پوهاند دوکتور گل محمد نورزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهاند دوکتور گل محمد نورزى (١٣١٨ لېږديز لمريز کال-١٣٦٥ ل ل کال؟) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او ژباړن وو.

مخينه[سمول]

پوهاند دوکتور گل محمد نورزى پر ١٣١٨ لېږديز لمريز کال د خوست ولايت مرکز اړوند د شمل په بوگر کلي کې د سيد محمد په کور کې زېږېدلی دی. نوموړي په ډېر ماشومتوب کې د کلي په جومات کې زده کړې پيل کړې او په ١٣٢٥ لمريز کال کې د رسمي زده کړو لپاره د خوست په مرکزي لومړني ښوونځي کې په درېيم ټولگي کې شامل شو. د لومړنيو زده کړو تر بشپړاوي وروسته په ١٣٣٠ لمريز کال کې د نورو زده کړو لپاره پلازمېنې کابل ته ولاړ، هلته په کابل دارالمعلمين کې شامل او په ١٣٣٦ لمريز کال کې ترې فارغ شو. نورزى صاحب په ١٣٣٧ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې شامل او په ١٣٤٠ ل ل کال کې د دغه پوهنځي له پښتو څانگې څخه فارغ شو.

گل محمد نورزى په ١٣٤٢ لمريز کال د ادبياتو په څانگه کې د نورو لوړو زده کړو په موخه پخواني شوروي اتحاد ته واستول شو. هلته يې د شوروي اتحاد په دولتي پوهنتون کې د پښتو ادبياتو د خوشال پېژندنې په څانگه کې تر دوکتورا پورې زده کړې وکړې او په ١٣٤٩ لمريز کال کې هېواد ته راستون شو.  

دندې[سمول]

گل محمد نورزى په ١٣٤٠ لمريز کال کې د کابل راډيو د پښتو څانگې د نشراتو مسؤل مدير په توگه وگومارل شو؛ دوه کاله يې په ډېرې مينې او اخلاص دنده ترسره کړه. نوموړي هغه وخت په پښتو ژبه يو شمېر اصلاحي راډيويي ډارمې، تبصرې او گڼې مقالې وليکلې، چې په کابل راډيو کې پښتو خپرونې ژوندۍ، د ودې او پراختيا په حال کې وساتي. په ١٣٤٩ لمريز کال کې د دوکتورا تر اخيستو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخ په څانگه کې د علمي او مسلکي غړي په توگه وگومارل شو. تر ١٣٥١ لمريز کاله پورې يې دا دنده درلوده.

لکه څنگه چې هغه مهال په کابل پوهنتون کې د ده په څېر پوهنيزو کدرونو ته اړتيا شتون درلود، نو پر دې بنسټ له ده څڅه غوښتنه وشوه چې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې د استاد دنده ومني. په همدې وجه يې له ١٣٥١ کال څخه تر ١٣٥٧ کاله پورې د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې د استاد او د همدې پوهنځي د مشر په توگه پاتې شو. تر ١٣٥٧ ل ل کال وروسته ورته د پښتو ټولنې رياست وسپارل شو.

پوهاند نورزي د نړۍ د علمي او څېړنيزو بنسټونو په څېر لازمه وبلله چې په افغانستان کې هم يو داسې علمي او څېړنيز بنسټ چوړ شي چې ټولو اکاډميکو مسايلو ته لاسرسى ولري. دې موخې ته د رسېدو لپاره يې طرحه جوړه او د هغه وخت د وزيرانو شورا ته يې وړاندې کړه. وزيرانو شورا تر ارزونې وروسته طرحه منظوره او پښتو ټولنې ته يې د افغانستان د علومو اکاډمي نوم ورکړ. 

