آمنت : ما ایمان راوړی دی( زه باور لرم)
نوموړې ليکنه تر پایه ولولئ، معلومات اضافه کړئ او د اصلاح په نیت یې نشر/شېر کړئ.
سوال : عقیده څه ته وایي؟
جواب : عقیده لفظاً تړلو ته وایي او د دین او مذهب سره اړوند، هغه کلک باورونه چي په زړه کي یوځای سي هغه ته عقیده ویل کیږي.
سوال : عقیده څه اهمیت لري؟
جواب : عقیده د انسان د ټولو اعمالو د بنسټ اهمیت لري، ځکه چي د انسان د ټولو اخلاقو او اعمالو بنیاد پر اراده ولاړ دی او اراده د زړه سره اړه لري، معلومه خبره ده چي زړه د هغو شیانو اراده کوي چي په زړه کي یوځای سوي وي. په دې وجه د انسان د اعمالو او اخلاقو د صحیح کېدو لپاره لازمي ده چي د هغه په زړه کي صحیحه عقیده وي، له دې سببه د عقیدې صحت ډېر ضروري او لازمي دی او د عقیدې د خرابېدو په صورت کي اعمال لغوه کیږي.
سوال : ایمان څه ته وایي؟
جواب : ایمان د زړه تصدیق (منلو) نوم دی او د زړه د تصدیق اقرار په ژبه سره کول ضروري دی، ځکه د دنیا احکام پر ظاهر باندي اجراء کیږي او د زړه د تصدیق علم (معلومات) د الله تعالی ماسوا بل هیچاته نه کیږي.
سوال : ایمان او عقیده څه فرق لري؟
جواب : د ایمان لپاره په ژبه اقرار کول شرط دی او عقیده عامه ده، که په ژبه اقرار وکړي او که یې ونه کړي عقیده لرونکی ورته ویل کیږي.
سوال : د ایمان څو رکنونه دي؟
جواب : ایمان اووه رکنونه لري :
۱_ پر الله تعالی باندي ایمان راوړل.
۲_ د هغه تعالی پر ملائکو ایمان راوړل.
۳_ د هغه تعالی پر کتابونو ایمان راوړل.
۴_ د هغه تعالی پر رسولانو ایمان راوړل.
۵_ د اخرت پر ورځ ایمان درلودل.
۶_ پر تقدیر ایمان راوړل.
۷_ وروسته تر مرګ راپورته کېدلو ایمان درلودل.
سوال : اسلام څه ته وایي؟
جواب : د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پيروي کولو ته او پر هغه یقین کولو ته اسلام وایي، د دغو ټولو چارو کوونکۍ او عملي کوونکۍ مسلمان بلل کیږي.
سوال : د اسلام ارکان او بناوي څو دي؟
جواب : د اسلام ارکان یا بناوي پنځه دي :
۱_ د توحید او رسالت په ژبه اقرار کول او په زړه یې تصدیق کول او په ژبه یې د توحید کلمه طیبه ویل.
۲_ لمونځ کول.
۳_ زکات ورکول.
۴_ روژه نيول.
۵_ حج کول.
څوک چي دغه پنځه بناوي په ښه ډول عملي کړي، په هغه اندازه یې د اسلام د منلو اساس ټینګیږي.
سوال : ایمان او اسلام څه فرق سره لري؟
د لغت له مخي یې فرق دا دی، چي الله تعالی او د هغه رسول چي څه فرمایلي وي، په همهغه ډول په زړه سره تصدیق کولو ته ایمان ویل کیږي. بل دا چي د ایمان ځای زړه دی او د اسلام ځای زړه او جسم دواړه دی؛ اسلام ښکاره وي او ایمان پټ وي. دوی پخپل ذات کي د شریعت له نظره فرق نه لري، ځکه ایمان بېله اسلامه نسي موجودېدای او اسلام بېله ایمانه نسي موجودېدای، دواړه یو له بل سره لازم او ملزوم دي او یو تر بلت نسي جلاکېدای.
سوال : دین څه ته ویل کیږي؟
جواب : دین په لغت کي هغي طریقې یا قانون ته ویل کیږي، چي د هغه پیروي کیږي، که هغه صحیح وي که غلط، او د اسلامي شریعت په اصطلاح کي د الله تعالی هغي مقرري طریقې ته ویل کیږي چي بنده پخپله خوښه خپله کړې وي.
سوال : شریعت څه ته ویل کیږي؟
جواب : د الله تعالی د لوري د بنده ګانو لپاره چي کوم اعتقادي او عملي احکام مقرر سوي دي دغو احکامو ته شریعت ویل کیږي.
