ټوپک مادل ٥٨

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
vz. 58
ټوپک مادل ٥٨ (د ثابت قنداغ سره)

ډول Assault rifle
جوړونکی هيواد چکوسلواکیا
د کار نیټه
د کار موده 1959–present
جنګونه د ویتنام جګړه
د کمبودیا او ویتنام جګړه[۱][۲]
د نایجیریا کورنۍ جګړه[۱][۲]
ګولف وار[۱][۲]
په افغانستان کې جګړه[۱][۲]
د سوریې کورنۍ جګړه[۱][۲]
د روسیې او اوکراین جګړه[۱][۲]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
صنعتي تاریخ
ډیزاینر Jiří Čermák
جوړونکی Česká zbrojovka
د جوړېدو مقدار Approx. 920,000
پيژندنه
وزن ۳٫۱ kغ (۶٫۸ رطل)*2.2
اوږدوالي vz. 58 P: ۸۴۵ mم (۳۳٫۳ انچه)
vz. 58 V ۸۴۵ mم (۲٫۸ فوټه) stock extended / ۶۳۶ mم (۲٫۱ فوټه) stock folded
۱٬۰۰۰ mم (۳٫۳ فوټه) with bayonet fixed
پلنوالی ۵۷ mم (۰٫۲ فوټه) stock extended
۷۲ mم (۰٫۲ فوټه) stock folded
اوږدوالې ۲۵۵ mم (۰٫۸ فوټه)

شاټ ۳۹×۷،۶۲ مرمی  د (P739) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
المدى الأقصى 2,800 m

ټوپک مادل۵۷ ( په چکی: Samopal vzor 58) د ۳۹×۷،۶۲ یو بریدکونکي اوټوماټیک ټوپک دی چی د چکوسلواکیا په جمهوریت کې د ۱۹۵۸ کال څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې جوړېده. تر ۱۹۸۸ پورې ۹۲۰،۰۰۰ وسلې جوړې شوې وې. نوموری وسله په ۵۰ کلو کی د یرژي چېرماک لخوا طرح شوه. نوموړي وسله شوروي مرمی ۳۹×۷،۶۲ کار اخلي. په اوس وخت کی ټوپک مادل ۵۸ د چېک او سلواک د وسله والو ځواکونو او پولیسو په لاس کی دي. دغه وسله تر ۱۹۸۸ کال پورې آسیایی،افریقایی هېوادونو ته هم صادر شوي وه

تاریخ

د سړی جگړې په وخت کې یوازې د چکوسلواکيا جمهوریت او شوروی اتحاد د شرقي بلوک د هېوادونو څخه ول چې خپلې وسلې د خپلو پوځونو او دوستو وسله والو ځواکونو لپاره یی جوړول. په ۱۹۴۵ کال کی تر جگړې وروسته په چکوسلواکيا او شوروي اتحاد کی د نازي بريدکوونکي ټوپک StG 44 د اکتشاف پېل شو. کله چی په چکوسلواکيا کی د شوروی مرمی د کارولو پېل شو نو د نوی بريدکونکي ټوپک اکتشاف هم پېل شو او په ۱۹۵۶ کال کی په برنو په ښار کی څو ټوپکونو جوړ شول. نوموړي وسله د اېکسپو په نندرتون کی په ۱۹۵۸ کال کی هم قدرداني شوه.

د ټوپک توصيف

ټوپک ماډل ۵۸ یوه لاسي وسله ده چی د لرگی او پولاد څخه جوړ شوي ده. د ټوپک لوله څلور د راسته پېچ کرښې لری. د لوله داخلی سطح د کرومین په واسطه پوښل شوي ده. ټوپک مادل ۵۸ د گاز د فشار په مرسته چی باروت تر چاودنو وروسته رامځ ته کېږی، ویشتل کيږی.د گلنگدان سیستم یی یو خاصی خوځوونکی مکانیزم لری. نوموړي خوځوونکی مکانیزم گلنگدان د گولی د ډز په وخت کې د گاز اخیستلو د سیستم لخوا بندېږی. د مرمی کالیبر یی ۷،۶۲ م.م. دی. دغه ټوپک کولای سی په جاغور کې ۳۰ یا ۳۲ مرمی ولری. د ټوپک چی ثابت قنداغ لری د ټوپک ماډل ۵۸/پ په نوم یادېږی . ټوپک چی د کت کېدونکی قنداغ ولری د ټوپک ماډل ۵۸/وې په نوم یادیږی او عسکران ورته وایی. نوموړي ماډل د چتربازانو لخوا کار شوي دي. دغه ټوپک کېدلای سی تر عصری کولو وروسته بم انداز، لیزر انداز او څراغ نصب وکړی.

عکسونه


سرچینې

  1. http://zpravy.ihned.cz/cesko/c1-55205450-vondra-si-ve-vietnamu-prohlizel-valecnou-korist-je-to-nejake-zrezivele-rekl-tise-general-picek
  2. https://archive.org/details/armiesgulfwar00rott