هیکسوجن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
RDX
هیکسوجن
Cyclotrimethylenetrinitramine
د کیمیایی فورمول C3H6O6N6
نقطه ذوب ۲۰۳ درجې
کثافت ۱,۹۱ g/cm3
د چاودونکی سرعت ۸۸۰۰ متره په ثانیه کې

هیکسوجن (په انگريزي کی: Hexogen) د نیتروژن د ترکیبونو څخه یوه آغېزمندي چاودونکي توگه ده چی د سیکلونیډ آر ډې ایکس (RDX) یا ټې – ۴ (T-4) په نومومو یادېږي. دغه چادونکی توگه په ځانگړی ډول د بمونو او توغندیو د جوړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي. هیکسوجن بېلگی په توگه د سیمټیکس یا سی – ۴ په چاودونکي ترکیبونو کی شامل دی. مگر دغه چاودونکی ماده په صنعت کی هم کارېږي. هیکسوجن په ۱۸۷۹ کال کی د ډاکټر لېنڅ لخوا جوړ شو.

توصیف

هیکسوجن یو د بلور بې مزه، بې بوی، عضوی ( ارگانیک ) سپینه ماده ده چی په اسیتون ( acetone (CH3)2CO) کې ویلېږی. د چاودونکی سرعت یی ۸۸۰۰ متره په ثانیه کې دی.د چاودونکی حرارت یی ۳۴۰۰ درجې ده. د هیکسوجن نقطه ذوب ۲۰۳ درجې ده. د هیکسوجن چاودونکي فشار ۳۴۹،۹۶۰ باړونو ته رسېږي.

د هیکسوجن جوړول

CH2)6N4 + 6 HNO3 --------> (CH2.N.NO2)3 + 6 H2O + 3 CO2 + 2 N2)

CH2)6N4 + 4 HNO3 --------> (CH2.N.NO2)3 + 3 CH2O + NH4NO3)

CH2)6N4 + 6 H2O -------> 4 NH3 + 6 CH2O)

2 CH2O + 2 HNO3 -------> 2 HCOOH + H2O + NO + NO2)