدا دعاولوسته ....... نوملائکو ورته اوويل چه مونږ لا د تیرکال ددی دعا په لوستلوسره دستااجرونه اوثوابونه نه دی لیکلی.

آئ ملګريه سوچ وکړه که چیرته دا دعاګانی په خپله هم ولولی او د نوروسره یی هم شریکی کړی ترڅودتاسوپه سبب سره دوی هم ولولی نو دتاسوبه څومره اجرونه وی.

-------------------------------

مجترمو ملګرو کله چې تاسو غواړی دغه پیغام خپلو ملګرو ته ورسوي نو شیطان به هرومرو دا کوښښ کوي چې تاسو له دې کار نه منع کړي؟!

یا الله هغه کسان چی له مونږ سره په دی معالوماتو شریکولو کی برخه اخلی او مرسته کوی ته یی ګناهونه معاف او جنت فردوس یی نصیب کړی. امین ثم امین

آمنت : ما ایمان راوړی دی( زه باور لرم)

نوموړې ليکنه تر پایه ولولئ، معلومات اضافه کړئ او د اصلاح په نیت یې نشر/شېر کړئ.

سوال : عقیده څه ته وایي؟

جواب : عقیده لفظاً تړلو ته وایي او د دین او مذهب سره اړوند، هغه کلک باورونه چي په زړه کي یوځای سي هغه ته عقیده ویل کیږي.

سوال : عقیده څه اهمیت لري؟

جواب : عقیده د انسان د ټولو اعمالو د بنسټ اهمیت لري، ځکه چي د انسان د ټولو اخلاقو او اعمالو بنیاد پر اراده ولاړ دی او اراده د زړه سره اړه لري، معلومه خبره ده چي زړه د هغو شیانو اراده کوي چي په زړه کي یوځای سوي وي. په دې وجه د انسان د اعمالو او اخلاقو د صحیح کېدو لپاره لازمي ده چي د هغه په زړه کي صحیحه عقیده وي، له دې سببه د عقیدې صحت ډېر ضروري او لازمي دی او د عقیدې د خرابېدو په صورت کي اعمال لغوه کیږي.

سوال : ایمان څه ته وایي؟

جواب : ایمان د زړه تصدیق (منلو) نوم دی او د زړه د تصدیق اقرار په ژبه سره کول ضروري دی، ځکه د دنیا احکام پر ظاهر باندي اجراء کیږي او د زړه د تصدیق علم (معلومات) د الله تعالی ماسوا بل هیچاته نه کیږي.

سوال : ایمان او عقیده څه فرق لري؟

جواب : د ایمان لپاره په ژبه اقرار کول شرط دی او عقیده عامه ده، که په ژبه اقرار وکړي او که یې ونه کړي عقیده لرونکی ورته ویل کیږي.

سوال : د ایمان څو رکنونه دي؟

جواب : ایمان اووه رکنونه لري :

۱_ پر الله تعالی باندي ایمان راوړل.

۲_ د هغه تعالی پر ملائکو ایمان راوړل.

۳_ د هغه تعالی پر کتابونو ایمان راوړل.

۴_ د هغه تعالی پر رسولانو ایمان راوړل.

۵_ د اخرت پر ورځ ایمان درلودل.

۶_ پر تقدیر ایمان راوړل.

۷_ وروسته تر مرګ راپورته کېدلو ایمان درلودل.

سوال : اسلام څه ته وایي؟

جواب : د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پيروي کولو ته او پر هغه یقین کولو ته اسلام وایي، د دغو ټولو چارو کوونکۍ او عملي کوونکۍ مسلمان بلل کیږي.

سوال : د اسلام ارکان او بناوي څو دي؟

جواب : د اسلام ارکان یا بناوي پنځه دي :

۱_ د توحید او رسالت په ژبه اقرار کول او په زړه یې تصدیق کول او په ژبه یې د توحید کلمه طیبه ویل.

۲_ لمونځ کول.

۳_ زکات ورکول.

۴_ روژه نيول.

۵_ حج کول.

څوک چي دغه پنځه بناوي په ښه ډول عملي کړي، په هغه اندازه یې د اسلام د منلو اساس ټینګیږي.

سوال : ایمان او اسلام څه فرق سره لري؟

د لغت له مخي یې فرق دا دی، چي الله تعالی او د هغه رسول چي څه فرمایلي وي، په همهغه ډول په زړه سره تصدیق کولو ته ایمان ویل کیږي. بل دا چي د ایمان ځای زړه دی او د اسلام ځای زړه او جسم دواړه دی؛ اسلام ښکاره وي او ایمان پټ وي. دوی پخپل ذات کي د شریعت له نظره فرق نه لري، ځکه ایمان بېله اسلامه نسي موجودېدای او اسلام بېله ایمانه نسي موجودېدای، دواړه یو له بل سره لازم او ملزوم دي او یو تر بلت نسي جلاکېدای.

سوال : دین څه ته ویل کیږي؟

جواب : دین په لغت کي هغي طریقې یا قانون ته ویل کیږي، چي د هغه پیروي کیږي، که هغه صحیح وي که غلط، او د اسلامي شریعت په اصطلاح کي د الله تعالی هغي مقرري طریقې ته ویل کیږي چي بنده پخپله خوښه خپله کړې وي.

سوال : شریعت څه ته ویل کیږي؟

جواب : د الله تعالی د لوري د بنده ګانو لپاره چي کوم اعتقادي او عملي احکام مقرر سوي دي دغو احکامو ته شریعت ویل کیږي.

سوال : موږ د چا پیروان یو، د چا امتیان یو، او د چا مذهبیان یو؟

جواب : موږ د الله تعالی د دین پیروان یو، د سیدالمرسلین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتیان یو او د حضرت امامنا الاعظم ابو حنیفه رحمه الله تعالی مذهبیان یو.

ماخذ : [تعلیم العقائد صـ ۵_۶_۷_۸_۹ ۱۳_۱۴]

ليکنه : احمدجنید مبارز څخه کاپي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که لمونځ مو سم نه وي او د ملا (امام)نه شرمیږۍ

نو دا معلومات وګورۍ ان شاءاللّٰه لمنځونه به مو سم شي

د پنځو لمونځونو اهميت

د سهار لمونځ تر ټولو مخکي آدم علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي

د جنت څخه را دباندي سو د شپې تياره پر راغلل چي په جنت کي شپه، ورځ او تياره نه وه په فکر کي سو، صبر يې وکړ چي سهار سو نو پوه سو چي شپه او ورځ سته نو يې دوه رکعاته شکرانه ادا کړل په سهار کي، چي اللهﷻ ځني قبول کړل پر موږ فرض وګرځېدی.

