د کمبودیا او ویتنام جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کمبودیا او ویتنام جګړه چې په ویتنام کې په جنوب غربي سرحد باندې د یرغل ضد جګړه نومیږی او کمبودیايي نشنلستان یې په کمبودیا باندې د ویتنام یرغل بولي  د پولپوت د سرو خمریانو تر کنترول لاندې دیموکراتیکې کمپوچیا او د ویتنام سوسیالیستې  جمهوریت تر منځ وسله واله جګړه وه. داجګړه د کمپوچیا د آزادۍ د پوځ له لورې د ویتنام په جنوب غربي سرحد باندې د مکررو یرغلونو او په ځانګړې توګه د با چوک عام قتل له امله چې ۳۰۰۰ ویتنامي عام وګړي په کې ووژل شول پیل شوه. د کال ۱۹۷۸ د ددسمبر په ۲۳، د سروخمریانو له ۱۹ فرقو څخه ۱۰ نظامي فرقو له ویتنام سره په جنوب غربې ګډ سرحد باندې د ویتنام  د دانګ تاپ، ان ګیانګ او کین ګیانګ ولایتونو باندې د یرغل په موخه ډزې پیل کړي. د کال ۱۹۷۸ ددسمبر په ۲۵، ویتنام په کمپوچیا باندې یو بشپړ یرغل پیل کړ، چې په پایله کې یې دا هېواد ونیو او د کمپوچیا د کمونست ګوند حکومت یې له قدرت څخه ګوښه کړ. [۱][۲][۳]

د ویتنام په جګړه کې، ویتنامي او کمبودیایي کمونستان یو ائتلاف جوړ کړي و چې په خپلو اړوندو هېوادونو کې د امریکا تر ملاتړلاندې هېوادونو سره وجنګیږي. له ویتنامیانو سره د همکاری سره سره، د سروخمریانومشري ویرېدله چې ویتنامي کمونستان پلان لري چې یو هندو چيني فیدرېشن جوړوي چې د ویتنام ترحاکمیت لاندې به وي. هغوی همدارنکه د میکونګ د دلتا د سیمې په اړوند نامعمول احساسات درلودل. د دې لپاره چې د ویتنامیانو له خوا په هغوی د هر ډول حاکمیت  د هڅې مخه ونیول شي، د سرو خمریانو مشرتابه په کال۱۹۷۵ کې د لیون نال د حکومت له تسلیمیدو سره سم په خپلو لیکو کې د ويتنام له خوا د روزل شوو پرسونل په پاکولو لاس پورې کړ. د کال ۱۹۷۵ د مې په میاشت کې، نوې جوړې شوې دیموکراتیکې کمپوچیا د ویتنامي جزیرې پوکوک باندې په یرغل سره په ویتنام حمله پیل کړه.  [۴][۵][۶][۷][۸]

له جګړې سره سره، د بیا یوځای شوي کمبودیا او ویتنام مشرانو په کال ۱۹۷۶ کې  یو شمېرعمومي دپلوماتيک تبادلات تر سره کړل تر څو فرضي غښتلې اړيکې په نښه کړي، که څه هم د دې صحنې تر شا کمپوچیایي مشران  لاهم دهغه څه څخه چې دوی د ویتنام له خوا د پرختیا غوښتنه انګیرله په  وېره کې و. له همدې امله، د کال ۱۹۷۷ د اپرېل په ۳۰، کمپوچیایانو په ویتنام باندې یو بل ستر یرغل تر سره کړ. د کمپوچیا یرغل له امله ټکان خوړلي ویتنام د کال ۱۹۷۷ په پای کې  په کمپوچیا باندې په متقابل یرغل لاس پورې کړ تر څود کمپوچیا حکومت خبرو اترو ته اړ کړي. ویتنامي نظامیان د کال ۱۹۷۸ په جنورۍ کې له ووتل که څه هم د هغوی سیاسي موخې تر لاسه شوې نه وې او سره خمریان لاهم په جدې توګه د خبرو اترو طرفدار نه و.

