ډاکسينګ
ډاکسينګ ( انګليسي: Doxing )د "ډاکس" ()څخه اخیستل شوې چې د اسناد د لنډيز په مانا دی، د یو شخص یا سازمان په اړه د شخصي مالوماتو د څېړنې او په عامه توګه خپرولو یا د مالوماتو پېژندلو (په ځانګړې توګه هغه مالومات چې د خلکو پېژندلو لامل کیږي) عمل دی چې د انټرنېټ پراساس دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶] د دې مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوې تګلارې په عامه توګه موجود ډیټابیسونو او د ټولنیزو رسنیو وېب پاڼې (لکه فیسبوک )، هیک کول ، او ټولنیزه انجینري شامل دي. دا کار د انټرنیټي جرمونو او هکټیوزم سره نږدې تړاو لري.
ډاکسينګ د بېلابېلو دلیلونو لپاره ترسره کېدی شي له هغې ډلې د زیان، ځورونې ، آنلاین شرمولو ، غصب، جبر ، سوداګرۍ تحلیل، د خطر تحلیل ، د قانون پلي کولو کې مرسته کول یا د عدالت جرمي بڼه يادولای شو. [۷][۸] ريښه پېژندنه[سمول]" ډاکسینګ " یوه ګونګه کلمه ده چې په خپل لنډ تاریخ کې يې ژر وده کړې. دا کلمه د "Docs" د لنډیز بڼه ده چې په انګليسي کې Documents اسنادو ته وايي "او دلته د یو چا څخه د شخصي مالوماتو د فایل راټولول او خپرولو" ته اشاره کوي. اساسا ، ډاکسینګ د عامه شخصي ریکارډونو افشا کول او رامینځته کول دي چې دمخه يې شخصي ترلاسه کول ستونزمن وو. اړوندې پوښتنې[سمول]
سرچينې[سمول]
|