پريانکا چوپړا
پریانکا چوپړا | |
---|---|
(انگریزی: Priyanka Chopra) (انگریزی: Priyanka Chopra Jonas)[۱] |
|
چوپړا انځور شاوخوا کال ۲۰۰۸م کی
| |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۸ جولای ۱۹۸۲ جمشېدپور, جارکنډ, هند | (عمر: ۳۸ کاله)
استوګنځای | نيويارک |
تابعیت | ![]() |
قد | 1.69 متر |
وزن | 53 کیلو ګرامه |
پلار | د.أشوك چوپړا |
مور | د.مدهو چوپړا |
عملي ژوند | |
دنده | لوبغاې، سندرغاړی
موډل، فلم پروډیوسره، |
کاروونکي ژبه(ي) | هندي انگليسي |
د فعالیت وخت | 2002–تر اوسه |
جايزې | |
پرده جایزې:
|
|
لاسلیک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
![]() | مخ پر IMDB مخونو |
![]() |
|
سمول ![]() |
پريانيكا چوپړا، (هندی प्रियंका चोपड़ा) د هندوستان ښكلې پېغله پريانيكا غوښتل انجنيره او ياهم ارواپوهه و اوسي ، خو برخليك بل څه ور په برخه كړل ، هغه اوس د ښكلا ملكه او د هندي فلمونو مركزي ښځينه گرځېدلې ده.
پريانيكا چوپړا د هندي سينما نوې او ښايسته لوبغاړې ده. په فلمي بهيركې دځينو لغړو او بربنډوسكانسونو له امله ډېره ژر دهندي سينما دمينه والو پر زړونو كښېناسته.پريانيكا چوپړا پر 1361 لمريز كال د هند په يوه هنري او سينمايي كورنۍ كې سترگې نړۍ ته پرانستې. پلار يې ( ډاكټر اشوك چوپړا) او مور يې ( ډاكتره مادو چوپړا ) نوميږي. پريانيكا په كور او ملگرو كې د چانسين او ميمي په نومونو ياديږي. پريانيكا تېزې قهوه يي سترگې ، تور وېښتان او پنځه فټه او 7،5 انچه ونه لري. دبدن دروندوالى يې 53 كيلوگرامو ته رسيږي.
نور
چوپړا خپلې منځنۍ زده كړې لومړى په ( لامارتينير) كالج او بيا ديوه لنډ وخت لپاره په ( مارياگوريتي) كې تر سره كړې دي، وروسته د لوړو زده كړو لپاره د امريكا دمتحده ايالاتو ( بوستن) پوهنتون ته لاړه. پريانيكا غوښتل انجنيره او ياهم ارواپوهه و اوسي ،خو برخليك يې بل څه ور په برخه كړل . هغه په كالج كې د ښكلا ټوټه بلل كېده. د چوپړا د ملگرو او كالجيانو خبرو هغه مهال رښتينې بڼه خپله كړه، چې پريانيكا د هندوستان د1380لمريز كال د ښكلا په سياليو كې دهند دښكلې پېغلې نوم وگاټه ، د پريانيكا لپاره دا ډېر ستر وياړ و. د پر يانيكا دښايست او ښكلا اوازې په ټول هند كې خپرې شوي، دخپرونو، مجلو او ورځپاڼو مخونه ددې په انځورونو ښكلي شوي و، هرځاى د هند دښكلې پيغلې يا مس انډيا خبرې كېدلې. هغه نوره د هندي سينما نجلۍ وگرځېده، د انجنيرۍ او ارواپوهنې خوبونه يې هېر شول او په ښه زړه سينما ته راغله. پريانيكا په خپل لنډهنري مزله كې په گڼ شمېر فلمونو كې رولونه پرمخ يووړل، مشهور فلمونه يې ، دسوني ديول او پريټي زنټا تر څنگ ( ده هيرو)، دسنجيدت او دينوموريا ترڅنگ( پلان)، د اكشې كومار او لاراداتا ترڅنگ ( انداز ) ، د بابي دېول ترڅنگ ( قسمت)، د سلمان خان او اكشې كومار ترڅنگ ( مج سې شادي كروگي)، د ارجون رامپال ترڅنگ ( اسامبها)، د اكشې كومار او پرل راهول ترڅنگ ( اعتراض) او ځينې نور و. د پريانيكا چوپړا د راتلونكې پروژې او فلم نوم ( واټ) دى، چې تر اوسه نندارې ته نه دى وړاندې شوى، خو بايد پر دې منښت ( اعتراف) وكړو، چې انداز فلم پريانيكا چوپړا ته د سينما لاره اواره كړه. پريانيكا دشعر او شاعرۍ ترڅنگ دلنډو كيسو ليكواله هم ده. پريانيكا په هندي نجونو كې دسشميتاسين ډېره لېواله ده او په دې عقيده ده، چې د سشميتاسين د شخصيت تر اغيز لاندې راځي.
پر يانيكا چوپړا دهند دممبيي ښار ديوې اونيزې له خبريال سره په مركه كې ويلي، چې په لغړو فلمونو كې كار كول خوند وركوي او تر ډېره بريده هڅه كوي، په رومانټيكو او عشقي فلمونو كې كار وكړي. پر يانيكا په خوى او بوى كې دماشومتوب په تله تلل كيږي.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Priyanka Chopra Jonas explains why she wanted to take Nick's last name — د نشر نېټه: ۱ اگسټ ۲۰۲۰ — د خپرولو نیټه: ۶ فبروري ۲۰۱۹
- ليکنې په کومو کې چي د انگریزی ژبې توري موجود دي
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- اسم أصلي د ويکيډاټا څخه
- د ويکيډاټا کارونکي مخونه
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- شخص اوسيدنځاي د ويکيډاټا څخه
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- رسمي ويبپاڼه وصليدنه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- کامنز وصليدنه د ويکيډاټا څخه
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- د هندي فلمونو لوبگرانې