چهل ستون ماڼۍ
چِهِل ستون ( پښتو معنا "څلویښت ستنونه")، چیلسوتون ، چیلستون یا چیهیلسیتون، یوه تاریخي ماڼۍ ده چي د افغانستان په پلازمینه کابل کي د دارالامان ختیځ ته په شاوخوا ۳٫۶ کيلومتر (۲٫۲ ميل) واټن کي موقعیت لري. دا ماڼۍ په 1796 زیږدیز کال کي د امپراتور زمان شاه دراني لخوا جوړه سوې ده. [۱] یاده ماڼۍ او ګاونډ یې د ښار د 7 حوزې یوه برخه ګڼل کیږي.
تاریخ
[سمول]چهل ستون ماڼۍ د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې د زمان شاه دراني لخوا چي د دراني امپراتورۍ یو واکمن وو، جوړه سول. [۱] د اوسنۍ ماڼۍ بڼه له مخکنی ماڼۍ څخه وروسته د ۱۹مې پېړۍ په پای کي د امیر عبدالرحمن خان له خوا په همدې ځای کي جوړه سوې ده. تاریخي نقشې یاده ماڼۍ او ځایي سیمه دواړي د هینداکي په نوم یادوي.
د ماڼۍ یادګاري تخته په 1888 کي جوړه سوې وه، او د امیر عبدالرحمن خان د ځای ناستی حبیب الله خان لخوا په پخو لارو او مرمر ډبرو سره نوره هم پراخه سول. چهل ستون ماڼۍ په ځینو وختونو یعني د شلمې پیړۍ په اوږدو کي د دولتي میلمستون په توګه کارول کیده، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډویټ آیزن هاور او د شوروي مشر نیکیتا خروشچیف د لیدنې استوګنځی همدغه ځای وو، او د کمونیستي دورې په جریان کي د حکومتي رسنیو د مرکز په توګه کارول کیده. ماڼۍ په افغانستان کي د کورنۍ جګړې له امله سخته زیانمنه سول او د کلونو لپاره په کنډواله بدله سوې وه، خو په 2019 کي د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال یو ځل بیا په بشپړ ډول جوړه او پرانستل سوه. [۲]
چهلستون د ښار په څنډه کي د کابل سیند په ختیځ کي چي د چهار آسیاب په لور بهیږي موقعیت لري. د چهلستون سړک مرکزي کابل له شمال او لوېدیځ دارالامان سره نښلوي. د کابل ولایت د 7 نورو ځایونو په څیر دا هم یوه غیر پلان سوې سیمه ده. [۳]
ورته ځایونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ https://tolonews.com/arts-culture-176942.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ https://www.aljazeera.com/news/2019/10/kabul-gardens-historic-afghan-park-restored-glory-191009120414825.html.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help); Unknown parameter|Date=ignored (|date=suggested) (help); Unknown parameter|Publisher=ignored (|publisher=suggested) (help); Unknown parameter|Title=ignored (|title=suggested) (help) - ↑ Community Scorecard of Kabul Municipality 2016 Integrity Watch Afghanistan
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: bare URL
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