د ماپښين لمونځ تر ټولو مخکي حضرت ابراهيم علیه السلام هغه وخت ادا کړ چي الله تعالْیﷻ د نمرود اور ور ته ګل ګلزار کړی او و ده ته يې نجات ورکړ نو يې څلور رکعاته شکرانه ادا کړل چي الله تعالْیﷻ ځني قبول کړه او پر موږ باندي فرض وګرځېدی.

د ماځيګر لمونځ تر ټولو مخکي حضرت يونس علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي الله تعالْیﷻ د ماهي د نس څخه رادباندي کړی او نوی ژوند يې په برخه سو نو يې څلور رکعاته شکرانه ادا کړل الله تعالْیﷻ ځني قبول کړ او پر موږ باندي فرض وګرځېدی.

د ماښام لمونځ تر ټولو مخکي حضرت عيسْی علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي الله تعالْیﷻ د ده خواست د ترسايانو په هکله قبول کړی او د مجادلې څخه يې نجات پيدا کړی نو يې درې رکعاته شکرانه ادا کړل الله تعالْیﷻ ځني قبول کړل او پر موږ باندي فرض و ګرځېدی.

د ماخستن لمونځ تر ټولو مخکي حضرت موسْی علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي په کوه طور کي الله تعالْیﷻ و ده ته ملاقات او نبوت ور په برخه کړی تر هغه وروسته يې څلور رکعاته شکرانه ادا کړل الله تعالْْیﷻ ځني قبول کړل او پر موږ باندي فرض وګرځېدی.

درې رکعاته وتر د ټولي ورځي تر لمونځو آخري دي چي ختم

د لمونځو دی او رسولﷺ هم خاتم الانبياء دی چي د معراج څخه راغلی نو و يې و فرمايل:

(ان الله تعالْی زاد کم صلْوة الا وهي الوتر اوترو يا اهل القرآن فان الله تعالْی و تريحب الوتر و جعل و قتها بعد العشاء الی الصبح).

[صلْوة مسعودي جلد ۱ ص ۳۰، فتح القدير جلد ۱ ص ۱۹٦-۱۹۱]

د حضرت جابر(رض) څخه روايت سوی چي رسول اللهﷺ وفرمايل چي: (بين العبد و بين الکفر ترک الصلْوة)

د بنده او کفر تر منځ بېلتون پرېښوول دلمانځه دي. [مسلم]

په بل روايت کي بيا دغسي راغلي دي چي:

(بين الکفر والايمان ترک الصلوة)

يعني د کفر او ايمان تر منځ بېلتون پرېښودل د لمانځه دی. [ترمذي]

لمونځ ډېر مهم دی ځکه الله تعالْیﷻ د لارښووني او تقوْی اساسي شرط بللی دی، او لمونځ پر آزاد مريي، مالداره، مسکين، جوړ، ناجوړ، مقيم، مسافر پر ټولو فرض دی او په هيڅ حال کي د دغو کسانو څخه نه ساقطېږي، خو روژه، زکات، حج داسي نه دي ځکه هغه په خپلو شرائطو او وختونو کي فرض او لازم ګرځي لمونځ خاص د جنګ او جهاد په ډګر کي هم لازمېږي، داسي مهمه فريضه ده چي يوازي د مجاهد او صالح انسانه څخه نه بلکه

د نبيانو او رسولانو څخه هم نه ساقطېږي.

د پنځو فرضي لمونځو وختونه:

       � .[النساء/ ۱۰۳]

ترجمه:بېشکه چي لمومنځ پر مسلمانانو په خپل معلوم وخت کي فرض دی.

نو بنا پر دغه د لمانځه د وختونو څخه اګاهي او خبرتيا ضروري ده. يو شرط د لمانځه وخت دی. که چيري د لمانځه د وخت څخه دمخه يو سړی لمونځ وکي د هغه لمونځ فاسد دی او هغه راګرځول لازم دي او همدغسي که چيري يو سړی د لمانځه وخت له لاسه ورکړي او لمونځ تر وخت وروسته وکړي دغه لمونځ قضا بلل کېږي او دغه سړی ګناهکاره دی، ولي چي لمونځ يې قضا کړی دی نو هر سړي ته لازمه ده چي لمونځ پر خپل ټاکلي وخت ادا کړي.

د سهار لمونځ:

تر فرضو مخکي د دوو رکعتو سنتو حکم:

دا خبره بايد په زړه کي وساتل سي چي د سهار دوه رکعته سنت که څه هم مؤکد دي ليکن په حديثو کي پردې ډېر تاکيد او ټينګار سوی دی چي له دغي وجي څخه ډېرو علماوو د هغو د وجوب قول کړی دی، د حضرت عائشې څخه روايت دی:

(من عائشه قالت: قال رسول اللهﷺ رکعتا الفجر خير من الدنيا ومافيها).[ رواه مسلم]

ترجمه:معنْی دا چي: رسول اللهﷺ وويل چي د سهار دوه رکعته سنت تر دنيا او تر هغه چي په دنيا کي سته خير او غوره دي.

نو د دغه تأکيد له وجي څخه حکم کېږي چي که چيري يو سړی دغه سنت ونه کړي او پر جماعت ودرېږي نو که د لمونځ کوونکي خيال دا وي چي د فرضو يو رکعت د امام سره نيولای سم نو اول بايد په داسي ځای کي ودرېږي چي د امام قرائت وانه وري او خپل سنت دي وکړي، بيا دي په جماعت کي شريک سي، ځيني علماء لا دا هم وايي که چيري د امام سره آخري ناسته نيولای سئ سنت دي نه پرېږدي ودي کړي.

رسول علیه السلام فرمايلي دي چي: جماعت ودرېږي هيڅ لمونځ نه کېږي په وخت د جماعت کي بې له دوه رکعاته سنت کول د سهار په وخت د جماعت کي. [بيهقي]

رسول علیه السلام به د سهار سنت په کور کي وکړه عائشه فرمايي چي: زما سره بې خبري وکړې چي بلال(رض) خبر ورکړی نو به علیه السلام د جماعت لپاره ولاړی. [بخاري، مسلم، ترمذي]

نو بعضي علماء وايي چي د سنت او فرضو په مابين کي خبري کول نسته او په مسجد کي چي خلک ذکر کوي سلام اچول هم نسته.