د کال ۱۹۷۸ په لړ کې، د دواړو هېوادونو تر منځ کوچنۍ جګړې په داسې حال کې روانې وې چې چين هڅه کوله د دواړو خواوو تر منځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي، خو دواړه هېوادونه کومې روغې جوړې ته ونه رسېدل. د کال ۱۹۷۸ تر پایه، ویتنامي مشرانو و پتیله چې د سرو خمریانو تر حاکمیت لاندې د کمپوچیا دیموکراتیک  حکومت په دې انګیرنه ړنګ کړي چې دا حکومت د چین  طرفدار او د ویتنام دښمن دي. د کال ۱۹۷۸ د دسمبر په ۲۵، څه ناڅه ۱۵۰۰۰۰۰ ویتنامې ځواکونو په دیموکراتیکه کمپوچیا باندې یرغل وکړ، او یواځې په دوو اونیو کې یې کمبودیایي انقلابي پوځ مات او د پول پوت حکومت یې چې د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۸ کلونو تر منځ  دکمبودیایي ننسل وژنې په مهال د کمبودیایانو د څلورمې برخې خلکو د وژنې مسؤل و پای ته ورساوه. د ویتنامي نظامیانو مداخلې او د اشغال کوونکو ځواکونو له خوا  د نړیوالو خوراکې مرستو تسهیل ستره قحطي کمه کړه او نسل وژنه یې پای ته ورسوله.   [۹][۱۰]

د کال ۱۹۷۹ د جنورۍ په ۸، ویتنام پلوه د کمپوچیا د خلکو جمهوریت په پنوم پن کې جوړ شو چې د ويتنام لس کلن اشغال د پیل ټکی و. په دې دوره کې د سروخمریانو دیموکراتیکه جمهوریت د ملګرو ملتونو ل خوا د قانوني حکومت په توګه  په رسمیت و پېژندل شو، په داسې حال کې چې د مقاومت څو وسله والې ډالې جوړې شوې چې د ویتنام د اشغال په وړاندې وجنګیږي. د جګړې په مهال، دا ډلې په تایلند کې د برتانیا د پوځ د ځانکړیو هوایي خدمتونو له خوا روزنه ترلاسه کوله. د صحنې تر شا، د کمپوچیاد خلکو جمهوریت لومړي وزیر هن سن، د کمپوچیا د ائتلافي د یموکراتیک دولت پورې اړوند ډلو ته ځان نژدې کړ تر څو د سولې خبرې بیل کړي. د نړیوال دپلوماتیک او اقتصادي فشار لاندې، ویتنامې حکومت یو لړ اقتصادي او په بهرنۍ پالیسي پورې اړوند سمونونه عملي کړل او له کمپوچیا څخه د کال ۱۹۸۹ په سپتمبر کې بهر شوه. [۱۱][۱۲]

په کال ۱۹۹۰ کې د جاکارتا په نارسمې ناسته کې او د استرلیا تر په ملاتړ د کمبودیا د سولې تر پلان لاندې، د د کمپوچیا د خلکو جمهوریت د کمپوچیا د ائتلافي د یموکراتیک دولت استاذي د ملي عالي شورا په نامه د متحد حکومت له لارې د قدرت په شريکولو سلا شول. د ملي عالي شورا رول دا و چې نړیوال دریځ کې د کمبودیا د حاکمیت استاذولي وکړي په داسې حال کې چې په کمودیا کې د ملګرو ملتونو انتقالي اداره په دې توظیف شوه چې د خلکو له خوا د کمبودیا د حکومت تر ټاکلو د هېواد کورنۍ پالیسیانې وڅاري. سولې ته د کمبودیا د رسیدو لاره ستونځمنه وه ځکه د سرو خمریانو مشرانو نه غوښتل په عمومي ټاکنو کې  برخه واخلې بلکې په ځای یې د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ځواکونو د نظامي حملو د په لاره اچولو له لارې او د ویتنامې نژادي مهاجرینو د وژلو له لارې یې ټاکنیزه پروسه اخلالوله. د کال ۱۹۹۳ د مې په میاشت کې، د سیهانوک فنساپیک خوزښت د کمبودیا د خلکو ګوند ته چې پخوا د کمپو چیا د خلکو انقلابې ګوند په نامه و ماته ورکړه. که څه هم د کمپوچیا د خلکو ګوند د ماتې له منلو ډډه وکړه ا و اعلان یې وکړ چې د کمبودیا په ختیځه برخه چېرته چې د کمبودیا ډېرې رأیې کارول شوې وې به له کمبودیا څخه جلا شي. ددې لپاره چې د داسې یوې پایلې حخه مخنیو وشي، د فونسینبېک مشرنورودوم رانیريد په دې سلا شو چې د کمبودیا د خلکو له ګوند سره ائتلافي حکومت جوړ کړي. لږ موده وروسته، مشروطه سلطنت جوړ شو او سره خمریان  د نوي کمبودیاي حکومت له خوا غیرقانوني اعلان شول.

