ډاکټر روشنک وردګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر روشنک وردګ په انګلسي (Dr roshanak wardak) د افغانستان مشهوره ډاکټره او سیاست مداره ده اغلې وردګ د افغانستان د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شيخ اباد په سيمه کې په (۱۳۴۰) - (1960) کال کې زيږدلی ده، نوموړې په ۵ کلنۍ د خپلې کورنۍ سره کابل ته د زدکړو په موخه کډه کړې ده خپلې زدکړې یې په کابل پوهنتون کې پای رسولې دي .

ډاکټر روشنک وردګ Dr roshanak wardak
ډاکټر روشنک وردګ
د افغانستان د پارلمان پخوانی وکیله
ولسمشر اشرف غني احمدزي
امیرالمؤمنین شيخ الحدیث مولوی هیبت اللّٰه اخونزاده
د شخص معلومات
اصلي نوم روشنک
زېږېدنه (۱۳۴۰)1960
وردګ ولايت سيد آباد ولسوالۍ
تابعیت افغانستان
مذهب اسلام
ژوند ملګری نلري
پلار عبدالقيوم خان وردګ
عملي ژوند
کار/مسلک سیاستمداره او طبي ډاکټره
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
جايزې
په ۲۰۲۱ کال د بی بی سی د نړۍ له ۱۰۰ غوره او تاثير لرونکو ښځو څخه

Found کاروونکي ژبي,

.[۱]

ډاکټر روشنک وردګ د روسانو او داخلي جګړو او اړودوړ پر مهال چې په دې جګړو کې يې خپل پلار هم له لاسه ورکړ په (۱۳۶۹)-(1990) کال کې د پاکستان هېواد ته مهاجره شوه او هلته يې د کویت الخیر په کمپ کې د خپلو مهاجرو زخمي او نارغو هېوادوالو په درملنه بوخته شوه، وروسته بیا چې کله دا خبر واورېد چې په خپل پلرني ټاټوبي وردګ کې يې ۴۰ ښځو په په يوه ورځ د زيږون پر مهال ژوند له لاسه ورکړی نو بېرته افغانستان ته په(۱۳۷۵)-(1996) کال کې ستنه شوه، او د سیدآباد په ولسوالۍ کې يې خپل شخصي درملتون پرانيست تر څو د نسایی ولادي یا زيږون او نورو برخو کې د ښځو لپاره خدمات وړاندې کړي، په دې وخت اغلې وردګ يوازنی ښځينه ډاکټره وه چې په وردګو ولايت کې يې فعاليت کاوه نوموړې سربېره پردې په سپين کلنیک يا ملک محمد خان روغتون کې هم په روغتيايي برخه کې کار کاوه.

  1. کينډۍ:یادکرد وب