د سهار لمونځ څلور رکعته دی او دوه رکعته يې سنت بيا دوه رکعته فرض دا خبره بايد ياد ولرو چي سنت او نفل او وتر واجب، تراويح دا ټول ډک کېږي يعني سورت پکښې ويل کېږي او فرض که دوه رکعته وي ډک کېږي او که څلور رکعته وي لکه د ماپښين، ماځيګر يا ماخستن لمونځ نو په اولو دوو رکعتو کي سورت ويل کېږي او آخري دوه رکعته تش کېږي.

د سهار د دوو رکعتو سنتو نيت په دې ډول دی:

نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته سنت په متابعت د رسول الله د سهار په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.

د سهار د دوو رکعتو فرضو نيت په دې ډول دی:

نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته فرض د سهار په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري

د کعبې شريفي الله اکبر، او که په امام پسې ولاړ وي، تر خدای تعالْی لره وروسته دي اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې، و وايي.

د ماپښين لمونځ:

د ماپښين د لمانځه اول وخت وروسته تر هغه دی چي لمر تر سر واوړي او زوال سي او د هغه پېژندنه دا ده چي لمر تر آخري درجې لوړ سي او د هر شي سايه تر آخري درجې کمه سي.

کوم وخت چي د سايې کمبود ودرېږي او د ورځي نيمايي، نصف النهار سي تردې وروسته چي د سايې اوږدېدل شروع سي او ورځ مخ پر کموالي سي نو له دغه وخته څخه د ماپښتين وخت شروع کېږي. د ځينو امامانو په قول د ماپښين وخت تر هغو پوري دی چي د هر شي سايه تر دوه چندۍ نه وي بالا سوې خو احتياط دا دی چي د ماپښين لمونځ په يکچندي کي ادا کړل سي.

ليکن که چيري کومه مجبوري يا يو عذر پېښ سي بيا تر دوه چندۍ پوري د ماپښين لمونځ ادا کېدای سي.

د ماپښين لمونځ لس رکعته دي اول څلور رکعته سنت دي بيا څلور رکعته فرض دي بيا دوه رکعته سنت دي.

کوم سړي چي د ماپښين د دغو سنتو پابندي وکړه د هغه په باره کي د نبيﷺ ارشاد دی چي الله تعالْی به پر هغه باندي د دوزخ اور حرام کړي او د هغه لپاره به د آسمان دروازې خلاصي سي. [مسلم]

حضرت ام المؤمنين عائشه فرمايي چي: رسول اکرمﷺ به ماپښين تر لمانځه دمخه څلور رکعته سنت زما په کور کي کول بيا به مسجد ته تلی او فرض به يې د هغو سره کول د ماپښين

د لمانځه امامت به يې ورکاوه، او له جماعت څخه تر فراغت وروسته به کور ته راتلی او دوه رکعته سنت به يې ادا کول.

لکه څنګه چي مخکي موږ وويل چي سنت نفل او وتر، تراويح ټول ډک کېږي نو د ماپښين سنت هم ډک کېږي او فرض يې اول دوه رکعته ډک دي او آخري دوه رکعته تش کېږي. يعني په کومو رکعتو کي چي قول هوالله ويل کېږي هغه ډک دي او په کومو رکعتو کي چي سورت نه ويل کېږي هغه ته تش ويل کېږي.

د څلورو رکعتيز سنتو نيت داسي دی:

نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته سنت

د ماپښين په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر، که جماعت ولاړ وو سړی راغلی څلور رکعاته سنت يې نه وکړل او جماعت يې وکړ نو به اول دوه رکعته سنت کوي بيا به هغه څلور رکعاته سنت کوي. [علم حديث ص ۴۸]

د څلور رکعتو فرضو نيت:

نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته فرض

د ماپښين په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.

که په ملا پسې ولاړ وي، نو دي تر، په دې حاضر وخت، ورسته دي، اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې، و وايي.

د دوه رکعتيز سنتو نيت داسي دی: نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته سنت دماپښين په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.

ابوهريره(رض) فرمايي چي رسول علیه السلام وفرمايل:

تاسو داسي نه سئ کولای چي فرض لمونځ وسي، لږ شاومخته يو طرف بل طرفته سئ يعني د فرضو ځای بدل کړی. [ابوداؤد،ابن ماجه]

حضرت علي فرمايي چي: امام دي سنت او فرض پر يوه ځای نه کوي تر څو چي ځای يې بدل کړی نه وي. ابن ابي شيبه.[ابوداؤد]

د ماځيګر لمونځ:

د ماځيګر د لمانځه وخت هغه وخت شروع کېږي چي د هر شي سايه دوچنده سي، بيا تر لمر لوېدو پوري د لمر د لوېدو څخه بايد يو نيم ساعت دمخه د ماځيګر لمونځ ادا سي. زموږ په مذهب کوم وخت چي لمر د مغرب و خواته ډېر کښته سي او د لمر رڼا ژړه سي په داسي وخت کي د ماځيګر لمونځ مکروه دی، تر دې دمخه بايد ادا سي.

د ماځيګر د لمانځه دمخه سنت مؤکد نسته، ليکن نبي کريمﷺ ګاهي څلور رکعته او ګاهي دوه رکعته کړي دي.

او دا خبره په ثبوت رسېدلې ده، حضرت عبدالله بن عمر(رض) ويلي دي چي رسولﷺ فرمايلي دي:

خدای تعالْیﷻ دي خپل رحمت نازل کړي پر هغو کسانو چي د ماځيګر تر لمانځه دمخه څلور رکعته سنت ادا کوي. [ترمذي]

و دې ته سنت زوائد ويل کېږي.

د ماځيګر د لمانځه په باب په احاديثو کي ډېر تأکيد راغلی دی په يوه حديث شريف کي راغلي دي.

(الذی يفوته صلْوةالعصر فکانما وتر اهله وماله). [مسلم، بخاري]

ترجمه: يعني د چا څخه چي د ماځيګر لمونځ قضا سي ګواکي خاندان او مال يې تباه او برباد سو يعني دغه نو هلاکت دی.

د ماځيګر د لمانځه څخه وروسته بيا تر لمر لوېدو پوري هيڅ لمونځ نسته په حديث شريف کي راغلي دي.

(لاصلْوة بعد العصر حتْی تغرب). [بخاري و مسلم]

ترجمه: د ماځيګر تر لمانځه وروسته بل لمونځ نسته تر څو چي لمر لوېږي.

د ماځيګر لمونځ څلور رکعته دي، دا لمونځ فرض دی او دوه رکعته يې ډک دي او آخر دوه رکعته يې تش دي، يعني په اولو دوو رکعتو کي سورت ويل کېږي او په آخرو دوو رکعتو کي نه ويل کېږي.

