سايبر ځورونې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انځور د سایبر ځورونې ډولونه او د هغې منع کول ښیې. دا نښه افواه، ګپ شپ، ځورول، بدنامول، ډارول او دروغ منع کوي.

سایبري ځورونې یا () په ننني عصر کې د ځورونې، ګواښلو، لفظي ناوړه چلند، د یو چا د شخصیت د بدنامولو او په قصدي توګه د یو چا د ځورولو نوم دی. که څه هم دا په هر چا اغېزه کولی شي، ځوانان ماشومان او مېرمنې ډېر احتمال لري چې له دې کړنې اغېزمن شي. کله چې کوچني ماشومان خپل ټول شخصي او کورني حالات یو نامالوم کس ته ښکاره کوي، نو امکان لري چې په ډېر منفي او ګواښوونکي ډول وکارول شي. کله چې نجونې او ښځې د یو چا سره ملګرتیا کوي، ډېری وختونه لیدل کیږي چې دوی خپل انځورونه د عامو خلکو یا هغه ځانګړي کس سره په انټرنېټ کې شریکوي. هغوی بيا دا انځورونه د اډوب فوټوشاپ او نورو ورته سافټویرونو په مرسته ایډیټ کوي او نجونې له دې لارې بليک مېل کوي، ترڅو د دوی غوښتنې ومني چې هغه غوښتنې د پيسو، ملګرتيا، ساتيري او نورې کېدلای شي. ډېری وخت دا ډول اېډېټ شوي انځورونه په بشپړ ډول د حقيقت خلاف شوي وي او حتی ځينې وختونه د هغه چا له څېرې څېره دومره توپير کوي چې هيڅ نه پېژندل کيږي.


څرنګه چې ټولنه په ځانګړې توګه په برصغیر کې د ناواده شویو مېرمنو سره اړیکو ته په کمه سترګه ګوري، مېرمنې د اړیکو د جوړولو یا ماتولو وروسته د کورنۍ د غضب د خطر پر ځای د ځوروونکي لخوا تر فشار لاندې راځي. د ښځو په ګډون ټول هغه کسان چې د انلاین ځورونې قربانیان دي، د ټولنیزو فعالانو له خوا د قوانینو د شتون او له دې عذاب څخه د مخنیوي لپاره د دې قوانینو د ګټورتیا په اړه لارښوونه کیږي. [۱]


نور وګوره[سمول]

  • سایبر زیربنا

سرچينې[سمول]