Jump to content

پېښليک (کړکېښ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Leopold von Ranke. یو له مدرنه کړکېښ پوهانو څخه, چاچې د خپلو لویو ممکنه پروژو په مرسته د تاریخ بیاکتنه وکړه

پېښليک یا کړکیېش (انګلیسي ژبه: history)(عربي ژبه: تاریخ), ډیره وخت د دوه مفهومونو په معنی دی. لومړی په تیرو پیښو ته کتنه دویم د پیښتو کتنه او څیړنه بلل کیږي. اما څوک یا شخص چې کړکېښ کتنه او پېښلیک لیکنه کوی کړکېښ پوه بلل کیږي. کړکېښ چې پېښليک هم بلل کېږي په ټوليز ډول د انسانانو يا وگړو د ژوند پېښې څېړي په تېره بيا د دوی د تېرمهال او پخواني ژوندانه د پلټلو په موخه. دغه پوهنه د ټولنيزوو او بشري پوهنو په کتار کې راځي او له نورو نژديو او گاونډيو پوهنو څخه گټه اخلي لکه لرغونپوهنه، ادبيات او داسې نور. هره ټولنه او هر هېواد هڅه کوي چې خپل کړکېښ وڅېړي او د خپلې ټولنې آر او تاريخي پس منظر وپېژني. هر ټبر ريار باسي تر څو د خپل ولس زانگو او د خپلو نيکونو رويات او کيسې تر لاسه کړي. په دې لړ کې تاريخپوهان د يو هېواد يا سيمې تاريخ په مختلفو مرحلو او دورو يا پېرونو وېشي.

د اکثرو سيمو کړکېښ په دې ډول وېشلی شو :

سرچينې