Jump to content

د اریتریانو د خپلواکۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اریتریانو د خپلواکۍ جګړه هغه د خپلواکۍ جګړه وه چې اریتریانو د خپلواکۍ جنګیالیو د ایټوپیا د پر له پسې حکومتونو پر وړاندې د ۱۹۶۱ کال د سپټمپر له ۱ څخه د ۱۹۹۱ کال د مۍ تر ۲۴ نېټې پورې پر غاړه درلوده.

اریتره له ۱۸۸۰ لسیزې راهیسې بیا د په ۱۹۴۱ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د متفقینو له لاسه د ایټالیا په ماتولو سره د ایټالیا مستعمره وه، وروسته بیا دا هېواد د لنډې مودې لپاره یعنې تر ۱۹۵۱ کال پورې د بریتانیا تر قیمومیت لاندې وه. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د اریترې د سرنوشت د معلومولو لپاره یوه غونډه را وبلله، چې هلته اکثریت استازو پر دې رایه ورکړه چې اریتره له ایټوپیا سره په یوه فدراسیون کې ګډه شي (د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ 390 A پریکړه)، او په دې سره اریتره په ۱۹۵۲ کال کې د ایټوپیا او اریتره فدراسیون یوه جوړونکی ایالت شو. تمه وه چې دا فدراسیون د لسو کلونو لپاره پاتې شي، چې په هغه کې اریتریانو کولای شول چې واړه خپلواک تصمیمونه ونیسي لکه پارلمان او لږ خودمختاري لرل، خو په نورو مسایلو کې به د ایټوپیا تر امر لاندې وي. د ملګرو ملتونو اسامبلۍ همداشان د همدې ماموریت لپاره انزیو ماتینزو د څارونکي کمېشنر په توګه وټاکه. تمه وه چې اریتریایان له لس کلن فدراسیون وروسته اریتره د یوه خپلواک هېواد په توګه اعلان کړي. خو سره له دې هم، د اریتره د خودمختاری کمېدل او د ایټوپیا له حاکمیت څخه مخ پر زیاتیدونکې ناخوښي د دې لامل شوه چې د اریترې د ازادۍ بښونکي جبهې (ELF) په مشرۍ د خپلواکۍ غوښتنې یو خوځښت په ۱۹۶۱ کال کې رامنځته شي. د ۱۹۶۱ کال د سپټمبر په ۱ نېټه حمید ادریس اواټه په رسمي توګه خپله وسله واله مبارزه د اریتره د خپلواکۍ لپاره د اډال په غره کې پیل کړه، کوم چې د اریترې هېواد په سویل لویدیځه برخه کې د اګورډاټ ښار ته نږدې پروت دی. په راتلونکې کال کې ایټوپیا له خپل ځان سره اریتره ملحق کړه.[۱]

په ۱۹۷۴ کال کې د ایټوپیا د انقلاب نه وروسته، ډیرګ ایټوپیايي سترواکۍ لغو اعلان کړه او یو مارکسیست-لینینیسټ کمونیست دولت یې رامنځته کړ. د اریتریانو پر وړاندې جګړه کې ډیرګ د وخت د شوري اتحاد او نورو کمونیستي هېوادونو له مرستو څخه برخمن و. خو له ELF سره بیا په ډپلوماتیکي او پوځي برخه کې ګڼو هېوادونو مرسته کوله، په تېره بیا د چین د خلکو جمهوریت، چې تر ۱۹۷۲ کال پورې کله چې ایټوپیا بیجینګ د چین د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده، له ELF سره یې د وسلو او روزنې په برخه کې مرسته کوله.

د اریترې د خلکو د ازادۍ جبهه (EPLF) په ۱۹۷۷ کال کې د ازادۍ اصلي ډله وګرځېده او ELF یې له اریترې څخه وشړله، د اوګاډن له جګړې وروسته یې د ایټوپيا پر وړاندې د جګړې کولو څخه ګټه پورته کړه. د ایټوپیا دولت د ایټوپيا د کارګرانو ګوند تر مشري لاندې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې د شوروي ملاتړ له لاسه ورکړ او د ایټوپيا د دولت ضد ډلو له خوا تر فشار لاندې ونیول شو، چې له امله یې EPLF ته د دې زمینه برابره کړه چې د ۱۹۹۱ کال د مۍ په میاشت کې په اریتره کې ایټوپیايي ځواکونو ته ماتې ورکړه.