سوال : موږ د چا پیروان یو، د چا امتیان یو، او د چا مذهبیان یو؟
جواب : موږ د الله تعالی د دین پیروان یو، د سیدالمرسلین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتیان یو او د حضرت امامنا الاعظم ابو حنیفه رحمه الله تعالی مذهبیان یو.
ماخذ : [تعلیم العقائد صـ ۵_۶_۷_۸_۹ ۱۳_۱۴]
ليکنه : احمدجنید مبارز څخه کاپي احمد احمدزی عیسی خیل ۰۶:۳۱, ۴ فبروري ۲۰۱۸ (UTC)
الله جل جلاله په خپلو ټولو مخلوقاتو کې انسان اشرف اود عزت وړ مخلوق پیدا کړی دی، دانسان څخه پرته ټول کائنات الله جل جلاله انسان ته مسخر کړي دي، انسان ترې په مستقیمه اوغیر مستقیمه توګه ګټه اخلي .
لیکن دیادونې وړ ده، چې دانساني ژوند لپاره الله جل جلاله دانسان له پیداکیدو سره دژوند تګلاره اوقانون هم رالیږلی دی او د قانون د تشریح اوپلي کولو لپاره یی انبیاء علیهم السلام رالیږلي دي، لکه چې الله ویلي دي : {فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ}
ژباړه: بیاچې تاسې ته زما له خوا کوم هدایت (پیغمبر،کتاب) درشي نوڅوک چې زما دهدایت پیروي وکړي، نو پر هغو به وېره اوغم نه وي .
الله دې اشرف مخلوق ته دیوبل داحترام اویوپه بل د ظلم نه کولو اوناحقه وژلو څخه منع کړې ده، نو دمسلمان په ناحقه وژل ترټولولوی ګناه ده، دکفر اوشرک وروسته، سحر اوقتل لوی ګناهونه دي ، په دې اړه دقرأن کریم څو ایتونه ورپسې څو حدیثونه او دسلفو ویناوې وړاندې کوو.
په ناحقه وژل دقرأني ایتونوپه رڼا کې
په ناحقه وژل دټولو انسانانو وژل دي
4. {أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا }
ژباړه :چاچې یو انسان د ویني له بدلې یا په ځمکه کښې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسې وګڼه لکه چې هغه ټول انسانان ووژل اوچاچې څوک له مرګه وژغوره داسې وګڼه لکه چې هغه ټول انسانانو ته ژوند وروبښه .
مسلمان ناحقه وژل نه کوي
۱. {وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً}
ژباړه : داد یو مؤمن کارد نه دی چې بل مؤمن ووژني، مګر داچې خطاء ورڅخه وشي .
د مسلمان وژونکی به په جهنم کې وي
2. {وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا} .
او هغه څوک چې کوم مؤمن له پوهې او ادراک سره سره ووژنی، نو دهغه سزا دوزخ دی، چې په هغه کښې به دتل لپاره استوګن وي، پرهغه دالله غضب اولعنت دی او الله دهغه لپاره لوی عذاب تیارکړی دی .
مسلمان دمسلمان وژلوته لاس نه اوږد وي
3. {لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ }
ژباړه: که ته زما دوژلو لپاره لاس پورته کړی، نوزه ستا دوژلو لپاره لاس نه پورته کوم، زه دمخلوقاتو د پالونکي الله څخه وېرېژم .
داولاد وژونکي په نقصان کې دی
5. {قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ }
ژباړه: په باوري توګه هغه خلک زیانمن شول چې خپل اولادونه یی دجهالت اوناپوهی په اساس ووژل .
دلوږې له امله دچا وژل
6. {وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ}
ژباړه: خپل اولاد دمفلسۍ له ویرې مه وژنئ، مونږ تاسې ته هم روزي درکوو او هغوئ ته یې هم ورکوو (دې ته ورته مضمون په سورت بني اسرایئل ایت – ۳۱- کې هم یاد شوی دی ) .
مسلمانه ښځه خپل اولاد نه وژني
7. {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَنْ لَا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ }
ژباړه : (ای پیغمبره) کله چې تاته مؤمنې ښځې دبیعت کولو لپاره راشي اود دې خبرې ژمنه وکړي، چې هغوی به له الله سره څوک نه شریکوي ، غلابه نه کوي، زنا به نه کوي، خپل اولاد به نه وژني .
ناحقه وژل او دنبی ویناوې
1. عن عبد الله بن عمرو : أن النبي صلى الله عليه و سلم قال لزوال الدنيا أهون على الله من قتل رجل مسلم .