ښاغلي نورزي يوازې پښتو ټولنه په علومو اکاډمۍ بدله نه کړه، بلکې يو شمېر هغه بنسټونه لکه اريانا دايرة المعارف، د تاريخ ټولنه، د پښتو څېړنو نړيوال مرکز او يو شمېر نورې علمي او څېړنيزې ادارې، چې منفرد فعاليتونه يې درلودل، د افغانستان د علومو اکاډمۍ سره يو ځاى کړل، له اړتيا سره سم يې ورته تشکيلات چمتو کړل او د دې لوى اکاډميک ارگان د لومړي لوى رئيس په توگه يې دا اداره رهبري کړه.  

پوهاند نورزي د خپل علمي ژوند په بهير کې په کور دنننه او بهر د گڼ شمېر علمي او څېړنيزو مجلو مسؤل او د کتنلاوى غړی وو. همدا ډول يې د سيمې او نړۍ په ډېرو علمي او اکاډوميکو سيمينارونو، سمپوزيمونو او کنفرانسونو کې د يوه اکاډميک کدر په توگه گډون کړى او گڼ شمېر څېړنيزې مقالې يې په کې اورولې دي. 

له ١٣٥٩ ل ل کال څخه تر ١٣٦٥ کال پورې بيا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استاد په توگه وگومارل شو. تر دغه کال وروسته له استاد سره نور ژوند وفا ونه کړه او د ابد لپاره يې د ژوند کتاب وتړل شو. اروا يې ښاده، ياد يې ژوندى او تلپاتې.

چاپ شوي اثار يې[سمول]

١_ د مغلو په دولت کې د وروستيو کودتاوو تاريخ، (له روسي څخه پښتو ته ژباړه، په دوو ټوکو کې)، د ١٣٥٢ ل ل کال کابل پوهنتون چاپ.

 ٢_ د درانيانيو امپراتوري، (له روسي ژبې ژباړه) د ١٣٥٨ ل ل کال پښتو ټولنې چاپ.

٣_ مفتش، (د گوگول اثر ژباړه)، د ليکوالو ټولنې چاپ.

٤_ د ماشومانو کيسې (له روسی څخه ژباړه)، د مسکو چاپ.

٥_ خوشال پېژندنه، څېړنيز تدريسي اثر، د کابل پوهنتون چاپ.

٦_ د پښتو ادبياتو ژانرونه، (څېړنيز تدريسي کتاب) د کابل پوهنتون چاپ.

٧_ ادبي مکتبونه (تدريسي اثر، د کابل پوهنتون چاپ.

٨_ د افغان کلاسيک شاعر خوشال خان خټک ژوند او هنري تخليق، په روسي ژبه ليکل شوى د دکتورا تيسس، د روسيې دولتي پوهنتون چاپ.

٩_په ١٧٤٧ کال کې د افغاني ملي دولت جوړښت او د هغه د داخلي، خارجي، اجتماعي، اقتصادي او سياسي عواملو مطالعه. (د احمد شاه بابا د واکمنۍ څېړنه) د کابل پوهنتون چاپ.

١٠ – په اريانا مجله، وږمه مجله، پښتو مجله، کابل مجله، زيري جريده او يو شمېر نورو مهمو څېړنيزو مجلو کې يې په لسگونه علمي او څېړنيزې مقالې پر پښتو ژبه سربيره په فارسي، روسي او انگليسي ژبو چاپ شوې دي.

ناچاپ اثار يې[سمول]

١- د معاصرو سياسي جرياناتو لنډ تحليل (ناچاپ).

اخځونه[سمول]

١- دوکتور نورزى، گل محمد ( زما لار) کابل مجله. د علومو اکاډمۍ مياشتينۍ مجله، درېيمه گڼه، ١٣٥٧ ل کال غبرگولې مياشت.

٢- يون، محمد اسماعيل. پښتو کتاب ښود، ١٣٨٧ لمريز کال.

٣- يون، محمد اسماعيل. استاد زيار د پښتني فرهنگ يو ځلانده ستورى، ١٣٨٧ لمريز کال.

٤- څېړنپوه ناصر، نصرالله. د افغانستان د علومو اکاډمۍ تاريخچه، ١٣٨٩ لمريز کال.

٥- شپون، وجيه الله. د افغانستان د علومو اکاډمۍ تاريخچه.