نيت يې په دې ډول دی:

نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته فرض

د ماځيګر په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.

د ماښام لمونځ:

څنګه چي لمر ولوېږي د ماښام د لمانځه وخت داخل سي بيا

د شفق تر لوېدو پوري د لمر لوېدو څخه وروسته بيا تر هغه وخته پوري چي آسمان سور وي د ماښام د لمانځه وخت دی، ليکن دومره ځنډ چي په آسمان کي ښه ستوري ښکاره سي حرام دی. بايد د ماښام لمونځ په دغه وخت کي ونه سي، حضرت رسول اکرمﷺ فرمايلي دي:

زما امت به تر هغه وخته پر خير يا پر اسلامي فطرت وي تر څو چي د ماښام لمونځ دغومره ونه ځنډوي چي په آسمان کي ستوري ښکاره سي. [ابوداؤد]

د ماښام لمونځ پنځه رکعته دی: درې رکعته يې فرض دي او دوه رکعته يې سنت دي، د درو رکعتو فرضو لومړي دوه رکعته ډک دي او آخري يو رکعت يې تش دی او پاته دوه رکعته سنت ډک دي.

د درې رکعتو فرضو نيت:

نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم درې رکعته فرض د ماښام په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.

د سنتو نيت:

دا هم لکه د سهار د سنتو نيت په هغه کي سهار ويل کېږي په دې کي ماښام ويل کېږي، د ماښام تر لمانځه وروسته شپږ رکعاته نفل کېږي و هغو ته اوابين ويل کېږي.

د ماخستن لمونځ:

تر ماښام وروسته پر آسمان باندي سور شفق ښکاره کېږي

د دې تر لوېدو وروسته بيا سپينوالی پاته کېږي، وروسته دغه سپينوالی هم ورکېږي. ټول آسمان يورنګه وي، د دغه وخته څخه د ماخستن وخت شروع کېږي بيا تر صبح صادق پوري.

ليکن دا خبره بايد ياد ولرو چي تر نيمي شپې وروسته

د ماخستن وخت مکروه دی او د لمانځه ثواب کمېږي نو له همدغي وجي بايد د ماخستن لمونځ تر نيمي شپې وروسته ونه سي.

او ډېر ښه به دا وي چي دمخه تردې چي د شپې درېمه برخه تېره سي د ماخستن لمونځ ادا سي، په حديث شريف کي راغلي دي چي د ماخستن د لمانځه ساتنه وکړئ، ځکه چي تاسو ته پر نورو امتو په دغه وجه فضيلت او لوړوالی درکول سوی دی تر تاسي مخکي بل هيڅ امت د ماخستن لمونځ نه دی کړی. [ابوداؤد]

د ماخستن لمونځ نهه رکعته دی. اول څلور رکعته فرض، بيا دوه رکعته سنت بيا درې رکعته وتر واجب دي.

دا فرض هم اول دوه رکعته يې ډک وروستني دوه يې تش دي. سنت يې هم ډک دي. پاته سوه وتر واجب، وتر واجب درې سره رکعته ډک دي خو په آخري درېيم رکعت کي تر سورت وروسته دعا قنوت ويل کېږي. که چيري د چا دُعا قنوت نه و په ياد نو بيا دي درې واره اللهم ربنا ووايي، کوشش دي وکړي چي دُعا قنوت ياد کړي.

د ټولو لمونځو نيتونه يو ډول دي، فقط دومره فرق پکښې دی چي د وخت او د رکعتونو شمېر يې فرق کوي، نور ټول الفاظ يې يو ډول دي. که يې يوازي کوي. اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې، توري ځني ايسته کېږي او که يې په امام پسې ادا کوي همدغه توري د نيت سره يوځای کېږي. د ماخستن تر لمانځه وروسته د قرآن مجيد تلاوة ذکر الْهي وعظ نصحيت درس

و تدريس نېکي خبري کول جائز دي او د جنګ او دعوې بې فضول خبري کول جائز نه دي مکروه دي.

يو سړي په توره شپه کي لمونځ وکړی او يا يې په ورځ کي لمونځ وکړی خو سر يې سره وګرځېدی نه ورمعلومېږي قبله ځني ورکه سوه ښه تحرا او فکر يې وکړ خو لمونځ يې په خپل فکر سره سم و قبلې طرف ته وکړ خو بيا وروسته تر لمانځه کولو ورمعلومه سول چي قبله مي خطا کړېده، امام صاحب(رح) فرمايي:

چي لمونځ يې صحيح دی لمونځ به نه راګرځوي مثال د تيمم والا ورکوي لکه هغه سړی چي په تيمم لمونځ وکړي بيا اوبه پيدا کړي نو لمونځ به نه راګرځوي امام صاحب او شاګردان هم دا دليل وايي د عامر بن ربيعه څخه روايت سوی دی چي موږ د رسول علیه السلام سره په سفر کي ملګري وو توره تياره شپه وه موږ ته قبله نه

را معلومېده هر سړي پر خپله رايه باندي پر خپل خيال لمونځ وکړی خو چي رڼا سوه نو معلومه سول چي قبله مو خطا کړې ده نو موږ رسول علیه السلام ته دا خبره ورياده کړه نو دا آيت مبارک نازل سو:

﴿     ﴾.[البقره/۱۱۵]

يو څو ضروري مسئلې د لمانځه په اړه:

د لمر راختو او زوال او د لمر لوېدو په وخت کي د لمانځه کول نه دي روا. ليکن که چيري د دغه ورځي دماځيګر لمونځ يې نه وکړی هغه د لمر لوېدو په وخت کي هم کولای سي، دا بايد ياد وساتل سي چي په قصد او اختيار سره دومره ځنډ ناروا او حرام دی. او دا جواز فقط د دې لپاره دی چي د لمونځو ترتيب پر خپل ځای پاته سي. د لمانځه تر قضا کولو دا ډېر ښه دی چي په آخري مکروه وخت کي لمونځ ادا سي.

د سهار تر لمانځه وروسته تر هغه وخته چي لمر ښه راونه خيژي نفل کول مکروه دي، د دې وخت مقدار او اندازه تقريباً پنځلس دقيقې ده.

د لمر راختو څخه مخکي قضايي لمونځ کول او سجده تلات کول روا دي.

تر صبح صادق وروسته د سهار د دوو رکعتو سنت او دوو رکعتو فرضو ماسوا نور نفلي لمونځونه کول مکروه دي، ليکن قضايي لمونځ او سجده تلاوت کېدلای سي.