د ایټوپيا د خلکو انقلابي دیموکراتیکې جبهې (EPRDF) د EPLF په مرسته د ایټوپیا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت (PDRE) ته ماتې ورکړه او میاشت وروسته یې پلازمېنه ادیس ابابا ونیوله. د ۱۹۹۳ کال په اپریل میاشت کې، اریتریایي خلکو په یوه خوله د اریتریا  خپلواکۍ د ریفرانډوم له لارې د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړه، چې په ورته کال کې د یوه خپلواک هېواد په توګه په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شو.[۲][۳]

شالید

[سمول]

ایټالویانو په ۱۸۸۲ کال کې اریتره خپله مستعمره وګرځوله او تر ۱۹۴۱ کال پورې یې هلته حاکمیت درلود. په ۱۹۳۶ کال کې، ایټالیا پر ایټوپیا برید وکړ او هغه یې د خپلې سترواکۍ یوه برخه اعلان کړه، چې دې ته به یې ایټالوي ختیځه افریقا خطاب کاوه. ایټالوي سومالیا او اریتره هم د دې سیمې یوه برخه وه، چې د عمومي والي یا وایسرای له خوا به اداره کېده.[۴][۵]

ایټالوي ختیځه افریقا په ۱۹۴۱ کال کې د متحدینو له خوا ونیول شوه او په دوو برخو ووېشل شوه. ایټوپيا په ۱۹۴۱ کال کې د ایټالیا له خوا نیول شوې پخوانۍ سیمه بیرته ازاده کړه. ایټالوي سومالیا بیا د ایټالیا تر واکمنۍ لاندې پاته شوه، خو د ملګرو ملتونو تر قیمومیت لاندې نه د یوې مستعمرې په توګه، تر هغه چې په ۱۹۶۰ کال کې له بریتانوي سومالیا سره یو ځای شوه تر څو د سومالیا خپلواک دولت ترې رامنځته شو.[۶]

د دویمې نړیوال جګړې له پای ته رسېدو څخه تر ۱۹۵۱ کال پورې، ارتیره د بریتانیا تر قیمومیت لاندې وه. که څه هم هغه مهال دا بحثونه و چې که چېرې بریتانویان له اریترې څخه ووځي، نو د دې هېواد سرنوشت به څه وي. خو په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي داسې وړاندیز وکړ چې اریتره دې د مذهبي توپیر له مخې په دوو برخو ووېشل شي، چې عیسوي برخه دې ایټوپیا او مسلماني برخه دې له سوډان سره یو ځای شي. په ۱۹۵۲ کال کې، ملګرو ملتونو تصمیم ونیو چې د اریترې د یوه فدرال په توګه ایټوپیا ته ورکړي، په دې هیله چې د حاکمیت په اړه د ایټوپيا ادعاووې او د خپلواکۍ لپاره د اریتره هیلې پخلاینه وکړي. شاوخوا نهه کاله وروسته، ایټوپيايي سترواک، هایله سلاسي، دا فدراسیون لغو کړ او اریتره یې خپله ضمیمه وګرځاوه او په دې سره په اریتره کې دیرش کلنه وسله واله مبارزه پیل شوه.[۷][۸][۹]

انقلاب

[سمول]

په ۱۹۶۰مه لسیزه کې، د اریترې د خپلواکۍ غوښتلو مبارزه د اریتریایي ازادۍ بښونکې جبهې (ELF) له خوا رهبري کېده. د اریترې د خپلواکۍ مبارزه له دغې سیمې څخه د ایټالویانو له وتلو وروسته د ایټوپیا له خوا د اریترې په ضمیمه کولو سره د مقاومت په بڼه پیل شوې وه. سربېره پر دې، د اریترې د دولت د مسلمانانو پر وړاندې د ایټوپیا د سلطنت کړنې کولای شو له انقلاب سره د یوه مرستندویه عامل په توګه وګڼو. دغې ډلې په لومړي سر کې د ازادۍ خوځښت د قومي او جغرافیايي کرښو له مخې ډلبندي کړ. د ELF لومړني سیمه ییز څلور قومندانان ټول د دښتي سیمو او زیاتره یې مسلمانان و. ډېر کم شمېر مسیحیان په لومړي سر کې د مسلمانانو د واکمنۍ له ډاره له سازمان سره یو ځای شول.[۱۰][۱۱]

د ایټوپیا په اشغال سره د حقونو د نشتوالي په زیاتیدو سره، د غرنیو سیمو مسیحیانو له ELF سره یو ځای کېدل پیل کړ. د داوطلب مسیحیانو دا مخ پر زیاتیدونکی هجوم د دې لامل شو چې پنځمه قومنداني (غرني مسیحیان) پرانیستل شي. د ELF په قومنداني کې داخلي مبارزې او ورسره د بېلابېلو منطقه اې ډلو فرقه اې تاوتریخوالی د دې سازمان د پاشل کېدو لامل شو.[۱۲]

دغه جګړه د ۱۹۶۱ کال د سپټمبر په ۱ نېټه د اډل په جګړې سره هغه مهال پیل شو کله چې همید ادریس اواټي او د هغه ملګرو له اشغالګرو ایټوپیايي لښکر او پولیسو سره ښکېل شول. په ۱۹۶۲ کال کې، ستروک هایلي سیلاسي په یوه اړخیزه توګه دا فډراسیون او د اریترې پارلمان منحل اعلان کړ او دا هېواد یې له ایټوپیا سره ضمیمه کړ.[۱۳][۱۴][۱۵]