ژباړه: دعبدالله بن عمرو څخه روایت دي : بېشکه رسول الله ویلي دي : په یقیني توګه د دنیا زوال اوله منځه وړل په الله باندې دیو مسلمان ترو ژلو اسان دی .
2. عَن أبي سعيد وَأبي هُرَيْرَة رَضِي الله عَنْهُمَا عَن رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم قَالَ لَو أَن أهل السَّمَاء وَأهل الأَرْض اشْتَركُوا فِي دم مُؤمن لأكبهم الله فِي النَّار.
ژباړه: عمربن سعید اوابوهریره له رسول الله نه روایت نقل کوي، هغه ویلی دي :چې که داسمان اوځمکې خلق دیو مؤمن دوینې په تویولو کې شریک شي الله به یی پړ مخ جهنم ته غورزار کړي .
۳. عَن مُعَاوِيَة رَضِي الله عَنهُ قَالَ قَالَ رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم كل ذَنْب عَسى الله أَن يغفره إِلَّا الرجل يَمُوت كَافِرًا أَو الرجل يقتل مُؤمنا مُتَعَمدا.
ژباړه : له معاویه څخه روایت دی وایی چې رسول الله ویلي دي : نږدې ده چې الله ټول ګناهونه وبښي مګر هغه سړی چې کافر مړ شي او هغه سړی چې په قصدي توګه مسلمان وو ژني .
۴. عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ أَنَّهُ سَمِعَهُ يُحَدِّثُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَنَّهُ قَالَ « مَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا فَاعْتَبَطَ بِقَتْلِهِ لَمْ يَقْبَلِ اللَّهُ مِنْهُ صَرْفًا وَلاَ عَدْلاً ».
ژباړه : له عبادة بن صامت څخه روایت چې په تحقیق سره رسول الله ویلي دي : چاچې مؤمن په ناحقه ووژلواو دهغه په قتل یې خواښي څرګنده کړه الله به له هغه قبول نه کړي (صدقه) نه فرض او نه نفل .
۵. عَنْ أَبِى الدَّرْدَاءِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ يَزَالُ الْمُؤْمِنُ مُعْنِقًا صَالِحًا مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا فَإِذَا أَصَابَ دَمًا حَرَامًا بَلَّحَ ».
ژباړّ: له ابی درداء نه روایت دی چې رسول الله ویلي دي : مؤمن همیشه په طاعت کې تلوار کونکی اودالله تعالی حقوقو په ځای کونکی وي تر څو چې بې ګناه وینه تویه نه کړي کله چې بې ګناه وینه تویه کړي دخیر،طاعت نه کټ اوهلاک شي .
۶. عَنِ الْعُرْسِ ابْنِ عَمِيرَةَ الْكِنْدِيِّ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِذَا عُمِلَتِ الْخَطِيئَةُ فِي الْأَرْضِ، كَانَ مَنْ شَهِدَهَا فَكَرِهَهَا - وَقَالَ مَرَّةً: «أَنْكَرَهَا» - كَمَنْ غَابَ عَنْهَا وَمَنْ غَابَ عَنْهَا فَرَضِيَهَا كَانَ كَمَنْ شَهِدَهَا ».
ژباړه : دعرس بن عمیرة کندي نه روایت دی چې رسول الله ویلي دي : که په زمکه کې دګناه عمل ترسره شي څوک چې هلته حاضر وي او هغه بد وګڼي یو ځل یې ویلي دي هغه منکر وګڼي دا داسې دی لکه چې ترې غائب وي اوڅوک چې ترې غائب وي اوپه هغه (بدکار ، ګناه) راضي وي داسې دی لکه چې ورته حاضر وي .
په یوه توري د ناحقه وژلو مدد
رُوِيَ عَن أبي هُرَيْرَة رَضِي الله عَنهُ قَالَ قَالَ رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم من أعَان على قتل مُؤمن بِشَطْر كلمة لَقِي الله مَكْتُوبًا بَين عَيْنَيْهِ آيس من رَحْمَة الله.
ژباړه : له ابو هریره نه روایت دی وایی چې رسول الله ویلي دي : چاچې دمؤمن په قتل کولو کې د خبرې په څه حصه مدد وکړو، په ورځ دقیامت کې به الله سره په داسې حال کې مخامخ کیږي، چې د دواړو سترګو په منځ کې به لیکلي وي، دالله درحمت نه مأیوس (ناأومیده) .
کاپي احمد احمدزی عیسی خیل ۱۳:۵۵, ۴ فبروري ۲۰۱۸ (UTC)