نفلي لمونځ په ناسته سره کول هم روا دی، ليکن نيمايي ثواب ورکول کېږي او کوم څوک چي په ناسته لمونځ کوي هغه بايد په رکوع کي سر په دې اندازه ټيټ کړي چي د ځنګنو سره برابر سي.

[درمختار، مراقي الفلاح، شامي او نور کتابونه]

که سړی په دواړو رکعاتو کي يو سورة و وايي يعني مکرر سي په فرض لمانځه کي مکروه والی راولي که په قصد سره وو. او که په هېره سره وو بيا نه دی مکروه او کې نه وو په ياد بيا نه دی مکروه او په نفلي لمانځه کي که په قصد سره يو سورة په دواړه رکعاتو کي و وايي هم نه دی مکروه، حضرت معاذ(رض) بن عبدالله فرمايي: د قبيله جهينه يو سړي ماته بيان وکړ چي ما د رسول علیه السلام څخه د سهار په لمانځه کي په دواړوه رکعاتو کي واورېدل (اذازلزلت) سورة مبارک نو معلومه نه ده چي رسول علیه السلام په هېره کړی وو يا ارادتاً، نو ښکاره ده چي رسول علیه السلام ارادتاً دغسي کړي وه چي خلکو ته معلومه سي چي لمونځ دغسي هم کېږي. [ابوداؤد]

هغه شيان چي په لمانځه کي رکن يا فرض وي بايد هر مسلمان دغه ټول ارکان ياد کړي او ښې زده کړي ځکه رسول علیه السلام فرمايي: (الصلْوة عمادالدين) چي لمونځ مهمه ستن د دين ده او

د کافر او مسلمان فرق په لمانځه سره کېږي نو بايد د تجارت او زراعت څخه څه وخت د لمانځه و ادا ته ورکړل سي.

چي په لمانځه کي رکن او يا فرض وي د هغو شيانو بيان:

په لمانځه کي شپږ فرضونه دي:

۱- تکبير تحريمه، يعني د نيت تړلو په وخت کي الله اکبر ويل.

۲- تر نيت تړلو وروسته سم سيده درېدل.

۳- قرائت يعني د قرآن مجيد ويل.

۴- رکوع کول.

۵- په هر رکعت کي دوې سجدې کول.

٦- آخري ناسته، يعني په آخر رکعت کي د التحيات د ويلو په اندازه کښېنستل.

که د دغو يادو سوو فرضو څخه يو فرض پاته سي. يا پرېښودل سي لمونځ نه ادا کېږي. دوهم وار به لمونځ راګرځوي. همدغه شان که يو څوک د کوږوالي په وخت کي اول الله اکبر و وايي لمونځ يې نه دی صحيح، ځکه چي د فرضو او واجب لمانځه د اول الله اکبر ويلو په وخت کي سم سيده درېدل شرط دی، که عذر نه و.

ډېر داسي خلک سته چي امام د رکوع په وخت کي پيدا کړي نو په تلوار او چابکي الله اکبر و وايي: بېله دې چي لاسونه بند کړي و رکوع ته ولاړ سي د دغسي خلکو لمونځونه فاسد دي. ځکه چي اول الله اکبر د لمانځه د صحت لپاره شرط دی او د اول الله اکبر لپاره ولاړه،درېدل شرط دي نو کوم وخت چي ولاړه نه وي لمونځ نه صحيح کېږي.

د لمانځه د واجباتو بيان:

د لمانځه واجبات هغه دي چي د هغو ادا کول په لمانځه کي ضروري دي. که چيري د هغو څخه يو شی هم پاته سي د سجده سهوي په کولو سره لمونځ صحيح کېږي او که سجده سهوه ونه کړه سي د لمانځه راګرځول ضروري دي د لمانځه واجبات دا دي:

۱- الحمدلله ويل تر پايه پوري.

۲- الحمدلله تر سورت مخکي ويل.

۳- د فرضو په اولو دوو رکعتو کي او د نفلو او سنتو په ټولو رکعتو کي تر الحمدلله وروسته يو غټ آيت يا يو سورت يا درې لنډ آيتونه ويل.

۴- ولاړه، يعني تر رکوع وروسته سم سيده درېدل چي دې ته قومه وايي.

۵- ناسته يعني د دوو سجدو په مابين کي آرام کښېنستل چي دې ته جلسه وايي.

٦- تعديل ارکان، يعني رکوع، سجده او نور ارکان په پوره اطمينان او آراموالي سره کول چي اندامونه دي کرار ونيسي.

۷- ټول لمونځ په ترتيب سره کول، يعني قرائت، رکوع، سجده او رکعتونه په ترتيب سره ادا کول.

۸- په درې رکعتيز او څلور رکعتيز لمانځه کي تر دوو رکعتو وروسته د التحيات د ويلو په اندازه کښېنستل او التحيات ويل.

۹- په اوله او آخره ناسته کي التحيات ويل. تر عبدُهُ ورسُولهُ پوري.

۱۰- تر التحيات ويلو وروسته درېيم رکعت ته درېدل.

۱۱- په هغو لمونځو کي چي کرار قرائت ويل کېږي هلته کرار والی او په کومو کي چي په لوړ آواز قرائت ويل کېږي هلته په زوره او لوړ آواز ويل نه داسي کرار چي په زړه کي يې وايي او نه داسي په زوره چي خلک درڅخه په عذاب سي.

۱۲- په السلام عليکم ورحمةالله سره لمونځ ختمول.

۱۳- د وتر لمانځه په درېيم رکعت کي تر سورت وروسته الله اکبر ويل او تر رکوع مخکي دعا قنوت ويل، که د چا دعاء قنوت نه وي ياد نو هغه بيا بل څه وايي دا غلط دی ځکه ستا سره مسلمانه دغه وخت هم نسته چي ته دعاء قنوت ياد کړې او يا په جنازه کي د مړي دعا په ياد کړې او يا په رکوع کي سبحان ربي العظيم زده کړې دغه نور لمونځ تا څنګه زده کړی دی د هر مسلمان لپاره ضروري ده چي دعا قنوت زده کړي او ياد يې کړي او په جنازه کي ملا درته وايي که د چا د مړي دعا نه وي زده نو اللهم ربنا واياست نو ولي ته مرګ نه لرې څه وخت ته مرګ په يادوې او رکوع څومره مهم عبادت دی بيا هم ته (سبحان ربي الکريم) وايي په کال کي خو بې زده کړې (سبحان ربي العظيم) مسلمانه ډېر غفلت نه دی په کار تکليف برداشت که.

