پینټریټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
PENT
پینټریټ
Pentaerythritol tetranitrate
د کیمیایی فورمول C5H8N4O12
نقطه ذوب ۱۸۰ °C
کثافت ۱.۷۷ g/cm3
د چاودونکی سرعت ۸۳۵۰ متره په ثانیه کی

پینټریټ ( په انگرېزی : Pentrite ) د نیتروژن ترکیبونو څخه یوه غښتلی چاودونکي ماده ده چی د PENT په نومونو هم لري. دغه چاودونکی توگه په ځانگړي ډول د بمونو او پلاستیکی چاودونکی موادو د جوړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. خو دغه توگه په طب کی د زړه رنځونو د علاج لپاره هم کارېږي. پینټریټ لمړی ځل په ۱۸۹۱ کال کی په آلمان کی د بېړنهارډ ټولېنز لخوا جوړ شو او آلمانی پوځ دغه چاودونکی ماده د ۱۹۱۲ کال څخه کارېده. د نړۍ دویمه جگړې په وخت کی پینټریټ د بمونو او ماینونو د جوړولو لپاره استعمالیده.

توصیف

پینټریټ یو د بلور سپینه ماده ده چې په اسیتون( acetone (CH3)2CO) کې ویلېږی. پینټریټ دښورې تيزاب ( nitric acid) اود کوهول استېر ( Pentaerythritol ) څخه جوړېږی.نقطه ذوب یی ۱۴۱،۴ درجې دی د چاودونکی سرعت یی ٨٣٥٠ متره په ثانیه کې دی.د چاودونکی انېرژی یی ٥٨١٠ کیلو جاله ( kj) په کیلو کې دی د چاودونکی حرارت یی ٤٢٣٠ درجې ده

د پینټریټ جوړول

C(CH2OH)4 + 4HNO3 ——— C(CH2ONO2)4 +4H2O

C5H8N4O12