جګړه (۱۹۶۱-۱۹۹۱)

[سمول]

۱۹۶۰مه لسیزه

[سمول]

د اریترې د ازادۍ جبهه (ELF) په ۱۹۶۱ کال کې د یو شمېر تبعید شوو اریتریانو له خوا رامنځته شو او د سترواکۍ د حکومت پر وړاندې یې د دودیزو ډلګیو په توګه ګوریلایي عملیات پیل کړل. په ۱۹۶۶ کال کې، دې جبهې د اریتره په لویدیځو او ساحلي سیمو کې ازاد لاس درلود. دا خوځښت د بېلابېلو عربي هېوادونو له پوځی مرستو څخه برخمن و، ځکه چې د هغه زیاتره مشران د بنی عامر د قبیلې مسلمانان و. خو بیا هم، د ELF مشري زیاتره ناتوانه وه او د ګوریلايي ډلګیو او په تبعید کې مېشتو مشرانو تر منځ اړیکې یې پاشلې او بې نظمه وي. سره له دې هم، دغې جبهې وکولای شول چې د سوډان له لارې سپکې وسلې او روزل شوي کسان را تېر کړي او په اریتره کې د سترواکۍ ځواکونو ته سرخوږی جوړ کړي. ELF زیاتره له مسلمانانو جوړه وه، ځکه چې دې سازمان خپل ځان یو اسلامي سازمان باله کوم چې د یوه مسلمان او عرب هېواد د ازادۍ په جګړه کې ښکېل و. خو سره له دې یې هم و نشوای کولای چې د مسیحي اریتره خلکو ملاتړ ځان ته را جلب کړي، ځکه چې هغوی دا سازمان یو اسلام پاله خوځښت ګانه چې هڅه کوي اریتره په یوه مسلمان عرب هېواد باندې بدل کړي.[۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Fessehatzion, Tekie (1983). "The International Dimensions of the Eritrean Question". Horn of Africa (په انګليسي). 6 (2): 7–24.
  2. "Ethiopia-Eritrea: A Troubled Relationship". The Washington Post. Archived from the original on 26 March 2023. نه اخيستل شوی 6 June 2019.
  3. Krauss, Clifford (28 May 1991). "Ethiopian Rebels Storm the Capital and Seize Control". The New York Times. Archived from the original on 10 March 2021. نه اخيستل شوی 6 June 2019.
  4. Mesghenna, Yemane (2011). "Italian colonialism in Eritrea 1882–1941". Scandinavian Economic History Review. 37 (3): 65–72. doi:10.1080/03585522.1989.10408156.
  5. Epstein, M. (2016). The Statesman's Year-Book: Statistical and Historical Annual of the States of the World for the Year 1937. Springer. p. 675. ISBN 9780230270671. Archived from the original on 18 September 2023. نه اخيستل شوی 14 December 2021.
  6. Daniel Kendie, The Five Dimensions of the Eritrean Conflict 1941–2004: Deciphering the Geo-Political Puzzle. United States of America: Signature Book Printing, Inc., 2005, pp.17–8.
  7. "Ethiopia and Eritrea" Archived 19 May 2016 at the Wayback Machine., Global Policy Forum
  8. "A/RES/390(V)A-B. Resolution of the United Nations General Assembly, 1950" (PDF). documents-dds-ny.un.org. نه اخيستل شوی 2023-09-18.
  9. Daniel Kendie, The Five Dimensions of the Eritrean Conflict 1941–2004: Deciphering the Geo-Political Puzzle. United States of America: Signature Book Printing, Inc., 2005, pp.17–8.
  10. Killion, Tom (1998). Historical Dictionary of Eritrea. Lanham, Md.: Scarecrow. ISBN 0-8108-3437-5.
  11. "HISTORY OF ERITREA". www.historyworld.net. Archived from the original on 11 November 2021. نه اخيستل شوی 2017-09-20.
  12. "The ELF leading the struggle (1962-1974)". globalsecurity.org. Archived from the original on 14 December 2021. نه اخيستل شوی 14 December 2021.
  13. Weldemichael, Awet Tewelde (2013). Third World Colonialism and Strategies of Liberation: Eritrea and East Timor Compared. Cambridge University Press. p. 60. ISBN 9781107031234. Archived from the original on 18 September 2023. نه اخيستل شوی 14 December 2021.
  14. Hickman Cutter, Charles (2001). Africa, 2001. Stryker-Post Publications. p. 177. ISBN 9781887985314. When Emperor Haile Selassie unilaterally dissolved the Eritrean parliament and annexed the country in 1962...
  15. Gebremedhin, Tesfa G. (2002). Women, Tradition and Development: A Case Study of Eritrea. Red Sea Press. pp. 4–5. ISBN 9781569021538. Archived from the original on 18 September 2023. نه اخيستل شوی 14 December 2021.
  16. "Translations on Sub-Saharan Africa". 1978. Archived from the original on 18 September 2023. نه اخيستل شوی 2 July 2022.