د سجده سهوي بيان:

د سجده سهوي کولو طريقه دا ده چي د آخر رکعت په ناسته کي التحيات و وايي او پر يوه طرف سلام وګرځوي او دوې سجدې وکړي، کښېني بيا التحيات و وايي او درود شريف او دعا ووايي بيا پر دواړو خواوو سلام وګرځوي لمونځ ختم کړي.

که د سړي په لمانځه کي الحمدلله ويل هېر سي يا يې تر الحمدلله مخکي سورت و وايه بيا يې الحمدلهم وويل نو سجده سهوه واجب ده.

د سنتو او نفلو په ټولو رکعتو کي د الحمدلله سره د سورت ملګري کېدل واجب دي که يې د سورت ملګري کېدل هېر سول سجده سهوه کول لازم دي.

که سړي الحمدلله وويل او په فکر کي ډوب سو چي کوم سورت و وايي او په دغه فکر کي دومره وخت تېر سو چي په هغه کي درې واره سبحان الله ويل کېدای سوای بيا يې ياد سوه چي فلانی سورت و وايه. په دې صورت کي هم سجده سهوه کول واجب ده.

که سړي ته په آخري ناسته کي تر التحيات او درود شريف ويلو وروسته شک پيدا سو چي ما څلور رکعته کړي دي او که درې رکعاته او په دغه شک او فکر کي دومره وخت تېر سو چي په هغه کي درې واره سبحان الله ويل کېدای سي بيا ورته ياد سوه چي څلور رکعته مي ادا کړي په دې صورت کي به هم سجده سهوه کوي.

په درې رکعتيز او څلور رکعتيز لمانځه کي چي کوم وخت د اولي ناستي لپاره کښېنستی نو دوه واره يې التحيات وويله وروسته ورته ياد سوه نو سجده سهوه کول واجب ده.

که يې د فرضو يا سنتو په اوله ناسته کي تر التحيات وروسته درود شريف په هېره و وايه نو سجده سهوه کول واجب ده.

که يې په فرضو يا وترو کي تر دوه رکعته وروسته ناسته هېره سوه،سده ولاړ سو نو اوس به بېرته نه راګرځي لمونځ دي پوره کړي په آخره کي دي سجده سهوه وکړي، ځکه د دغي سجده سهوي کول واجب دي.

د نفل لمانځه په دوهم رکعت کي تر التحيات وروسته که سړي درود شريف و وايه سجده سهوه لازمه نه ده ليکن که دوه واره التحيات و وايي نو په نفلو کي هم سجده سهوه لازمه ده.

د څلور رکعتيز او درې رکعتيز فرض لمانځه په آخرو رکعتو کي، تر اولي ناستي وروسته يې الحمدلله هېره سوه او پټه خوله ودرېدی او رکوع ته ولاړی په دې صورت کي سجده سهوه واجب نه ده.

که سړي تر څلور رکعته کولو وروسته د ناستي پر ځای په هېره سره ولاړ سو نو په دې صورت کي که د ده د بدن لاندي برخه، د ورنو څخه تر پښو پوري، سده سوې نه وه نو دي بېرته کښېني او تر التحيات او درود او دعا وروسته به سلام وګرځوي او سجده سهوه دي نه کوي. دغه ډول که سم سيده پنځم رکعت ته ولاړ سوی وو، بيا دي هم کښېني همدغه ډول که يې د پنځم رکعت رکوع کړې وي لا به هم کښېني او التحيات به وايي او سجده سهوه به کوي سلام به ګرځوي. او که يې د پنځم رکعت سجده کړې وه نو د دې پنځم رکعت سره به شپږم رکعت هم ملګری کوي او بې له سجده سهوي کولو به سلام ګرځوي او دغه لمونځ يې نفل سو، فرض به دوهم وار بيا کوي.

که سړي تر څلورم رکعت وروسته په ناسته کي التحيات وويله او ولاړ سو نو د پنځم رکعت تر سجدې دمخه که يې په ياد سوه خو کښېني به او بې له دې چي التحيات و وايي دستي به سلام ګرځوي او سجده سهوه به کوي او که يې د پنځم رکعت سجده وکړه نو به شپږم رکعت هم ورسره کوي په دې صورت کي څلور رکعته فرض سوه او پاته دوه نفل د شپږم رکعت په پوره کېدو سره به سجده سهوه وکړي وروسته به سلام وګرځوي.

که سړی په ناسه کي د التحيات پر ځای څه بل شی د قرآن څخه و وايي: مثلاً الحمدلله يا يې سبحانک اللهم وويله په دې صورت کي سجده سهوه واجب ده.

تر نيت تړلو وروسته که يې د سبحانک اللهم پر ځای دعا قنوت و وايه نو سجده سهوه نه ده واجب.

که سړي ته د وترو په لمانځه کي شک پيدا سو چي آيا دغه دوهم رکعت دی که درېيم، او پر يوه خوا يې لا هم زيات ګمان نه و، بلکي دواړي خواوي ورته برابري وې نو په دغه رکعت کي به دعا قنوت و وايي او کښې دي ني، التحيات به و وايي او يو رکعت به بل هم وکړي او په هغه کي به هم دعا قنوت و وايي او سجده سهوه به وکړي سلام به وګرځوي.

که يې تر الحمدلله وروسته د يو سورت پر ځای دوه يا درې سورتونه وويل نو سجده سهوه نه ده واجب.

که د فرض لمانځه په آخري دوو رکعتو کي يا په يوه رکعت کي تر الحمدلله وروسته سورت و وايي نو سجده سهوه نه ده واجب.

که يې د لمانځه په شروع کي د سبحانک اللهم ويل هېر سول يا يې په رکوع کي سبحان ربي العظيم نه و وايه، يا يې په سجده کي سبحان ربي الاعلْی نه وويل يا د رکوع څخه پورته سو سمع الله لمن حمده ويل يې له ياده ووتل يا يې د نيت تړلو په وخت کي لاسونه پورته نه کړل يا يې په آخر رکعت کي درود شريف يا دعا ونه ويل همداسي يې سلام وګرځاوه په دې ټولو صورتوکي سجده سهوه نه ده واجب.

بايد دا خبره په ياد ولرو چي سجده سهوه د واجبو په پرېښودلو سره واجبېږي.

لوړي ټولي مسئلې له عالمګيري، شامي، او درمختار څخه

را اخيستل سوي دي.