مخینه[سمول]

د کمبودیا او ویتنام تاریخ[سمول]

انګکور د خمر سترواکۍ مرکز او د دیارلسمې پېړۍ په پیل کې د ویتنامیانو د نفوذ تابع و. د ویتنامیانو نفوذ په تدریجې او مستقیم ډول  پراخ شو او  د ۱۹ پیړۍ د مخه یې پرې بشپړ کنترول پیدا کړ. که څه هم ویتنامیانو ارداه هڅه کوله چې کمبودیا چې د ۱۷ پېړۍ څخه را په دې خوا جوړه شوې وه هغه وخت الحاق کړي چې د کوچینچینا د نګوین په قلمرو کې ویتنامې ځواکونو کمبودیايي مخالفینو سره مرسته وکړه چې خپل یواځينی مسلمان پاچا لومړی رامتيپادي را وپرځوي. له هغه وروسته، د نګوین مشرانو او دهغوی ځای ناستو، د نګوین سترواکو په کمبودیا کې څو ځله مداخله وکړه. په کال ۱۸۱۳ کې، د ناک اونګ چان د ویتنام په مرسته د کمبودیا تخت ترلاسه کړ او د هغه حاکمیت په وخت کې کمبودیا یو تر ملاتړ لاندې هېواد و. د هغه له مرګ وروسته په ۱۸۳۴ کې، د مینها مانګ  تر حاکمیت لاندې چې قوي کانفیوشني ( د ټولنیز عدالت سولې او نور ښو ارزښتونو یوه ټولګه وه چې هغه څه مه کوه چې نه غواړې خلک یې ستا په وړاندې وکړي یې بنسټ جوړاوه) يې عقاید درلودل کمبودیا الحاق کړه او تر استعمار لاندې یې راوسته.  کمبودیا د یوې ویتنامي ادارې لاندې په پنوم پن کې اداره کېده او د یوه ویتنامي ولایت په نامه ونومول شوه. ویتنامي سترواک هڅه کوله چې د خمر کلتور له منځه يوسی چې د کمبودیاي ټولنې، جامو او مذهب بنسټ یې د چین په پرتله له هند څخه نشأت کړی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. (په 4 November 2016 باندې). A Terrible Conflict – The Cambodian-Vietnamese War.
  2. https://en.qdnd.vn/military/war-files/part-3-collapse-of-the-genocidal-regime-a-joint-victory-of-vietnam-and-cambodia-501808
  3. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اگسټ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Young, p. 305
  5. Farrell, p. 195"
  6. Weisband, Edward (2018). The Macabresque: Human Violation and Hate in Genocide, Mass Atrocity and Enemy-making. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190677886. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sustainable Development Goals in Southeast Asia and ASEAN: National and Regional Approaches. BRILL. 14 January 2019. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004391949. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Kiên Giang soldiers recount a decade in Cambodia". د اصلي آرشيف څخه پر August 4, 2020 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. 2.25 Million Cambodians Are Said to Face StarvationThe New York Times, August 8, 1979. (Archive)
  10. (په November 5, 1979 باندې). CAMBODIA: Help for the Auschwitz of Asia.
  11. "Butcher of Cambodia set to expose Thatcher's role". TheGuardian.com. 9 January 2000. د اصلي آرشيف څخه پر April 16, 2023 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. . How Thatcher gave Pol Pot a hand. New Statesman.
  13. Thus-Huong, p. 6
  14. Morris, p. 25
  15. SarDesai, p. 7
  16. Morris, p. 32
  17. Young, p. 305