چاودونکي شکل لرونکي مردک

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چاودونکي شکل لرونکي مردک
هغه مردک چی ۵۰۰ کرامه وزن ولری او په ثانیه کی ۲ کیلومتره چټكتيا (سرعت) ولری کولای سی ۱۰ ساتی تر پلن زره پوښ ویجاړ کړي.
په ۲۰۰۶ کال کی د لبنان د جکړې په وخت کی حزب الله دوه اسرائیلی تانکونه د اېی اېف پی د بم په مرسته ویجار کړ.

چاودونکي شکل لرونکي مردک (په انگریزي ژبې کی:Explosively formed penetrator) د هغو چاودونکي بمی سیستمونو یا په زره سوری کوونکی مردکونو څخه دی چی د زره پوښ د موټورونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه بم د نړی د دویمې جگړې په وخت کی په آلمان کی لمړی ځل جوړ شو او د هغه راهسی په بیلو بیلو جگړو کی کار شوی دی. په اوس وخت کی د دغه چاودونکی سیستم څخه د افغانستان او عراق په جگړو کی هم کار اخیستل کېږی. دغه بم د عراق په جگړې کی ۷۷ امریکایی تانکونه او د لبنان په جگړې کی دوه اسرايیلی تانکونه ویجاړ کړل. د اېی اېف پې سیستم د زره پوښ موټرونو د منځه وړولو لپاره تر ټولو آغېزمنده وسله ده. نو ځکه د اېی اېف پی د عصری تانک ماتونکی توغندیو او ماینونو د جوړولو لپاره کارېږي. د ايی اېف پی بم عادتا د استوانیی لوښی شکل لری. دغه لوشی د چاودونکو توگو څخه (لکه هیکسوجن، تی ان تی، پنتریت) ډک شوی دی. دغه لوښی په مقعر ډوله مسی یا پولادی پوښ سره تړل شوي دی. تر انفجار وروسته دغه پوښ د انفجار انرژي په مرسته په مردکه (گولی) تبریلېړي او سرعت یی په ثانیه کی دوه کیلومترو ته رسېدلای سی. د بېلگی په توگه: هغه مردکه چی ۵۰۰ کرامه وزن ولری او په ثانیه کی ۲ کیلومتره چټكتيا (سرعت) ولری کولای سی ۱۰ ساتی تر پلن زره پوښ ویجاړ کړي. دا معنی دی چی دغه مردکه کولای سی نوی امریکایی تانکونه (لکه اېی ۱ اېم ۲ اېبرامس ) او نورو اهداف ویجاړ کړي. ځینی د اېی اېف پی بمبونه کولای سی د بم په پوښ کی ځانگړي لوړی ژورې ولري. دغه بم تر انفجار وروسته ټوک ټوک کېړي او د ډېړو کوچنیو مردکو په څپر شاوخوا ته خپرېږي. د اېی اېف پی بم کولای سی د راډیوی موج، موبیل او لایزردوړنگو په مرسته توغول کېږي.

د اېی اېف پی مردک

د اېی اېف پی مردکونه په ځانگړی ډول د مس، پولاد او تانتال څخه جوړېږي. د پوځی ماهرانو په نظر د تانتال مردکونه (مرمی) د نورو مردکونو (مسی یا پولادی مردکونو) په پرتله د زره پوښ د منځه وړولو لپاره تر ټولو آغېزمنده دی. ځکه حجم یی ۱۶۶۷ کیلو متر مکعب ته رسېږي. هر څو هره چی د دغه مردکونه حجم او ثقلت ډېروي په هغه اندازه یی د هدف د ویجاړولو آغېزمندولی زیات وي. د اېی اېف پی بم کېدلای سی په موټر کی، تر سړک لاندی یا د کور په دېوال کی پټ کړي.