د جماعت د لمانځه مسئلې:

که د ماښام د لمانځه يو رکعت د امام سره ونيول سي، نو د امام تر سلام ګرځولو وروسته به مسبوق سړی ولاړ سي (مسبوق هغه سړی دی چي تر يوه يا دوو رکعتو ادا کولو وروسته په جماعت کي شريک سوی وي) يو رکعت به په سبحانک اللهم اعوذبالله بسم الله الحمدلله او يو سورت سره ادا کړي او ناسته به وکړي. دا خو دوه رکعته سوه، په درېيم رکعت کي به هم الحمدلله او يو سورت ووايي، رکوع، سجده به وکړي، لمونځ يې پوره سو سلام به وګرځوي. [ردالمحتار]

د کښته مسائلو په اړه رحمت بيان درمختار عالمګيري وګورئ.

په هر لمانځه کي چي د امام سره يو رکعت ونيول سي نو يو رکعت به بل وکړي بيا به کښېني.

که يو چا د ماپښين يا ماځيګر يا ماخستن په لمانځه کي يو رکعت ونيوی، هغه نور درې رکعته به داسي کوي:

چي کوم وخت امام سلام وګرځوي دی به ولاړ سي په دغه رکعت کي به سبحانک اللهم الحمدلله او يو سورت و وايي، ناسته به وکړي او تر ناستي وروسته به ولاړ سي، دغه رکعت به هم ډک وکړي يعني الحمدلله او يو سورت به و وايي او په آخر رکعت کي به فقط الحمدلله و وايي، او تر الحمدلله وروسته به رکوع، سجده، قعده وکړي او سلام به وګرځوي.[درمختار، ج ۱ ص ۸٦]

که سړی د ماپښين په لمانځه کي تر فرضو دمخه څلور رکعته سنت هېر کړي، يا يې د وخت د تنګۍ په خاطر سره نه سوای کولای په دې صورت کي بايد تر فرضو وروسته دوه رکعته سنت وکړي، وروسته بيا څلور رکعته سنت وکړي، همدغه حکم

د جمعې د سنتو لپاره هم دی.

که سړي د ماپښين په لمانځه کي تر فرضو دمخه سنت ادا کول او په دې وخت کي جماعت ودرېدی که يې اول رکعت رکوع نه وه کړې بايد خپل نيت مات کړي او په جماعت کي شريک سي او که يې اول رکعت تمام کړی وو بايد چي دوهم رکعت هم وکړي

او سلام وګرځوي په جماعت کي شريک سي او که يې درېيم رکعت شروع کړی وو څلورم رکعت هم بايد پوره کړي په جماعت کي دي شامل سي.

که سړی په جماعت کي د امام سره د قرائت په حال کي شريک سو بايد چي سبحانک اللهم ونه وايي ولي چي سبحانک اللهم ويل سنت ده او د قرآن اورېدل او د امام تر شا پټه خوله درېدل واجب دي نو دي واجب ادا کړي او سنت دي پرېږدي.

که سړي په سهوه او خطا سره په اول رکعت کي قل اعوذ برب الناس و وايه نو په دوهم رکعت کي به همدغه سورت وايي ليکن په قصد سره بايد داسي و نه کړي ځکه چي مکروه دي او سجده سهوه لازمه نه ده.

که مقتدی د جماعت په لمانځه کي سهوه سي سجده سهوه پر ده نه لازمېږي، بې له سجده سهوي د ده لمونځ صحيح دی، ځکه چي مقتدی د امام تابع دی.

که چيري سړی د امام سره فقط په ناسته کي شريک سي د جماعت ثواب ورته رسېږي.

که چيري سړی د امام سره په آخري ناسته کي شريک سي بايد التحيات په داسي کراره او آراموالي سره و وايي چي د امام د سلام ويلو سره يو ځای ختم سي، او که يې چيري د سلام دمخه التحيات ختم کړه بايد چي بيا اشهدان لااله الاالله شروع کړي چي

د امام د سلام سره پای ته ورسېږي.

د وترو څو ضروري مسئلې:

که د سړي په درېيم رکعت کي دعا قنوت نه سو ياد، هېر يې سو رکوع ته ولاړی په سجده سهوه کولو سره يې لمونځ صحيح کېږي.[مراقي الفلاح]

که سړی د وترو په اول بيا دوهم رکعت کي په سهوه سره دعا قنوت ووايه دغه لره کوم اعتبار نسته په درېيم رکعت کي دې بيا و وايي او سجده سهوه دي وکړي. [بحرالرائق]

که مقتدي لا دعاقنوت نه وختم کړی چي امام رکوع ته ولاړی نو مقتدی به هم خپل دعاقنوت پرېږدي او د امام سره به رکوع کوي، څومره چي يې ويلی وي هغه قدري کافي او بس دی. [درمختار]

که سړی د وترو په لمانځه کي د درېيم رکعت په رکوع کي د امام سره شريک سو نو پر هغه باندي دعاقنوت ويل نسته ځکه چي په رکوع کي د شريکېدو له سببه څخه د دعا قنوت رکعت، درېيم رکعت، د ده لپاره ثابت او درست سو يعني اوس په هيڅ رکعت کي د دعا قنوت ضرورت نسته. [درمختار]

مسافرانه لمونځ څه ډول کېږي:

الله تعالْیﷻ فرمايي:

﴿          ﴾. [النساء/۱۰۱]

او کله چي تاسي پر مځکه سفر کوئ په دې کي پر تاسي هيڅ ګناه نسته چي تاسي لمونځ کم کوئ، يعني قصر کوي.

په شريعت کي مسافر هغه څوک دی چي له کوره ۴۸ ميله يا ۷۷ کيلومتره ليري ولاړ سي، د سفر کولو په اراده نو مسافر بلل کېږي او يا د درې ورځو د سفر اندازه د سفر کولو په اراده سړی مسافر بلل کېږي. د درو ورځو د سفر اندازه د لمر تر زواله پوري ده، يعني هغه سفر چي انسانان به پر اوښانو تلل.

د مزل څخه مراد ميانه مزل د ورځو څخه مراد تر ټولو کوچنۍ ورځ ده. مسافر به تر هغه پوري لمونځ سفريانه کوي تر څو چي

د ۱۵ ورځو يا زياتو ورځو د اقامت نيت يې نه وي کړی، چي کله يې د اقامت نيت وکړ يعني چي د مقصد په ځای کي ۱۵ ورځي تېر وم، نو هغه وخت به لمونځ پوره کوي او که چيري د ۱۰ يا ۱۲ شپو نيت وکي مګر کار يې خلاص نه سو، بيا يې د يو څو ورځو نيت وکړ او داسي ډېري ورځي په نن سبا کي پر تېري سوې دا مسافر دی لمونځ به مسافرانه کوي. که په دغه نيت کي کلونه تېر سي.

د مسافرانه لمانځه نيت:

نيت کوم د زړه له اخلاصه، لمونځ کوم دوه رکعته فرض مسافرانه په دې حاضر وخت د ماپښين يا ماځيګر يا ماخستن خاص خدای تعالْی لره مخ کي پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.

د مسافر او کورني سړي په لمانځه کي دا فرق دی چي مسافر به د څلورو فرضو رکعتو پر ځای دوه رکعته فرض کوي، وتر،

د ماښام لمونځ او د سهار لمونځ به پوره کوي ليکن که چيري يو مسافر د يو کورني مقيم امام تر شا لمونځ کوي نو هغه وخت به څلور رکعته پوره کوي. قصر به نه کوي.

مسافر چي تر څه وخته پوري د خپل کلي د آبادۍ څخه دباندي ووزي تر هغه وخته پوري به مسافرانه لمونځ نه کوي که چيري

د يوه ښار په آبادي کي دننه و، نو تر څو پوري چي د آبادۍ څخه دباندي ولاړ نه سي مسافر نه ورته ويل کېږي، ځکه اوس لا په کور کي بلل کېږي. [هدايه]

که چيري يو مسافر څلور رکعتيز لمونځ پوره وکړي او قصر يې نه کړي نو که يې چيري په دوهم رکعت کي ناسته وکړه، نو په آخر کي دي سجده سهوه (د سجده سهوي په کولو سره لمونځ صحيح کېږي، يعني د لمانځه په آخر کي به سجده سهوه کوي) وکړي، چي لمونځ يې صحت پيدا کي، ليکن که يې په قصد څلور رکعته وکړل نو ګنهکاره کېږي او که يې په هېره سره څلور رکعته وکړل نو دوه رکعته يې فرض او پاته دوه رکعته يې نفل بلل کېږي، او که يې چيري تر دوهم رکعت وروسته ناسته نه وکړه نو څلور سره نفل ګرځي، دوه رکعته فرض به دوهم واري کوي. [درمختار]

که مسافر چيري پر يو ځای باندي په بېغمي او اطمينان سره د ځان ساتني لپاره ودرېږي نو ښايي چي سنت مؤکد هم وکړي او که يې تلوار وي يا موټر يا د رېل ګاډۍ څخه پاته کېدو خطره وي او يا بله داسي بې اطميناني وي نو په سنتو پرېښوولو کي ګناه نسته. [شامي]

ليکن د سهار د لمانځه سنت دي نه پرېږدي، ځکه چي ځينو علماوو په ترک د سهار د سنتو درجه واجب ته نزدې کړې ده. سنت په سفر کي نفل ګرځي ليکن په هيڅ وخت کي بايد نه سي پاته ځکه بيا دي عادت ګرځي.

کوم لمونځ چي په سفر کي قضا سي، تر مقيم کېدلو وروسته دي هم د هغه لمانځه قضايي مسافرانه راوړي. [عالمګيري]

که چيري امام مسافر و او مقتديان يې کورني وه، امام دي خپل دوه رکعته پوره کړي او سلام دي وګرځوي او کورني مقتديان دي سلام نه ګرځوي د امام تر سلام ګرځولو وروسته دي دوه رکعته نور وکړي او په هغه دواړو رکعتو کي دي قرائت نه وايي، بلکي د قرائت ويلو په اندازه دي پټه خوله ودرېږي. [عالمګيري]

او که چيري مسافر په کورني امام پسې لمونځ کوی په دې صورت کي به مسافر هم پوره څلور رکعته کوي. داسي نه چي پر دوه رکعته سلام وګرځوي او وايي چي زه مسافر يم، حتماً به دغه څلور رکعته ورسره کوي.

که څوک پر لمانځه ولاړ و د پنځلسو ورځو نيت يې وکړ، نو کورنی او مقيم سو نو په دغه صورت کي چي نيت د اقامت يې کړی وي هغه لمونځ به هم پوره کوي او قصر به نه کوي. [بهشتي زيور]

که يې په ښار يا کوم بل ځای کي تر پنځلسو ورځو کم

د اوسېدلو اراده نيت وو، مسافر دی، ده لره ښايي چي مسافرانه لمونځ وکړي، [هدايه]

او که سړی مسافر وي او امام مقيم وي په دې صورت کي به مقتدی د رکعتونو تعداد نه معلوموي نيت به داسي تړي:

چي نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم فرض د ماځيګر او که سړی مقيم وي امام مسافر وي نو به د رکعتونو تعداد معلوموي نيت به داسي تړي چي نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته فرض د ماځيګر خاص خدای تعالْی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.

د جمعې لمونځ :

د جمعې د لمانځه لپاره دا شرطونه دي ښار به وي يا به لوی کلی وي چي په هغه کي ۲۰۰۰ يا ۲۵۰۰ زره نفروي نابالغ او بالغ، نر، ښځي مسلمان، کافر او په دغه کلي او ښار کي به د زندګۍ لپاره پوره اسباب موجود وي نو د جمعې لمونځ صحيح دی که نه وو موجود بيا د جمعې لمونځ صحت نه لري. [شامي ج ۱- ص ۷۴۸]

الله تعالْْی ﷻ فرمايي:

&﴿                     ﴾. [الجمعه/۹]

اې د ايمان خاوندانو، کوم وخت چي د جمعې په ورځ د جمعې لپاره اذان وسي نو تاسي د خدایﷻ د ذکر و خواته ځئ او خرڅول او رانيول بيع او شرا پرېږدئ، دا ستاسي لپاره ډېر ښه دی که تاسي پوهېږی.

د جمعې لمونځ دوه رکعته دی دا لمونځ فرض عين دی، د دې لمانځه په مورد کي تر ماپښين د لمانځه زيات ټينګوالی راغلی دی.

په کلي او صحرا کي چي د جمعې لمونځ نه کېږي هلته به د ماپښين لمونځ کېږي، سره د اذان او اقامت په جماعت سره. [هنديه ج ۱ ص ۱۵۴]

اول څلور رکعته سنت مؤکد کېږي، که په کور کي وشي او که په مسجد کي خو تر خطبې به مخکي ادا کېږي بيا دوه رکعته فرض په امام پسې کېږي، نيت يې په دې ډول دی:

نيت کوم د زړه له اخلاصه دوه رکعته فرض د جمعې په دا حاضر وخت د نن ماسپښين خاص خدای تعالْی لره، اقتدا مي وکړو په دا حاضر امام پسې، مخ مي دکعبې شریفي پر لوري کړه الله اکبر.

تر دې وروسته بيا څلور رکعته سنت او بيا دوه رکعته سنت.